د لمر په حضور کښې
(last modified Tue, 10 Oct 2023 06:22:44 GMT )
Oct 10, 2023 10:52 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کښې

د ګرانۍ کنټرول او د تولید وده ۲۲

د تهران راډیو مینه والو لکه څنګه چې درته معلومه ده، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د روان ۱۴۰۲ کال لپاره «د ګرانۍ او انفلیشن کنټرول او د تولید وده» شعار غوره کړی دی او د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو په ایران کښې د ودې د مخې ځیني خنډونه څیړلي وو، په دې ننني پروګرام کښې بیا هم په ایران کښې د تولید د ترقۍ او ودې مخې ته د پرتو ځینو نورو خنډونو او ننګونو جاج اخلو.

*/*/*/*/*/*/*/*/

وړومبې د اسعاري شاکونو جاجونه کوو.

په ایران کښې د تولید مخې ته یو ستر خنډ، اسعاري شاکونه دي. اسعاري شاکونه یا د اقتصاد «ډالریز» کیدل د ایران د اقتصاد یو حقیقت دی. په دې حالاتو کښې مو لیدلي دي چې د شیانو بیه په یوه شپه کښې څوچنده لوړه شوې او بازار یې له سختو طوفانونو سره مخامخ کړی دی. په دې الاتو کښې طبیعي ده چې د تولید ټولیز لګښت هم زیاتیږي ځکه چې د ډالر د بیې زیاتوالی له بهر څخه د اومو او ابتدايي موادو د وارداتو په قیمت هم اغیزه لري. دا نیمګړتیا په ځانګړي توګه د تولید د واحدونو  د پيسو د برابرولو ستونزې ډیروي یا د شرکتونو د پیسو د پوره کولو بحران ته وده ورکوي. په دې وجه په داسې حالاتو کښې دا امکان زیاتیږي چې ځیني تولیدي یونټونه د خپلې تولیدي لیکي د فعالې ساتلو توان ونه لري.

له دې ورتیر، د اسعاري شاکونو خرابوونکې اغیزه، د هیواد په اقتصاد کښې د ناپایداره حالاتو او د ډاډ او اطمینان د نشتوالي حالات رامینځته کوي. په دې شرایطو کښې اقتصادي فعالان، لوې او واړه بیوپاران او تولیدونکي او داسې نور اړونده کسان د ډاډ نشتوالی احساسوي او نه شي کولی چې په ډاډه زړه پانګونه او فعالیت وکړي.

په داشان حالاتو کښې د کورنیو شیانو د کیفیت په زیاتولو او په تولید کښې یې د ظرافتونو په خیال ساتلو سره د هغو د سیالۍ وړ جوړول په عملي توګه څنګته کیږي او په نتیجه کښې د ایراني شیانو وده کمزورې کیږي.

*/*/*/

تکړه اقتصادپوه او د اهواز پوهنتون د علمي کدر غړی مرتضی افقه د کورني تولید په بهیر باندې د اسعاري شوکونو د اغیزو په هکله وايي: دې ته په پام سره چې د هیواد تولید په واسطه ایزو اولیه موادو او وارداتي پانګونې پورې سخت پیئلی دی، د اسعارو د بیې بدلیدل رابدلیدل هم د تولیدي شیانو د بیې له نظره او هم یې د کیفییت له نظره زمونږ په تولید باندې ډیره اغیزه لري.

هغه زیاتوي: د بهرنیو اسعارو د بیو بدلیدل له دوو لارو د هیواد په کورني تولید اغیزه کولې شي. دې ته په پام سره چې زمونږ د شیانو ۷۵ فیصده واردات سرمایه ایز او واسطه ایز دي، اسعاري شاکونه او د اسعارو د قیمت بدلیدل او زیاتیدل دواړه په کورني تولید باندې چې د وارداتي اومو موادو له بیې اغیزه اخلي، منفي اغیزې کوي. حتی که د بهرنیو اسعارو بیه په ثابت ډول لوړه باتې شي بیا هم د اسعارو د بیې له دوامداره کمي او زیاتي ښه ده. په بله وینا، د اسعارو د بیې لوړوالی یا په کښې بدلون او بې ثباتي، په تولید باندې لازیات منفي اثر کوي.

هم دې اغیزې ته په پام سره د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران له اقتصاده د ډالر ختمونې په ضرورت باندې جدي ټینګار لري.

*/*/*/*/*

په برانډ جوړونه کښې کمزوري

برانډ جوړونه یا برانډنګ، د مصرف کوونکو لپاره د شیانو د اعتبار سازۍ په موخه د ضروري انګیزو او د رواني او ذهني زمینو برابرولو او په امله یې د هغو اخیستو ته د ګروهنې زیاتیدو ته ورګرځي. په دې وجه ویلې شو چې برانډ، د اخیستو یا پیرلو لپاره د مشتري د لارښوونې اوزار دی. جودت هده چې د تبلیغاتو او رسنۍ اوزار په دې کښې بې ساری رول لري. د برانډ جوړونې په برخه کښې د ایراني شیانو د وضعیت په هکله باید ووایو چې په دې برخه کښې کمزوري، د ایران د تولید او د تولیداتو د وړاندې کولو په زنځیر کښې یوه ورکه او د غفلت وړ کړۍ پاتې شوې ده. د دې کمزورۍ شدت دومره زیات دی چې ځیني تولیدونکي په هیواد کښې دننه د خپلو تولید شویو شیانو د خرڅون لپاره مجبور دي چې په خپلو محصولاتو باندې د کوم بهرني او مشهور مارک لیبل ولګوي او بازار ته یې ورکړي.

په حقیقت کښې له دې امله چې مصرف کونکی ځیني وختونه د هغه لګښت ترڅنګ چې د یو څیز د اخیستو لپاره یې ورکوي، خوښوي چې له ټولنیز نظره په ملګرو او خپلوانو کښې هم، د کموالي احساس ونه کړي، باید په ایراني شیانو کښې هم برانډنګ ته پام وشي ترڅو مصرفونکی یې په اخیستو سره، له کیفیته د رضایت په احساس او د خپل ضرورت د پوره کیدو ترڅنګ د وقار احساس هم وکړي.

خو د ټولو کورنیو شیانو د بې کیفیتۍ په اړه د عامه لیدتوګې اپوټه د خوراکي موادو، د کور د استعمال د شیانو، جامو او کالیو، بوټونو او د ودانۍ جوړونې د شیانو په شمول ډیر صنایع د کیفیت له نظره له ورته بهرنیو محصولاتو ډیر ښه او بډایه دي.

سره له دې، د کلتوري عواملو او خنډونو ترڅنګ، په برانډ جوړونه کښې د کمزورتیا په شمول په یولړ وجوهاتو ایراني شیان د کورنیو مصرفوونکو د ډیر هرکلي وړ نه ګرځي. په حقیقت کښې که څه هم باید بهرنیو برانډونو ته له ګروهنې سره مقابله وشي خو باید د ایراني محصولاتو د بازار د ودې لپاره برانډنګ ته پاملرنه وشي. 

*/*/*/

په ایران کښې د تولید یو اصلي خنډ د تولید د طریقې دودیزوالی دی چې سبب شوی په هیواد کښې د تولید د برخې ګټه او د ارزښت زیاتوالی ډیر کم دی. په دې برخه کښې یو بنیادي ګام، د تولید نوې کول دي، دغه ماډرن سازي یوازې تر ماشیني آلاتو نه محدودیږي بلکې د انساني سرچینو، تحقیق او پراختیا، د مالي لاروچارو، مدیریتي طریقو، د ویش د شبکې او داسې نورو په شمول د تولید د جوړښت په کلیّت کښې باید په دوامداره توګه ترسره شي. په حقیقت کښې پکار نه دي چې د تولید رونق د تولید برخې ته د اعتبار په ورکولو سره مترادف وبالو بلکې باید ورته کلي نظر وکړو.

په هم دې بنیاد د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې وروستیو کلونو کښې په ایران کښې د تولید په پوه بنسټه کیدو ټینګار وکړ او په دې لړ کښې له دودیزو رودو د لرې کیدو لپاره جدي اقدامات هم ترسره شوي دي.

په ایران کښې د تولید د رونق بل خنډ ځیني محدودونکي مقررات او قوانین دي چې په کسب و کار او تولید کښې د اسانتیا د نشتوالي سبب شوي دي. ځیني په دې باور دي چې په هیواد کښې د تولید ترټولو ستر خنډ، محدودونکي مجوزونه او لایسنسونه دي. د دغو مجوزونو صادریدل د ایران په تولیدي برخه کښې له پانګونې د ځینو پانګه والو د ناهیلۍ سبب شوي دي.

د اسلامي شورا(پارلیمان) استازي حسن لطفي په دې هکله وايي: د خنډونو او د ډیر وخت اخیستو په وجه زیاتره پانګه وال ترجیح ورکوي چې خپله پانګه په یو بل ځاې کښې ولګوي او د تولیدي یونټونو د جوړولو اړخ ته هیڅ ګروهنه او دلچسپي نه لري.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی