Jan 11, 2024 05:09 Asia/Kabul

د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو اسلام علیکم! په دې ځانګړي پروګرام کښې چې په دوو برخو مشتمل دی، د جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ چې ځانته «جیش العدل» وايي، د اهدافو او تشکیلاتو په هکله جاج اخلو

د جیش العدل په عنوان سره جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ، په دې وروستیو کلونو کښې د ایران خلکو خلاف ډیر ترهګره عملیات ترسره کړي ديي چې وروستۍ حمله یې د روان ۱۴۰۲ کال د لیندۍ د میاشتې په ۲۴ نیټه د سیستان و بلوچستان ایالت په راسک سیمه کښې د پولیسو په تاڼې باندې ترګره حمله وه. مونږ د دې لړۍ په دوو پروګرامونو کښې هڅه کوو چې د دغې ډلګۍ د ترهګرۍ اقداماتو په تشکیلاتو او د هغې په ملاتړو مو خبر کړو.

جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ له ۱۳۹۱ لمریز یعنې ۲۰۱۳ میلادي کال څخه د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کښې خپل عملیات او وسله وال فعالیتونه پيل کړل.

دغه ډلګۍ د عبدالرحیم مالزاده په نامه د یو کس له خوا جوړه شوه. عبدالرحیم مالزاده په پاکستان کښې د جیش الظلم له جوړولو مخکښې په دغه هیواد کښې په ځینو ترهګرو ډلګیو کښې غړیتوب درلود.

جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ په ابتدايي ګامونو کښې د تشکیلاتو د منظم کولو او پراختیا لپاره هلې ځلې وکړې.

*/*/*/*/

جندالشیطان ترهګره ډله د جیش الظلم مخکښه ډله ده. جندالشیطان له ۲۰۰۲ میلادي کال وروسته د ایران په ختیځو او سویل ختیځو سیمو کښې له القاعدې ترهګرې ډلې او طالبانو په طریقه خپل فعالیتونه په شدت سره پیل کړل.

دغې ډلګۍ په عبدالمالک ریګي د مشهور عبدالمجید ریګي د فعالیتونو په چوکاټ کښې له تشدده ډکه، تکفیري، او د ایران او شیعه و ضده تګلاره غوره کړه او په مجموعي توګه یې د امنیتي ځواکونو او همداشان د ملکي شیعه او سني وګړو خلاف پراخ وسله وال عملیات ترسره کړل. ریګي د نشه ایزو توکو د قاچاق، انسان تښتونې او د ایران د ځینو ملکي او پوځي وګړو د وژلو په تور محاکمه شو او په ۲۰۱۱ کال کښې اعدام کړی شو.

د سیستان و بلوچستان ولایت د څه باندې زرو کسانو شهیدول او زخمي کول د ریګي او د هغه د ډلګۍ په کارنامه کښې لیکل شوی دی. عبدالمالک ریګي د پاکستان په دیني مدرسو کښې زده کړه کړې وه او له ۲۳ کلنۍ څخه یې وسله وال او تاوتریخجن اقدامات پیل کړل.

جیش الظم ترهګره ډلګۍ د عبدالمالک ریګي له نیول کیدو وروسته جوړه شوه. د ۲۰۱۰ کال په مارچ میاشت کښې د ریګي له نیول کیدو وروسته په کلي توګه په جندالشیطان ترهګرې ډلګۍ کښې یو ډول دوه ډلې توب او تردید رامینځته شو چې له امله یې ورپسې اختلافات جوړ شول. محمد ظاهر بلوچ د عبدالمالک د جانشین په توګه معرفي شو او په ۱۳۸۹ لمریز یعنې ۲۰۱۰ میلادي کال کښې په چابهار کښې د محرم د نهمې ورځې یعنې تاسوعا او د زاهدان په جامع مسجد کښې د امام حسین علیه السلام د میلاد په ورځ ترهګر عملیات د جندالشیطان تکفیري ډلګۍ د پاتې غړو له خوا وشول.

د دې ډلګۍ د غړو ترمینځ اختلاف له دغو عملیاتو وروسته زور واخیسته او د عبدالمالک ریګي له پانسي کیدو وروسته د ډلې د کسانو د منظم کولو په سر د هغه د ورور عبدالرؤف ریګي او د یوشمیر نورو اشرارو په شان د ډلې د ځینو مشرانو ترمینځ جدي اختلافات رامینځته شول.

په دغه پړاؤ کښې په ډلګۍ کښې ځینې کورنۍ او شخصي مسئلې هم ولیدې شوې. دغه اختلاف او دوه ډلې توب په جندالشیطان او جیش الظلم دوو ډلګیو باندې د هغې د ویشل کیدو لامل شو. د عبدالمالک ورور عبدالرئوف ریګي د جیش النصر ترعنوان لاندې ډلګۍ جوړه کړه او مالزاده هم د جیش الظلم مسئولیت ته غاړه کښیښودله.

جیش الظلم ډلګۍ د ایران پولو ته څیرمه د افغانستان او پاکستان له ناامنو سیمو په ګټه پورته کولو سره، د غرونو، پرخو او سختو سیمو کښې د غیرقانوني اډو یوه ټولګه جوړه کړې ده او سره له دې چې په ایران کښې یې ډیر جنایتونه کړي دي، په دروغه ادعا کوي چې د بلوڅاننو له حقوقو د ملاتړ په موخه دغه کارونه کوي حال دا چې په ایران او پاکستان کښې د بلوڅ قام د مختلفو پرګنو خلک، د هر ډول ترهګرې ګړنې په غندلو سره، دا ډول ادعاوې په خپلو انساني ضده اعمالو د جیش الظلم ترهګر ډلګۍ د برغولي ایښودو په لړ کښې یو ستر دروغ ګني.

پر دې سربیره، جیش الظلم ترهګره ډلګۍ په خپلو خونړیو بریدونو کښې د شیعه او سني یا بلوچ او غیربلوچ ترمینځ د هیڅ توپیر قائله نه ده او خپلو غیرانساني اهدافو ته د رسیدو لپاره هر ایرانی که هغه له هر قوم او مذهب سره تعلق لري، هدف ګرځوي. د جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ په افکارو کښې هر کس چې د ایران له ملیت او حاکمیت او د ایران له اسلامي جمهوریت سره مینه لري، دښمن پیژندل کیږي.

په عقیدتي سویه په کلي توګه د وهابي سلفي تعلیماتو د ترویج نښې د جیش الظلم د مشرانو په افکارو کې لکه د سوریې د سلفیانو د فکر په شان لیدل کیږي. دغې ترهګرې ډلې د سوریې د خلکو او واکمن نظام په وړاندې د داعش او ترهګرو په جنګ کښې د تکفیریانو ملاتړ کوه. حتی د جیش الظلم تشکیلاتي ماډل هم د القاعدې ترهګرې ډلې د طریقې سره سم رامینځته شوی او دا د واکمن امنیتي او قانون پلي کونکو ادارو سره په ټکر کې دی او د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره ترهګري رامینځته کوي.

د سوریې د خلکو او واکمن نظام خلاف د تکفیری جنګ په ترڅ کښې د وخت په تیریدو سره هغه هیوادونه چې د ایران له اسلامی جمهوریت سره دښمنی لری هم په دغه ډله کښې شامل شوي دي. دغو هېوادونو هڅه وکړه چې د دغې ډلې له محدودو امکاناتو او وسیلو څخه په استفادې سره د ایران د اسلامي جمهوریت هر اړخیز امنیت  ګډوډ کړي. داسې ښکاري چې یو لړ عوامل له دې ډلګۍ څخه د دښمنانو د ملاتړ او هرکلي په وجه اغیزمن شوي دي چې ځینې یې دا دي: د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمنانو او جاسوسي سروسونو سره د جیش الظلم د مشرانو د ارتباط شتون، له جندالشیطان ترهګرې ډلګې څخه د جوړو شویو نورو ډلګیو په پرتله د جیش الظلم ډلګۍ عملیاتي وړتیا او په دویم ریګي د عبدالرحیم مالزاده د بدلولو لپاره د دښمنو هیوادونو کوشش.

ګرانو لوستونکو، دا مناسبه ده چې پوه شئ چې د جیش الظلم ترهګرې ډلې د خپلو بریدونو په اجنډا کې د ایران په جنوب ختیځو سیمو کې د تکفیری ترهه ګرو تاوتریخوالی د ځانګړي کولو لپاره هلې ځلې کړې دي او د نورو فعالو ترهګرو ډلو د جذبولو لپاره هم اقدامات کوي. د دغو هڅو اوج د جیش الظلم له خوا د عبدالرؤف ریګي له پټې وژنې وروسته له جیش الظلم  سره د جیش النصر یوځای کېدل وو.

د جیش الظلم څخه د عبدالرؤف له جلا کیدو وروسته، د دواړو خواوو ترمنځ د ملګرتیا او بیرته راستنیدو لپاره یو لړ پراخې خبرې اترې ترسره شوې. عبدالرؤف دا خبرې اترې د مالي وجوهاتو او واک غوښتنې له امله بې نتیجې پریښودې، او د جیش الظلم ځواکونو لخوا د هغه له وژل کیدو وروسته، جیش الظلم ته د جیش النصر د غړو د بیرته راستنیدو لپاره مشورې او بحثونه پای ته ورسیدل، او بالاخره د ۲۰۱۶ کال په نومبر میاشت کې جیش النصر له عبدالرحیم مالزاده سره بیعت وکړ او دغه ډلګۍ ختمه شوه.

د جیش الظلم ترهګره ډله له دریو پوځي څانګو څخه جوړه ده چې په دریو جغرافیوي سیمو کې جوړژ شوي دي. د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په جنوب ختیځ کښې د «سرباز او راسک» په سیمه کښې د عبدالمالک مالزاده وسله واله ډله، د سیستان او بلوچستان ولایت په ختیځ کښې د «سروان» په سیمه کښې د شیخ ضیایی جنګي ډله او د ایران د هم دې ولایت په ختیځ کښې د «سروان» په سیمه کښې د شیخ ضیایی جنګي ډله، او مولوي نعمت ا... توحیدي د ډلګۍ کسان د سیستان و بلوچستان د شمالي برخې په "میرجاوې او زاهدان" کې فعالیت کوي او د تېښتې او پټیدو لپاره د پاکستان د پولې له تاسیساتو څخه کار اخلي.

د جیش الظلم د عملیاتو اصلي مسئولیت په سراوان او سرباز سیمه کښې د عبدالملک او شیخ ضیايي څانګې په غاړه دی چې د چریکې او د کمین کولو، ریموټ کنټرول بمونو او د سړک د غاړې د ماینونو په ذریعه ترهګره عملیات ترسره کوي.

د زاهدان او چابهار په شان ښارونو په هستوګنو سیمو کښې بمي چاودنې، د پولیسو په پوستو او ګزمو او په سیمه کښې په انجنئرانو باندې ګڼې حملې، د پوځي او پولیس ځواکونو ګاډو ته کښیناستل او کمین، د څارنې په سرحدي برجونو باندې حمله، سړي تښتونه او د نشه ایزو توکو په قاچاق کښې ونډه، د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کښې د جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ ځیني نور اقدامات دي.

*/*/*/*

بل ټکی چې اشاره ورته پکار ده، دا دی چې جیش الظلم ترهګره ډلګۍ د پخوانیو ترهګرو ډلو لکه فرقان او جندالشیطان په پرتله، بل شان لاره تعقیبوي. دغه ترهګره ډلګۍ په تفکري عناصرو ډیر ټینګار لري او د نیغ په نیغه ټرور په ډګر کښې د شتون سربیره، د نرم ټرور او د عامه افکارو د بې لارې کولو برخې ته هم ډیره پاملرنه کوي. خو له نیکه مرغه دا موضوع، د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د قومي ټولنې د ژورې خبرتیا په برکت تراوسه نه ده کامیابه شوې.

جیش الظلم په سیمه کښې د نورو ټولو سلفي او ترهګرو ډلو په شان له دوو سرچینو څخه مال مرسته ترلاسه کوي. د هغوي د مالي ملاتړ وړومبنۍ سرچینه، د لویدیځې آسیا ځیني عرب هیوادونه دي او د عاید او پیسو دویمه سرچینه یې د نشه ایزو توکو قاچاق دی.

*/*/*/

ګرانو دوستانو د « جیش الظلم؛ تشکیلات او اهداف» لیکنه دا برخه هم دلته ختموو خو د جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ په هکله نور معلومات به د دې لړۍ په بلې برخې کښې درکړو، نو تر هغې د خدای په امان

 

 

ټیګونه