د طوفان الاقصی عملیات او نه جبرانیدونکې ناکامي
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i139930-د_طوفان_الاقصی_عملیات_او_نه_جبرانیدونکې_ناکامي
د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د میزان میاشتې ۱۵مه د لویدیځې اسیا په تاریخ کې یوه تل پاتې ورځ ده. په همدې ورځ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) جنګیالیو په صهیونیسټ رژیم حمله وکړه او دغه جعلی رژیم ته یې په ۷۵ کلن تاریخ کې ترټولو ستره ماتې ورکړه .
(last modified 2023-10-14T08:51:31+00:00 )
Oct 14, 2023 13:16 Asia/Kabul
  • د طوفان الاقصی عملیات او نه جبرانیدونکې ناکامي

د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د میزان میاشتې ۱۵مه د لویدیځې اسیا په تاریخ کې یوه تل پاتې ورځ ده. په همدې ورځ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) جنګیالیو په صهیونیسټ رژیم حمله وکړه او دغه جعلی رژیم ته یې په ۷۵ کلن تاریخ کې ترټولو ستره ماتې ورکړه .

 

د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د میزان میاشتې ۱۵مه د لویدیځې اسیا په تاریخ کې یوه تل پاتې ورځ ده. په همدې ورځ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) جنګیالیو په صهیونیسټ رژیم حمله وکړه او دغه جعلی رژیم ته یې په ۷۵ کلن تاریخ کې ترټولو ستره ماتې ورکړه .

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د میزان د میاشتې په اتلسمه نیټه د وسله والو ځواکونو د پوهنتون څخه د افسرانو د فراغت په غونډه کې طوفان الاقصی عملیاتو ته اشاره وکړه، د هغه وینا څلور برخې درلودې چې په دې مطلب کې یې تر پایه را سره لوستلای شئ.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د خبرو لومړی اړخ دا دی چې صهیونیسټ رژیم په خپل تاریخ کې ترټولو سترې ماتې سره مخامخ شوی دی.

جعلي صهیونیسټي رژیم تل د خپل ځان داسې انځور وړاندې کړی چې د لویدیځې اسیا په سیمه په تیره بیا د پوځي او استخباراتو په دوو ډګرونو کې یو له پیاوړیو لوبغاړو څخه دی.

په حقیقت کې د همدې استخباراتي او پوځي هویت له امله دغه رژیم ځآن د رسنیو او د عمومي اذهانو په منځ کې یو نرم قدرت جوړ کړی دی، همدا علت  له صهيونېسټ رژيم سره د ځينو هېوادونو د تعلقاتو د عادي کېدو يو علت ؤ، خو د ۱۴۰۲ کال د میزان په ۱۵ نېټه دغه رژیم یاد هویت په بشپړ ډول له لاسه ورکړ.

په یاده نیټه صهیونیسټ رژیم له سترې استخباراتي، امنیتي او پوځي غافلګیرۍ او ټکان سره مخ شو، په داسې حال کې چې هغه تاوتریخوالی او هر اړخیز بریدونه چې د الاقصی د طوفان له عملیاتو وروسته یې د غزې په خلاف ترسره کړل، د پوځي او منطقیي ستراتیژۍ څخه زیات وو، خو دا هر څه د دغې سترې ناکامۍ په وړاندې قهرجن غبرګون و.

په حقیقت کې د ۱۴۰۲ کال د میزان د میاشتې ۱۵مه نیټه باندې د صهیونیسټي رژیم د نظامي او استخباراتي ځواک هر ډول اعتبار او باور لمنځه ولاړ، د الاقصی له طوفان وروسته د غزې په تړانګه کې د دغه رژیم د حملو موخه د دغې سترې ماتې د وزن د کمولو او د ورک شوی اعتبار د بېرته تر لاسه کول دي.

مګر د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبری په ټینګار سره وویل: په دې قضیه کې د میزان په پنځلسمه نېټه د غاصب صهيونېسټ رژيم  په پوځي او استخباراتي برخو کې د نه جبرانیدونکې ماتې او ناکامۍ سره مخ شو.

هغه زیاته کړه، د صهیونیسټ رژیم د ماتې خبره ټول کوي، خو زما ټینګار دغه رژیم ته به نه جبرانیدونکې ماتې ورکولو دی او په وینا یې دغه ویجاړونکې زلزله وتوانیده چې د صهیونیسټ رژیم ځینې اساسي جوړښتونه لمنځه یوسي چې په اسانۍ سره یې بېرته جوړیدل امکان نلري.

                                  ****************

دویمه ټکی د صهيونېسټ رژيم په خلاف د حماس په هر اړخيز پوځي بريد کې دوه اصلي لاملونه دي: لومړی دلیل د فلسطینیانو په وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو له دوام سره تړلی دی.

په تېره بیا د بنیامین نتانیاهو د نوې کابینې له جوړیدو وروسته دغه دلیل زیات شو او د دغې کابینې تکفیري او نژاد پرست عناصر په رسمي توګه د توکمپالنې فکرونه، تمایلات او چلندونه لري او باور لري چې فلسطینیان باید له فلسطین څخه وشړل شي.

په ورته وخت کې صهیونیسټ رژیم هره ورځ په مسجد الاقصی کې د فلسطین له وګړو سره په جګړه اخته دي، له دې سربېره د غزې تړانګه له ۲۰۰۷ میلادی کال راهیسې د صهیونیسټ رژیم تر هراړخیزه محاصرې لاندې ده او دا هغه محاصره ده چې غزه یې د نړۍ په ترټولو ستر پرانیستې زندان بدله کړې ده او د خلکو لپاره یې انسانی ناورینونه رامینځته کړی دی . له همدې امله د صهیونیسټ رژیم پرضد د حماس اقدام د مشروع دفاع یوه بېلګه وه او د دغه جعلی رژیم د کارکردګۍ پایله وه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې اړه فرمایلي: دا ناورین پخپله د صهیونیسټانو د کړنو له امله رامینځته شوی. کله چې ظلم او جنايت له حد څخه زیات شي، کله چې وحشت خپل اوج ته ورسېده، تاسو باید د طوفان انتظار وکړئ. تاسو د فلسطین ملت ته څه وکړل؟ د فلسطینیانو زړور او بې غرضه عمل د غاصب دښمن د هغه جنایتونو ځواب وو چې له کلونو راهیسې روان وو او په وروستیو میاشتو کې یې شدت لا زیات شوی وو، چې د صهیونیسټي رژیم اوسني حاکمان یې مسؤل دي.

معظم رهبر زیاته کړه: د نړۍ په وروستي تاریخ کې، لکه څنګه چې موږ پوهیږو د نړۍ په دې وروستۍ دوره یعنې په تیرو سلو کلونو او یا له دې څخه زیات، هیڅ اسلامي ملت له داسې دښمن سره نه دی مخامخ شوی لکه نن ورځ چې فلسطینیان ورسره مخ دي. دښمن له دې شرارت، له دې بدۍ، له دې ظلم او له دې وينې تويولو سره، بیا هم هیڅکله د اسلامي هېوادونو او اسلامي ملت سره مواجهه شوی ندی.

د حماس د اقدام بل لامل په فلسطین کې د سولې د رامنځته کوونکو لوبغاړو ناکامي وه. ملګرو ملتونو، امریکا، اروپا او یو شمیر عربي هېوادونه د فلسطین او صهیونیسټی رژیم ترمینځ په شخړه کې د صلحې د رامینځته کولو دنده په غاړه لرله، خو دغه لوبغاړي نه یوازې د سولې په رامنځته کولو کې پاتې راغلل، بلکې په حقیقت کې د قدس د نیواکګر رژیم د جنایتونو ملاتړي شول، طبعي خبره ده، کله چې سوله شکت سره مخامخ شي، نو له ځآن سره جګړه رامنځته کوي.

حماس او د هغې ملاتړي او په ټولیزه توګه د فلسطین ولس د سولې لپاره د نا امیدۍ له امله مقاومت او حتی جګړې ته مخه کړې ده. نو ځکه ویلای شو چې د صهیونیسټ رژیم په خلاف د حماس وروستۍ جګړه د سولې په رامینځته کولو کې د بهرنیو لوبغاړو د ناکامۍ نتیجه وه .

                                  ************

دریم ټکی د صهیونیسټ رژیم او د هغه د ملاتړو هڅه وه چې د حماس غورځنګ اقدامات کم کړي. یو له هغو لارو چارو چې صهیونیسټ رژیم او ملاتړو یې د «اقصی طوفان» عملیاتو د عظمت په مقابل کې نیولی دی، د ایران د اسلامی جمهوریت په نوم د دغه عملیاتو او سترې لاسته راوړنې ثبتول دی.

په بل عبارت، صهیونیسټ رژیم او د هغې ځینو ملاتړو ادعا وکړه چې د الاقصی طوفان د عملیاتو طرحه د ایران د اسلامی جمهوریت له خوا جوړه شوې وه او حماس هغه عملی کړه.

دوی وايي چې حماس یوازې په دې کچه د عملیاتو توان نه لري.

د داسې ادعا اصلي دلیل دا دی چې صهیونیسټ رژیم او ملاتړي یې د دغې ماتې د شدت د کمولو هڅه کوي او وايي چې دوی د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو په شان له یوه ستر پوځ سره له ماتې سره مخامخ شوي دي، نه د حماس په نوم د یوې جنګیالۍ ډلۍ لخوا.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د روان کال د میزان په اتلسمه نېټه د امام علی(ع) د پوځی افسرۍ په پوهنتون کې د وسله والو ځواکونو د افسرانو د فراغت په مراسمو کې په خپله فصیحه وینا کې د صهیونیسټانو دغه تاکتیک بې بنسټه او باطل وباله او ویې ویل: د صهیونیسټ رژیم ملاتړو او د دغه غاصب رژیم ځینو کسانو په دغو دوو یا دریو ورځو کې دروغجنې څرګندونې وکړې چې پکې د دغه اقدام تر شا د اسلامی ایران د لاس لرلو په معنا دی. مګر دوی غلط دي. البته موږ د فلسطین او مبارزې دفاع کوو. موږ د هغو منابعو، هوښيارو او زړورو فلسطيني طرحو لاسونه ښکلوو او پرې وياړو، خو هغه څوک چې وايي د فلسطين کار د غير فلسطينيانو له امله دی، هغوی د فلسطين ملت نه پېژني، د فلسطين ملت يې کم باله. دا د دوی تېروتنه ده؛ دوی په دغه ځآی کې غلطه محاسبه کوي. »

                                  *************

د معظم رهبر د وینا څلورم اړخ په دغه پیښه کې د صهیونیسټ رژيم د مظلومیت د څرګندولو لپاره د هلو ځلو ناکامول وو.

د صهیونیسټ رژیم او د هغه د ملاتړو له خوا یوه بله کړنلاره، مظلوم ښودنه ده. د الاقصی طوفان عملیات د دې رژیم لپاره د خپل غیرقانوني تاریخ په اوږدو کې ترټولو زیات د انساني تلفاتو لامل شوي.

د وروستیو شمېرو له مخې په دغه برید کې له ۱۲۰۰ ډېر صهیونیسټان وژل شوي او تر ۲۰۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي چې د ډېرو روغتیايي وضعیت نازک دی.

دغه انساني تلفات د دې لامل شول چې صهیونیستي رژیم او د دوی ځینې ملاتړې د دغه احصایې په بیانولو او همدغه راز د فلسطینیانو لخوا د یهودیانو په اختر حمله کولو موضوع ته په اشارې ځان مظلوم ښايي.

په دې کې شک نشته چې صهیونیسټ رژیم یو جنایتکار رژیم دی، له ۱۹۴۸ کال راهیسې صهیونیسټانو د فلسطینیانو ځمکې او کورونه غصب کړي او مظلوم فلسطینیان یې له خپلو کورونو شړلي دي، یوازې له ۲۰۰۸ کال راهیسي د صهیونیسټانو د حملو له امله له ۱۵۰ زرو زیات فلسطینیان شهیدان او ژوبل شوي دي.

خو دغه رژیم د مظلومیت ادعا کوي، هغه صفت چې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په وینا له دغه رژیم سره مناسب نه دی.

ستر رهبر وویل: نیواکګر رژیم له دغه مظلومیت ښودنې څخه د عذر په توګه کار اخیستی ترڅو خپل دوه مخی ظلم ته دوام ورکړي، پر غزې برید، د خلکو پر کورونو برید، پر ولسي وګړو برید، د غزې د خلکو ډله ییزه وژنه او عام وژنه. دا مظلوم نمایي د دوی د جرمونو د زیاتولو لپاره یوه پلمه ده. دوی غواړي د مظلومیت په پلمه خپل جنایتونه توجیه کړي. دا هم ناسمه محاسبه ده. د غاصب رژیم مشران او تصمیم نیونکي او د هغوی ملاتړي دې وپوهیږي چې دا کار به د دوی لپاره لوی ناورین راولي. پرېږدئ چې دوی پوه شي چې د دې ظلمونو غبرګون د دوی په بدو مخونو درنې څپیړې دي."

درنو لوستوونکو!

د طوفان الاقصی عملیات او نه جبرانیدونکې ناکامي تر عنوان لاندې اوسنی مطلب په همدې ځآی پای ته ورسید، امید لرو چې ستاسې د خوښې وړ به ګرځیدلی وي، تر بیا مو په بخښونکي رب سپارو، الله مو مل