ګواښونو ته د ایران ځواب به پښیمانه کونکی وي
د ایران وسله وال ځواکونه به د ایران د ولس خلاف هرډول ګواښ که هغه په هره سویه وي، له سخت او پښیمانه کونکي ځواب سره مخامخ کړي.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز جنرال محمد باقري پرون په دې خبرداري سره د امریکې د ولسمشر د ګواښونو په ځواب کښې په یوه خبرپاڼه کښې زیاته کړه: دښمنان په تیره بیا امریکا چې د استقرار مرکزونه او ګټې یې د ایران د اسلامي جمهوریت د پټ او څرګند دفاعي قدرت په لاسرسۍ کښې دي، د زمري له لکۍ سره دې لوبې نه کوي ګني په سیمه او نړۍ کښې به په ډیره پراخه پيمانه د ایران له داسې ځواب سره مخ شي چې فکر یې هم نه کوي.
د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د چټي او سپکو خبرو په کولو مشهور دی، د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د خبرداریو په ځواب کښې یې په یو ټویټ کښې لیکلي دي: هیڅکله امریکا مه ګواښئ ګني تاوان به یې ووینئ.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني تیره یکشنبه ویلي وو: د امریکې ولسمشر دې پوه شي چې ایران د تاریخ په اوږدو کښې د سیمې د اوبلارې د امنیت ضامن پاتې شوی او د زمري له لکۍ سره لوبې مه کوه ځکه چې د ایران ځواب به پښیمانه کونکی وي.
د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو هم تیره یکشنبه د عراق او سوریې په جنګ کښې له داعش ترهګرې ډلې په ملاتړ کښې د امریکې د رول د پټولو په موخه د ایران خلاف یوه وینا کښې ایران د سوریې له قانوني حکومته او د مقاومت له ډلو د ملاتړ په وجه تورن او وګواښه.
هیڅ شک نشته چې د تهران خلاف د سپينې ماڼۍ ګواښونه او دروغ د امریکې د حکومت لخوا د ایران د وړتیاؤ د نه پيژندلو او د غلطو شننو په وجه دي چې له مخې یې داسې دریځونه غوره کوي.
امریکايي شناندي ډینیل لریسن په یو یادداشت کښې لیکلي دي: د ایران خلک به د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې د امریکې د لاسوهنې هرکلی ونه کړي او په دغه هیواد کښې په دې هکله هیڅ شک او توهم نشته چې په ایران کښې د امریکې دخالت د واشنګټن د ګټو په لړ کښې دی.
د ایران ولس هیڅکله د جنګ پيلونکی نه دی پاتې شوی خو لکه څنګه چې د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز څرګنده کړې، د ایران اسلامي جمهوریت د خلکو خلکو، سرحدونو، خپلواکۍ او اسلامي انقلاب په دفاع کښې یوه شیبه ځنډ او شک نه کوي. په دې لړ کښې ایران په ځمکني، هوايي، دافع هوا او سمندري ډګرونو کښې خپلې پوځې توانمنۍ زیاتې کړې دي او له ډول ډول ګواښونو سره سم یې د ضروري سریزو او دفاع تابیا کړې ده. دا امریکې او د هغې سیمه ایزو انډیوالانو ته یو څرګند پيغام دی. د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې تل د صلحې، ثبات او ارامښت بیرغچي پاتې شوی او په فارس خلیج او هرمز تنګي کښې د مسلط قدرت په توګه په دغې مهمې اوبلارې او نړیوال اقتصاد کښې د کشتۍ چلونې د امنیت ضامن دی او په دې سیمه کښې د هر تدبیر د اعمالولو قدرت هم لري. البته لاهم داسې کسان شته چې امریکايي چارواکو ته سپارښتنه کوي چې د دا ډول ګواښونو ځواب ته د ایران د مجبورولو هڅه نه کوي.
د ایران د پوځ لویې درستیز په دې وروستیو کښې په یولړ څرګندونو کښې دې ټکي ته په اشارې سره وویل: په تیر یونیم کال کښې د امریکې نوي او ظالم حکومت کوشش درلود چې د دغه هیواد پوځ د ایران خلاف پوځي یرغل ته مجبور کړي خو د امریکې د پوځ قومندانانو ورته غاړه کښې نه ښودله.
په امریکا کښې ځیني فکر کوي چې په ګواښ او بندیز سره د ایراني ولس په هوډ او اراده کښې خلل رامینځته کولی شي حال دا چې د ایرانیانو تیر وخت ښودنه کوي چې داسې فکر باطل دی. د ایران د وسله والو ځواکونو د لویې درستیزولۍ بیانیه د دې حقیقت رایادونکې او په عین حال کښې د امریکايي چارواکو خیالونو او ګمانونو ته یو جدي خبرداری دی.
********/////////********