د سپيڅلې دفاع د پیلیدو ځانګړی پروګرام
ګرانو مینه والو د ایران په کال هینداره کښې د ایران خلاف د عراق د بعث رژیم د جنګ د پیلیدو کلیزه د مقدسې دفاع د اونۍ پیلامه ده او د وږي دمیاشتې له ۳۱ نه د تلې تر شپږمې نیټې دوام لري.
د ۱۳۵۹ کال د وږي د میاشتې په ۳۱ نیټه د عراق بعثي رژيم په وارمخکښې پریکړې او د ایران د تنکي جمهوري اسلامي نظام د پرزولو په موخه د ایران خلاف یو سخت جنګ پیل کړ. د عراق ولسمشر صدام حسین د عراق په ټیلیویژن کښې او د الجزایر د ۱۹۷۵ کال د تړون په څیرې کولو سره د ایران په خاورې باندې د بعثي رژیم تیری اعلان کړ.
د ویلو ده چې ایران او عراق د ۱۹۷۵ میلادي کال د مارچ په شپږمه نیټه یعنې د ۱۳۵۳ لمریز کال د کب په ۱۵ نیټه د الجزایر تړون په لاسلیکولو سره څوکلن سرحدي اختلافات او نښتې ختمې کړې. که څه هم دغه تړون او د هغه ټولې ضمیمې او موافقې په بغداد کښې لاسلیک شوې خو په دې وجه چې د الجزایر د هغه وخت ولسمشر هواري بومدین او د دغه هیواد نورو چارواکو په کښې مینځګړیتوب کړی و، د الجزایر په تړون مشهور شو.
د صدام رژیم له دغه تړونه شپږ کاله پس یعنې په ۱۳۵۹ لمریز کال کښې د الجزایر معاهده په یو اړخیزه توګه ماته کړه او د هم دغه کال د وږي یا سنبلې د میاشتې په یودیرشمه نیټه یې په ایران حمله وکړه. دغ هجنګ په ایران باندې په داسې حالاتو کښې وتپل شو چې د ایران اسلامي جمهوریت د استکباري قدرتونو په تیره بیا د امریکې له خوا تر سخت دباؤ لاندې و او د ایران پوځي ځواکونه هم د انقلاب د قهري پایلو په وجه تراوسه د ځان په سمولو او منظمولو لګیا وو.
هغه جګړه چې د سلطې نام د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د صدام د رژیم له خوا پیل کړه، د پراخو اهدافو په لټه کې وه او د اسلامي جمهوریت د نسکوریدو خوب د هغو اهدافو په سر کې و، خو د ایران ملت په خپل ایماندارانه مقاومت او په خپلو دیني او وطني استعدادونو او وړتیاوو سره نه یوازې دا چې خپلو دښمنانو ته ماتې ورکړه، بلکې د جهادي فرهنګ، قربانۍ او مقاومت په برخه کې یې بې سارې لاسته راوړنې هم پرېښودې.
لکه څنګه چې د امام خمیني (رح) په مشرۍ اسلامي انقلاب بریالی شو، سپېڅلې دفاع عن د هغه په لارښونو او قومندانۍ سره دوام وکړ او څه چې تر لاسه شول یوه لویه لاسته راوړنه وه. ځکه چې په تېرو ۲۰۰ کلونو کې ایران په اولس ځل په یوه نابرابره جګړه کې د ځمکې یوه ټوټه له لاسه ور نه ده کړه او په خپلو پښو ودرېد.
امام خمیني( رح) د دغې اودریدنې په هکله ویلي دي: مونږ په جنګ کښې د نړۍ خورو له دوکه بازې څیرې پرده پورته کړه. مونږ په جنګ کښې خپل دوستان او دښمنان پیژندلي دي، مونږ په جنګ کښې دې نتیجې ته رسیدلي یو چې باید په خپل پښو اودریږو، مونږ په جنګ کښې د ختیځ او لویدیځ د دوو سترو قدرتونو دبدبه ماته کړه.
*/*/*/*/*/
د مقدسې دفاع ځینې لاسته راوړنې:
حقیقت دا دی چې مقدسې دفاع د ایران د ولس او اسلامي ټولنو لپاره داسې ارزښتناکې او تل پاتې لاسته راوړنې په ډالۍ راوړې چې د اسلامي-ولسي مقاومت د کلتور تر عنوان لاندي تحلیل کیدې شي.
پر ځان د باور پیاوړی کول؛ د مذهبي عقیدو وده؛ د استعدادونو وده او د خلاقیت راڅرګندېدل؛ د ټولنیز یووالي زیاتوالی او د ملي یووالي پیاوړتیا؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د واک ټینګول؛ د هیواد د خپلواکۍ تضمین؛ له سترو قدرتونو سره د مبارزې د نمونې جوړول او له اسلامي بیدارۍ سره مرسته کول و له هغو برخو څخه دي چې د سپېڅلې دفاع د اته کلنې مبارزې په پایله کې څرګندې او خپرې شوې. د سپېڅلې دفاع په پایله کې د مقاومت او قربانۍ فرهنګ توانیده له جغرافیايي پولو څخه بهر خپل رول ولوبوي، داشا چې په سیمه کښې د اسلامي مقاومت د جبهې بڼه نیوله او پراختیا د ایران د ولس د مقدسې دفاع له چورلیزې آثارو او برکاتو ګڼلی شو.
اوس د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعي او یرغلیز قدرت د توغندیو او ډرونز په شمول د مختلفو وسلو په جوړولو کښې د پرمختګ او همداشان په نړیوالو اوبو کښې د پياوړي شتون په وجه داسې دی چې د یو نړیوالو او سیمه ایز قدرت په توګه پیژندل کیږي.
د دښمنانو له خوا له پراخو بندیزونو او حتی د پوهانو له وژلو او د ایران په پوځي تاسیساتو کښې د ورانکارۍ سره سره ایران نن سبا د دفاعي تولیداتو په برخه کښې له توغندیو او دفاع هوا سیسټمونو او بې پایلته الوتکو او سپکو او درنو وسلو واخلې تر څو زره ټنیزو جنګي بیړیو او ډول ډول اوبتلونو پورې تولیداتو په برخه کښې د سیمې په وړومبي طاقت بدل شوی دی.
د قاصد، شاهد، سیمرغ او مهاجر په شان د کورنیو ډرونز تولید او پراختیا، د قدر، سجیل، فاتحو قائم او فتاح په شان د بالسټک او کروز توغندیو پراختیا، د کوثر، آذرخش، صاعقه او یاسین په شان د جنګي الوتکو تولید او پراختیا او د فاتح، جماران او دماوند په شان د جنګي کشتیو او اوبتلونو تولید او پراختیا او هم داشان په راډار کښې د نه راتلونکو وسلو جوړول، په دې وروستیو کلونو کښې په پوځي برخه کښې د ایران د پرمختګونو ځینې نمونې ګڼل کیږي.
1945 پوځي ویب پاڼې په یوه تحلیل کې ایران "په لویدیځې آسیا کښې د بالسټک توغندیو د ترټولو لویې او خورا اغیزمن ډیپو" لرونکی هیواد ګڼلی دی. د دغې وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، ایران د خام پوځي ځواک له لحاظه له امریکا او چین سره برابر دی، خو ایران د دې لپاره ډېر توغندي جوړ کړي، چې هر هغه څوک چې پر دغه هېواد د برید هڅه وکړي، سخته سزا به ورکړل شي.
په دې وجه هغه سخت جنګ چې د سلطې نظام د عراق د بعث رژیم په وسیله پيل کړی او د ایران د اسلامي جمهوریت د پرزولو خوبونه یې لیدل، نه یوازې د اسلامي ایران په مومنانه او بې ساري مقاومت سره ناکام شو بلکې په دفاعي، علمي، کلتوري او اقتصادي بخرو کښې د ډیرو لاسته راوړنو لامل هم وګرځیده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر "حضرت آیتا... العظمی سید علي خامنهای" د تپلي جنګ په دوران کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په مقابل کښې د لویدیځ او ختیځ او په سیمه کښې ورپورې د سیمې په پيئلو هیوادونو د مشتملې پراخې پوځې جبهې جوړیدو ته په اشارې سره فرمایلي دي: د دغې پراخې جبهې نیت، د اسلامي نظام کمزورې کول او بې عزته کول او په کورنیو ستونزو کښې یې ګیرول او بلآخره د جمهوري اسلامي نظام ړنګول وو خو اسلامي نظام او د ایران ولس د امکاناتو او تجهیزاتو له کموالي او د هغه وخت د پریمانه ستونزو سره سره، د دغې جبهې په وړاندې اودریده او سرلوړی له میدانه ووته. د مقدسې دفاع په اتو کلونو کښې د ایران د ولس د اودریدنې په وسیله به اسلامي او غیراسلامي هیوادونو کښې ډیرو اغیزناکو شخصیتونو او فعالو ذهنونو په تش لاس په مقتدرانه دفاع باندې کلک اعتقاد پيدا کړ.
*/*/*/*
سږ کال د مقدسې دفاع اونۍ د «مونږ یوموټي یوو» په شعار سره ترسره کیږي. د سږ کال د مقدسې دفاعې په اونۍ کښې په ټول ایران کښې ۱ زر ۱ سل ۸۶ پروګرامونه اجرا کیږي چې په کښې ۵ زره او ۹۰۰ فعالیتونه په نظر کښې نیول شوي دي. د ۴۴۴ کتابونو او د ۱۱۷ غږیزو کتابونو مخ کتنه، د ۸۲ ترانو خپرول، د جنګیالیو او غازیانو د درنښت او د شهیدانو د یاد د لمانځنې ۱۳۱۴ غونډې، د هنري آثارو د ۴۲۹ نندارتونونو جوړول او د ۳۲۷ تخصصي غونډو ترسره کول، د شعر او خاطرې د ۱۰۹ شپو ترسره کول او په سړکونو باندې د ۲۴ ډرامو او تیټرونو جوړول د سږ کال د مقدسې دفاع د اونۍ د لمانځنې لپاره په نظر کښې نیول شوي پروګرامونه دي.
*/*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی