د لمر په حضور کښې
(last modified Mon, 16 Oct 2023 10:48:49 GMT )
Oct 16, 2023 15:18 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کښې

د وسله والو ځواکونو د افسري پوهنتونونو د محصلینو د فارغ التحصیلۍ په ګډو دستورو کښې د معظم رهبر څرګندونې

د تهران راډیو ډیرو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! په بیلابیلو دستورو کښې او د مختلفو موضوعاتو په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ارزښتناکو ویناؤ په هکله «د لمر په حضور کښې» د لړۍ له یوې بلې برخې سره ستاسو په خدمت کښې یوو

د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د هر کال یو اقدام، د ایران د وسله والو ځواکونو د افسري پوهنتونونو د محصلینو د فارغ التحصیلۍ په ګډو مراسمو کښې د دوي ګډون دی. دغه مراسم زیاتره، له زده کړو د فارغ شویو کسانو د لوړې یا سوګند او ورته د درجې ورکولو او همداشان افسري پوهنتونونو ته د نویو کسانو د ورتګ لپاره ترسره کیږي.

/*/*/*/*/*/*

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د سږ کال په درستورو کښې چې تیره سه شنبه د تلې په اتلسمه نیټّ ترسره شوې، وسله وال ځواکونه د هیوادونو په چلولو او مدیریرت کښې ډیر مهم وبلل او په دې هکله یې وفرمایل:

«وسله وال ځواکونه د ملي امنیت اوسپنیز ډال ګڼل کیږي، د ملي امنیت اوسپنیز ډال!، او ملي امنیت د هغو ټولو مهمو چارو بنسټیز جوړښت دی چې د هیواد په پرمختګ کښې رول لري. که امنیت نه وي نو هیڅ نشته. که یو هیواد د خپل امنیت د دفاع قدرت ونه لري نو بې له دې بله چاره نه لري چې ځان د دې قدرت او هغه قدرت لاندې تعریف کړي... یعنې خپل ملي عزت ګاڼه کړي. که دا کار ونه کړي یعنې خپل ملي عزت خرچ نه کړي نو طبعاً یې سیاسي خبره هم په دنیا کښې هیڅ اعتبار نه لري. که کوم اقتصادي پرمختګ هم ولري نو دغه اقتصادي پرمختګ د دوام ضمانت نه لري... وسله وال ځواکونه د ملي امنیت، عزت او هویت قلا ده».

د حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په وینا، د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونو په ۱۹۷۹ کال کښې د انقلاب له پيل نه تراوسه پورې له ډیرو مهمو ازمیښتونو تیر شوي او ورڅخه سرلوړي راوتلي دي. د ایران د معظم مشر په وینا، د ایران خلاف د تپلي جنګ او د هغه مهال د دنیا د سیاسي او پوځي شرق او غرب د ډله ایزې دسیسې په وړاندې چې هر یوه یې په یو ډول له تیري ګر صدام څخه ملاتړ کوه، د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه وتوانیدل چې د خپل هیواد له خاورې او د مقدس او ګران اسلام د حاکمیت دفاع وکړي او په کښې کامیاب شي. د داعش په فتنه کښې هم چې د سیمې د ګډوډولو لپاره د امریکې یو شیطاني پلان و او وروستی هدف یې هم د اسلامي ایران له مینځه وړل وو، د ایران وسله وال ځواکونه د هدف هیوادونو د وسله والو ځواکونو په ملتیا په دې فتنې برلاسي شول او هغه یې شنډه کړه.

*/*/*/*/

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دوام کښې د فلسطیني ټاټوبي روانو او بې مخینې پیښو ته اشاره وکړه او هغه یې داسې مهمه سیاسي او پوځي مسئله وبلله چې د دنیا پام یې ځانته واړوه. د دوي په باور، په دغې پیښې کښې عاصب صهیونیسټي رژيم له پوځي او اطلاعاتي نظره نه جبیره کیدونکې ماتې وخوړله. د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې هکله وفرمایل:

«ټولو د ماتې خبره وکړه، زما ټینګار د دغې ماتې په «نه جبیره کیدنې» دی . زه وایم چې دې ورانوونکې زلزلې کړې شوي دي د عاصب رژيم د حاکمیت ځیني اصلي جوړښتونه وران کړي چې د دغو جوړښتونو دوباره جوړول دومره اسان نه دي. ګرانه ده چې غاصب صهیونیسټي رژيم په خپل دومره شورماشور سره او په هغو ټولو ملاتړونو سره چې نن ورڅخه په دنیا کښې د لویدیځوالو له خوا کیږي، دغه جوړښتونه سم کړی شي. زما خبره دا ده چې د تلې له پنځلسمې نیټې څخه صهیونیسټي رژيم [نور] هغه مخکښنی صهیونیسټي رژيم نه دی او کوم ګوذار چې یې خوړلی دی، داسې په اسانه د جبیره کیدو نه دی».

د حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي له نظره، په دې لړ کښې ډیر مهم ټکی دا دی چې دا بلا، خپله د صهیونیسټانو د کړچار نتیجه ده. د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په وینا، کله چې ظلم او جنایت له حده واوړي او داړونکی خوی زیات شي نو باید د طوفان تمه وشي. د فلسطینیانو باتورانه او په عین حال کښې سرشیندونکی اقدام د غاصب دښمن جنایت ته ځواب و چې کلونه یې دوام درلود او په وروستیو میاشتو کښې یې لا زور اخیستی و. حضرت آیت الله العظمی خامنه اي، په غاصب صهیونیسټي رژیم باندې اوسنی واکمن حکومت ګرم وباله او ویې فرمایل:

 «د دنیا په وروستي تاریخي کښې، تر څومره چې مونږ په دې وروستي پړاؤ کښې یعنې په دې وروستیو سلو یا ډیرو کلونو کښې لیدلي دي، په اسلامي ولسونو کښې هیڅ ولس له داسې کوم دښمن سره چې نن سبا ورسره فلسطینیان مخامخ دي، نه دی مخامخ شوی، په دومره شرارت، خباثت، بې رحمۍ او خونړي توب سره دښمني له اسلامي ولسونو او اسلامي هیوادونو سره په مخامخیدنه کښې هیڅکله نه ده پاتې شوې. ولسونه زیاتره وختونه مظلوم پاتې شوي دي خو دښمن یې دومره بې حیا، خبیث او بې رحمه نه دی پاتې شوی، په مسلمانو ولسونو کښې هیڅ یو د فلسطیني ولس په شان په دباؤ، محاصرۍ او کمي کښې نه دی ګیر شوی... لویدیځو حکومتونو په تیره بیا امریکې او انګلستان له هیڅ حکومت څخه د دغه جعلي او ظالم او خونړي حکومت په اندازه ملاتړ  او مرسته یې نه ده کړې. اول انګریزانو او بیا امریکایانو او ترڅنګ یې نورو مختلفو حکومتونو، هغه وخت چې په دنیا کښې ختیځ بلاک موجود و، پخواني شوروي او نورو ټولو د دغه ظالم رژيم مرسته وکړه».

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له نظره، د فلسطیني ښځو، سړیو، ماشومانو او بوډاګانو په وړاندې د غاصب صهیونیسټي رژيم ظالمانه او جنایتکارانه کړچار، د مسجدالاقصی بې احترامي او د صهیوني لیوني سپي په شان د ښارګي میشتو تر پښو لاندې د لمونځ کوونکو ژوبلیدل سبب شول چې د فلسطین غیرتي او پخوانی ولس یو طوفان راپورته کړي. د حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي له نظره، «د فلسطین ولس نننې او پرونې ولس نه دی بلکې څو زره کلن ولس دی، نو د دې دومره ظلم په وړاندې به څه غبرګون وښايي؟ څرګنده ده چې طوفان به جوړوي، چې فرصت ومومي طوفان راپورته کوي. ای صهیونیسټي ظالمانو! تاسو په خپله ګرم یئ، د دې طوفان لامل تاسو په خپله یئ، دا مصیبت مو خپله پر ځان راوسته. یو ولس د داسې دښمنۍ په وړاندې له داسي غیرمند او میړني غبرګون پرته بله لاره نه لري».

*/*/*/*/

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دوام کښې د غاصب صهیونیسټي رژیم د ځان مظلوم ښودلو سیاست ته اشاره وکړه او هغه یې یوه غلطه محاسبه وبلله او ویې ویل: اوس چې دغه خبیث او ظالم دښمن څپیړه خوړلې ده نو د مظلوم نمایۍ سیاست  یې غوره کړی او د استکباري نړۍ رسنۍ ورسره مرسته کوي چې مظلوم یې وښايي. دا د ځان مظلوم ښودنه سل په سلو کښې دروغ او د حقیقت اپوټه ده. له دې امله چې فلسطیني مجاهدان وتوانیدل چې ځان د غزې له محاصرې وباسي او د صهیونیسټي پوځي او غیرپوځي مرکزونو ته ورسیږي، دا سیاست یې خپل کړی دی.

حضرت آیت الله العغظمی سید علي خامنه اي د صهیونیسټانو د دغې مظلوم نمایۍ په هکله وفرمایل: «دا غاصب رژیم که هر څه دی خو مظلوم نه دی بلکې ظالم دی، تیري ګر دی، جاهل دی، لاپې وهونکی دی، دا هر څه دی خو مظلوم نه دی، هیڅوک نه شي کولی چې له دغې دیو ډوله بلا څخه یو مظلومه څیره جوړه کړي.»

*/*/*/

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د نیواکګر رژيم له خوا د ځان مظلوم ښودنه د څوچنده ظلم د دوام لپاهر یوه پلمه وبلله. دوي وویل: د دغه رژیم مظلوم نمايي د غزې د خلکو په کورونو او ملکي وګړو باندې د حملې او د هغوي د ډله ایز قتلِ عام لپاره یو لاسوند دی تر څو د خپلو جنایتونو په څو چنده کولو سره هغه توجیه کړي.

د آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په باور: «دا هم یوه غلطه محاسبه ده. د غاصب رژيم مشران او فیصله کوونکي دې پوه شي چې هم دا کار به په هغوي باندې لاستر مصیبت نازل کړي، خبر دې شي چې د دې ظلمونو غبرګون د هغوي په بدرنګ مخ باندې لا درنه څپیړه ده. د فلسطین د باتورو او له سره تیریدونکو ځوانانو هوډ په دې جنایتونو سره لا مضبوطیږي... هغه ورځې لاړې چې ځیني کسان به راتلل چې په خپلې ژبې او له ظالم سره په ناستې پاستې سره په فلسطین کښې د ځان لپاره یو موقعیت جوړ کړ ی شي، هغه وخت اوس تیر شوی دی. نن فلسطینیان ویښ دي، ځوانان بیداره دي، فلسطیني طراحان په پوره مهارت سره په کار لګیا دي. په دې وجه، د دښمن دا محاسبه هم غلطه ده چې فکر کوي[باید] ځان مظلوم وښايي ترڅو وتوانیږي خپل له جنایت ډک بریدونه جاري وساتي. البته اسلامي دنیا دې د دې جنایتونو په وړاندې غلې پاتې نه شي بلکې غبرګون دې وښايي».

*/*/*/

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دغې کتنې کښې هم داشان د دې خوځښت تر شا د اسلامي ایران بلل، د صهیونیسټي رژیم د ملاتړ او په خپله د دغه رژیم د ځینو کسانو له خوا چټي خبرې وبللې او ویې ویل: دوي د فلسطین ولس نه دی پيژندلی، غلطي یې هم دغه ده. البته مونږ د فلسطین دفاع کوو، مونږ د مبارزو دفاع کوو، مونږ د فلسطین د میړنیو ځوانانو او هوښیار او مدبره پلانوونکو تندي او لاسونه ښکلوو، مونږ په هغوي ویاړ کوو، دا شته، خو کوم کسان چې وايي، د فلسطینیانو کار د غیرفلسطینیانو له خوا شوی دی، د فلسطین ولس نه یې نه دی پیژندلی او هغه یې کمزوری ګڼلی دی. تیروتنې یې په هم دې کښې دي. دلته هم غلطه محاسبه کوي. البته د ټولې اسلامي نړۍ دنده ده چې له فلسطینیانو ملاتړ وکړي او د باذن‌الله ملاتړ به یې هم وکړو. خو دا کار خپله د فلسطینیانو کار دی، د هغوي هوښیارو پلانونکو، باتورو ځوانانو او له سره تیر شویو فعالانو وکړې شول چې دا حماسه رامینځته کړي او ان شاء الله چې دا حماسه به د فلسطین د ژغورنې لپاره یو ستر ګام وي».

*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی