ځلانده یون
(last modified Sat, 03 May 2025 07:32:55 GMT )
May 03, 2025 12:02 Asia/Kabul
  • ځلانده یون

د تولید لپاره پانګونه (د کال د شعار ځانګړی پروګرام (۴)

د تهران راډیو قدرمنو اوریدونکو السلام علیکم. د ځلانده یون د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو. عزیزانو د دې لړۍ له معمول سره سم، نن هم د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي له خوا د روان ۱۴۰۴ کال د شعار او نومونې په لړ کښې (د تولید لپاره پانګونه) تر عنوان لاندې موضوع باندې غږیږو،

ملګرو که مو په یاد وي، د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو د پانګونې د فرصتونو او د پانګونې د برخو د ګټو د سنجونې په هکله خبرې وکړې. پانګونه د هر هیواد په اقتصادي ودې او پراختیا کښې یو مهم لامل دی. دا عامل نه یوازې د تولیدي ظرفیت او وړتیا د زیاتیدو سبب کیږي بلکې د کاري فرصتونو په رامینځته کیدو او د عاید په ډیریدو سره به د ټولنې د عامه رفاه او سوکالتیا د سویې د ښه والي به هم لامل شي. په هم دې بنیاد د تولید، اشتغال او اقتصادي پراختیا په دریو اړخونو کښې د پانګونې رول څیړل کیدې شي.

په تولیدي او صنعتي بیخ بناو کښې پانګونه د تولید د وړتیا او اقتصادي ګټې د زیاتوالي سبب کیږي. دا پانګونه د صنعت، کرهڼې، خدماتو او ماډرن ټیکنالوجیو په شان مختلفو برخو کښې کیدې شي. د پانګونې زیاتوالی د پرمختللو ټیکنالوجیو، د تولید د بهیرونو د پوره کارولو او د شیانو او خدماتو د فاینل لګښتونو د کمیدو لامل ګرځي. دغه پانګونه په اخر کښې په نړیوالو بازارونو کښې د کورنیو محصولاتو د لازیاتې سیالۍ سره مرسته کوي.

 د پانګونې یوه ډیره مهمه مثبته اغیزه، د کار او اشتغال ډیریدل دي. د تولیدي او صنعتي فعالیتونو په پراختیا سره د کار ځواک ته اړتیا زیاتیږي چې دا په ټولنه کښې د بیکارۍ د اندازې د کمیدو سبب ګرځي. د سټارټ اپونو، پوه بنسټه صنایعو او له ټولو مهم، د تعاوني اقتصاد د دودولو په شان نوښتګرو برخو کښې پانګونه هم د ماهرو او تحصیل کړو ځواکونو لپاره نوي کاري فرصتونه برابروي.

همداشان د پانګونې له لارې د وړو او متوسطو کاروبارونو پراختیا، د عاید د لاعادلانه ویش او د اقتصادي نابرابریو د کمیدو سره مرسته کوي.

پانګونه په دوامداره وده او اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي. د زیربنایي پروژو لکه ترانسپورت، انرژۍ او ټیکنالوژۍ پلي کولو لپاره د مالي سرچینو په برابرولو سره، د اقتصادي ودې لپاره یو مناسب پلیټ فارم چمتو کیږي. له همدې امله، د هغه څه پر بنسټ چې ویل شوي، پانګونه د اقتصادي ودې محرک او چلوونکی ځواک دی، کوم چې د تولید د زیاتوالي، د کار پیدا کولو او د اقتصادي زیربناو د پراختیا له لارې د ټولنې پرمختګ او هوساینې ته لار هواروي.

اقتصادي پالیسي جوړونکي پانګونې ته د هڅوونکو پروګرامونو په جوړولو ، د بیوروکراتیکو خنډونو په کمولو او د خصوصي یا پرائیویټ برخې په ملاتړ سره، کولی شي د کورنیو او بهرنیو پانګوونې راجلبولو او دوامداره پرمختګ ته لاره هواره کړي.

یقینا، د اقتصادي پراختیا یوه بله ډیره  مهمه برخه چې د خلکو د پانګې په ورننوتو تمرکز کوي، د همکارۍ یا تعاون اقتصاد دی. تعاوني اقتصادي د خلکو د ګډون په بنیاد اقتصاد یوه کامیابه نمونه ده. دغه مهمه برخه د ایران د اسلامي جمهوریت د لرلید په سند کښې ډیره ځانګړې لیدل شوې ده تر دې چې د هیواد د ټول اقتصاد ۲۵ فیصده برخه یې ځان لره ځانګړې کړې ده. البته اجرا او عملي کیدل یې له ځینو ننګونو سره مل دي.

تعاونیان د یو مهم اقتصادي سکتور په توګه، د دوامداره پرمختګ او ټولنیز عدالت په رامینځته کولو کې مهم رول لوبوي. دا ادارې د مالي او بشري سرچینو د یوځای کولو، د تولید زیاتوالي او د تولید د لګښتونو په کمولو سره، په اقتصادي ودې، د کار پیدا کولو او د شتمنۍ په عادلانه ویش باندې د پام وړ اغیزه لري.

تعاونۍ د خپلو غړو د سرچینو او د وړو پانګو په رایوځاې کولو سره د لاسترو او لاکارنده کسب و کارونو د پیلیدو امکان برابروي. دا چاره د تولید د زیاتیدو، د محصولاتو د کیفیت د لوړیدو او له موجودو وړتیاؤ د زیاتې او مناسبې استفادې د زیاتیدو سبب کیږي.

د تعاونۍ په چوکاټ کښې د خلکو د پانګونې یو بل اړخ، د کار روزګار رامینځته کول او د بیکارۍ کمول دي. په لنډه توګه باید ووایو چې په تولید کښې د خلکو پانګونه د اقتصادي ودې او کارکسب د رامینځته کولو لامل کیږي. حکومت کوې شي د اسانتیاؤ په ورکولو، د اداري خنډونو په کمولو او د پانګونې د هڅونو په رامینځته کولو سره ولسي پانګې د تولید برخو ته راولي.

دا کړنلاره نه یوازې د ملي تولید د رونق لامل کیږي، بلکې د پایداره کاري فرصتونو د رامینځټه کولو او په ټولنه کښې د بیکارۍ د کمولو لاره هم هواروي. د تعاونیو یو ډیر مهم رول د کاري فرصتونو رامینځته کول دي. تعاونۍ کوې شي د بې کارۍ کچه راټیټه کړي او د سیمه ایزو او کوچنیو سوداګرۍ ملاتړ کولو سره د دوامداره کارموندنې لپاره لاره هواره کړي. په ځانګړې توګه په کلیوالو او لږو پرمختللو سیمو کې، کرهڼیزې او صنعتي تعاونیانې ښارونو ته د خلکو د کډه کیدو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي.

په نورو اړخونو کې، په تعاونیو کښې پانګونې ته پاملرنه، د شتمنۍ عادلانه ویش ډاډمن کوي ​​او اقتصادي نابرابري کموي او ګټې د غړو ترمنځ په عادلانه ډول ویشل کیږي. دا اقتصادي ماډل د ځینو اشخاصو یا ډلو په لاسونو کې د شتمنۍ تمرکز کموي او د ټولنیز عدالت په زیاتولو کې مرسته کوي.

همدارنګه، تعاونۍ د خپلو غړو لپاره د مالي او پور خدماتو په وړاندې کولو سره د ټیټ عاید لرونکو ډلو لپاره اقتصادي سرچینو ته لاسرسی اسانه کوي. د همکارۍ د روحیې پیاوړتیا او ټولنیزه پراختیا د تعاونیانو په چواټ کښې د خلکو په ګډون سره په پانګونې کښې نور د پام وړ اړخونه دي.

تعاونۍ د همکارۍ، حساب ورکولو او ډیموکراتیک مدیریت په څیر اصولو باندې کار کوي. دا ځانګړتیاوې ټولنیزه پانګه زیاتوي، د خلکو ترمنځ د باور احساس پیاوړی کوي، او په اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو کې د دوی فعال ګډون هڅوي. د عامه ګډون بل اړخ د دوامداره پرمختګ او چاپیریال ساتنې په برخه کې پانګونه ده. د کرنې، تولید او خدماتو په برخو کې ډیری کوپراتیفونه هغه فعالیتونه تعقیبوي چې د دوامداره پراختیا له اصولو سره سم وي.

د مثال په توګه، د کرهڼې تعاونۍ کولی شي د دوامداره کرهڼیزو طریقو د ترویج له لارې د طبیعي سرچینو د ویجاړولو مخه ونیسي. د هغه څه پر بنسټ چې یادونه وشوه، تعاونۍ، د یو اغیزناک اقتصادي ماډل په توګه، په اقتصادي پراختیا، د بې وزلۍ کمولو، د کارموندنې د زیاتوالي او د ټولنیز عدالت په تحقق کې مهم رول لوبوي.

د مالي اسانتیاوو، روزنې او مناسبو پالیسیو د برابرولو له لارې له تعاونیو  د حکومت ملاتړ، د دې سکتور د ودې او پراختیا لامل کیدې شي او د هیواد دوامداره اقتصادي پرمختګ کې مرسته کوې شي.

د تولید د ودې لپاره د عامه پانګې کارولو مفکوره د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې په بریالیتوب سره پلي شوې ده. د مثال په توګه، په سینګاپور کې حکومت د «تماسک» (Temasek په څیر د خپلواکو شتمنیو فنډونو له لارې ولسي پانګونې راټولوي او په زیربناوو او تولیدي پروژو کې پانګونه کوي.

دا صندوق، په شفاف او مسلکي مدیریت سره، د پانګوالو لپاره د لوړ عاید چمتو کولو توان لري. په جرمني کې، د«میتل‌اشتاند» (Mittelstand) پروګرام د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ملاتړ کوي او د ټیټ سود پورونو او مشورې ورکولو له لارې یې د هیواد په اقتصادي وده کې مرسته کړې ده.

همدارنګه، په امریکا کې، د کراوډ فنډینګ Crowdfunding پلیټ فارمونه لکه کِک سټارټر Kickstarter کار زیږوونکو ته اجازه ورکوي چې د نوښتګرو پروژو د پیل کولو لپاره عامه فنډونه وکاروي. دا مثالونه ښیي چې په سم مدیریت او حکومتي ملاتړ سره، عامه پانګه د اقتصادي ودې په انجن بدلیدلی شي.

د دې پلان پلي کول به د ایران د اقتصاد لپاره ګڼې ګټې ولري. لومړی، د خلکو ولاړه پانګه د تولید څرخې ته ننوځي، چې د کارموندنې په رامنځته کولو او د ناخالص کورني تولید په زیاتولو کې مرسته کوي. دوهم، د بیمې د صندوق له لارې د احتمالي زیانونو په جبرانولو سره په اقتصادي سیسټم د خلکو باور زیاتیږي. او دریم دا چې ، په کوچنیو او منځنیو پروژو تمرکز کولی شي په تیلو باندې د انحصار کمولو او د مقاومتي اقتصاد پیاوړي کولو لامل شي.

د "تولید لپاره پانګونه" شعار د خلکو په ګډون او د حکومت په ملاتړ سره د ایران اقتصاد ته د سوکالۍ په لور د حرکت کولو فرصت ورکوي.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد دراني