د امریکې سیاست په لویدیځې آسیا کښې بې ثباتي رامینځته کول دي
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i69884-د_امریکې_سیاست_په_لویدیځې_آسیا_کښې_بې_ثباتي_رامینځته_کول_دي
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: په لویدیځې آسیا کښې د امریکې پریکنده سیاست، د ناامنۍ مدیریت او د پوځي اډیو د شتون او پراختیا او د وسلو د خرڅولو لپاره بې ثباتي جوړول او د سیمې په چارو کښې لاسوهنه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2018 09:57 Asia/Kabul
  • د امریکې سیاست په لویدیځې آسیا کښې بې ثباتي رامینځته کول دي

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي وویل: په لویدیځې آسیا کښې د امریکې پریکنده سیاست، د ناامنۍ مدیریت او د پوځي اډیو د شتون او پراختیا او د وسلو د خرڅولو لپاره بې ثباتي جوړول او د سیمې په چارو کښې لاسوهنه ده.

علي شمخاني نن د روسیې په سوچي ښار کښې د نړۍ د پنځو لویو وچو د لوړرتبه امنیتي مسئولیانو په نهمه غونډه کښې زیاته کړه: امریکا د وسلو او مهماتو د ترټولو سترې صادرونکې په توګه د مینځني ختیځ سیمه د وسلو او بارودو په ګودام بدله کړې ده.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي دې ټکي ته په اشارې سره چې د سوریې، یمن، لیبیا، افغانستان او کوریا په شمول د سیمې کړکیچونه له سیاسي خبرواترو او هواري پرته هیڅ حل لاره نه لري، ټینګار وکړ: د ځینو واکمنانو په ذهن کښې دا غلط سوچ چې ګني دغه کړکیچونه په جنګ سره ختمولی شي، سیاسي حل لارې ته د بې پامۍ سبب شوی دی.

شمخاني زیاته کړه: د جنګ لپاره د ائتلاف جوړولو پر ځاې پکار دي د صلحې، دوستۍ او ورورولۍ لپاره ائتلاف جوړ شي او په ځاې د دې چې د هیوادونو ملي پانه د وسلو په سیالۍ وګي ، باید د بې وزلۍ د ختمولو او د خلکو په سوکالتیا او ترقۍ باندې ولګي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي همداشان د فلسطین موضوع ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د امریکې د حکومت لخوا د صهیونیسټي رژیم د پلازمینې په توګه د قدس شریف پيژندل، د فلسطین د کړکیچ د هواري په لړ کښې نه بلکې په فلسطین کښې د جنګ د اور د لاغرغنډه کولو په لاره کښې دي.