د ایران د یو تاریخي کلي نړیواله ثبتیدنه (د طبس اصفهک کلی)
(last modified Wed, 20 Nov 2024 09:51:41 GMT )
Nov 20, 2024 14:21 Asia/Kabul
  • د ایران د یو تاریخي کلي نړیواله ثبتیدنه (د طبس اصفهک کلی)

د طبس سیمې اصفهک کلی لکه د یو ققنوس یا فینکس په شان د یوزې زوروې زلزلې له کنډولو سر راپورته کړ او اوس په خپلې بې سارې ښکلا سره، «د نړیوال کلي» په توګه ثبت شوی دی. په دې پروګرام کښې له دغه ښایسته تاریخي کلي سره اشنا کیږو.

په تیره اونۍ کښې د سیاحت نړیواله غونډه په کولمبیا کښې ترسره شوه او په کښې د ۲۰۲۳ کال د سیل او سیاحت لپاره ترټولو ښه کلي معرفي شول. په دغې غونډې کښې د ایران په خراسانِ جنوبي ولایت کښې «اِصفَهَک» کلی، په نړیواله سویه د سلهاؤ کلیو په سیالۍ کښې د سیاحت په نړیوال سازمان (UNWTO کښې د سیاحت د نړیوالو کلیو په نوملړ کښې ثبت شو. تیر کال د آذربایجانِ شرقي ولایت کندوان نومې کلی په دغه لیسټ کښې شامل شوی و او د اصفهک په ثبتیدو سره، تراوسه د ایران دوه کلي د سیاحت د نړیوال سازمان د سیاحت د غوره کلیو په نوملړ کښې راغلي دي.

د سیل او سیاحت نړیوال سازمان له ۲۰۲۱ کال راهیسې په کلیوالو سیمو کښې د پایداره ټوارزم د دودولو په موخه د سیل د غوره کلیو د ثبتولو کار پیل کړی دی. د دغو کلیو د غوره کولو لپاره د ټولنیزې پایدارۍ، اقتصادي پایدارۍ، کلتوري پایدارۍ، د ژواک چاپیریال د پایدارۍ او د بیخ بیناو پنځه اصلي ځانګړنې په نظر کښې نیول کیږي او د هرې برخې لپاره بیا ۴۰ نورې ځانګړتیاوې تعریف شوې دي. د طبیعي منظرو، کلتوري میراث او د ځايي ارزښتونو او خوراک پیژندنې په شمول د ځايي ژوند د رودې په ساتنې باندې تمرکز د دغو انتخابونو لپاره له مهمو مواردو دي.

سږ کال له مختلفو هیوادونو څخه د ملګرو ملتو د سیاحت دارالانشاء ته د دوو زرو کلیو نومونه لیږل شوي وو چې اصفهک کلی، د خپلې ځانګړې معمارۍ او د پایداره ژوند د طریقو په وجه په نړیواله سویه ثبت شو. اصفهک له دې مخکښې هم د جرمني د TO DO  2020 د سیاحت د ترټولو غوره منظر انعام ګټلی دی.

د اصفهک د تاریخي جوړښت جیوسایټ، د ایران د سیمه ایزې معمارۍ یوه اصیله او سوچه نمونه ده چې د اوبو د پراخو سرچینو او خیرازه خاورې په برکت د طبس د جیوپارک د کرهڼې په یو ستر قطب بدل شوی دی.

په دغه جیوسایټ کښې د انسان په ژوند باندې د زلزلې په شان د طبیعي خطرونو له امله رامینځته شوې پایلې له ورایه لیدل کیږي. په ۱۳۵۷ لمریز کال کښې د طبس په سیمه کښې زوروره زلزله راغله چې له امله یې اصفهک ښار وران شو. د دې پیښې ژوندي پاتې خلکو، د هم دغه کالي په خوا کښې، نوی اصفهک کلی جوړ کړ. په دې وروستیو کلونو کښې د کلي تاریخي جوړښت چې د طبس د زلزلې له امله وران شوی او خوشی شوی و، د کلي د خلکو په همت دوباره رغ شوی او په کښې د سیلانیانو لپاره د پاتې کیدو ځایونه، د لاسي صنایعو د پلورنځیو او کلتوري مرکزونو یوه ټولګه جوړه شوې ده.

د اصفهک سیمې له جاذبو څخه زرګ زیارت، د کُریت پخواني بند، غریزو منظرو، د تَفتُو ښایسته ابشارونو، له ۳۹۰ نه تر ۱۷۰ میلیون کاله پخوا پورې اړونده د ځمکې پيژندې د وړومبي او دویم پړاؤ نښو او مختلفو معدني زیرمو ته اشاره کوې شو.

*/*/*

اصفهک کلی د طبس ولسوالۍ د دیهوک سیمې په اطرافو کښې د ایران د ختیځ خراسان جنوبي ولایت یوه تاریخي سیمه ده چې د ولایت له مرکز بیرجند ښاره ۲۳۱ کیلومیټره لرې پرته ده. دغه کلی له دوو اړخونو یعنې تاریخي او طبعي نظره د پام وړ ګرځیدلی دی.

د صفهک ښار د محبوبیت یوه وجه د هغ کم سارې معماري ده. د یاد تاریخي کلي ودانۍ، زیاتره یو پوړیزې دې چې په کښې د ساده فضا خیال ساتل شوی دی. قلا، د کلي ترټولو لرغونې ودانۍ ده چې شمالي اړخ ته یې پرته ده او سترو دیوالونو او برجونو ته یې په پام سره، د ډاکوانو او غلو په وړاندې د کلي د خلکو د ساتنې لپاره یو مناسب ځاې پاتې شوی دی. د اوبو ژرنده چې د اصفهک ښار یو بل جذابیت دی، د ځمکې له سطحې لاندې جوړه شوې او په شیب ورکولو سره اوبه د ژرندې په لور بهیږي او په زور یې، د ژرندې پل تاویږي.

د اصفهک کلي په کورونو کښې د صحرايي سیمو ځايي معماري کارول شوې ده او د جامع جومات یې هم له دغې قاعدې مستثنی نه دی او د خټو یو ګنبد او څو وړې کړکۍ لري. د دغو تاریخي کلیو په جوړولو کښې خښتې او خټې کارول شوې دي. دغه کورونه د غلا او کنډر د خطر له ویرې ډیر مضبوط او له یو بل سره لګیدلي جوړ شوي دي. د کورونو دغه یوځاې والی او نزدې والی هم داشان د سیوري په جوړولو کوښې مرسته کړې ده. د اوړي په سخته ګرمۍ کښې چې لمر ډیر شدت لري، د کورونو کوټل والی د تاودوخې تبادل کمترین حد ته رسوي او د لمر ډیره لږه اندازه رڼا پرې لګي او په نتیجه کښې په اوړي کښې د سوړوالي او په ژمي کښې د کورونو د ګرموالي لامل کیږي. یوه بله ځانګړنه چې په طبس کښې د اصفهک کلي د کورونو په معمارۍ کښې مهمه ده، د هغو د چتونه ګنبدي والی دی چې له امله یې هر وخت د چت یو اړخ ته د ګنبد سیوری جوړیږي او د ګرمۍ جذبیدل کموي.

*/*/*/

د اصفهک کلي یوه تاریخي ودانۍ، هغه پخوانی حمام دی چې په بشپړه توګه تعمیر شوی دی. د کلي د تاریخي جوړښت د بیارغونې په دوران کښې د رصدخانې یا ترویتون په توګه یوه برخه په کلي کښې ورزیاته شوې ده درې د خښتو دیوالونه لري.

د کرهڼې او باغ لګونې د پراختیا په لړ کښې د ښې او خیرازه خاورې او ډیرو اوبو په شمول د سرزمیني ظرفیتونو شتون، د اصفهک کلي د ابتدايي جوړښت د رامینځته کیدو ډیر مهم لامل پاتې شوی. د غره په لمنه کښې په هواره دښته کښې د کلي شتون چې له اوبو ډکې چینې لري، لامل شوی چې ژوند بخښونکي کاریزونه او لختي، د اوسیدونکو د اړتیاوړ اوبه برابرې کړي.

په اصفهک کښې د کلي ښځو د ټوکرۍ یا سبد جوړوې او تولیو اوبدلو په شمول د لاسي صنایع کارګاه جوړه کړې چې هم په ډله ایزه او هم په یوازې توګه کار کوي او هر کال، ډیر سیلانیان د دغو محصولاتو د زده کولو او اخیستو په موخه، سیمې ته سفر کوي.

د خاورې د تحقیقاتي مرکز په توګه د اصفهک په زوړ کلي کښې د ښوونځي د جوړولو له لارې د علمي سیاحت پراختیا هم، دې سیمې ته د سیاحانو د جذبیدو یوه لاره ده.

له زلزلې وروسته اصفهک کلی، د زاړه کلي په خوا کښې جوړ شو نو په دې وجه د پخواني کلي جوړښت باقي او ښایسته پاتې شوی دی.

دمګړۍ په اصفهک کلي کښې د سیلانیانو لپاره اته سراې، یو د خوراک هال او همداشان دوه کافي شاپس یا شربتکدې جوړې شوې دي.

*/*/*/

اوبه، د اصفهک ترټولو ستره پانګه ده او دغه کلی په ټولې طبس ولسوالۍ کښې د اوبو ترټولو ډیرې سرچینې لري. په دغو سرچنو د کوثر کوهیانو نوم ایښودل شوی چې ورڅخه د ۳۹ نورو کلیو اوبه هم برابریږي. د اوبو دغه سرچینې، ډیره مهمه وجه ده چې د کلي زیاتره خلک مال او څاروي ساتنې او کرهڼې ته مخه کړي.

اصفهک کالی ځانګړي بوټي لري. په دې کلي کښې د نارنجو د ونو شتون او همداشان د زغفرانو پټي، په سحرايي سیمو کښې د بزګرو لپاره یوه نوې تجربه ده. د کلي د خواوشا ځمکې له زعفرانو او پودینې یا ویلني ډکې دي او د کلي چارچاپیره د خرما یا کجورو دنګې ونې لیدل کیږي چې د دښتې په مینځ کښې د دغو ونو د ودې وجه، همدغه د اوبو  ډک کاریزونه دي.

په صحرا کښې له ستورو د ډک اسمان ننداره، یوه داسې جاذبه ده چې په ټوله نړۍ کښې په صحراو کښې سفر کونکي او له دښتو سره مینه لرونکي، دغو سیمو ته بیايي. د ستورو او کهکشانونو لیدل یوازې په صحرايي سیمو کښې په داسې ښه توګه تجربه کیدې شي. د اصفهک له ستورو ډک اسمان هم، د ایران د دغې سیمې د په زړه پوري طبیعت یوه برخه ده چې د دښتو ډیر سیلانیان دې سیمې ته بیايي. هغوي وايي چې ساعتونه ساعتونه له دغه اسمان لاندې کښیناستی او د هغې په بې مثاله ښکلاو کښې ډوبیدې شي. په یاد کلي کښې د ترویتون شتون له پخوا کلونو راهیستې په دغې تاریخي سیمې کښې د دې خبرې د اهمیت نښه ده.

*/*/*/

د اصفهک کلي یوه په زړه پورې او د لیدو وړ رسم،  «چراغون» یا «چراغن اصفهکي» دی. دغه رسم په هغه وخت پورې اړونده دی چې په کلي کښې بریښنا نه وه. په هم دې وجه به چې ماښام کیده، خلکو به خپل د تیلو لالټینونه بلول او د یو بل لیدو ته به ورتلل.

له هغې زمانې ډیر کلونه تیر شوي او د رڼا ډیر بریښنايي وسایل په کلي کښې شته خو د اصفهک خلکو دغه پخوانی رسم ژوندی ساتلی او د شپې د تیارې په راخوریدو سره، خپل لاټینونه بلوي او د کورونو په ورونو یې ځړوي.

د اصفهک د سړیو جامه دستار یا لنګوټه، قمیص، پرتوګ، کوټ، جاکټ یا سدرۍ او بوټونه استعمالوي. البته دا د ډیرو کلیو د خلکو جامه ده او ډیر فرق نه کوي. د کلي ښځې هم اوږده او خلاص قمیص او پرتوګ او پوړنۍ او څادر پر سروي.

قالین اوبدل، د دغه کلي د خلکو ترټولو مهم لاسي صنایع دي او سیلانیان اصفهک ته په سفر کښې د کلي د خلکو د لاسو جوړ قالینونه، د ډالیو په توګه وړي. دغه محصول د خرما او زعفرانو ترڅنګ د اصفهک کلي په سوغاتو کښې شامل دي.

د کلي په خلکو کښې ځايي موسیقي ځانګړی اهمیت او موقعیت لري او د کلي په جشنونو او د ښادۍ په دستورو کښې د ځايي سندرو او ترانونو او د سازونو د غږولو رسم، له پخوا راهیسې روان دی.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی