دفاعي توانمنئ ،د ایران د اسلامی جمهوریت دفاعي بریاوې او پرمختګونه(2)
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i139086-دفاعي_توانمنئ_د_ایران_د_اسلامی_جمهوریت_دفاعي_بریاوې_او_پرمختګونه(2)
 د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران دفاعي توانمنیو نومې لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، ددغه مطلب یعني د ایران د اسلامی جمهوریت ددفاعي صنائعود بریاؤ  لومړنۍ برخه ستاسو خدمت ته وړانډې شوې او د هماغه مطلب دوهمه برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.
(last modified 2023-09-26T08:43:54+00:00 )
Sep 26, 2023 12:57 Asia/Kabul
  • دفاعي توانمنئ ،د ایران د اسلامی جمهوریت دفاعي بریاوې او پرمختګونه(2)

 د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران دفاعي توانمنیو نومې لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، ددغه مطلب یعني د ایران د اسلامی جمهوریت ددفاعي صنائعود بریاؤ  لومړنۍ برخه ستاسو خدمت ته وړانډې شوې او د هماغه مطلب دوهمه برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.

دوستانو په تیر  مطلب کې د ایران د دفاعی صنائعود بریاؤ  په باب د پرمختللو  چورلکو د پلانونې او جوړونې تر حده رسیدلي وو ،اوس هم راګرځو  دې ته چې  ایران اسلامی جمهوریت ددفاعي صنعت  په بریاؤ کې توغندوي  بریاؤ ته ورګرځو . د ایران دفاعی صنعت   په مختلفو ټارګټونو سره  ډیر پرمختللی او قدرتمند توغندی تولید کړي دي. چې د ایران اسلامی جمهوریت ئې د سیمې او نړۍ یو برلاسه  قدرت باندې بدل کړی دی  چې  وخت په وخت  ددغو تولیداتو د مخ کتنې شاهدان یوو.

د ایران د پرمختللو  لنډواټنه،مینځ واټنه او لرواټنه  توغندیو په زمینې کې  مختلف ډولونه جوړ شوی دی.  په دوي کې  د لارې په اوږدو کې د لور دبدلولو په وړتیا سره دقیام، شهاب،فاتح ۱۱۰  لرواټنه بالسټیک  پنځه ډوله توغندي  شامل دي ، دقدر  ۱۱۰ډوله توغندی  چې  ددسپيډ له پلوه د دنیا ترټولو زیات سپيډ لرونکو توغندیو برخه ده  او د د عاشورا نومې مینځ واټنه  بالسټيک توغندی  هم تر دوه زره پنځه سوه کلومیټرو پورې په واټن لګیږي.د اسلامی انقلاب له بریالیتوب مخکې  لویدیځوالو  ایران ته اجازت نه ورکاوۀ، له سل کلومیترو په زیات  واټن لګیدونکی  توغندی  ولرل شي.

 دتوغندیو په برخې کې، د ایران اسلامی جمهوریت  دخپلو متخصصو ځوانانو په همت سره توانیدلی دی  په دغه صنعت کې  له څو مطرح هیوادونو سره یو ځای شی. د هغو ډول ډول توغندیو او راکټونو  جوړول او تولید  چې د مقدسې دفاع  دجنګ له وخت راهسې پیل شول ،  اوس ئې ایران ددې جوګه کړی دی  چې  لنډ واټنه ،مینځ واټنه او لرواټنه  ډول ډول  او په مایع او جامدو  سونګو سره کارونکي  او ثابتو او خوځنده  پلیټ فارمونو په وړتیاؤ سره  تولید کړي. په دغو توغندیو کې      له پنخلسو تر څلویښت کلومیټرو پورې په واټن لګیدونکي 10FL   او 6FL   ډوله توغندي، په ۸۵کلومټرو واټن باندې لګیدونکی 2HY  ډوله توغندي،په ۱۲۰ کلومیټرو تر ۱۸۰کلومیټرو پورې لګیدونکي نور لرونکي توغندي،په ۳۵۰کلومیټرو لګیدونکي    SSN4 توغندي  چې په کمې سطحې الوت کوي او سترې بیړئ هم تباه کولی شي، همداراز د شهاب 1،2،3 ډوله توغندي  چې شهاب درې ډوله توغندی  کابو  دوه زره کلومیټر واټن سره په دقیق ټارګت لګیږي،دغه را ز  ۱۸۰۰ کلومیټر واټن باندې لګیدونکي قدر نومې توغندی  او  همداراز فاتح    ۱۱۰ ډوله توغندیو ته اشاره کولی شو .فاتح ۱۱۰ډوله توغندی  چې ډير قدرت لرونکی او په ټارګټ دقیق ډول لګیدونکی توغندی دی ،له مځې په مځکه ویشتونکی ګائيډیډ  او لنډ واټنه توغندی دی چې په جامدو سونګو سره کارول کیږي.

=    په ۲۰۰۰کلومیټر واټن سره  د جامدو او مایع سونګو سره  سجیل نومې لرواټنه توغندی ، قدر ایچ ډوله میڼځ واټنه  توغندی،په ۲۰۰۰کلومیټر واټن سره  قدر ایف  لرواټنه توغندی  او  دعماد په نامې سره لرواټڼه توغندی چې    ګائيډیډ او بالسټیک ډوله دي، او په دقیق ډول په ټارګټ لګیږي ، د ایران د اسلامی جمهوریت  ددفاع وزارت د ځوانو متخصصانو په وسیله جوړ شوي دي.

 په په نهایت کې  قیام نومې توغندی چې په آئيرو ډاینامیک او تل پاتې ډګر کې له ماډرن او سپر ټيکنالوجۍ برخمن دی ، له پرَپرَکي پرته هم  په ټاکل شوي ټارګټ په دقیق ډول لګیږي  او دا یعني هغه ټیکنالوجي چې یوازې د دوو یا درو هیوادونو په اختیار کې ده  او د ایران د اسلامی جمهوریت دفاعي متخصصان و ددغه توغندی  جوړونکي ټیکنالوجۍ ته لاس رسیدلی دی.

Image Caption

 

په سمندری برخې کې هم  دایران اسلامی جمهوریت توانیدلی دی چې د د چورلکه وړنې په وړتیاؤ سره د جماران یو او جماران دوه ډوله جنګي بیړیو په جوړولو سره  له سمندره په سمندر ویشتونکي توغندي، له سمندره په هوا ویشتونکي تواغندي، پرمختللی توپې ،هوائي ضده توپې ،  جنګی تهرپيډو سسټمونو او د ماډرن راډارونو  په نصبولو سره  د الیکترانیک جنګ د سسټمونو په سنبالتیا سره   د سمندری سطحې په ډګر کې  خپلې توانمنئ د دښمنانو او پرَدیو په لور کاږلی شي. همداراز  ایران  د نړۍ ترټولو سپیډ لرونکي ماکوګان او تهر پيډو  لري چې  ددښمن دبیړیو او اوبتلونو لپاره په یوې خپسکې بدل شوي دي.

 د ایران د اسلامی جمهوریت ددفاعي صنعت  یوه ترټولو پيچلی برخه له سمندری ماکوګانو او کشتیو سره اړونده ده .په دغې حوزې کې  هم د ایران دفاعي صنائعو کړچار ډير ځلانده او اوڅاره دی  له واړو او سترو بیړیو او کشتیو رانیولې تر درندو اوسپَکو اوبتلونو پورې  چې د ایران ددفاعی صنائعو ادارې د متخصصانو په وسیله   په  درو کلونو مودې کې  دایرانیو ځیرو او هوښیارو متخصصانو په لاس کې  د ټيکنالوجۍ په اوج کې  پلان  او جوړشوي دي . کرار نومې ټاک  په سسټماټيک شوي جوړښت سره  له ماډرن  انجنه  استفاده کوي چې  له زرو تر یو زر دوه سوه هارس پاؤر  توانمني لري. د الیکټروآپټیکي  اور کنټرولونکی سسټم ،لیزي فاصله  معلومونکی سسټم ، بالسټيک سمارټ کمپیوټري سسټم او په شپه او ورځ کې په خوځنده او ثابتو ټارګټونو  توغولو وړتیا لرونکی .لیزری،ګائيډیډ سسټم لرونکی او  توغندي ویشتونکې وړتیا او له دواړو خواؤ  د توپې  ویشتونکي سسټم  لرل  د کرار نومې ټانګ  ځانګړنې دي.

Image Caption

 

په ۱۴۰۱لمریز کال کې د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاعی صنعت  بیلابیل ډګرونه دیو شمیر نوو محصولاتو د مخ کتې او البته دپرمختګ د چټکتیا د زیاتیدا شاهد وو.د هوائي ډګر په شان چې د ؛سیمرغ ؛نومې ټرانسپورټي الوتکې مخ کتنه،د ؛یاسین؛ نومې روزنیزې پرمختللي جټ د زیات تولید د کرښې افتتاح او دغه راز د عقاب ۴۴ډوله سمندری اډې مخ کته د  هوائي ډګر نوره بریاوې وې.

  په ۱۴۰۱لمریز کال کې  توغندوي ډګرهم  پخپل ډول کې د حیرانونکو بدلونونو شاهد ؤ چې په یوزر پنځه سوه کلومیټر واټن سره د سمندری بالسټیک توغندي ،هائيپر سونیک توغندي، او په شپاړس سوه پنځوس کلومیټر واټن سره د کروز توغندیو چې پاوه نومیږي، په څير دتوغندیو د نندارې شاهد ؤ چې په دفاعي  بریاؤ  کې ئې دغه ډګر د هیواد په یوه ترټولو ځلانده ډګر بدل کړی دی .

 دغه راز د پوځ د چورلکو د لیزري او حرارتي خبرداري ورکونکي او جمر سسټمونو مخ کتنه،د یاسین روزنیز جټ الوتکې  دتولید د کرښې افتتاح ،د سپاه پاسدارانو له بیړیو سره  دشهید مهدوي  نوې بیړئ یو ځای کیدا ،په یو سل اتیا کلومیټر  واټن سره  دراکټ لانچرو باندې د سنبالو کشتیو سمندری ځواک ته سپارل،په یو زر پنځه سوه کلومیټر واټن سره د خوځنده سمندری ټارګټونو په ضد د بالسټيک توغندیو دتولید کرښه ، دایف ۱۴دوله  جنګي  الوتکې د شبیه سازۍ ځاي لومړني سسټم  افتتاح،دهوافضا مخه نیونکي توغندوي سسټمونو  ترمځکې لاندې سرنګونو او اډو مخ کتنې د پاوې نومې شپاړس سوه پنځوس کلومیټر واټن سره د ایران کروز توغندی ترټولو ورستی تولید،په سمندری ماینونو د سپاه پاسدارانو د هوا سمندری چورلکو سنبالتیا،د عاصف نومې لرواټنه  کروز توغندی افتتاح ،د سوخو ۲۴دوله نوي وسلې ننداره،په صیاد مخه نیونکي دفاعي سسټم د سمندری ځواک د بیړیو سنبالتیا، دهائيپرسونیک  بالسټیک توغندي جوړیدا،د صیاد بی ۴ډوله  توغندی مخ کتنه،تردرې سوه کلومیټرو پورې د  باؤر ۳۷۳ډوله توغندي د واټن زیاتیدا،دقایم سل نومې سپوږمکۍ وړونکي پلیټ فارم تر مداره  بریالی لیږد،د هند سمندر په شمال کې د سمندری امنیت دنړیوال مرکز افتتاح  او دغه راز د یوشمیر نورو ډول ډول ډرونز  سمندری بیړیو ته سپارل د شهید سلیمانی جنګي کشتۍ او په همدې نامې د دفاعي مخه نیونکي سسټم مخ کتنه او د ابابیل  کروز ډرون  افتتاح  دغه راز د پوځ د سټراټژيک سمندري ځواک د ډرونز وړونکي لومړنۍ کشتۍ مخ کتنه په دغه کال کې د ایران ددفاعي  صنائعو  نوره بریاوې وې .

ددغو پرمختګونو او بریاؤ په نتیجې کې،اوس د ایران د اسلامی جمهوریت مخه نیونکی قدرت د هیواد پر خاورې دنورو هیوادونو دپوځي حملو خنډشوی دی او د ایران اسلامی جمهوریت  تل لاقدرتمند دی او د هیواد  دښمنان له بل هروخته لازیات کمزوري دي .هغه څه چې ایران  ئې په سیمې او نړۍ کې په یوۀ اغیز شیندونکي قدرت بدل کړی دی،کارنده ،انګیزه لرونکي او انقلابی ځواکونه او د  هیواد د پوهانو دفاعي بریاوې   دي.

=    د تهران دپښتو خپرونې  خوږو مینه والو د ایران د  اسلامی  انقلاب له بریالیتوب وروسته تر دې دمه د بریاؤ اوپرمختګونو یوه لنډه شان خلاصه ستاسو خدمت ته وړاندې شوه هیله ده چې د استفادې وړ مو ګرځيدلي وي دایران د دفاعي توانمنیو د لړۍ تر بل مطلب پورې  مو په نیاؤمن خداي سپارو ،سوکاله او بریالي ووسئ  او ............

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************