Apr 08, 2024 05:23 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو جعلي رژیم جنګ غواړی سیاست تعقیبوي ګران لوستونکي د نن ورځې خبرونه دلته لوستلی شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د اسرائیلو جعلي رژیم په سیمه کښې د جنګ د پراخولو او جنګ غواړی سیاست تعقیبوي او هغه تل د امریکا له بشپړه ملاتړ څخه برخور و او دی.

هغه پرون د عمان له خارجه وزیر سید بدرالدین البوسعیدي سره په ګډ خبري کانفرنس کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې صهیونیسټ رژيم په حقیقي معنا د غزې په جبۍ کښې ښکیل  شوی او په داسې شرایطو کښې په غزې تړانګې باندې د تیریو اومې میاشتې ته ورننوتلی دی چې په غزې کښې خپل ترټولو کوچني هدف ته په رسیدا کښې ناکامه شوی دی.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د سوریې په دمشق کښې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې د صهیونیسټ رژيم د بزدلانه او د ترهګرې حملې په هکله وویل دغه  د صهیونیسټ رژیم د جنګ د زیاتولو نوی اقدام او په سیمه کښې جنګ او نښتې ته د نورو هیوادونو د ورګډولو لپاره هڅه ده.

هغه وویل تهران په ایران کښې د امریکا د ګټو د ساتونکي یعني د سویزرلینډ هیواد له لارې سپینې ماڼۍ ته روښانه او شفاف پیغام واستوه او امریکا  نشي کولای د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د ملاتړ په هکله له خپل مسوولیت څخه ځان وغړوي.

د عمان خارجه وزیر سید بدرالدین حمد البوسعیدي هم وویل د ایران او د مسقط ترمینځ د دوه اړخیزه موافقو د اجرا لپاره جدي تعقیبونې شته او د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په شتون سره په غزې تړانګه کښې د فلصسطین د خلکو د کړاونو او درد او د فلسطین د مظلومو خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم  د پوځي یرغل د دوام په هکله سلامشورې او د نظر تبادله وشوه.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ایران په یمن کښې د سولې د خبرو ملاتړ کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په یمن کښې د سولې د خبرو له بهیر څخه د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاتړ ټینګار وکړ.

د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د عمان په پلازمینې مسقط کښې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت له لوړرتبه استازي محمد عبدالسلام سره په کتنه کښې په یمن کښې د سولې د خبرو له بهیر څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ په اعلانولو سره په یمن د امریکا او د بریتانیا حملې د دغه هیواد د واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزۍ وبلله.

هغه په سوریې کښې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې د صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم د ترهګرې حملې په هکله له ایران سره د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د پیوستون او د همدردۍ ښودلو په قدرونې سره وویل شک نشته چې د ایران اسلامي جمهوریت په ترسره کړې شویو  نړیوالو او قانوني اقداماتو سربیره د نړیوالو  حقوقو په چوکاټ کښې له پیژندل شویو حقوقو په استفادې سره جنایتکاران  او تیریګر تنبیه کړي او هغوې ځواب ویلو ته اړ کړي.

د ایران خارجه وزیر دغه راز په سوریې کښې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملې په هکله د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د صهیونیسټ غاصب رژیم د غندنې له بیانیې سره د امریکا ، د بریتانیا او د فرانسې مخالفت د سیاسي نفاق د رودې او له جعلي صهیونیسټ رژیم څخه د دغو هیوادونو د ښکاره ملاتړ او په سیمه کښې د بې ثباتۍ او د ناامنۍ پراخولو ته د اسرائیلو د هڅولو نښه وبلله.

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لوړرتبه استازي محمد عبدالسلام هم د فلسطین له ملت او د مقاومت له چورلیز څځه  د ایران د اسلامي جمهوریت د ځانګړیو ملاتړونو په قدرنې سره وویل د امریکا او د صهیونیسټ رژيم  د دباونو او د حملو دلیل او د ایران پرضد د دوې غږملتیا د مقاومت له چورلیز او فلسطین څخه د ایران ملاتړ کول او له شرافت څخه ډک دریځ دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د فلسطین له خانس یونس سیمې اسرائیل پوځیان ووتل

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د پوځ راډیو د فلسطین د  غزې تړانګې په جنوب کښې له خان یونس سیمې څخه د دغه رژیم د پوځیانو د وتلو خبر ورکړ.

دغه راډیو پرون په داسې حال کښې راپور ورکړ چې د اسرائیلو رژیم پوځیان د غزې تړانګې په جنوب کښې له خان یونس سیمې څخه ووتل چې د صهیونسټ رژيم پوځیان د غزې تړانګې له جنوب څخه د غزې تړانګې شمال ته د فلسطینیانو د بیرته ستنیدا د مخه د نیولو لپاره په دغه سیمه کښې پاتې شول.

د اسرائیلو د پوخ د راډیو د اعلان پراساس د دغه پوځ اته نویمې فرقې د خپلو عملیاتو له ختمولو وروسته له خان یونس سیمې شاتګ وکړ.

د اسرائیلو د پوځ راډیو وویل د دغه رژیم د پوځ «ناحال لیوا »او یوسل دوه شپیتمه(۱۶۲) فرقه د غزې تړانګې له جنوب څخه شمال ته د فلسطینیانو د بیرته ستنیدا د مخنیوي په هدف سره په دغه سیمه  کښې پاتې شوه.

په غزې کښې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم جنګ په داسې حال کښې دوام لري چې معاریو صهیونیسټي ورځپاڼې د روانې اپریل میاشتې د نظر سنجې پراساس د اسرائیلو دوه شپیته فیصده خلک د دغه جنګ له نتایجو ناراضي دي.

هاارتص صهیونیسټي ورځپاڼې هم وویل په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د جنګ څه د پاسه شپږ میاشتې تیریږي او هره ورځ د صهیونیسټ رژيم حالت نور پسې خرابیږي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د یمن پوځ د بریتانیا او د اسرائیلو په کشتیو بریدونه وکړل

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د یمن پوځ د بریتانیا په یوې کشتۍ او د صهیونیسټ رژیم په دوو کشتیو او د امریکا په څو جنګي کشتیو باندې د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

د یمن پوځ پرون وویل د پوځ ځواکونو د بریتانیا په یوې  کشتۍ چې هوپ ایلینډ نومیږي او د اسرائیلو په دوو کشتیو باندې چې د نیواکي فلسطین بندرونو ته روانې وې د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو  بریدونه وکړل.

د یمن پوځ وویل د اسرائیلو په لومړۍ کشتۍ چې ایم ایس سي  ګریس ایف (msc grace f) باندې د هند اوقیانوسیې په خوا کښې او په دوهمې کشتۍ چې ایم ایس سي  جي ايي این ای( MSC GINA) نومیږي په  عربو سمند کښې د بلاسټیک او د کروزو توغندیو بریدونه شوي او توغندي په خپلو هدفونو په بریالیتوب سره لګیدلي دي.

د یمن پوځ په دوو عملیاتو کښې په سره سمندر کښې هم د امریکا په یوشمیر جنګي کشتیو باندې د بې پایلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

د یمن پوځ دغه راز د فلسطین د غزې تړانګې د کلابندۍ تر ختمیدا او په دغه سیمې باندې د تیریو د بندولو تر وخت پورې په سره سمندر، عربو سمندر او ارامه اوقیانوسیې کښې د اسرائیلو رژیم د کشتیو د تګ راتګ د مخه د نیولو کار ته دوام ورکوي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اسرائیلو شپږ سوه ځلې په روغتونو بریدونه کړي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د شمیرنې مرکزي ادارې په تیرو شپږو میاشتو کښې په غزې تړانګې او لویدیځې غاړې کښې د فلسطین په درملیزو مرکزونو او روغتونونو باندې د صهیونیسټ رژیم د شپږ سوه حملو خبر ورکړ.

د فلسطین د شمیرنې مرکزي ادارې وویل په غزې تړانګې کښې له شپږدیرشو فعالو روغتونونو څخه یوازې  لس روغتونونه په جزيي ډول فعال دي چې څلور یې د غزې تړانګې په شمال او شپږ یې په جنوب او مرکز  کښې دي.

د فلسطین د شمیرنې مرکز زیاته کړه  په هغو درې دیرش زره کسانو کښې چې د تیر میلادي کال د اکتوبر په اومه نیټه په غزې کښې د جنګ له لومړیو څخه شهیدان شوي دي کابو څوارلس زره او درې سوه پنځوس کسان ماشومان دي چې د شهید شویو کسانو څلور څلویښت فیصده جوړوي.

په غزې کښې څه د پاسه درې څلویښت زره فلسطیني ماشومانو حاضردمه خپل مور او پلار  یا پلار او یا مور له لاسه ورکړي دي.

بل خبر دا چې د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې قسام  غونډ وویل په خان یونس کښې یې څو صهیونیسټ پوځیان هلاک یا ژوبل کړي دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

غزې ته د مرستو د رسولو مخه نیول د نه زغملو وړ کار دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(WHO) مشر ټیدروس ایډهانوم غیبریوسوس (Tedros Adhanom Ghebreyesus) وویل چې غزې تړانګې ته د بنیادي ضروري شیانو د استولو مخه نیول غیر انساني او د نه زغملو وړ چاره ده.

هغه په ایکس اینټرنیټ پاڼې باندې  یوې بیانیې کښې وویل د فلسطین په غزې تړانګه کښې د  زرګونو ماشومانو وژله او د هغوې سخت ژوبلیدل به د ټول انسانیت لپاره یو داغ وي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر وویل په اوسنیو او راتلونکو نسلونو باندې دغه یرغل باید بند شي.

هغه وویل چې په غزې کښې اویا  فیصده شهیدان کیدونکي کسان ښځې او ماشومان دي او په همدې دلیل دغه جنګ باید بند شي.

دغه راز د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس یوځل بیا په اوکراین او غزې تړانګه کښې د سولې د ټینګیدا غوښتنه وکړه.

هغه له نړیوالو ټولنو وغوښتل چې د فلسطین خلکو ته د مرستو د رسولو په هکله ضروري اقدامات ترسره کړي.

بل خبر دا چې د امریکا د نیوزویک مجلې نوي نظر سنجې وویل په غزې تړانګې باندې حملو کښې د صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم څخه د واشنګټن د بې قید او شرط پرته ملاتړ په دلیل د امریکا د ولسمشر جوبایډن د محبوبیت اندازه ډیره کمه شوي ده.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د صهیونیسټ رژيم د جنګ وزارت سایټ هیک شو

ایرنا خبري اژانس نن سهار وختي راپور راکړی  د هیکرانو یوې ډلې د صهیونیسټ رژيم د جنګ د وزارت په اینټرنیټ پاڼې باندې سایبري حملې سره د دغه وزارت سندونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي خبر ورکړ.

 د نیټ هنټر(net hunter) په نوم د هیکرانو ډلې د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزارت په اینټرنیټ پاڼې باندې د سایبري حملې خبر ورکړی.

دغه ډلې د یوشمیر سندونو او اطلاعاتو په خپرولو سره وویل مونږ بریالي شوي یوو چې د اسرائیلو د جنګ وزات سیسټم ته نفوذ وکړو او د هغه بیخ  بنایانو ته لاسرسی ولرو.

دغه ډلې د اسرائیلو رژیم د جنګ وزارت د اینټرنیټ پاڼې له هیک کولو وروسته وویل زمونږ د راتلونکو نسلونو لپاره به د اسرائیلو رژیم د جنایتونو تاریخ وروښيو.

د هیکرانو دغه ډلې وویل د اسرائیلو سندونو ته لاسرسی دا ثابتوي چې د اسرائیلو رژيم به د خپلو متحدانو له ملاتړ پرته ناتوانه وي او تر هغه وخته چې له صهیونیسټ رژيم د پوځي ملاتړ بهیرونه غوڅ نشي د اسرائیلو جنایتونه به ختم نشي.

د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته د صهیونیسټ رژيم په بیخ بنایانو باندې اینټرنیټي حملې زیاتې شوي دي.

 

 

 

ټیګونه