Apr 02, 2024 14:19 Asia/Kabul
  • د ۱۴۰۳ کال شعار؛ یعنې د خلکو په ګډون سره د تولید وده (۵)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ۱۴۰۳ کال شعار؛ یعنې د خلکو په ګډون سره د تولید ودې له (پنځم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر هر کال، د نوي کال لپاره شعار او عنوان ټاکي، د ۱۴۰۳ کال لپاره یې د «خلکو په ګډون سره د تولید ودې» عنوان غوره کړی دی. له دې سرلیک څخه څرګندېږي، چې د انقلاب د معظم رهبر تر ټولو مهمه اندېښنه، د اقتصاد مسله ده. په دې خپرونه کې د تولید په برخه کې د خلکو شتون په اړه، د انقلاب د معظم رهبر د ټینګار ځینې نور لاملونه څېړو.

حقیقت دا دی چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر (مدظله العالي) د ایران د قدرت په جوړښت کې له هر چا څخه زیات، د حکومت او خلکو له اقتصادي ستونزو او مشکلاتو څخه خبر دی او هغه ترټولو مهمه او اساسي مسئله ګڼي، چې البته دښمن هم هڅه کوي چې له هغې څخه ګټه پورته کړي. پر دې بنسټ، په وروستیو کلونو کې د کال د شعار اصلي موضوع، پر اقتصادي مسایلو ولاړه وه، څو د حکومتونو تمرکز د شته اقتصادي ستونزو پر حلولو وي.

بله موضوع دا ده، چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر تل په بېلابېلو برخو کې د خلکو پر ګډون ټینګار کړی او دې موضوع ته یې د یوې اساسي تګلارې په توګه پاملرنه کړې ده. جمهوریت، د اسلامي جمهوري نظام یو له مهمو او تلپاتو ستنو څخه دی او هر ډول فکر چې د دې مهمې ستنې د له منځه وړلو یا محدود کولو په لټه کې وي، له ماتې سره به مخ شي. په تېرو ۴۵ کلونو کې له شک پرته، د اسلامي انقلاب د بریا راز او د اسلامي جمهوري نظام د موخو پرمخ وړلو اسباب ( په ډېرو فشارونو او بېلابېلو کمزورتیاوو سره) همدغه ولسي ملاتړ وو.

د ولسواکۍ نظام د خپل ولسي ملاتړ  او ټولنیز ځای په لرلو سره، په بهرني چاپېریال کې د فعالې ونډې وړتیا لري او همدغه موضوع هم کولای شي د هېواد د اقتصادي ستونزو له کمښت سره مرسته وکړي. د همدې لیدلوري او اصل له مخې چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر تل په سیاسي، کلتوري، اقتصادي او حتی په پوځي برخو کې د خلکو پر پراخ ګډون ټینګار کړی دی او د ۱۴۰۳ کال شعار هم د همدې اصل له مخې اعلان شوی، ترڅو د خلکو په ګډون سره، د تولید وده ترسره شي. په دې برخه کې د خلکو ګډون له یوې خوا او له بلې خوا، د هغه د دقیقو الزاماتو او تګلارو د بیان ته اړتیا شته.

د اساسي قانون ۴۴ ماده، په اقتصادي ډګر کې د خلکو د ونډې حقوقي او نظري بنسټونه بیانوي. د دې اصولو پر بنسټ، په خصوصي سکټور کې د کرنې، مالدارۍ، صنعت، سوداګرۍ او خدماتو هغه برخې شاملې دي، چې د دولت او مرستندویه اقتصادي فعالیتونو بشپړونکي دي او د اسلامي جمهوریت تر قانوني خوندیتوب لاندې شتون لري. په ۱۳۸۴ کال کې د اسلامي انقلاب ستر لارښود د اساسي قانون د ۴۴ مادې له مخې، عمومي سیاستونه اعلان کړل. د دغو سیاستونو په چوکاټ کې، باید د ایران په ملي اقتصاد کې د خصوصي سکټور ونډه زیاته شي او د اقتصادي فعالیتونو په ترسره کولو کې، د حکومت مالي او مدیریتي بوج کم شي.

د کارموندنې عمومي کچې لوړول او د سپما او پانګونې لپاره د خلکو هڅول او د کورنیو عاید ښه کول، د اساسي قانون د 44 مادې د پالیسۍ نور عمومي اهداف دي. په دې سیاستونو کې تر ټولو مهمه مسله، د حکومت د نویو اقتصادي فعالیتونو مخنیوی او مرستندویه، خصوصي او عمومي غیر دولتي سکټورونو ته د ډېرو فعالیتونو سپارل دي. همدارنګه په دغو تګلارو کې د سپارلو د څرنګوالي په باب هم، اساسي نظرونه مشخص شوي دي. له همدې امله، قانون هرڅوک مکلفوي چې د امکان تر حده د دولت د مالکیت کمولو او (خصوصي سکټور) ته د چارو په سپارلو کې ګام پورته کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ۱۴۰۳ کال د وري میاشتې په لومړۍ ورځ په خپلې وینا کې وویل: زه په دې باور یم چې ولسي اړخ او د خلکو وړتیاوې زیاتې دي. په همدې وروستیو او په همدې حسینیه کې خلکو یو نندارتون جوړ کړی وو چې ما خپله د خصوصي برخې تولیدي فعالیتونه او هغه څه چې خلکو په خپلو پانګونو او نوښتونو سره ترسره کړي وو، له نږدې څخه ولیدل؛ زه راغلم، نږدې څلور ساعته مې په بشپړه توګه له دې ولسي پروګرامونو څخه لیدنه وکړه؛ حیرانوونکي وو، ډېر ښه وو، چې په تولیدي او اقتصادي برخو کې د خلکو د وړتیا او ظرفیت ښودنه کوي.

ډېری کسان ځوانان وو؛ ځوانان راغلل او دلته یې خبرې وکړې، چې په خپلو نوښتونو سره د اقتصاد په برخه کې ډېر ستر کارونه ترسره کړې دي. نو ظرفیت شتون لري، وړتیاوې شتون لري، له دې وړتیاوو څخه باید استفاده وشي؛ د سترو صنایعو د برخو په څېر، د اوبو د لګښت سیسټماټیک کولو په څېر، د تیلو د برخې په څېر، د لاسي صنایعو د برخې په څېر، د ټرانسپورت په څېر، په دې ټولو کې، نوښتګرو او خلاقو ځوانانو هڅه او کار کړی او ستر کارونه یې هم ترسره کړي دي.

په حقیقت کې، د خلکو په ګډون سره، د تولید پر ودې باندې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د ټینګار یو لامل، دې موضوع پوري اړه لري چې د اقتصاد په برخو کې د پوهو کسانو په ګډون، د ځوانانو حضور ته لاره برابرېږي. ویلای شو چې دا ټینګار د ۱۴۰۱ کال د شعار په درشل یعنې د اقتصاد پوه بنسټه کولو کې شتون لري.

بل مهم ټکی دا دی چې د اقتصاد ولسي کول، د ایران د تولیدي ودې د پیاوړتیا لپاره یو مهم ټکی ګڼل کېږي، ځکه، د دې لامل کېږي چې په اقتصاد کې د دولت ونډه او حضور کم شي او اقتصاد په واقعي ډول د خصوصي اړخ په لور ولاړ شي. پر اقتصاد باندې د دولت د کلونو غلبه او د تجارتي غلو له لابیو سره یې اړوندوالی، د دې لامل شو چې خصوصي برخه او خلک له تولیدي فعالیتونه څخه لیري شي او د ایران دولتي اقتصاد د تولیدي ودې او غوړېدا وړتیا ونه لري.

له دې امله، دا د تولیدي ودې، د اقتصاد د ولسي کولو او خلکو ته د تولیدي فعالیتونو د سپارلو یوه مهمه اړتیا ده. دا هغه ټینګار دی چې آیت ال... خامنه يي حتی په تېرو کلونو کې هم درلود او د اقتصاد د واقعي خصوصي کولو د اړتیا یادونه یې کړې وه.

وروستۍ خبره دا ده چې، د سږکال د شعال په ټاکلو کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر نوښت، یعنې د ملي تولید او عمومي ګډون ترمنځ د اړیکو رامنځته کول، هغه موضوع ده چې  باید د ټولنې او حکومت له مناسبو اړخونو څخه ورته وکتل شي. په داسې شرایطو کې چې د جمهوریت د کم رنګه کولو او په بېلابېلو برخو کې د عمومي ګډون د کمولو لپاره ځینې ولسي لېوالتیاوې شتون لري، د اقتصاد او تولید په برخه کې د خلکو پر ګډون د رهبرۍ ټینګار، د ټولو لپاره ځانګړي پیغامونه لري.

ژباړه: زماني

ټیګونه