د السنوار شهادت د صهیونیسټ رژیم نابودۍ نوره چټکه کوي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست کمیسیون وویل بې شکه د شهید یحیی السنوار پاکه وینه به د قدس د ازادۍ لاره لا هواره او د صهیونسیټ رژيم د نابودۍ بهیر چټک کړي.
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست کمیسیون د حماس د سیاسي دفتر د مشر یحیی السنوار له شهادت وروسته په یوې بیانیې کښې وویل د حماس او د اسلامي مقاومت جبهې زړور ، نه ستړی کیدونکی مجاهد یحیی السنوار په اوسمهاله نړۍ کښې د صبر ، د مقاومت او د دریدا یوه بشپړه بیلګه او اسطوره وه.
د ایران دغه کمیسیون د یحیی السنوار د ټرور په غندلو سره چې په وروستیو میاشتو کښې د اسرائیلو رژیم د بې ساري او د دغه ورانکار بانډ د ټرور د ماشین د منظمې نسل کشۍ په لیکه کښې راځي د دغه غاصب او د ماشوم وژونکي رژیم ملاتړو ته خبرداری ورکړ چې زر تر زره له دغه جعلي رژیم څخه خپل ملاتړونه ختم کړي او له دې زیات د دغه رژیم په غچ اخیستونکو جنایتونو کښې شریک نشي.