دعربانو واکوالان، دتکفیری ترهه ګرو اوبیلتون غواړو ډلو ملاتړي
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i76800-دعربانو_واکوالان_دتکفیری_ترهه_ګرو_اوبیلتون_غواړو_ډلو_ملاتړي
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې مینه والو ښه ژوند درته غواړو، دوستانودعربانو د واکوالانواو د تکفیری ترهه ګرو او بیلتون غواړو ډلو د ملاتړو دسپیرو موخو په باب یوۀ له وه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2018 09:20 Asia/Kabul
  • دعربانو واکوالان، دتکفیری ترهه ګرو اوبیلتون غواړو ډلو ملاتړي

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې مینه والو ښه ژوند درته غواړو، دوستانودعربانو د واکوالانواو د تکفیری ترهه ګرو او بیلتون غواړو ډلو د ملاتړو دسپیرو موخو په باب یوۀ له وه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

دستمبر په دوه ویشتمه نیټه  تکفیری او تورزړو ترهه ګرو  د ایران  په اهواز ښار کې د اسلامی ایران د پوځ  دپریډ د دستورو د ترسره کیدا ترڅنګ  د عاموخلکو په لور  ړندې ډزې وکړې ، چې له امله ئې کابو پنځه ویشت کسان  چې ماشومان هم پکې ترسترګوکیدل شهیدان اوڅه دپاسه شپیته نورټپیان شول .

   دایران داسلامی شورا د بهرنی سیاست دکمیشن مرستیال مشرکمال دهقاني په یولړڅرګندونو کې ټينګار کړی،امریکا او اسرائيل  سره د سیمې   دوه عرب  هیوادونه  یعني سعودي عربستان او متحده عربی امارات   په اهواز کې د  پوځي پریډ  دترسره کیدا په وخت په عامو خلکو په  تورتم جوړونې  کې د ترهه  ګرو تر شا ولاړ دي  او دوی  د سورئې  او یمن پشمول  په سیمې کې  پر خپلو ماتو اوجنایتونو د برغولي دکیښودلو لپاره  دایران  دناکرارولو په باب پلانونې کړي دي  او  په اهواز کې ئې دپوځي پریډ په وخت  دترهه ګرې  حملې پلان هم  جوړ کړی . دهقانی ټينګار کړی،دوي  په وروستیو څوکلونو کې  ډير زیات جنایتونه کړي دي،څو دایران خاورې ته د جنګ دکاږلو په باب د عربستان د  ناپوهه  او ځوان ولی عهد دسیسه عملي کړی،چې  هیڅکله به ئې  هم دغه خوب تعبیر نشي  او له ځان سره  به ئې ګور ته یوسی.

Image Caption

 

د ستمیر  په دوه ویشتمه نیټه   تورزړو تکفیری ترهه ګرو   په  اهواز کې د  ایران د اسلامی جمهوریت  د وسلوال پوځ دپریډ  د  دستورو ترڅنګ  د نندارچیانو په لور په ړندو ډزو کې په لسګونو بې ګناه خلک په وینو کې لیت پيت کړل . داعش تفکیری ترهه ګرې ډلې او الااحوازیه ډلګۍ چې د عربستان او  امریکا بشپړ ملاتړ ورسره دی ،د دغې ترهه ګرې پيښې  مسئولیّت هم په غاړه اخستی دی .الاحوازیه ترهه ګرې ډلګۍ تیرکال هم د راهیان نور سیمو ته  په تلونکي کاروان باندې هم حمله کړې وه .کابو دیارلس کاله مخکې  هم  په ۱۳۸۴لمریز کال کې  دغې ترهه ګرې  ډلګۍ   د آبادان  او دزفول  د ولسوالیو په وړاندې  دبم کیښودلو پشمول  دیارلس ځله ترهه ګر  اقدامات کړی دي  چې   په دغو ترهه ګرو حملو کې  په سلګونو  بې ګناه  کسان په وینو کې لیت پیت شوي دي .

        دبهرني سیاست  دمسئلو یو کارپوه  اوشنادی  حسن  هاني زاده هم وائي، آل سعود رژيم له الاحوازیه ترهه ګرې ډلګۍ او نورو تکفیری ترهه ګرو ډلو څخه وسلوال او مالی ملاتړونه کوي .هغه ددې خبرې په کولوسره چې  د الاحوازیه ترهه ګرې ډلګۍ د وسلو اصلي موخه عام خلک دي،روښانه کړې، په اهواز کې ترهه ګر اقدام هم  چې  دعربستان په شنې اشارې سره شوی دی،د ترهه ګرو د وسلو هدف عام خلک وو .

  سعودي عربستان  دترهه ګرو ډلو له لارې  په خلکو کې د ویرې  او وحشت د فضا په پراختیا او د تکفیری ترهه ګرو ډلو په پياوړي کولو او د ناکراریو  په رامینځةکولو او زیاتولوپسې دی.امریکا او سعودي عربستان له  صهونیسټ رژيم سره  په غږملتیا اوملګرتیاسره  په سیمې کې  د  تکفیری ترهه ګرو ډلو په راپنځولو او  ورځیني په ښکاره  او پټو ملاتړونو سره،په سیمې کې  د خپلو سپيرو موخو په اجرا کولو پسې دي .د امریکا په مشرۍ د شرارت ددغه خطرناک مثلث،لویدیځي آسیا دترهه  ګرو په بلاغواړو صحنو بدله کړې ده، او  په تفکیری ګروهنو او بیلتون غواړي خوي سره د ترهه ګرو ډلو په راپنځولو او ورځينی په بشپړ ملاتړ سره  د نوی  مینځني ختیځ  دپلان په نامې سره په سیمې کې  دخپلو بیلتون غواړو پلانونو په تعقیبونې پسې دی . دهمدغه شان موخو په چوکاټ کې ده چې  د داعش  او یا د الاحوازیه  په څیر تکفیری ترهه ګرو ډلو په شکل کې راپورته کیږي . د الاحوازیه  نامه  په خوزستان  ولایت کې د بیلتون غواړو ترهه ګرو ډلګیو لپاره  یوه عامه نامه  ده ،چې  په ترهه ګرو او وسلوالو عملیاتو سره له ایرانه دخوزستان   جلاکول  ئې  سپيره موخه ده  . دغه وروستي ترهه ګر عملیات  د  حرکةالنضال العربی التحریر الاحوازیه (یعنی  د اهواز د آزادۍ لپاره دعربانو مبارزه)نومې ډلګۍ په لاس شوي دی .دغه بیلتون غواړي ډلګۍ  د الاحوازیه په نامې سره د ځان په معرفي کولو سره  او دغه راز دعربانو قوم پالنې ته په مخه کولو او په دغه شان دروغجنو پروپيګنډو  سره  تبلیغ کوي ، چې  له ۱۹۲۵  کال څخه  فارس یانو،الاحوازیه سیمه  نیولې ده او اوس فارس یان  باید  د  اهواز نیواک ختم کړي .دوي  د تاریخ  په تحریفو لو او دوکه ورکولو سره  مدعي دي ، چې  الاحوازیه سیمه ، د ایران د وخت چارواکو،دخرمشهر د وخت  دحاکم  شیخ خزعل په نسکورولو سره  له ایران سره یو ځای کړې ده .د دغې ډلګۍ ترهه ګره څانګه د محی الدین  آل ناصر  غونډ نومیږي .دغه توکمپاله ترهه ګره ډلګۍ اعتقاد لري چې باید  په وسلوالو  اقداماتو سره  د  فارس یانو (یعني غیر عربو) تر نابودۍ پورې  او د  عربستان تر آزادۍ پورې (یعني د خوزستان،بوشهر،هرمزګان ولایتونو اودفارس خلیج د ټاپوګانو )تر آزادولو پورې ، بې رحمه    اقداماتو ته دوام ورکړي .

             دوي   همداراز  د  ابوموسی .واړوکی او ستر تنب نومې ټاپوګان  د  عربانو  برخه ګڼي  او پر دې سربیره ئې،دفارس خلیج دنامې په ځاي دعربی خلیج   جعلی نامه  پخپلو نقشو کې ورزیاته کړې ده .خو د ایران بدلونونو ښودلې ده چې دایران ملت او  اسلامی جمهوری نظام  چې  د تپلي جنګ ، بندیزونو او  او فتنو  د راپورته کیدا په څير له دسیسو په سرلوړي سره  تیر شوی دی ،او خپل دښمنان ئې نهیلي کړی دي،دې ځل  به هم ،د هیواد په ناکراره کولو کې د  لویدیځي  هیوادونواو عربو واکوالانو  د بیلتون غواړو دسیسو او ترهه ګرو خوځښتونو  په مقابل کې  کلک ودریږي  او دهغوی لپاره به یوه بله سپیره ماته هم  نندارې ته وړاندې کړي او  د ایران د میړنی او یو موټي ملت  د  دغه چورلټ ځواب په چوکاټ کې  دترهه ګرو پر درز اوتفرقې  اچونې  د خوزستاني قومونو  د باطلیدا ټپه  وهل،  د  ارزونې وړ ده .

 د  ایران د  اهواز د ترهه ګرې پيښې  د  دپاکو جنازو  دستورې  په داسې حال کې ترسره شوي،چې  د عربو ،بختیاري،شوشتري،دزفولي او نورو قومونو پشمول  د خوزستاني قومونو په لسګونو زره خلکوپکې ولولناک او یوموټی شتون درلود،دغه ولوله او شتون،ددې  ښودنه کوي چې ترهه ګر په هرقومیّت  او هرې ژبې سره او د دنیا  په هرځاي کې چې وي ،  په کلکه محکوم دي .  ځکه چې  د ترهه ګرو اقدام  قتل ،وینې بهَوَل   او عامه وژله ده  چې   د درستو دینونو او قومونو له فرهنګ  او کلچر سره په مقابل کې  دي .په خوزستان کې دعربو ټولنې له بل هرچاپه دغو دستورو کې لاپراخ شتون درلود،څو د ترهه ګرو   د ناخوښ عمل په محکومولو سره اعلان  وکړي،چې  د خلکو ژوند دهغوي   سرهَ کرښه ده  او هیڅکله به اجازت ورنکړي ، څو ترهه ګر  دهغوي د  ژبې او زبان تر شا پټ شي .میړني او نظام ته وفادارعربان  چې د صدامیانو د تیریو په وړاندې ئې  په اته کلنې سپيڅلي دفاع کې کلک مقاومت کړی دی  او اجازت ئې نه دی ورکړی ، څو  د اسلامی ایران یوه چَپَه خاوره  د د ښمن لاس ته ورشي .  دې ځل ئې  هم  په ډګر کې   شتون درلود څو اعلان وکړي ، چې   دترهه ګرو په وړاندې به  یو موټي  او انسجام  او کلک هوډ سره ودریږي .

Image Caption

 

        دوستانو  د دغه مطلب وخت همدومره ؤ،نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو ،ا....مو مل او ملګری ....

(سیماب)

***********************************************