د فارس خلیج په لمنه کې د سیراف هنري او فرهنګي میراث
د سیراف بندر د ایران د سمندري سوداګریو د اوج له قیمتي پاتي شونو څخه دی او د ایران د سمندري کچولو د تاریخ تذکره او د فارس خلیج د فرهنګي او تاریخي هویت د یوې برخې معرفي کوونکی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د هنر د فرهنګستان څېړنتون د لرغون پېژاندو د علمي ټولنې او نورو اړوندو ارګانونو سره، په ملګرتیا د فارس خلیج په لمنه کې د سیراف د فرهنګي او هنري میراث تر عنوان لاندې یو ملي کنفرانس په انلاین توګه تر سره کړ، دغه کنفرانس د جنورۍ په ۹ د هنر په فرهنګستان کې تر سره شو.
دغه کنفرانس د هنر د ډګر او د فرهنګي میراث د استادانو، فعالانو، محصلینو او څېړونکو له پراخ هرکلی سره مخ شو او کنفرانس د دریو مسلکي غونډو په چوکاټ کې تر سره شو چي په کښې ۱۰ علمي مقالې هم وړاندې شوې.
په لومړۍ مسلکي غونډه کې، د سمندري څېپیو او د کوسې یا شارک له هډوکو جوړ
هنري او لاسي صنایع او د فارس خلیج او هند په بحیرې کې د سیراف سمندري تجارت موندنو تر عنوان لاندې مقالې وړاندې شوې. همداشان په فارس خلیج کې د سیراف په بندر کې د ایران او چین د فرهنګي میراث موندنې، بله بیا د چین د چوانجو او د فارس خلیج د سیراف په بندرونو کې د هدیرو د ډبرو څېړنه او چین ته د ایرانی اسلامي فرهنګ انتقال هم د مقالاتو له نورو سرلیکو څخه وې. همداشان یوه مقاله بیا د ایران په ملي موزیم کې د سیراف د ګچبریو ټولګې ته کتنه کړې وه.
په دوهمه مسلکي غونډه کې بیا په سیراف کې د شیشه ګری د هنر او له اسلامي شیشه بری سره د هغه د اغښلتیا په هکله بحث وشو، بله مساله هم چي په دوهمه غونډه کې پرې بحث وشو د سیراف د بندر هغې نمونې وې چي د لندن په موزیم کې ساتل کیږي، او له اوسپنو جوړې شوې او خورا لرغوني دي.
په دریمه او وروستي غونډه کې هم د ایران په ملي موزیم کې د سیراف په بندر کې د هغو اثارو په هکله بحث وشو چي د فیل له عاج نه جوړ شوي وه، د سیراف د اوبو سیسټم ته هم یوه کتنه وشوه، او همداشان د لرغونو اثارو له مخې، د اسلام په لومړیو کې له چین سره د ایران د سیراف د بندر او د نیشابور د بندر په رول هم بحث وشو.
د سیراف بندر مختلف روایتونه او قیصې لري او د دې سیمې سمندر کچوونکو له ایران څخه په استازیتوب د نړۍ مختلفو سیمو پورې لاړل او د خیر او برکت سرچینه وګرځېدل.
په تاریخې او جغرافیایي کتابونو کې په پرلپسې توګه له سیراف نه یادونه شوې ده، د مثال په توګه د تاریخ وصاف په کتاب کې عبدالله بن فضل الله شیرازي د فارس خلیج د جزایرو په هکله د بحث په ترڅ کې سیراف ته هم لنډه اشاره کړې ده او د عالمانو، څېړونکو، سرمایه دارانو او سوداګرو د راغونډېدو د امله له سیراف څخه د مدینه فاضله په توګه یادونه کړې ده. د وصاف تاریخ ته په کتو سره، په ایران کې د سیراف د ابادی اوج اسلامي پړاو ته ورګرځي هغه هم د ال بویې د واکمنۍ پړاو ته.
تاریخ لیکونکی او جغرافیه پوه، حموي یاقوت لیکي: سیراف د کیکاووس د افسانې د رامینځ ته کېدو ځای وو، داسي یو ځای چي کیکاووس ورڅخه اسمان ته د تلو لپاره کوښښ کاوه او بیا کله چي په اسمان کې، د شیدو او د اوبو غوښتنه وکړه ځمکې ته راستنه شو، هغه ښار چي کیکاوس په کښې له اسمانه وغورځېدی د شیراب په نوم ونومول شو چي بیا دوخت په تېرېدو سره په سیراف باندې بدل شو.
لیکن له افسانو او قیصو نه هاخوا، د سیراف مقاوم او هڅاند خلګ د خپلو نه ستړېدونکو اقداماتو سره، دغه ښار ته یې یوه نړیوال اعتبار او شهرت ورکړ چي ورته د چین د دروازې، د پارس او خراسان خزانه او د فارس خلیج د ګنجینې نوم ورکول شو.
د سیراف په فرهنګي او هنري میراث کنفرانس کې لرغون پوه محمد صادق داوري، له چین سره په تجارت کې د سیراف او د نیشابور د بندرونو د اهمیت په باب وېنا وکړه او وویل: د چین او ایران تر مینځ سوداګری په اسلامي پړاو کې له سمندري او ځمکني لارو تر سره کېدی، ځمکنۍ سوداګري د اورېښم د جادې له لارې تر سره کېدی چي د دې جادې په څنډه کې له ټولو مهم ښار نیشابور وو، سمندري سوداګري بیا له چین سره د سیراف د بندر له لارې تر سره کېدی، سیراف د فارس خلیج له برغوني بندرونو څخه دی.
ارتباطات بازرگانی بین ایران و چین، در دوران اسلامی، از طریق دو مسیر دریایی و خشکی انجام می شد. راه خشکی که امروزه موسوم به جاده ابریشم است، از شمال شرق چین تا ایران امتداد و در مسیر آن، مراکز و شهرهای مهمی قرارداشت. مهمترین این شهرها در پهنه فرهنگی ایران، شهر نیشابور بود. د تاریخ له نظره دا دوه له چین سره د اسلامي نړۍ له دوو مهمو سوداګریو مرکزونو څخه وو.
په نیشابور کې د امریکایي لرغون پوهانو او د ایران او انګلیس د لرغون پوهانو د ګډ ټیم له موندنو سره سم، د اسلام په لومړیو پړاونو کې له چین سره د سوداګریو دوه مرکزونه وه، یو نیشابور ښار او بله د سیراف بندر.. دا دوه مرکزونه شرق له غرب سره موښلول او په نړیوال سوداګریو باندې د ایران د واکمنتیا ښودونکې وه.
د سیراف لرغونی ښار، یوه ځانګړې معماري لري او په داسي یوه تړانګه جوړ شوی چي یوې خوا ته یې سمندر او بلې خوا ته یې جګ غرونه دي. په دغه بندر کې د مختلفو مذاهبو خلګ ژوند کول، له زرتشتیانو نیولې بیا تر عیسویانو، مانویانو، یهودو او بودائیانو پورې،همداشان رومیان، یونانیان او چینی یان هم دلته ژوند کول او د مختلفو قومونو او مذهبونو هدیرې د دې ښودنه کوي چي دا ښار یو وخت کې خورا رونق درلوده.
لوښې په مختلفو نقشونو سره پاته خټینې ، ټوکرې او زیورالات، ګچي معمارۍ او څو چته ماڼۍ د سیراف د تمدن یوه برخه ده.په ۳۶۷ هجري قمري کال کې د اوو ورځو لپاره ځپونکې زلزله د سیراف د بشپړه ورانتیا لامل شوه.
لرغون پوهې ډآکټر پریسا ناصري، د سیراف د هنري لاسي صنایعو او څېپیو تر عنوان لاندې په خپله مقاله کې ویلي: له سیراف څخه د تر لاسه شویو فرهنګي اثارو له مخې ویلایشو چي موندل شوي څیپۍ له فارس خلیج او د هند له بحیرې څخه دي، د څېپۍ ښکلونه ښیي چي د غوږولۍ لپاره تراشل شوي دي، همداشان د کوسې یا شارک د ملا له مهرو څخه هم ځینې تزئیني مهرې جوړې شوي دي، لیکن د مهرو له مخې د شارک ډول نه شي مشخص کېدای. دغه اثار ښودنه کوي چي د څېپیو تجارت له نورو هیوادونو او سیمو سره د سیراف اصلي تجارت وو.
په سیراف ښار کې له پخوا نه کېندل شوي کوهۍ، د فرش کاڼې، او بیا د اسلام وروسته، کېندل شوي قبرونه تر نن ورځې پورې پاتې دي.
د سیراف کندې ښیي چي د دغه لرغوني ښار اوسېدونکي دغه غارونه اوکندې یو نیم زره کاله مخکې په غرونو کې کېندلي دي، دغه غارونه اوږ کندې د سیراف د ښار په شمالي غرونو کې دي او څېړونکې په دې باور دي چي دغې کندې د باران د خوږو اوبو د ساتلو او زیرمه کولو لپاره کیندل شوي وه.
دغې کندې چي په غرونو کې د تالابونو په شان وه، او له بارانه ډکېده، بیا اوبه ترې ښار ته بهېدل او خلګو تر ګټه اخیستل، همداشان د دغو تالابونو د امله په ښار کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه زیاتېده او خلګو کوهۍ کېندلې، د باران د اوبو د کارولو لپاره دغه کارنده طریقه د سیراف د خلګو له خوا د لومړي ځل لپاره کارول شوې ده.
د اسلامي پړاو لرغون پوه داکټر حسن مرادي هم په یاد کنفرانس کې خبرې وکړې، هغه د ایران په ملي موزیم کې د سیراف د ګچبریو په ټولګې باندې وږغېدی. د هغه په وېنا، په ملي موزیم کې د سیراف ۸۳ ګچبری ټوکرې ساتل کیږي دا اکثره ګچبری د سیراف له مسکوني سیمو نه تر لاسه شوی دی، همداشان له جامع جومات، د ماڼۍ غولۍ او د ودانیو له غولې نه مهمې ګچ برۍ تر لاسه شوي دي، دغې ګچبرۍ په ودانیو کې له کارولو ماسېوا په هدیرو کې د قبرونو د سینګارولو لپاره هم کارول کېده، دغې ګچبرۍ له تاریخي پلوه، له دریم او څلورم هجري پېړۍ سره، تړاو لري. دغې ګچبرۍ د سلجوقیانو د پړاو له ګچبریو سره، ورته والې لري.
د سیراف تاریخي بندر د فارس خلیج په څنډو کې د بوشهر د بندر په ۲۴۰ کیلومټری کې واقع شوی دی او د اورېښم د سمندري لارې پیل وو او په دیارلسم میلادي پېړۍ کې د فرهنګونو او نظریاتو تعاملاتي مرکز په توګه پېژندل کېدی او سیرافي متفکرانو زیات شمېر بهرني دانشمندان یې دې ښار ته وربللي دي.
د سیراف لرغونی بندر له ساساني پړاو نه بیا د سلجوقیانو د پړاو تر وروستیو پورې، د ایران په جنوبي اوبو کې له مهمو بندرونو څخه وو، د یوه بل تر څنګ د سمندرونو او غرونو شتون سیراف ته یوه ځانګړې ښکلا ورکړې وه چي د طبیعت سیلانیانو او تاریخ پوهانو لپاره په زړه پوری بلل کېدی.
اوس هر کال کابو پنځه لکه داخلي او بهرني سیلانیان له سیراف څخه کتنه کوي، ځینې جشنونه او په ځانګړي توګه د نوروز د سبزه اندازی جشن سیراف ته د ټوریستانو په جلبولو کې زیات رول لوبوي. په کښتۍ کې سمندري ګښت او ګوزار، ځایي موسیقۍ، سمندري خوراکونه او موزیمونه د سیراف له نورو جاذبو څخه بلل کیږي. د ښو ښو هټلونو جوړېدا، کلیوالې خونې او د عسلویې او کنګان د صنعتي سیمو تر مینځ موقعیت، سبب شوی دی چي سیراف د فارس خلیج په څنډو کې د یوه غمی په شان وځلیږي.