Mar 26, 2024 14:24 Asia/Kabul
  • د ۱۴۰۳کال شعار؛د خلکو په ګډون سره دتولید وده(1)

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ۱۴۰۳لمریز کال د شعار یعني د خلکو په ګډون سره د تولید د ودې د نومولو په اړه درسره غږیږو،هیله ده  چې  ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

خوږو دوستانو لکه څنګه چې خبر ئۍ  داسلامی انقلاب ستر لارښود  هر لمریز کال په سر کې د نوي  کال لپاره  یو شعار او عنوان ټاکي ، د ۱۴۰۳لمریز کال لپاره ئې  شعار هم د ؛ خلکو په ګډون سره د تولید وده ؛ غوره کړی دی. دغه عنوان او شعار  ښئ چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ترټولو مهمه اندیښنه د اقتصاد موضوع ده .

که لږ تیرو وختونو ته وګرځو نو د کلونو نومول  په ایران کې له تیرو شپږویشتو کلونو راهسې  پیل شوي دي.  په ۱۳۷۸لمریز کال کې لومړی  ځل ؤ  چې  حضرت آیت ا... العظمی سید علی  خامنه اي  د کال شعار وټاکۀ. دوي  په ۱۳۷۸لمریز کال کې  په رسمي توګه  دیوه کال لپاره  یو شعار غوره کړ  او دغه روده په دودیزه توګه تراوسه پورې هر کال تکرار شوې ده. دغه روده د نړۍ په زیاتره هیوادونو کې  او  په مختلفو نامو سره  ترسره کیږي. د کال د شعار موخه  هم په یوه کال  مودې کې د  حکومتي مسئولانو د سیاستونو  او اقداماتو  ته وده  ورکول او حتی  له  دې وورسته  او همداراز د کال په شعار کې  مطرح شوي موضوع ته د عمومي افکارو د توجه  اړول دي. په قطعي توګه، د اسلامی انقلاب د ستر لارښود  په وسیله  هرکال د نومونه،  واکوالان او مسئولان  د هیواد د ورځې اړتیاؤ ته متوجه کوي.

د اعلان شوو شعارونو ارزونه  ددې ښودنه کوي،چې د کال  د شعارونو ترټولو اصلي چورلیز اقتصاد ؤ. په حقیقت کې په لومړنیو  یولسو کلونو کې  چې  د اسلامی انقلاب معظم لارښود دکال شعار اعلانوۀ، غوره غیر اقتصادي چارې وې ، خو په وروستیو ۱۵کلونو کې یوازې په یوه کال کې وه  چې  اقتصاد  د کال د شعار  له ارکانو نه ؤ.

 د ۱۳۷۰لمریزې لسیزې په وروستیو دوو کلونو کې،د کال شعار کلتوری او مذهبی چورلیز توب درلود.۱۳۷۸لمریزکال د اسلامی انقلاب د ارواښاد بنسټګر د  نیکمرغه زوکړې له سلمې کلیزې سره  یو ځاي کیدا ته په پام سره  د کال نامه  هم امام خمیني ونومول شوه.  ۱۳۷۹لمریز کال ،لکه  څنګه چې د غدیر نیکمرغه دوه اخترونه درلودل، نو د کال لپاره نامه  د  امام علی نامه وټاکل شوه .

           تر ۱۳۸۷لمریز کال پورې  د کال د شعارونو اصلي چورلیز، د هیواد کلتوري او اجتماعي  مسئلې وې.  حضرت ایت ا... العظمی سید علي خامنه اي  په ۱۳۸۰لمریز کال کې په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال استکبار غلیمانه اقداماتو او پراختیا غواړي خوي او همداراز د په هیواد کې د کارکسب د رامینځةکونې  چارې ته د  مسئولانو د توجه ضرورت ته په پام سره ، دغه کال د  ؛ ملی اقتدار  او د کارکسب رامینځةکول ، ونوماوۀ.۱۳۸۱لمریز کال  له پيل سره د  شهیدانو د  سردار حضرت امام حسین علیه السلام د ویر او ماتم د شپو ورځو  یو ځاي کیدا ته په پام سره ، دغه کال د ؛حسینی عزت او ویاړ؛ په نامې سره  کال وبلل شو. ۱۳۸۲ لمریز کال د  ؛  خدمت ګزارئ ؛ کال ونومول شو . ۱۳۸۳لمریز کال هم  دې ته په پام سره چې د اتم حکومت د واکوالۍ  وروستی کال  حسابید او ضرورت ئې  درلود، حکومتي ادارې او اورګانونه  خلکو ته د خپل  کړچار راپور وړاندې کړي ،د رهبرۍ ستر مقام  دغه کال ؛ځواب وئيل؛ ونوموۀ. ۱۳۸۴لمریز کال هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نهم پړاؤ  رارسیدا او دغه راز د اسلامی جمهوری نظام په ضد ددښمنانو منفي پروپیګنډو اندازې  اوزیاتیدا ته په پام سره ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود  دغه کال؛ ملي پیوستون او عمومي مشارکت؛ وټاکۀ.۱۳۸۵لمریز کال  هم دنبی اکرم (ص) په شان کې د ځينو لویدیځي خپرندویو سپکاویو  او  د درستې نړۍ  دمسلمانانو ددینی احساساتو پاریدا او د بنوَت مقدس  مقام ته له سپکاوي کونکو څخه د دوي کرکې او نفرت ته په پام سره   دغه کال ؛ پیغمبر اکرم صلی ا... علیه و آ له  ؛ ونومول شو. ۱۳۸۶لمریز کال  هم د ایران د ملت او داسلامی امت ترمینځ د تفرقې او درز د رامینځةکولو لپاره  دنړیوال  استکبار  هراړخیزو او سپیرو هڅو ته په پام سره ؛ ملی اتحاد او اسلامی انسجام ؛ ونومول شو . ۱۳۸۷لمریز کال  هم د؛ نوښتونو او غوړیدا ؛کال وټاکل شو.

                د اسلامی انقلاب معظم لارښود له ۱۳۸۸لمریز کاله وروسته  هر کال   د کال  د شعار لپاره  یو اقتصادي عنوان  په نظر کې ونیوۀ. په ټولې ۱۳۹۰لسیزې کې هم غوره شوي شعارونو اقتصادي بڼه درلودلې ده .په بله معنا،ټول شعارونه اقتصادي  وو،یا د کال چورلیزي شعار یوه برخه اقتصاد وه . په حقیقت کې  په ۱۳۹۰لسیزې کې  شعارونو،د سیاست جوړونې  جنبه  درلودې ده  او حکومتونو  باید دغه موضوع  د خپلو سیاستونو په  جوړونې  کې  په نظر کې درلودلئ.۱۳۸۸لمریز کال  په هیواد کې د انرژۍ ډير زیات مصرف ته په پام سره د ؛ د مصرف د بیلګې اصلاح ؛ کال ونومول شو . ۱۳۸۹لمریز کال  هم ؛ دوه چنده همت ،دوه چنده کار ؛ ونومول شو، ۱۳۹۰ لمریز کال   اقتصادي جهاد،۱۳۹۱کال؛ ملی تولید او له ایرانۍ پانګې او کار څخه ملاتړ ونومول شو، ۱۳۹۲لمریز کال د ولسمشرۍ دانتخاباتو یولسم پړاؤ رارسیدا او له اقتصادي مشکلاتو څخه دتیریدا لباره د مسئولانو  کلک هوډ او ضرورت  ته په پام  سره ؛اقتصادي حماسه او سیاسی  حماسه ؛ونومول  شو، ۱۳۹۳ لمریز کال هم د؛په ملی هوډ او جهادی مدیریّت سره د کلتور او اقتصاد؛کال ونومول شو.

په ۱۳۹۰ لسیزې کې یوازینی کال چې د کال په شعار کې ئې اقتصاد نه ؤ، ۱۳۹۴لمریز کال ؤ  چې  داسلامی انقلاب معظم لارښود دغه کال د ؛ حکومت او ملت ،یوزړتوب  او یو خولۀ توب(هم زباني)؛  ونوموۀ.له ۱۳۹۵لمریز کال څخه  تردې دم ه هرکال  د کال د  شعار  اصلي  چورلیز  اقتصاد دی .حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  ۱۳۹۵لمریز کال د ؛مقاومتي اقتصاد،عمل او اقدام،۱۳۹۶لمریزکال د ؛مقاومتي اقتصاد،تولید او د کارکسب رامینځةکیدا؛ ،۱۳۹۷ لمریز کال د ؛له ایرانیو شیانو څخه د ملاتړ؛ ،۱۳۹۸لمریز کال  ؛د تولید روڼتیا؛،۱۳۹۹ کال هم د؛د تولید وده؛ ، ۱۴۰۰لمریز کال هم؛ د تولید،پشتیبانئ او د خنډونو ختمول؛  ونومول شو. دغه راز ۱۴۰۱کال هم د ؛تولید پوه بنسټه شرکتونه،د کارکسب  رامینځةکیدا؛ او دغه راز  ۱۴۰۲لمریز کال   هم د؛ تولید وده او د انفلیّشن کنټرولول ؛ ونومول  شو.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د تیرو څوارلسو کلونو په شان(له ۱۳۹۴ کال پرته)، د ۱۴۰۳لمریز کال  شعار هم  په اقتصادي  چورلیز توب سره  انتخاب او اعلان کړ او د نوي لمریز کال  شعار ئې ؛ د ولس په مشارکت سره د تولید وده ؛  ونوموۀ. دغه نومونې ښئ چې  حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په اقتصادي فعالیتونو کې د خلکو د ګډون زیاتیدا او تولید ته  د توجه  پر  اهمیّت  ټينګار  لري او دا ئې د  هیواد د اقتصادي ودې لپاره  یو اصلی لومړیتوب  مطرح کړی دی. دغه ټينګار  د تیرو کلونو د شعار د اقتصادي عنوانونو په  نومولو کې هم تر پام وړ پورې مشخص دی او د هغې لارې د تعقیبیدا ښوده کوي چې د هیواد د اقتصادي او تولیدي برخو د پراختیا او پیاوړتیا سبب کیږی.نو ځکه د خلکو په پراخ ګډون سره د اقتصادي پراختیا او تولید په زیاتیدا  باندې  په ټينګار سره  د ۱۴۰۳لمریز کال د شعار د اړخونو تحلیل،د لوئې اقتصادي  اساسي سټراټژۍ په توګه له  ډير اهمیّته برخمن دی. دغه شعار ښئ چې په روان کال کې په تولیدي فعالیتونو کې د خلکو د ګډون لپاره د انګیزې د رامینځةکولو او د ملی تولید د توانمنیو  د پیاوړتیا په موخې سره   اقتصادي پروګرامونه او اصلاحات ، د یوه مهم لومړیتوب په توګه په نظر کې نیول شوی دي.

 اقتصادی مسئله  د خلکو یوه اصلی اندیښنه او غوښته هم ده  ځکه چې  خلک له اقتصادي بلوه په  ډیرو دباؤنو کې  دي  او د دوي تمه دا ده چې  دغه وضعیّت ښه  کړي. په عین حال کې  اقتصاد یوه داسې ترټولو مهمه حوزه ده چې  دښمن هم  ورباندې تمرکز کړی دی. د ایران داسلامی جمهوریت  په ضد ددښمن اوسنی جنګ، یو ترکیبی جنګ دی ،خو په دغه ترکیبی جنګ کې ، اقتصاد یو بنیاد او اساس دی ،ځکه دښمن  هڅه کوي ، په  ایران باندې په اقتصادي دباؤ سره ولسی خپګانونه رامینځةکړي او دا خپګانونه  نورو حوزو ته هم وغزیږي. 

                دو ستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو د کال د شعار داهمیّت  نور اړخونه به په راتلونکو مطلبونو کې وارزوو،نو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو، سرلوړي او تل پاتې ووسئ . او د ځان ،کورنۍ او خپلو خپلوانو او یارانو او دوستانو خیال هم ساتئ .

(سیماب)

***************** ************ ******************************************************************************************************** 

   

 

ټیګونه