Nov 06, 2023 10:36 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

د ایران د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او بدلونونو د څیړنې له اونیزې لیکنې سره مو په خدمت کښې یوو

د اسلامي انقلاب معظم رهبر تیره چارشنبه د زرګونو زده کوونکو او محصلینو په کتنه کښې، د ایران له ولس سره د امریکې د پخوانۍ دښمنۍ په جرړه موندنې سره، په غزه کښې د صهیونیسټانو او امریکایانو غمیزه جوړونه په تاریخ کښې بې مخینې وبلله او هغو سپکونکو ګوذارونو ته په اشارې سره چې د غزې د خلکو صبر او مقاومت د جعلي صهیونیسټي رژيم او د هغه د ظالمو ملاتړو عزت او حیثیت ته ورکړل، وویل: که د امریکې هراړخیزې مرستې نه وي نو صهیونیسټي رژیم به په یو څو ورځو کښې فلج شي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: اسلامي نړۍ هم باید له صهیونیسټي رژیم سره د اقتصادي ملګرتیا په غوڅولو سره، د دغه رژیم خلاف راپورته شي او په لوړ غږ سره او په غزه کښې د بمباریو او جنایتونو په سمدستي بندولو باندې په ټنیګا سره، د حق او باطل په دې جګړه کښې په خپلو مهمو دندو عمل وکړي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د لویدیځوالو له مخه د بشري حقوقو د دروغجن نقاب لرې کیدل او د هغوي رسوا کیدل، د غزې د خلکو د صبر او اودریدنې او د نه تسلمیدو له آثارو وبلل او زیاته یې کړه: د غزې خلکو په خپل صبر سره انساني ضمیر راویښ کړ. وینئ چې نن سبا ډیر زیات خلک حتی د امریکې او لویدیځو هیوادونو په سړکونو کښې د اسرائیلو خلاف او په ډیرو مواردو کښې د امریکې خلاف شعارونه ورکوي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي، د اسلامي دنیا په راپورته کیدو باندې په ټینګار سره، په غزه کښې د جنایتونو او بمباریو په سمدستي بندیدو باندې د اسالمي حکومتونو ټینګار ضروري وباله او له دغو حکومتونو یې وغوښتل چې صهیونیسټي رژيم ته د تیلو او خوراکي توکو د صادریدو لاره بنده کړي او له دغه رژيم سره اقتصادي ملګرتیا ونه کړي او په ټولو نړیوالو ټولنو کښې په زغرده، بې د ژبې له نښتلو او دوه ډوله توب او په لوړ غږ د غاصب رژيم جنایتونه او غمیزې وغندي.      

  */*/*/*

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر دوحې او انقرې ته په سفر سره په سیمه کښې د خپلو صلاح مشورو په نوي پړاؤ کښې د غزې په هکله د اسلامي هیوادونو د مشرانو د سرمشریزې د ترسره کیدو د تعقیبونې په ترڅ کښې، د اسرائیلي محصولاتو به بایکاټولو ټینګار وکړ او ویې ویل: له دغه جنایتکاره رژيم سره د سیاسي او سفارتي اړیکو په غوڅولو کښې یوه ذرّه شک مه کوئ.

د تیرې اونۍ په سه شنبې په غزه کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو او نسل وژنې د بندولو، د دغې سیمې د کلابندۍ د اوچتولو او د فلسطین بې دفاع خلکو ته د انساني مرستو د لیږلو په لړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د سیمه ایزو صلاح مشورو نوی پړاؤ دوحې ته په سفر سره پیل شو. یو داسې سفر چې په تیرو دوو اونیو کښې په دویم ځل وشه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تلې میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه نېټه د سیمې څلورو هېوادونو ته د خپل سفر په چوکاټ کې او د دغه سفر په څلورم منزل کښې، په قطر کښې د دغه هېواد له چارواکو او د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره کتلي او د غزې د وضعیت په اړه یې خبرې کړې وې. د ایران خارجه وزیره د نهې په ورځ د قیر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره په کتنه کښې، د اسلامي نړۍ له خوا صهیونیسټي رژيم او د هغه ملاتړو ته د پیاوړي پیغام انعکاس مهم وباله او زیاته یې کړه: ضروري ده چې د فلسطین له ولسه په ملاتړ کښې د اسلامي هیوادونو ګډ او یوموټې دریځ، په عملي او اجرايي برخه کښې هم په اغیزناکه توګه فعال شي او اسلامي هیوادونه د فلسطین د مظلوم ولس خلاف د صهیونیسټي رژيم د جنګي جنایت او نسل وژنې د بندولو او د غزې تړانګې د انساني محاصرې د ختمولو لپاره خپل ټول توان وکاروي.

*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر همداشان د چارشنبې په شپه انقرې ته لاړ او له خپل ترک همرتبه سره په کتنه کښې یې د غزې د مظلومو خو مقاوِمو او صبرناکو خلکو خلاف د صهیونیسټي رژیم د بوږنونکو بریدونو دوام او د دغې سیمې سخته کلابندي او د غزې د خلکو خلاف د ډول ډول ممنوعه وسلو استعمال، جنګي جنایتونه وبلل او ویې ویل: د دې دومره دوامدارو او له تصوره وتلو جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چپتیا او بې عملي روا نه ده.

هغه په دې خبرې سره چې د سیمې او کور د امنیت په تامین کښې له هیڅ لوري سره مخ مخې نه لرو، وویل: د جنګ د دوام په بڼه کښې به مقاومت د یو بل حیرانونکي او ناڅاپي اقدام په هکله فیصله وکړي او حالات به بل شان شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له ولسمشر «رجب طیب اردوغان» سره په ملاقات کښې هم څرګنده کړه: ضروري ده چې اسلامي هیوادونه د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو د ختمولو، د غزې د محاصرې د اوچتولو او د انساني مرستو د ورلیږلو لپاره یو وري او اغیزناک اقدام وکړي او په دې لړ کښې د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي او عرب هیوادونو د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدو په ضرورت باندې ټینګار لري.

"امیرعبداللهیان" همداشان په فلسطین کښې د روانو بدلونونو او په غزه کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو او نسل وژنې په لړ کښې د صلاح مشورو په دوام کښې، د تیرې شنبې په شپه د روسیې له خارجه وزیر سرګئي لاوروف او د انګلستان له خارجه وزیر جیمز کلورلي سره ټیلیفوني خبرې اترې وکړې. د فلسطین او غزې د تړانګې په حالاتو پورې اړونده وروستي بدلونونه او ځیني سیمه دوه اړخیز او سیمه ایز موضوعات په دغه ټیلیفوني تماس کښې د امیر عبداللهیان او لاوروف د خبرو بحث و. د ایران د بهرنیو چار وزیر له خپل انګریز همرتبه سره په خبرو کښې هم د دغه هیواد چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې د سیمې بدلونونو ته په حقیقت پسنده کړنلارې سره وګوري.                  

"امیر عبداللهیان" په دې خبرې سره چې په هر ډول کړنلارې کښې باید پوه شو چې د فلسطین د کړکیچ جرړه، د اسرائيلو د رژيم نیواکګرۍ ته رسیږي، وویل: د نړیوالو حقوقو له نظره، د تر نیواک لاندې هیواد خلک د روا دفاع له حق څخه برخمن وي.

*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د تیرې اونۍ د شنبې په ماښام د الجزیرې له ټیلیویژني چینل سره په مرکه کښې وویل امریکا د مقاومت محور ته د خپلو پیغامونو ځواب په عملي او ښکاره توګه په میدان کښې لیدلی دی. سید ابراهیم رئیسي زیاته کړه. واشنګټن له مونږه غواړي چې هیڅ تحرک ونه کړو حال دا چې له صهیونیسټي رژیم څخه پراخ ملاتړ کوي چې دا یوه باطله موضوع ده.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ: ایران له ټولو عربو او اسلامی هیوادونو او د نړۍ له نورو هیوادونو سره یوځاې، په بیړني اوربند موافق دی خو امریکا او ځینې اروپایی هیوادونه په غزه کښې د اوربند په لاره کښې ډبرې غورځوی او دا یو جنایت دی، د امریکې محاسبات په سیمه کې په بشپړه توګه غلط دي او واشنګټن به هیڅکله د نوي منځني ختیځ په جوړولو کې خپلو موخو ته ونه رسیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همداراز د جمعې په ورځ په فلسطین کښې د پرمختګونو او په غزه کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو د دوام په باره کښې په خپلو څرګندونو کښې وویل: نن ورځ نړیوال استکبار په فلسطین کښې په جنایتونو او د بې ګناه خلکو او ماشومانو په وژلو سره د خپلې ناکامۍ تاوان او جبران غواړي. دا صحنې د اسلام، یهودیت او د داسې نورو مسله نه ده، بلکې هر څوک چې انساني خوي ولري دا جرم نه شي منلی.

ښاغلي رئیسي د استکبار په وړاندې ایمان او د باطل په وړاندې حق، د فلسطین د مقاومت او ساتنې لامل وباله او ویې ویل: د فلسطین ولس هم دا نن هم بریالی دی ځکه چې حق تل په باطل باندې برلاسی کیږي.     

 */*/*/*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه