Apr 25, 2024 14:06 Asia/Kabul
  • د وسله والو ځواکونو له قوماندانانو سره په ډله ایزه کتنه کی د رهبرۍ د ستر مقام ویناوې

دا چی مقابل لوری دا خبره وکړی چی مونږه څو توغندي وتوغول ، څو ولګیدل او څو ونه لګیدل ، دا د دوهم لاس مسله ده ، لومړۍ مسله په نړیوال ډګر کې د ایراني ملت د ارادې او د ایران د وسله والو ځواکونو د قدر ت څرګندیدل دي، دا کار ترسره شوی دی

د ۱۴۰۳ لمریزکال د غوای په ۲ نیټه د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای د پوځ د ورځې په مناسبت چې د وری له ۳۱ نیټې سره برابره ده  او د اسلامي انقلاب د ساتندوه ځواک د جوړیدا ورځ  چی د غوای دوهمه نیټه کیږی  ، د وسله والو ځواکونو له سترو قوماندانانو سره وکتل. داسلامي انقلاب   معظم رهبر په دې کتنه کښې د د پوځ ورځې  او دغه راز د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک د جوړیدا  د کليزې په مناسبت د مبارکۍ ویلو  په ترڅ کښې د وروستيو پېښو (د رښتيني وعدې عمليات او د اسرائيلو په جعلي رژیم  د ډرون او توغنديو حملې) يادونه وکړه او ویی فرمایل  نن زمونږ د وسله والو ځواکونو، سپاه ، پوځ او د پولیسو د فعالیتونو په برکت  په نړۍ کې د هیواد مخ د ستاینې وړ مخ ګرځیدلی. يعنې بېلابېل خلک – اوس  داسی کسان شته په ټولو هېوادونو کې چی  له  د خپلو هیوادونو له روانو مسایلو بی خبره دي  ، له هغو سره کار نلرم خو هغه کسان چې د نړۍ او بېلابېلو هېوادونو او په تیره بیا سيمې  له روانو مسايلو سره بلد  دي په هر هیواد کې اسلامي ایران ته  چی ګوري د عظمت احساس کوي، د پرتم احساس کوي، دا خورا مهم دی.

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر د دې خبرې په کولو سره چی  د خدای په فضل د وسله والو ځواکونو د توان او قدرت ښودنه په نړیوالو ډګرونو کښې د ایران د ولس د ارادې څرګندونه ثابته کړه او وې فرمایل: دا چی مقابل لوری دا خبره وکړی چی مونږه څو توغندي وتوغول ، څو ولګیدل او څو ونه لګیدل ، دا د دوهم لاس مسله ده ، لومړۍ مسله په نړیوال ډګر کې د ایراني ملت د ارادې او د ایران د وسله والو ځواکونو د قدر ت  څرګندیدل دي، دا کار ترسره شوی دی او هغوی چی په دې قضییه کی یی ګوزار وخوړه ، هغوی چی له دې نړیوال وضعیت خپه دي ، هغوی له دې اړخه خپه دي ،  الحمدلله وسله والو ځواکونو ځانونه ښه  ښکاره کړل او ښه ظاهر شول .

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلو خبرو په بله برخه کښې په وروستیو پيښو کښې د ایران د وسله والو ځواکونو د تدبیر  په قدرونې سره وفرمایل مختلفې پیښې له لګښتونو او لاسته راوړنو سره تړلې دي او مهمه دا ده چی په تدبیر سره  لګښتونه  کم او لاسته راوړنې زیاتې شي او داهغه  کار  دی چی  وسله والو  ځواکونو په وروستیو پیښو کې ښه ترسره کړ. هغوی  له وسله والو ځواکونو وغوښتل چې د دښمنانو او  له دښمنیانو سره د مقابلې لپاره د خپل حرکت او هڅې په دوام سره  په نوښت او نوی توب تکیه وکړي. هغوی همدا راز سپارښتنه او جوته  کړه چې د یوې شېبې لپاره هم باید ونه درېدل شی ، ځکه درېدل د شا تګ  په معنی  دي، په دې اساس باید  په وسلو او رودو کې نوښت  او همداراز  د دښمن په رودو  پوهېدل تل په  ایجنډا کې وي.

 حضرت آیت  ا... العظمی سید علی خامنه ای په دې په ټینګار سره چې د ایران د ملت حثیت باید د نړۍ په سترګو کښې ځلانده اواوچت  وی، د وسله والو ځواکونو قوماندانانو ته په خطاب کښې یې له هغوی وغوښتل چې په د خلاق ، توانمنو ځواکونو او وړتیاو د پیژندلو او کارولو په ترڅ کې په خدای تعالی حسن ظن ولرلې شی او په هغه توکل وکړي  او پوهه شي له مومنانو په دفاع کې د خدای ژمنه حتمی  او نه ماتیدونکي ده. هغوی وویل: زمونږ په اسلامي اصطلاح کې روحیه  په خدای تعالی باندې باور  دی، کله چې وایو روحیه یعنی په خدای توکل، په خدای باور ، په خدای تعالی ښه باور. په قرآن کې هغه کسان غندل شوي چې په خدای شک کوي الظَّانِّینَ بِاللهِ ظَنَّ السَّوْءِ عَلَیْهِمْ دائِرَةُ السَّوْءِ وَ غَضِبَ اللهُ عَلَیْهِمْ( (د فتح  سورت د ۶ ایت یوه برخه)  په خدای بد ګمان کوی ، سزا کړي ، (هو هغه ترخې پیښې چی د مومنانو انتظار کوي   ) یوازې  په دوی نازلیږي خدای په هغوی غضب کړی دی ) په خدای باید سوء ظن  ونلرلې شی خدای تعالی وعده کړې ده چې هغه به د مؤمنانو دفاع کوي . إِنَّ اللَّهَ یُدافِعُ عَنِ الَّذینَ آمَنوا (د حج سورت د 38 آیت په یوه برخه کې ، خدای  له هغو کسانو چی ایمان یی راوړې دې ، دفاع کوی . لوی خدای  له دې نور څه روښانه ووایی؟ که په  یوه بل ځای کې زمونږ دفاع   و نه شوه ؟ باید په  هغه کې "عن الذین آمنوا" شک وکړو،  زمونږ ستونزه زمونږ په ایمان ، زمونږ په زړه ، زمونږ په باطن ، زمونږ په عمل کې ده ، دا باید سم کړو .له همدې امله د روحیې  بحث او په خدای د توجه  او توکل کولو بحث  هم خورا مهمه برخه ده .

د اسلامي انقلاب معظم رهبر  په پای کې د ایران د وسله والو ځواکونو له کورنیو مننه وکړه او ویې فرمایل چې د کار اصلي باراو پیټې  د قوماندانانو د میرمنو او بچیانو او د پوځ، سپاه او پولیسو  د بیلا بیلو رتبو په اوږو ده چې سختیانې  زغمي.

 همداراز په دغه کتنه کښې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ستر جنرال  سردار باقری د ۱۴۰۲ کال سترو بدلونونو او  همدارنګه د ۱۴۰۳ کال د لومړیو اونیو منجمله  د «اقصی طوفان» او د صیهونیسټ رژیم په سزا کولو کې  «وعده الصادق» عملیاتو په شمول د وسله وال ځواک  وروستیو تیاریو او وړتیاوو په اړه لنډ راپور وړاندې کړ.پای

 

 

ټیګونه