د انفلیشن کنټرول او د تولید وده (25)
په حقيقت کې د لويديځې اسيا د سيمې د هېوادونو اقتصادونه يوبل ته ورته دي
د لویدیځې اسیا په سیمه کې د ګاونډیانو د اقتصادي اتحاد کمزورتیا
هماغه ډول چې د نړیوال نظام په کچه او د آسیان په څیر د بریالیو اقتصادي اتحادیو په چوکاټ کې د ځینو هیوادونوترمینځ د پایدارو اقتصادي او سیسټماټیکو اړیکود بڼه غوره کیدا شاهدان یو، د لویدیځې اسیا سیمې او حتی د ایران په شاوخوا ټولو سیموکی ، دغه ډول اتحادیې او پایداره اقتصادي اړیکو مخکې بڼه نه وه غوره کړی .
دا مسله په تېره بیا د سیمې په هېوادونو کې د پرمختګ او صنعتي کېدو کچه له یوه بل سره دومره واټن نلری . د دوی د اقتصادي پرمختګ د محرک په توګه ګڼل کېدای شي. ځکه چې د دغو اتحادیو په چوکاټ کې د تعرفې خنډونه لیرې یا کمیږي او د سیمه ایزی ازاد سازۍ پروسه رامینځته کیږي چې ټول اړخونه ترې ګټه پورته کولی شي. که څه هم په سیمه ایزه کچه اتحادیې او سازمانونه لکه اکو، شانګهای او نور په سیمه ایزه سویه شتون لري، خو دغو اتحادیو د غړو هیوادونو د تولیداتو او کورنیو توکو د ملاتړ په برخه کې ډیر کارندوالې ندې درلودلی ځکه چې د دوی پر بنسټ د غړیو هېوادونو تر منځ اداري او پراخې اقتصادي اړیکې نه دي جوړې شوې.
د دیارلسم حکومت په بهرنی سیاست کې دختیځ پالنې او په اقتصادي چارو کې د ګاونډیتوب چورلیز توب کړچار په اړه ترسره شویو هڅو تر یوه حده په بهرنۍ برخه کې دغه ستونزې له منځه وړي دي ، خو د دوو دلیلونو له امله نړیوال اقتصادي نظام په ټپه ولاړ دی. یو له بل سره سیالي کول ، د دې پر ځای چې د لویدیځې اسیا د سیمې اقتصادي چاپېریال د بشپړتیا پر ځای د دې ختیځ پالنې او سیمه ییز متمرکز سیاست د اقتصادي اهدافو د تحقق مخه نیسي. په حقيقت کې د لويديځې اسيا د سيمې د هېوادونو اقتصادونه يوبل ته ورته دي او دا هم د دې لپاره يو مهم عامل دی چې د دغو هېوادونو تر منځ اقتصادي اړوندوالې ندې رامنځته شوې او د هېوادونو ترمینځ د سوداګرۍ اندازه په لوړه کچه نه ده.
بې ثباته او ناامنه چاپیریال
دا ځانګړنه چې د ایران په شاوخوا هیوادونو کې د داخلي اختلافاتو او په سیمه کې د ځینو دولتونو د جوړولو په بهیر کې د استعمارګرو لخوا رامینځته شوي طبیعي او غیر طبیعي کمزورتیاوې او همدارنګه له سیمی وراخوا قدرتونو له دوامداره لاسوهنې اغیزمن کیږي. پر دې سربیره په ایران کې د بهرنۍ پانګونې په جلبولو منفی اغیز لری ، د ایران او ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د باثباته او اټکل وړ اقتصادي اړیکو په رامینځته کولو منجمله د صادراتي ظرفیتونو د پراختیا او د متقابلو پانګونو لپاره انګیزی رامینځته کول یعنی د ایران او ګاونډیو هیوادونو تر منځ هم ناوړه اغیزې لری. په بله وینا په داسې شرایطو کې چې د ایران ګاونډیان او شاوخوا هیوادونه چې په طبیعی توګه باید د صادراتو او په عمومی توګه د اقتصادی اړیکو د رامینځته کولو لپاره لومړی لومړیتوب وی، د امنیت او د خپل وجود د ساتلو په برخه کې له ننګونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دی.او دا وضعیت سبب کیږی د ایرانی تولید د ودې په خاطر د دغو هیوادونو له اقتصادي ظرفیتونو ګټه پورته کول مشکل ښکاری . دا مسله د ګاونډیو هیوادونو په پرتله د ځینو توکو په تولید کې د ایران نسبي ګټې ته په پام سره لکه قالین ، پسته، ځینې کرنیز محصولات او داسې نور د ایران لپاره ډیر اهمیت لری ځکه چې د هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره اساسي شرط په دننه او شاوخوا چاپېريال کې د امنيت تامينول دي. د هیوادونو د اقتصادي ودې لپاره اصلی شرط هم په داخل او هم شاوخوا چاپیریال کی د امنیت تامینول دی . په شاوخوا چاپیریال کی ناامنی او بی ثباتی د ایران په اقتصاد منفی اغیزشیندلی دی .
له سیمې وراخوا قدرتونو سره د ګاونډیو هیوادونو اړوندوالی
دغه موضوع د ځینو ګاونډیو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د ایران د دښمنو سیمه ایزو او خارجی قدرتونو د زیات نفوذ او لاسوهنې ترڅنګ د دې سبب شوې ده چې له ایران سره د اړیکو په ټینګولو کښې د هغوی د غوښتنو او ضرورتونو په اساس عمل ونه کړی بلکی له ایران سره د دوی د اړیکو کیفیت له ایران سره له سیمی وراخوا قدرتونو د اړیکود کیفیت او نړیوالې فضا د اغیزمنتیا په اساس تعریف شی. په دې شرایطو کې ایران نشي کولای د خپلو ګاونډیو هیوادونو له ظرفیت د خپلو تولیداتو او مالونو د ملاتړ لپاره مناسبه ګټه پورته کړي. په دې برخه کې د بېلګې په توګه پاکستان ته د ایران د ګازو د نل لیکې یادونه کولای شو، چې د امریکا د لاسوهنو له امله وځنډېده. یا دا چې د آذربایجان جمهوریت په شان هیوادونو سره د ګاونډیو او مذهبی او کلتوری مشترکاتو په لرلو سره سره دغه هیواد د صهیونیسټی رژیم د زیات نفوذ او لاسوهنې له امله له ایران سره د دې هېواد اقتصادي اړیکي په ټیټه کچه دي. په حقیقت کې له سیمې وراخوا قدرتونوسره امنیتی اړوندوالې هغه مهم عامل دی چې د ایران او د سیمې د هیوادونو ترمینځ د پیاوړو اقتصادی اړیکو د ټینګیدو او د یو مهم او اغیزناک خنډ په توګه کار کوی.
د ګاونډیو هیوادونو اقتصادي کمزورتیا
بايد اشاره وشي چې د ايران په ګاونډ کې په بېلا بېلو موقعیتونو کی زیاتره هغه هېوادونه موجود دي چې له اقتصادي پلوه یې پراختیا نده موندلی . د ایران د ګاونډیو هیوادونو اقتصادي کمزورتیا د دی سبب کیږی چې متقابله اقتصادي خپلواکي نه ده رامینځته شوی او په عین حال کې دغه هیوادونه د ایراني پانګه ونې او مالونو د جلبولو لپاره لازمې سرچینې نه لري. دغه اقتصادی کمزورتیا د ایران له اسلامی جمهوریت سره د دغو هیوادونو د اقتصادی تعامل د مخنیوی په شمول د دغو هیوادونو په کورنیو چارو کښېله سیمې وراخوا قدرتونو د مداخلې یو مهم عامل ګرځی. په عین حال کې، د تولید د ودې لپاره یو له مهمو شرطونو ه د بهرنیو بازارونو، په ځانګړې توګه ګاونډیو بازارونو ته د تولید صادرول دي. په بله وینا، د تولید وده صادراتو ته اړتیا لري، او د ګاونډیو هیوادونو بازارونه د تولید شوي توکو د صادراتو لپاره خورا ګټور بازارونه دي، خو د شاوخوا شاوخوا هیوادونو، په ځانګړې توګه د مرکزی آسیا د هیوادونو کمزوري اقتصاد اود. بهرنۍلاسوهنې اندازه چې په دې هیوادونو کې ترسره کیږي د دې لامل کیږي چې له دې هیوادونو سره د سوداګرۍ اندازه کمه شی او د تولید برخه هم له دې وضعیت اغیزمنه کیږي.
پای