Jun 21, 2023 17:24 Asia/Kabul
  • نوښتونه

د ډیجیټل کرهڼې په حوزه کې فعال د دغه پوه بنسټه شرکت د مشر په وینا د ښاروالۍ د شنې فضا پڼه کول تل ستونزې سره مخامخ دی چی دغه موضوع ډیرې زیاتې اوبه ضایع کوی ، له دې امله هڅه مو وکړه چی داسی سیسټم جوړ کړو چی د اوبو د ضایع کیدا خنډ شی .

د دې اونۍ پروګرام د ټیکنالوجۍ په حوزه کې په یوه مطلب سره پیلوو .

په ایران کې د لومړی ځل لپاره د پسته ډکې په پروبیوتیک عواملو او انکپسولاسیون ټیکنیک سره د رفسنجان په ولی عصر پوهنتون کې تولید شو .

د رفسنجان د ولی عصر عج پوهنتون د کرهڼې پوهنځی مشر ډاکټر روح ا... صابری په وینا د پسته په باغونو کې یو مشکل د ګموز یا نماتود ناروغیو په شان د ناروغیو د ککړتیا شتون دی چی د ونو د کمزوری کیدا او کله کله د وچیدا سبب کیږی ، په همدې دلیل فیصله مو وکړه چی داسې ډکې تولید کړو چی کله د پسته باغ ته منتقل کیږی که په باغ کې ککړتیا وجود ولرلې شی نو دا ډکې به نور ککړ نشی .

د ښاغلی صابری په وینا یوشمیر ګټه ورې باکټریاوې چی ورته ګټه ور بیوکنټرول عوامل ویل کیږی ، د انکپسولاسیون په بڼه مو راوستل چی په یوه کیپسول کی کیښودل کیږی او په هر کیپسول کی په میلیارډونو باکټریاوې موجودی دی ، هغه وخت چی باکتریا ازادیږی نو ځان د بوټی له جرړو سره نښلوی او که په خاورې کې تاوانی عامل موجود وی نو دغه بیکټریا له تاوانی عامل سره مقابله کوی او اجازه نه ورکوی چی بوټی ته تاوان ورسوی . کله مو چی تخم وکرل نو ډکیو ته مو په دو مرحلو کې پچکارۍ وکړه او له دو میاشتو وروسته ډکي یا نیالګي په دغه بیکټریا بشپړه واخښل شول او د هغو ناروغیو په وړاندی چی په خاوره کی موجودې وې ، خوندي شول .

په دغه تیکنالوجۍ کې نه یوازې د پسته ډکې له دغوناروغیو خوندي پاتیږی بلکې د ژوندی او غیر ژوندی مشکلاتو په وړاندی چی بوټې ګواښی لکه ملګجن والی   ، وچې او نورو عواملوپه وړاندی هم پیاوړی کوی .کله چی ډکې د پسته باغ ته منتقل شی نو جرړې په عمودی یا افقی بڼه د خاورې دننه وده کوی او په  خاورې کې ډیرې زیاتې جرړې لري چی ټولې جرړې په دغه بیکټریا سره اخښل کیږی او په دغو شرایطو کې کلونه کلونه پاتی کیدلی شی او بوټې  له هغو عواملو چی هغه ګواښی ساتلې شی .

تازه یوشمیر ایرانی څیړاندو د یوه میکروسیال چپ په مرسته د انسان د بدن په مایعاتو کې د موجودو ژوند نښو د معلوملو لپاره یوه روده رتلاسه کړی ده چی د کینسر ژر تشخیص او په ناروغۍ له څارنې سره مرسته کوی .

د ګرځیدا په حال کی د تومور حجرې د کیسنر د ژوند یوه نښه ده چی د متاساز د اټکل  اوهمداراز د ناروغۍ د پرمختګ په اړه دقیق معلومات برابروی . د میکروسیالی سیسټمونه چی د مقناطیسی   ذراتوجلاکول ترسره کوی ، په دې اړه رضایت بخښونکی نتیجې درلودلي دي . له دی سره سره دغه سیسټمونه زیاتره د لږ مقناطیسی ځواک په دلیل چی تولیدیږی محدود دی . ځکه چی په میکروکانالونوکې په تعریف شویو موقعیتونو کې د حجرو د ګیرولو لپاره  د تولیدی ځواک اندازه کافی نده .

په همدې لړ کې یوشمیر ایراني محققانو د نرم  میکرومقناطیس د بیلګو د جوړولو لپاره نوی روده  ابداع کړی ده . دغه ټیکنالوجۍ د دو لایو لرونکی میکرو سیال په یوه چپ کې یو ځای شوی ده تر څو بهرنی مقناطیسی میدان ځای کړي . د دغه بهیر په نتیجه کې د کینسر سټیکر شوی حجرو د جذبولو کارندوالې په نانو میکروژل سره چی په پخوانیو پلټنو کې پراخ شوی ، زیاتوی . دغه طراحۍ د جذبولو کارندوالې او همداراز په  چپ د حجرو دکړچار  د څارنې امکان برابروی . دغه سټراټیجۍ له کیسنر سره اړونده پیاوړی   روده  ده .

د یوه پوه بنسټه شرکت څیړاندي  د کور او صنعتی سطحې لاندې پڼه کولو سیسټم په جوړولو بریالی شول چی د اوبو په استعمال کی ۹۰ فیصده بچت کوی .

د ډیجیټل کرهڼې په حوزه کې  فعال د  دغه پوه بنسټه شرکت د مشر په وینا د ښاروالۍ د شنې فضا پڼه کول تل ستونزې سره مخامخ دی چی دغه موضوع ډیرې زیاتې اوبه ضایع کوی ، له دې امله هڅه مو وکړه چی داسی سیسټم جوړ کړو چی د اوبو د ضایع کیدا خنډ شی . دغه سیسټم د اوبو په مصرف کی ۹۰ فیصده بچت کولای شی . د  اوبو ورکولو د دغه سیسټم یوه ګټه د مځکې لاندی دی چی داوبو د تبخیر خنډ کیږی .

د دغه څیړاندی په وینا دغه روده په یوه پارک کی اجرا شوی او تر ۹۵ فیصده پورې اوبه بچت شوی دی . ښاروالۍ ، سازمانونه ، د ځنګلونو ساتونکي اورګانونه او د شنې فضا درلودونکی د دغه محصول مخاطب دي . دغه اوبو ورکول په دباو سره د سطحې لاندې پڼه کولو یوه روده ده چی پکې د دودیزو رودو خامیانې ختمې شوی او د اوبو په مصرف کې بچت کیږی . دغه سیستم په صنعتی اندازه تولید شوی دی .

د دغه شرکت د مشر په وینا په صنعتی پڼه کولو نمونې سربیره دغه سیسټم په اټومیټک توګه د کور دننه ګملې پڼه کړې شي . دغه سیسټم د کور د اوبو له پایپونو سره وصل کیږی او له دغه سیسټم په استفادې سره په هرو دو سیکنډو یا ثانیو کې یوه پڼه ترسره کوی چی د سفر کولوپه وخت په کور کې ترې د بوټو د پڼه کولو لپاره استفاده کیدلی شی  . همداراز پڼه کول تر یوې میاشتې پورې تنظیم کیدلی شی او له لیرې د مسیج په وسیله له پڼه کولو خبریدلای شئ .

د دغه څیړاندی په وینا دغه محصول ته ورته نمونې شته خو ډیر اوچت کیفیت نلری ځکه چی په دغه ډول پڼه کولو کې د اوبو د لکیدا خطر نشته اود پایپ د ماتیدا او له دې امله د نورو خطرو مخه نیسی ځکه چی دغه سیسټم په یوه سانسور سنبال دی چی که کومه پیښه وشی نو اوبه غوڅوی .

په یوه بله بریا کې د یوه پوه بنسټه شرکت څیړاندو څه موده مخکې  چی د ناف یا نوم له وینې د یوه انسانی سرم تولید پیل کړی وو ، په دې زمینه کی د درست ایران  اړتیا او د سلولی محصولاتو د تولید لپاره زمینه برابروی . د فناور شرکت د دغه مشر په وینا د انسان د نوم د وینې سرم د امیندوارۍ له ضایعاتو جوړیږی  او د انساني سرچینې په دلیل له حیوانی نمونو زیات محفوظ دی .

د فناور شرکت د دغه مشر په وینا په دنیاکې په کال کی له ۷۰۰ تر ۸۰۰ زره لیټرو پورې حیوانی سرم استعمالیږی چی اوه زره لیټره یې له بهرنیو هیوادونو ایران ته واردیږی ، خو هغه پړاو ته رسیدلی یو چی په هیواد کې د هغه د تولید امکان برابر شوی دی او ورو ورو دغه اړتیا ختمولای شو تر څو واردات ونلرلی شو . لکه څرنګه چی د انسان لپاره په ازمښت ځایونو کې باید له انسانی سرچینو استفاده وشی ، د دغه محصول کارندوالی ډیر اهمیت لری . دغه سرم کیفیت لرونکی دی چی د سلول د کر لپاره ترې استفاده کیدلی شی . له دغه سرم د سلول د کر ، د پوستکی او ویښتو  د قرنیې د ترمیم او ډیرو غړیو او جوړښتونو په ترمیم کې کارول کیږی .

 پای

 

 

ټیګونه