شیر او شکر
په سر کې د فارسۍ ژبې په اړه یوه لنډه شان وضاحتي سریزه درته وړاندې کوو، فارسي یا پارسي د هند و ایراني ژبو له څانګې او د هندو اروپايي ژبو له کورنۍ ده چې په ایران،افغانستان، تاجکستان، ازبکستان،پاکستان، عراق ترکمنستان او اذربایجان سربېره په ځینو نوروسیمو کې هم غږېدونکي لري.
سلامونه مو ومنئ، تاسو د تهران ریډیو خپرونه اورئ، عزیزانو د ډېرو قدرمنو اورېدونکو په بیا بیا ټینګار سره مو د فارسۍ ژبې د زده کړې پروګرام په یو نوي شکل کې برابر کړی چې سره له نننه به د « شیر او شکر» تر نامه په نوې لړۍ کې درته وړاندې شي. دغه پروګرام ته مو دا ځل په دوو علتونو د شیر و شکر نوم خوښ کړی یو خو دا چې د پښتو هغه شعرونه چې هم فارسي لري هم پښتو شیر و شکر نومیږي او دوهمه دا چې په دغه پروګرام کې به د فارسۍ په زده کړې سربېره خوندور حکایتونه، سرودونه او ښایسته مطالب هم اورئ چې هغه د چا خبره هم پند ولري او هم خوند، هم خرما او هم ثواب. هم به که خدای کول فارسي زده کوو او هم به خوندونه او پندونه اخلو، نو ستاسو د ملګرتیا په هیله د دغه پروګرام لومړۍ برخه درته وړاندې کوو په دې تمه چې مونږ به له خپلو قیمتي رایو او نظرونو نه هېروئ او د پروګرام د لاښایسته کولو لپاره به خپل ارزښتناک نظرونه له مونږ سره شریکوئ.
په سر کې د فارسۍ ژبې په اړه یوه لنډه شان وضاحتي سریزه درته وړاندې کوو، فارسي یا پارسي د هند و ایراني ژبو له څانګې او د هندو اروپايي ژبو له کورنۍ ده چې په ایران،افغانستان، تاجکستان، ازبکستان،پاکستان، عراق ترکمنستان او اذربایجان سربېره په ځینو نوروسیمو کې هم غږېدونکي لري. دا ژبه په ایران او افغانستان کې په فارسي رسم الخط سره چې له عربۍ راوتلې او په تاجکستان او ازبکستان کې په تاجیکي الفبا سره چې له سیریلیک راغلي لیکل کیږي. فارسي په افغانستان کې په رسمي توګه او دري په نامه او په تاجکستان کې هم له ډېر پخوا راهسې ویل کیږي. په افغانستان پاکستان او هند کې په پښتو، دري او اردو خبرې کیږي چې دا ټولې د اریایي ژبو په ټولګه کې راځي او د هند او اروپایي ژبو له کورنۍ دي دم ګړۍ فارسي، دري او تاجیکي د یوې ژبې درې لهجې دي. پښتو بیا ځانته جدا ژبه ده که څه هم په الفبا کې له فارسۍ سره مشترکه ده په درۍ کې ۴ توري په عربي الفبا ورزیات شوي او په پښتو کې دولس ورزیات شوي او کابو څلویښتو تورو ته رسیږي. که څه هم د پښتو رسم الخط ډېر پخوانی خو په شپاړسمه پېړۍ کې بایزید روښان له پښتو سره ۱۳ نوي توري ورزیات یا اصلاح کړل چې البته د وخت په تېرېدو سره پکې نورې اصلاحګانې هم شوې دي.
دوستانو تاسو له تهرانه د شیر و شکر پروګرام اورئ.دې ته په پام سره چې دغه پروګرام درته په محرم میاشته کې پیلوو مناسبه مو وګڼله په دې اړه یو څه ووایو.د شیهدانو د سالار حضرت امام حسین د شهادت په ورځو کې د نړۍ په مختلفو سیمو کې نذرونه ورکول کیږي. په مختلفو هیوادونو لکه ایران افغانستان او پاکستان کې هم د حلیم او خورشت قیمه په شان خوراکونه زیاتره په محرم کې پوښ او ويشل کیږي. راځئ چې په لومړي پروګرام کې د محرم د نذري خواړه په اړه یو څه د فارسۍ ټکي زده کړو.
لومړۍ برخه: د فارسۍ ټکي
ردیف |
ټکی |
1 |
غذای نذری- نذری خواړه |
2 |
سنت هرساله-د هر کال دود |
3 |
مراسم عزاداری-د عزادارۍ یا ویر دستورې |
4 |
مسجد- جومات یا مسجد |
5 |
شرکت کردن- برخه اخستل |
6 |
خواستن-غوښتل |
7 |
می خواهم-غواړم |
8 |
خوب-ښه |
9 |
من- زه |
10 |
همینطور-همداسې |
بخش دوم ، گفت و گو
گوینده: اوس د دغه ټکو په استفاده یوه مکالمه در اوروو.هیله ده له مونږ سره یې ووایئ او زده یې کړئ.
علی : محسن امشب به مسجد میایی؟
علی:محسنه، بېګا ته جومات ته راځې
محسن: بله حتما در مراسم عزاداری امام حسین (ع) شرکت می کنم .
محسن:هو، ضرور، د امام حسین(ع) د ویر په دستورو کې برخه اخلم.
علی: من می خواهم در تهیه غذای نذری هم کمک کنم .
علی:زه غواړم د نذري خواړو په جوړولو کې هم مرسته وکړم.
محسن: من هم همینطور.
محسن:زه هم همداسې
علی: چقدر خوب که به عنوان یک سنت هرساله در ایام محرم غذای نذری آماده می کنیم .
علی: څومره ښه ده چې د یو کلني دود په اساس، هر کال د محرم په ورځو کې نذري خواړه تیاروو.
محسن : بله خیلی خوب است.
محسن: هو، ډېره ښه ده.
عزیزانو خوشاله یو چې تر دې دمه له مونږ سره یئ. په دې برخه کې د هغو خوړو په اړه چې په ایران کې په نذري توګه په محرم کې تیاریږي یوې لنډې وینا ته ستاسو پام غواړو.
د مسلمانانو په تېره بیا شیعیانو په مذهبي فرهنګ کې محرم او عاشورا همېشه خاص او لوړ مقام لرلی دی عاشورا په تاریخ کې د داسې دودونو او ادابو ټولګه جوړه کړې چې د یو معنوي میراث په توګه نسل په نسل او سینه په سینه نورو ته منتقلیږي. ، د محرم د میاشتې نذرونه هم د دغه دودونو یوه برخه ده چې د ایران پاکستان افغانستان او نړۍ مسلمانان هر کال په دغو ورځو کې ځینې څیزونه د نذر په توګه جوړوي او وېشي یې. لکه چې په پاکستان او افغنستان کې حلیم، حلواګانې، شله زرد، شوله ګوشتي اوګره، شیر برنج حلوا برنج او ډول ډول شربتونه په عاشورا کې ویشل کیږي.
پۍ او شیر برنج په افغانستان کې د محرم د نهمې لسمې ورځې او د اربعین ډېر عام نذرونه دي افغانان په شیر برنج کې په خاصه توګه لایچي او عرق ګلاب ورګډوي او ډول ډول دپیو شربتونه تقسیموي چې زیاتره دغه شیان په کونجې کې تقسیمیږي.
په عربي هیوادو کې بیا د ډول ډول خرماوو خواړه دود دي. او شیعیان د عاشورا په ورځو کې له خرماوو مختلف خواړه جوړوي او د نذر په توګه یې ورکوي.مثلا د سوهان حلوایي په نامه یو ډول خواړه چې له کونځلو، خرما، کچو او پيو جوړیږي.
په ایران کېۍ بیا په دغه خوراکونو کې خورشت قیمه ډېر لرغونوالی لري چې پکې وریجي،غوښه او مصالحې وي. پر دې سربیره په ایران کې شله زرد هم د محرم له عامو نذرونو دی.
دوستانو ددغه پروګرام بله برخه د فارسۍژبې یو سرود دی چې د فارسۍ له لهجې سره یې ستاسو د لا بلدتیا لپاره یې وړاندې کوو: په ننني پروګرام کې د «ظهر عطش» په نامه سرود در اوروو چې د امام حسین (ع) په اړه دی، دا سرود د ایران تکړه هنرمن محسن چاووشي ویلی دی.
ظهر عطش سرود مو د محسن چاووشي په غږ واورېده. د شیر و شکر پروګرام د اورېدو لپاره مو مننه کوو. ستاسو د لا بلدتیا لپاره د فارسۍ ټکي او مکالمه او پښتو ژباړه یې په اخره کې یو ځل بیا درته تکراروو.
دوستانو په دې هیله چې دا پروګرام مو خوښ شوی وي، په دې اړه مونږ له خپرو نظرونو او قیمتي رایو مه بې برخې کوئ او د ایمیل او واټس اپ له لارې له مونږ سره خپل نظرونه شریک کړئ.
واتس اپ
00989196645663