Apr 12, 2024 07:20 Asia/Kabul
  • د تهران راډیو ګرانو اوریدونکي د وري د میاشتې د څلرویشمې نیټې خبرونه دلته لوستلی شي

د تیریګر د تنبیه کولو په هدف سره جایزه دفاع یو ضرورت دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل کله چې د اسرائیلو رژیم د ویانا د کنونشنونو او د  نړیوالو حقوقو په خلاف ورزیو کولو سره د ډيپلوماټیکو ځایونو او د ډيپلوماټانو د خوندي توب په کامل ډول  خلاف ورزۍ کوي د تیریګر د تنبیه کولو په هدف سره جایزه دفاع یو ضرورت دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د جرمني له خارجه وزیرې انالنا بربوک(Annalena Baerbock) سره په ټيلي فوني خبرو کښې په دمشق کښې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې د صهیونیسټ رژیم ټروریسټي حملې ته په اشارې سره چې د ایران د اوه پوځي سلاکارانو د شهادت سبب شوه وویل د ایران خارجي سیاست تل له تاوتریخوالي څخه د ځان د لیرې ساتلو پراساس ولاړ دی.

حسین امیر عبداللهیان د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د وروستي جنایت په صریح ډول د غندلو لپاره له جرمني څخه د ایران د اسلامي جمهوریت هیلې ته په اشارې سره وویل اسرائیل یو نیواکګر رژيم دی او فلسطین هم د جایزې دفاع حق لري او په دې لاره کښې د اوسنیو مشکلاتو د ختمولو لپاره یوازنۍ لاره په غزې تړانګه کښې د جنګي جنایتونو او د نسل کشۍ پاې ته رسول دي.

د جرمني خارجه وزیرې انالنا بربوک په سوریې  کښې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې د اسرائیلو رژيم د حملې په هکله هم ټينګار وکړ ډيپلوماټیک ځایونه له کامل خونديتوب څخه برخور دي.

هغې د فلسطین د بدلونونو په هکله هم وویل د جرمني حکومت هڅه کوي چې له سیاسي لارې په غزې تړانګه کښې جنګ پاې ته ورسوي.

جرمني له امریکا، بریتانیا، فرانسې، کاناډا ، اسټرالیا او ځینو نورو اروپايي هیوادونو او دغه راز له متحده عربي اماراتو، بحرین وغیره سره یوځاې د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو د جنایتکار رژیم د حملو ملاتړ کوي او له دغه رژيم سره هرډول  مرستې کوي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نتانیاهو د اسرائیلو د لومړي وزارت وړتیا نلري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د کورني امنیت جاسوسۍ ادارې «شاباک» پخواني مشر «نداف ارجمن» بیګا وویل بنیامین نتانیاهو د  لومړي وزارت لیاقت نلري او اسرایلیان باید د هغه د څنګ ته کیدا غوښتنه وکړي.

د شاباک جاسوسۍ ادارې پخواني مشر وویل په غزې کښې جنګ په حقیقت کښې پای ته رسیدلی دی او مونږ یوازې په دغه سیمه کښې د جنګونو په حال کښې یوو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

امریکا په سیمه کښې د جنګ زیاتیدل نه غواړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې «کارین ژان پیر»ادعا وکړه چې واشنګټن په سیمه کښې د جنګ د زیاتیدا غوښتونکی نه دی او مونږ ایران ته اطلاع ورکړي ده چې د سوریې په پلازمینې دمشق کښې مو د تهران په سفارت باندې حملې کښې هیڅ رول نه دی لرلی.

هغې پرون له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل مونږ نه غواړو چې په سیمه  کښې جنګ زیات شي.

د امریکا د خارجه وزارت ویاندې کارین ژان پیر وویل مونږ ایران ته اطلاع ورکړي ده چې امریکا په دمشق کښې د تهران په کنسولګرۍ باندې له حملې سره هیڅ ارتباط نلري.

د امریکا دغه چارواکي په عین حال کښې وویل د ایران او د هغه د نیابتي ځواکونو د ګواښ په ارتباط د اسرائیلو له امنیت سره زمونږ ژمنتیا جدي ده.

هغې وویل امریکا به د اسرائیلو د امنیت په تیره بیا د ایران او د هغه د نیابتي ځواکونو د ګواښونو په وړاندې د اسرائیلو د امنیت ساتنه وکړي او دغه دریځ نه دی بدل شوی.

د ویلو ده چې په غزې تړانګه کښې د فلسطین د خلکو پرضد د حملو او د بریدونو قومندنۍ نیغ په نیغه د امریکا ځواکونه پرغاړه لري او د بریتانیا او د نورو اروپايي هیوادونو پوځیان هم د فلسطین د خلکو په وژلو کښې نیغ په نیغه لاس لري.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ایران تر راتلونکي اونۍ پورې په اسرائیلو برید کولای شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا یوې رسنۍ د سوريې په دمشق کښې د تهران په کنسولګرۍ باندې د اسرائیلو حملې ته د ایران د غبرګون په هکله وویل واشنګټن داسې فکر کوي چې د ایران غبرګون تر راتلونکي اونۍ پورې ښودل کیږي او واشنګټن له ایران او اسرائیلو څخه د زغم د ښودلو غوښتنه وکړه.

د امریکا د یوې ډيپلوماټکې مجلې مشهورې خبریالې لارا روزن (laura rozen) پرون وویل امریکا داسې فکر کوي چې ایران د اسرائیلو د اپریل د میاشتې د لومړۍ نیټې حملې ته غبرګون تر راتلونکي اونۍ پورې ښي.

هغې وویل  امریکا له څو هیوادونو سره چې ایران سره اړیکې لري خبرې کړي دي او له هغوې څخه یې غوښتي دي ایران ته د زغم د ښودلو پیغام واستوي او دغه راز له اسرائیلو یې غوښتي دي چې له حد څخه زیات غبرګون ونه ښي.

په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې د امریکا حکومت د دغه نمایندګۍ له لارې د زغم د ښودلو په هکله ایران ته کوم پیغام استولی دی او که نه وویل دغه پوښتنه باید د امریکا له حکومت څخه وکړې شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د متحده عربي اماراتو، د سعودي عربستان ، د قطر ، د عراق او د جرمني له خارجه وزیرانو سره خبرې کړي دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د جنوبي کوریا د حکومت مخالف ګوند انتخابات وګټل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د جنوبي کوریا ډیموکراټ ګوند( ډي پي) د هیواد د حکومت د مخالف ګوند په توګه د جنوبي کوریا د پارلمان په دوه ویشتمو انتخاباتو کښې له درې سوه څوکیو څخه د یوسل پینځه اویا څوکیو په ګټلو سره یوه تاریخي بریا لاس ته راوړه.

د جنوبي کوریا د حکومت د مخالف سیاسي ګوند اصلي مشر« لي جه میونګ »د پارلمان د انتخاباتو د نتیجې په هکله وویل دا ډیموکراټ ګوند نه و چې په انتخاباتو کښې بریالی شو بلکې دا د جنوبي کوریا خلک وو چې بریالي شول او مونږ به ټوله هڅه وکړو چې د خلکو غوښتنې پوره کړو.

له بلې خوا د جنوبي کوریا واکمن ګوند چې د خلکو قدرت یعني (پي پي پي» نومیږي او د هغه متحدانو د پارلمان په انتخاباتو کښې یوازې یوسل اته څوکۍ ګټلي دي او اوس  په اقلیت بدل شوی  ځکه چې ونه توانیده دریمه برخه څوکۍ وګټي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مقاومت د فلسطین د خلکو له روح سره اخښل شوی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي» وویل مقاومت د فلسطین د خلکو له روح سره اخښل شوی.

هغه پرون د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د دریو زامنو او د دریو لمسیو په شهیدولو کښې د صهیونیسټ رژيم ترهګرې حملې ته په غبرګون کښې وویل د صهیونیسټ جنایتکار رژیم لخوا د فلسطین د مقاومت ډلو د مشرانو د کورنۍ د غړیو او د زامنو شهیدول داسې روښانه ګواه دی چې مقاومت د فلسطین د ملت له زړه سره اخښل شوی او د مقاومت مشران تل له خلکو سره یوځاې د نیواکګر دښمن په مقابل کښې دریدلي دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاندې ناصر کنعاني چافي ډاګینه کړه د صهیونیسټ جنایتکار رژیم د مشرانو له باطل توهم سره سره په فلسطین کښې مقاومت د غزې تړانګې او د لویدیځې غاړې د خلکو د سړیو ، ښځو او د ماشومانو په اندازه دوام لري.

د اسرائیلو جعلي نیواکګر رژیم وړمه ورځ د غزې تړانګې په الشاطي کیمپ کښې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه درې زامن او درې لمسي په هوايي برید کښې شهیدان کړل.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د اسرائیلو لومړي وزیر په کړکیچن حالت اعتراف وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر د مقاومت له ځواکونو سره په مبارزه کښې د دغه رژیم د سختو ورځو خبر ورکړ.

د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په وروستیو ورځو کښې د دغه رژیم د شرایطو په هکله وویل د فلسطین د مقاومت له ځواکونو سره جنګ په ټول توان سره دوام لري.

هغه د خپلو چټي خبرو په تکرارولو سره وویل له نورو جبهو څخه د  هرې سناریو لپاره چمتو دی او هغو کسانو ته به چې اسرائیلو ته تاوان ورسوي ځواب ورکړو.

د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم له بې نتیجې او بریا پرته تیري د شپږو میاشتو له تیریدا وروسته دغه رژیم ورځ تر بلې په کورنیو او خارجي کړکیچونو کښې ډوبیږي.

صهیونیسټ رژیم په دې موده کښې له جنایت کولو ، د خلکو له وژلو ، د ورانیو له رامینځته کولو ، جنګي جنایتونو ترسره کولو ، د نړیوالو قوانینو له خلاف ورزیو کولو او په  مرستندویه ادارو باندې بمباریو او قحطۍ او لوږې رامینځته کولو پرته بل هیڅ بریا نه ده لرلي.

دغه راز د صهیونیسټ رژیم د عدلیې پخواني وزیر «خاییم رامون» ویلي دي چې د جنګ هدفونه نه دي محقق شوي او د پوځ مشر باید استعفا ورکړي.

هغه اعتراف وکړ په غزې کښې جنګ د اسرائیلو له سټراټيژیکي ماتي سره یوځای شوی دی.

د بن ګوریون پوهنتون استاد نبي مورس هم اسرائیل د یهودیانو لپاره تر ټولو ناامنه ځای وباله.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د امریکا او د اسرائیلو دفاع وزیرانو خبرې وکړې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزیر یواو ګالانټ د ویډیو کانفرنس له لارې د امریکا له دفاع وزیر لویډ اسټین سره د سیمې د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې کړي دي.

د صهیونیسټ رژيم څلرویشتم ټیلي ويژن وویل د امریکا او د اسرائیلو دفاع وزیرانو په صهیونیسټ رژيم باندې د حملې لپاره د ایران د چمتو کیدا په هکله چې د دوې د ادعا پراساس په سیمه کښې د تاوتریخوالي د زیاتیدا سبب ګرځي له یوبل سره مشوره کړي ده.

بل خبر دا چې د اروپا ـ مدیترانه د بشري حقوقو څارونکي موسسې په غزې تړانګه کښې د جنګ د پیلیدا له وخت راهسې د بې درکه شویو فلسطینیانو شمیر څه د پاسه دولس زره تنه اعلان کړ.

دغه راز د ملګروملتونو امنیت شورا د نړیوال مرکزي اشپزخانې په ټیم باندې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د هوايي حملو په هکله د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

 

ټیګونه