دامریکاغلیمانه اقدامات اودسترې شیطانې په مقابل کې د ایرانیانودوحدت سبمول
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې د امریکاله مخکینیو دښمنیو ډکې څيرې او دسترې شیطانې امریکاپه مقابل کې د ایرانیانو د وحدت د بیلګې په وړاندې د لړم د دیارلسمې نیټې د تبلیغاتو په باب د لړۍ له دوهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده ترپاي راسره ملګرتیا وکړئ .
دوستانو په ایران کې داسلامی انقلاب له بري وروسته، امریکا د تپلي جنګ دتپل کیدو او له صدام رژیم او ترهه ګرو ډلو څخه دملاتړ ، له ایرانه د ویرولو د پروپیګنډیز پلان او د بندیزونو د پراختیا،په څير په شرارتونو سره، د ایران د اسلامی جمهوری نظام په ضد ډيرې دسیسې اجرا کړي دي .
داسې سندونه شته چې ښئ،د امریکاحکومت داسلامی انقلاب د بري په هماغه پیل کې،د اسلامی جمهوری نظام د یوې کمزوري کونکي لارې په توګه د بیلتون غواړو پروژو اوپلانونو د پرمخ بیولو په نسبت بې پروا نه وه.
د دغه بهیر د یوې برخې په توګه،داسلامی انقلاب د بري په هماغه پیل کې، په تهران کې د امریکاسفارت د جاسوسۍ په ځالې او د اسلامی انقلاب ضد عناصرو ترمینځ دغږملتیا په رامینځةکونکي اورګان بدل شوی دی .
په تهران کې دجاسوسۍله ځالې په ترلاسه شوي یوه سندکې داسلامی جمهوری نظام د نسکورلو لپاره د قومیّتونو له ظرفیّته استفادې ته ګروهنه له ورایه ښکاري .په دغه سند کې چې په پټې طبقه بندۍ سره خپور شوی دی راغلی دي ،که کردان،آذربایجان وال،عربان اونوره قومي ډلې خپلې هلې ځلې غږمله کړي او د داوسني حکومت د نسکورولو لپآره پخپلوکې سره ملګرتیا او له یوه بله ملاتړوکړي،نو دمونږ په اند به بریالي شي :::::
امریکا په حقیقت کې داسلامی انقلاب له هماغه پیله د دغه ولسی انقلاب د ناکامولو او د ایران د ملت په ګونډوکولو لپاره دسیسې پيل کړې .ځکه په سمه پوهیده چې د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره یولړ مهم بدلونونه پیل شوي دي .
په حقیقت کې د ایران دملت عدالت اوخپلواکۍغوښتنو،دنړۍ پر کمزورو ملتونو د استکباري قدرتونو سلطه غواړي سیاستونه ،له چیلنج سره مخامخ کړل او د مستضعفو ملتونو د عدالتو غواړوغوښتنو د پیاوړتیا لامل شوې .
د سیاسی چارو یوکارپوه اوشناندی خامد الخلیفه په دې باب وائي،په ایران کې د اسلامی انقلاب بریالیتوب،په ډيروملتونو او هیوادونو اغیزې شیندلي دي او د خپلواکه او آزادي غواړو لپاره ئې د مبارزې غورځنګونه او بهیرونه ورمعرفي کړي دي .
خو حتی د اسلامی انقلاب له بري مخکې،د ۱۹۵۰لسیزې له هماغو لومړنیو کلونو راهسې د زمري یا مرداد دمیاشتې د اته ویشتمې نیټې دکودتا په پلانونې سره دامریکا ایراني ضد سیاستونه څرګند شوي وو . .
دامریکاپخواني ولسمشر باراک اوباما د : اُمید او هیلې جسارت : نومې پخپل لیکلي کتاب کې چې په ۲۰۰۶کال کې او د هغه د سناتورۍ په پړاؤ کې لیکل شوی دی ، د زمري دمیاشتې اته ویشتمې نیټې کودتا ته ئې اشاره کړې او دغه اقدام ئې،دنورو په داخلي چاروکې د امریکا دحکومت له حده د زیاتې لاسوهنې او د یوه پياوړي واکوال څخه دملاتړ په وسیله ئې له هیوادونو سره داتحاد د رامینځة کونې د نښې په توګه بللی دی ::::
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ۲۰۱۶کال په نومبرکې په یوې مقابلې کې د ۱۳۳۲ لمریز کال د زمري د میاشتې د اته ویشتمې نیټې په کودتا کې دامریکا رول او په ایران کې د حکومت دبدلولو دضرورت په باب د امریکا د نوو چارواکو څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي دي؛امریکائي چارواکي پخپلې تاریخي هیرونې سره په یوې خطرناکې لوبیې بوخت شوي دي چې د دوي د ناکامۍ سبب کیدلی شی .
د واشنګټن پوسټ د مقالې لیکوال په دې باب په دغه راپور کې زیاته کړې، ممکنه ده امریکایان احساس کړي،دغه کودتا هیره شوې ده،خو داموضوع په لویدیځي آسیا( مینځني ختیځ )کې په ډيرو ذهنونوکې هماغه راز ژوندۍ ده .
یو ایرانی تاریخ لیکونکی ارواند آبراهامیان په دې زمینې کې لیکي ؛ په ایران کې د امریکا د وخت سفیر هنډرسن وخت په وخت په یوې ډاډمنې څيرې او کلک هوډ سره وئيل،امریکاد نورو هیوادونو په داخلی چاروکې د نه لاسوهنې اصولي سیاست تعقیبوي،خووروسته په سړې سینې سره،د لاسوهنې په لاره روانید.
دایران په کورنیو چارو کې لاسوهنې او دښمنۍ،البته د ایران په ضد د امریکا په سیاستونو کې یو نه ختمیدونکی سپرکی دی .
د امریکاپه مشرۍ نړیوال استکبار،په تیروڅلویښتوکلونوکې چې د اسلامی انقلاب د بري تیریږي،په کرتو ئې د ایران دملت په ضد ډير زیات جنایتونه کړي دي . په هغو جنایتونو کې،یو،په فارس خلیج سمندر کې ددیره وینسنس امریکائي بیړۍ له خوا د په توغندي ویشتو سره د په دوه سوه نوي سوارلیوسره د ایران دمسافري الوتکې نسکورول هم شامل دي
د امریکا د وخت ولسمشر رونالډ ریګن مرستیال پلار جارج بوش ددې جنایت په باب وئيلي دي،زه،هیڅکله هم دامریکا له خوا بخښنه نه غواړم،زه هیڅ اهمیّت نه ورکوم چې څه شوي دي،زه اهمیّت نه ورکوم چې حقیقت څه دی .:::
د ایران په ضد د امریکاغلیمانه اقدامات،په وروستیوڅو لسیزوکې په یولړ بدلونونوسره،نړیوالو لوبوته وارد شوي دي او د جامعې ایټمي موافقې د موضوع اوله ایرانه د ویرولو د پروسې د القاء کولو په څير دموضوعګانو په چوکاټ کې د ایران منزوي کولوپه موخې سره پلان شوي دي.ځکه امریکا په سمه تشخیص کړي ده،چې په نیغ په نیغه چلندونو او دکودتا او له داخله د نسکورولو د دسیسو په څير په پلانونو سره ایران ته هیڅ تاوان نشي رَسَوَلی.
د دښمنۍ دغه بهیر پر درو اصلي بهیرونو متمرکز شوی دی .
لومړنی بهیر داچې،له اسلامی انقلاب څخه دناسم انځور وړاندې کول او په سیمې کې د ثبات د یوه ګډوډونکي بهیر په توګه د ایران داسلامی جمهوریت معرفي کول دي.دغه بهیردامریکاد مینځني ختیځ سیمې دسیاست یوه اصلي برخه ده .او هماغه راز ئې تعقیبوي . .
په دوهم بهیرکې هم د بندیزونو په چوکاټ کې د ایران سیاسی او اقتصادي کلابندي او دعلمي اواقتصادي ډګرکې دایران دپرمختګ او دنړیوالو اړیکو مخنیوی دی .دغه بهیر اوس دامریکاپه ایجنډا کې شامل کړائ شوی دی .
په دریم بهیر کې هم د ایران په ضد د امریکا سټراټژي،د شاوخوا په چاپیریال کې د امنیتی مشکلاتو رامینځةکول او د ایران د دفاعي توان د محدودولو لپاره هڅه شامله ده .دغه بهیر دم ګړۍ،په سیمې کې د ایران په دفاعي قدرت او توغندوي توانمنیو متمرکز شوی دی .
په حقیقت کې دامریکا دسیاست ا صلي ماهیّت او اساس،دتیرو وختونو د هماغو دسیسو دوام دی،خو په نوي چوکاټ کې ده چې په دې وخت کې د ډونالډټرمپ په فیصلو کې څرګنده ده . دغه چلند د ا یران له ملت سره دامریکا ښکاره دښمني نندارې ته وړاندې کوي او دا چې له تیر وخت سره په پرتله کې د امریکا په چلند کې هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی .
دایران له نظره،دایران په ضد دامریکاغلیمانه اقدامات او چلندونه د هماغو حقیقتونو نښه ده چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سیدعلی خامنه اي دبیلابیلومناسبتونو او د امریکا د سپيرو موخو او دښمنیو په بیانولوسره پخپلو ولولناکو ویناؤ کې روښانه کړې،چې امریکا د ایران په ملت د خپلو غوښتنو د تپلولپاره په فرصتونو پسې ده او د اوسنۍ امریکا ذات ، د ریګن د دوران د هماغه امریکا ذات دی او دجمهوری پالو او ډيموکراټانو ترمینځ هیڅ فرق نشته .
دغه پيښې د امریکا د حقیقي ماهیّت انعکاس او د امریکاد څيرې دوهم مخ دی چې لامل شوی،د ایران ملت هر کال،دلړم د میاشتې دیارلسمه نیټه،په پرتم سره لمانځي او د مړه دې امریکا په شعار سره په میلیوني لاریون کې له امریکائي واکوالانو خپله کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کوي.
دوستانو ددغه مطلب وخت همدومره ؤ نو په دې باب تر بل مطلب پورې تاسو خواړۀ مینه وال په لوي اونیاؤمن خداي سپارو....
ا...مومل اوملګری ...
(سیماب)
*******************************************************************************************************************************