امریکا او صهیونیسټي رژيم به پخپلو کړنو پښمانه کړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171190-امریکا_او_صهیونیسټي_رژيم_به_پخپلو_کړنو_پښمانه_کړو
پارس ټوډې – د امریکا او صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران د تېري کوونکي برید، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د شهادت، د یو شمېر پوځي قومندانانو او همدارنګه د سلګونو  عامو خلکو په شهادت پسې، د ایران وسله‌والو ځواکونو جلا جلا اعلامیې خپرې کړې.
(last modified 2026-03-01T07:10:31+00:00 )
Mar 01, 2026 11:37 Asia/Kabul
  • امریکا او صهیونیسټي رژيم به پخپلو کړنو پښمانه کړو

پارس ټوډې – د امریکا او صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران د تېري کوونکي برید، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د شهادت، د یو شمېر پوځي قومندانانو او همدارنګه د سلګونو  عامو خلکو په شهادت پسې، د ایران وسله‌والو ځواکونو جلا جلا اعلامیې خپرې کړې.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز والی  نن  په یوې اعلامیې کې د اسلامي انقلاب د  معظم رهبر د شهادت د تسلیت  له  وړاندې کولو وروسته ټینګار وکړ: د ایران د ملت دښمنان به، په تیره بیا   جنایتکاره امریکا او منحوس صهیونیسټي رژیم  د ایران د شریف ولس په ملاتړ او یووالي سره ، په  قدرت او شجاعت  سره پخپلو کړنو پښېمانه کړو.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي: د نړئ د پتمو د ستر لارښود  او مرشد ارزښتمن میراث به د ایران د زړَور او اتل ملت او د غچ اخیستونکو وسله‌والو ځواکونو لپاره د لارې څراغ وي.

د اسلامی انقلاب  د سپاه پاسداران د  عامه اړیکو  څانګې هم اعلان وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت وسله‌وال ځواکونه به د نیواکي سیمو او د امریکائي ترهګرو پوځي اډو په لور د تاریخ تر ټولو سخت او او غچ ا خستونکي یرغلیز عملیات  ترسره کړي.

همدارنګه د  ایران د اسلامی  جمهوریت  د پوځ  په  اعلامیې کې  هم ټینګارشوی دی ،: د خدای په مرسته، د اسلامی ایران د  سرلوړي او نه ستړې کېدونکي    ولس په ملتیا او جهاد، او د ملت د زړوَرو بچیانو  په قدرتمن  او با بصیرته  شتون  سره به د امریکا او اسرائیلو دغه  لوي جنایت بې ځوابه پاتې نه شي.

د ایران پوځ  پخپلې اعلامیې کې زیاته کړه: د اسلامي انقلاب د شهید لارښود  روښانه لاره به تر وروستۍ ساه پورې دوام ومومي او د ایران پوځ د ملت د کلک سنګر په توګه، د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د دفاع په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی.