Sep 26, 2023 16:12 Asia/Kabul
  • دفاعي توانمنئ ،د ایران د اسلامی جمهوریت دفاعي بریاوې او پرمختګونه

 د تهران د پښتو خپرونې اود انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران دفاعي توانمنیو نومې لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.

د ایران د اسلامی انقلاب دفاعی صنعت نن سبا د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په لارښونو او د خپل ځوانو متفکرانو او متخصصانو په ایمان،ارادې او توانمنیو باندې په تکیې سره توانیدلی دی په مختلفو پوځي ډګرونو کې اوڅاره بریاوې ترلاسه کړي.

 ایران له اسلامی انقلابه مخکې یوازې دیرش ډوله دفاعی محصولات تولیدول ، خو نن سبا دغه شمیر په اوڅاره او ستایونکي  ودې سره تر ۷۷۰ محصولاتو ته رسیدلی دی .

هغه څه چې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب ترمخکې پورې ددفاعي صنائعو له پلوه تولید کیدل، یوازې د سپکو مهماتو او وسلو تولید ؤ چې په نهایت کې،دا د جې- 3 ټوپکونو،جې -   3 تمانچو او ځینو نورو وړو وسلو لپاره د سپکو او نیم درانو میرمیو تولید پورې محدودید. البته داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته د تپلی جنګ دتجروبو په نتیجې کې د ګواښ او بندیزونو په شرائطو کې د ایران دوسلوال ځواک او دفاع وزارت  په بیرغوالۍ سره ددفاعي صنعت متخصصانو اوڅاره او حیرانونکو پرمختګونو هیواد د مقاومتي اقتصاد د تحقق په بیلګې او په ځان باؤرئ  او پخپلو پښو  په دریدونکي بیلګې  بدل کړی دی.

په وروستیو کلونو کې د وسلو او تجهیزاتو د ماډرنولو او سمارټ او ګائيډيډکولو د بهیر په پراختیا سره لا پرمختللي او کارنده محصولاتو پر تولید سربیره،په لوړ قدرت سره د ګائيډیډ توغندیو او له هوا په هوا کې د ویشتونکو بمونو او راکټونوتولید هم د دفاع صنائعو د ادارې  محصولاتو برخې ته ورزیات کړي دي.

په عملیاتي ځواک کې  ددغو وسلو  کارول په تیره بیا په اوسنی ماډرن ځواکونو ډګر کې   د دوي د اغیزشیندونکي او د پام وړ ودې سبب  شوي دي.

          د امریکا د پوځي او غیر پوځي   الوتکو د پُرزو جوړول او  له دې سره په یووخت د آذرخش نومې جنګي الوتکې د جوړولو  پلانونه او د پلان اجرا،د  کبرا زغروال او ذوالفقار ټانک  جوړول ، د ققنوس نومې له هوا  په هوا کې ویشتونکي لرواټنه توغندي د ایران په شان   نمونې جوړول، په جنګ کې د تاواني شوو هیلي کوپترو  بیا رغونه چې  د  شباویز چورلکو د جوړولو سبب شوي ،  او دغه راز نوره په سلګونو هغه بریاوې وې چې  د تپلي جنګ څخه په وورستیو دوو لسیزو کې  پنځول شوي دي.

په ورپسې کلونو کې  هم  دایران دفاعي صنعت  ددغه بهیر په دوام سره توانیدلی دی  په مختلفو سمندري ،هوائي  او امنیتی سټراټژيکو ډګرونو کې  د اوسنۍ نړۍ له پرمختللو تجهیزاتو سره  د سیالۍ وړ او د  هغو مختلفو سخت آوزارونو په تولید کې د توانمنیو تر پام وړ سوئې پورې برخې ترلاسه شوي دي چې په دغه ډګر کې  د انحصاري مدعي  زبرځواکه قدرتونو په وسیله تولیدي. په دغه کار سره نه یوازې دغه انحصاري بڼه  نه یوازې  ماته شوې  او خپل اړوندوالی ئې غوڅ کړی، بلکې ځان ئې ددغه ډګر په یوه اصلي مدعي بدل کړی دی..

  د صاعقه،آذرخش،قاهر ۳۱۳  او کوثر په څير له راډاره  پټيدونکي  له غږه تیزو جنګي الوتکو او نورو ډول ډول الوتکو او د پرستو،درنا،سیمرغ،شفق او تندر په څير روزونکو الوتکو  جوړیدا او دغه راز د شاهد،شباویز او د ۲۰۱۹ټاګ ضده چورلکې په څير د ډول ډول چورلکو جوړول او دغه راز    د  ډول ډول   چورلکو  رغول اوتعمیرولو کې د نړۍ د پنځمې رتبې په ترلاسه کولو سره  ئې دڅه دپاسه زر کلومیټرو پورې په واټن سره د  ډول  ډول راډارونو جوړول ، داوبتلونو  جوړول، د ډول ډول بیړیو او کشتیو او ماکوګانو  جوړول اوتعمیرول او دغه راز د هاؤر کرافټ ( د  وچې او اوبو کشتۍ) جوړول، د غدیر نومې پرمختللو اوبتلونو جوړول،د ډير زیات سپيډ لرونکو  ډول ډول  ماکوګانو  او مارغه ډوله کشتۍ  جوړول،د ماډرن توپو  او ډول ډول هاوانونو  په څير درندو او نیمه درندو  وسلو او تجهیزاتو   او دفاعي سسټمونو جوړول،د ډول ډول  توغندوی ضد دفاعی سسټمونو  لکه  د  روسیې د اییس ۳۰۰ ډوله توغندوي ضد دفاعي سسټم  د توانمنیو هومره  په قدرت سره د  باؤر۳۷۳ ډول  بشپړ ځاي دفاعی سسټم  په څير  دهوافضا مخه نیونکي سسټم او ډول ډول وسلو  جوړول،د خرداد-۱۵ په  نامې سره  بشپړ ځاي سسټم جوړول چې  په فارس خلیج کې ئې د امریکا  تر ټولو ګرانبّیه او  ماډرن ډرون نسکور کړئ شوی ؤ،  او دغه راز ډول ډول د شپې مهال استفاده کیدونکو دوربینونو او آپټیک صنائعو  دپراختیا  مخابیراتي صنائعو  دپراختیا او د درندو اوسپکو مهماتو  پنځول  او  له دغو ځينو محصولاتو څخه د نړۍ ۲۳ هیوادونو ته ئې صادرول ،  د ایران د اسلامی جمهوریت  د دفاعی صنائعو  د پرمختګ  اوڅاره بیلګې  دي .

 

 د ایران اسلامی جمهوریت اوس د جنګی الوتکو د تولید په برخې کې پخپلې ځاي پوهې سره ،د قاهر  او آذرخش نومې  جنګی الوتکې پلان کړي او جوړې کړي دي چې د فرانسې له میراج الوتکو سره د سیالۍ وړ دي.

  د ډول ډول بې پیلوټه الوتکو په پلانونې کې   د ایران هوائي صنائع بریالی شوي دي ،د ابابیل، مهاجر -1 ،2،3 او مهاجر -4 ، هدهد، صاعقه -1 او صاعقه -2  ډوله ډرونز تولید کړي. دغه  الوتکې په ډير لږ لګښت سره او د  ورځې د ټیکنالوجۍ په اساس  جوړې شوي دي.د هوا پيژندنې  ، د سرحدونو  خیال ساتنې ، د نقشو جوړونکي ،پيژندونکي او الیکټرانیکي جنګ  لپاره په کارندوالي سره ،  مهاجر 1،2،3 او مهاجر 4ډوله ډورنز الوتکې ، ارتباطي ریلې، دوربین لرونکی ، ټارګت  موندونکي ، د توپونو د لارښونې ، له قاچاقبرو سره  دمبارزې لپاره د سرحدي پټئ کنټرولولو، د ښاری ټریفیک دکنټرولولو او فیلم جوړولو  او دغه راز د جغرافیائي نقشو  د برابرولو  کارندوالی لرونکي ډرونز  په دغو ډولونو کې شامل دي  او دا ورکوټي  وسلې هم وړلی او توغولی شي.

 ؛فُطرُس ؛ نومې ډرون په څه ډپاسه دوه زره کلومیټر  عملیاتي واټن سره  او د  ۲۵زره پائي  او دوام  او له شپاړسو تر دیرشو ساعتونو پورې د  الوت  دقدرت په لرلو سره  د هیواد د ترټولو سټراټژيکې لوئې بې پيلوټه الوتکې په توګه   ده ، چې له ځانګړو وړتیاؤ برخمنه ده . ؛فطرس؛ په مختلفو توغندیو په سنبالتیا سره ، د پیژندنې ، پوځي ماموریتونو  او په شیشت کې  د راوستو ماموریتونه هم ترسره کوي. 

Image Caption

 

 او په نهایت کې د  آرکیو 170 ډوله  ایرانی ماډرن ډرون چې له راډاره هم پټيدلی شي،  چې د ځاي متخصصانو  له دوو کلونو ډیرو زیاتو هلوځلو او زیار  وروسته  د ایران د اسلامی جمهوریت د زړوَرو  و په ځان باندې باؤر لرونکو ځوانانو په وسیله په غنیمت نیول شوي  RQ170    ډرون په بالعکس ټيکنالوجۍ او پوهې سره  جوړه شوې ده .   

   ؛باؤر ۳۷۳ ډوله  ډرون  باید د د ایران ن د تاریخ دترټولو پیچلي دفاعي پروژې داخلي  جوړ شوی  توغندوي هوا فضا ضد مخه نیونکي ترټولو ماډرن او پيچلی سسټم وبلل شي چې  ددغه ډرون د پلانونې ،جوړونې ، ټسټ او عملیاتي کونې  کار  د هیواد په داخل کې د ایرانیو ځوانو متخصصانو  په لاس له یوې لسیزې هم په کم وخت کې ترسره شو.

د باؤر ۳۷۳ ډوله  توغندوي سسټم کې ، دوه مخه نیونکي او لټَؤنکي راډارونه  موجود دي چې د ۳۳۰کلومیټرو  په واټن کې  داعلان شوو اطلاعاتو په اساس  او تر دوه سوه شپيته کلومیټرو پورې د مخه نیونې  وړتیاوې  لري . ددغه سسټم د لټَؤنې او کشفَوَنې راډار  ددې وړتیا لري چې به یوو وخت  دوه سوه ټارګټونه  وپيژني ،  له یوې خوا  ددغه سسټم مخه نیونکی راډار  هم په یووخت د شپیتو ټارګټونو د مخه نیونې  وړتیا لري .  او په ډير کم وخت کې  په ډير وخت کې د پټيدونکو هدفونو کشفول ددغه سسټم یوه بله ځانګړنه ده .. د ایران د اسلامی جمهوریت  د  هوافضا په مخه نیونکي  مهمو سسټمونو کې  د سوم خرداد نومې ځاي سسټم ته هم اشاره کولی شو چې په ۱۳۹۸لمریز کال کې د امریکا د  ګلوبل هاؤک  پرمختللي ډرون په تباه کولو سره ځلیدلی دی.

د ایران ا سلامی جمهوریت  په سیمې کې د چورلکو د جوړونې ترټولو لویو صنائعوپه اختیار کې په درلودلو سره د تجارتي او پوځي چورلکو د پلانونې او جوړونې په ډګر کې یو مخکښ هیواد دی .ایران له ۱۳۷۶لمریزکال څخه او د شباویز چورلکې په جوړولو سره چې د؛بل -۲۰۵ډوله؛چورلکې اپوټه منهدسئ سره جوړه یوه نمونه ده،د چورلکو د جوړونکو هیوادونو له کلب سره یو ځای شو.له شباویز چورلکې جوړونې وروسته په درو ماډلو کې د شاهد-۲۷۴، شاهد۲۷۸ او شاهد ۲۸۵ ډوله چورلکې هم تولید شوې چې په دغه ماډل کې دلومړي ځل لپاره  په ځاي  پوهې سره پلان،  او بشپړ ډول جوړې شوې.

=  خوږو دوستانو د ایران د اسلامی جمهوریت ددفاعی صنائعو د برخې د بریاؤ ددغې برخې وخت هم همدومره ؤ نو ددغو بریاؤ دوهمه برخه به په راتلونکي  کې ستاسو خدمت ته وړاندې کړو. نو ترهغه وخته مو په نیاؤمن خدای سپاړو.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه