د اسلامی ا یران اقتدار،د امریکابې وسي او د رهبرۍ لیدتوګه
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i82879-د_اسلامی_ا_یران_اقتدار_د_امریکابې_وسي_او_د_رهبرۍ_لیدتوګه
د تهران دپښتو خپرونې او ا نټرنیټي سایټ خوږومینه والو ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو ،دوستانوپه دې شیبوکې د ایران د اقتدار او دامریکا د بې وسیو په اړه د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود د لیدتوګو او دریځونو په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی . هیله ده ترپایه راسره دملګرتیا فرصت ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2019 08:56 Asia/Kabul
  • د اسلامی ا یران اقتدار،د امریکابې وسي  او د رهبرۍ لیدتوګه

د تهران دپښتو خپرونې او ا نټرنیټي سایټ خوږومینه والو ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو ،دوستانوپه دې شیبوکې د ایران د اقتدار او دامریکا د بې وسیو په اړه د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود د لیدتوګو او دریځونو په باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی . هیله ده ترپایه راسره دملګرتیا فرصت ولرئ .

د جاپان د لومړي وزیر غوښتنو ته  چې  ایران ته په سفر راغلی ؤ  او دهغه په وینا،د امریکا د ولسمشر پيغام راوړونکی ؤ،د اسلامی انقلاب د معظم لارښود پریکنده ځوابونو،وښودله،دایران اسلامی جمهوریت هماغه راز قدرتمند دی او امریکا دخپلو غوښتنو دعملي کولو لپاره په ډير کمزوري موقعیّت کې ده .

د جاپان لومړی وزیر آبه شینزو د جون په د یارلسمه نیټه  ایران ته د سفر په دوام کې  داسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی  خامنه اي سره لیده کاته وکړل . دجاپان دلومړي وزیر په توګه ایران ته د آبه شینزوتاریخي سفر د نړۍ په رسندویوکې له خاص پام سره مخ شو .په دغه سفر کې له دې زیات چې  دایران او جاپان  اړیکې  په نظر کې ونیول شي،ایران ته دجاپان دلومړي وزیر  په واسطه   د امریکا د ولسمشر  ډونالډټرمپ  دپیغام  لیږدول ،  دنړۍ دخبري ټولنو  دپام په سر کې وو .

 البته  د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره د جاپان د لومړي وزیر له سفر سره په یووخت په عمان سمندر کې  دوه بهرنۍ تیلی کشتۍ وسوزیدې چې  دا دواړه پيښې ، په نړۍ کې د خبري برانډ  برخه شوې . په دې مینځو میان کې  یو ځل بیا  د ایران په ضد ادعاګانې مطرح شوې،چې وې ښودله،امریکائي  ټولنې او د هغو  متحدان  په سیمې کې د تاؤتریخوالي درامینځة کولو په لاره کې ګام پورته کوي .په همدې زمینې کې  دایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي عباس موسوي  په یولړڅرګندونو کې ووئيل،اسلامی ایران  د عمان سمندر پيښې،په سیمې کې  د آرامښت د رامینځةکولو او دغه راز د تاؤتریخوالو د کمیدالپاره د سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا  هلوځلو او لور نیولو په خلاف  ګڼي .

         د امریکا  د ادعاګانو یو وخت والي ته په پام سره ، البته  د جاپان له لومړي وزیر سره په کتنې کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود پریکنده ځوابونو وښودله،ایران پر سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو باندې مسلط دی،او د امریکا په دوکو به غلط نشي .

Image Caption

 

د اسلامی  انقلاب معظم لارښود  حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه اي  د جاپان  له لومړي وزیر آبه شنیزو ا و  ورسره پلاوي سره په  کتنې کې  ټينګار کړی،اسلامی ایران په امریکا هیڅ اعتماد نه لري او د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په چوکاټ کې له امریکا سره  دمخکینیو خبرواترو تراخه تجروبه  به بیا هیڅکله هم تکرار نشي،ځکه یو عاقل اوپتمن ملت هم  ددباؤ له امله خبرې اترې هیڅکله هم نه مني .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دې باب د جاپان  دلومړي وزیر خبرو ته په اشارې  سره  چې ټرمپ هغه ته وئيلي ،امریکا په ایران کې  د حکومت  د بدلولو لپاره ډيرې هلې ځلې کړي دي ، خو هیڅ ئې  نه دی کړائ شوي .

  د اسلامی انقلاب  معظم لارښود همداراز  په دې باب د امریکا د جاپان  د لومړي وزیر څرګندونو ته په اشارې سره  چې  امریکا له ایران سره  صادقانه خبرواترو ته تیاره ده ، ښاغلي آبه ته په خطاب کې وئيلي ،مونږ په دغو خبرو اصلا هیڅ باؤر نه کوو،ځکه  د ټرمپ په څير د کس له خوا  صادقانه خبرې هیڅ معنا نه لري ، صداقت په امریکائي چارواکو کې ډير  کمیاب دی  .

  د جاپان  له لومړي وزیر  سره په کتنې کې د اسلامی انقلاب  معظم  لارښود  پريکنده ځوابونو،  د لویدیځي آسیا سیمې د هیوادونو ترمینځ فرق په ښه ډول مشخص کړ .   دایران اسلامی جمهوریت،یو خپلواکه  او په عین  حال کې په بیلابیلو اقتصادي ، دفاعي  او سیاسی ډګرونو کې یو توانمند  هیواد دی  چې  د هیڅ ډول بهرنۍ ارادې او هوډ تر اغیزو لاندې عمل نه کوي .

 د قدرت دمهمو مولفو په پیاوړتیا کې خپلواکۍ، مقاومت ،په ځان باؤرۍ  او توانمنيو له اسلامی ایران څخه د سیمه ایزو او نړیوالومعادلاتوکې یو اغیز شیندونکی هیواد جوړ کړی دی  او له ایران سره دامریکا او له دغه هیواد سره د اړونده نورو رژيمونو دښمنۍ باید په همدې چوکاټ کې وارزول شي .

    دایران اسلامی جمهوریت د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره  په لویدیځي آسیا سیمې کې په یوه مهم هیواد بدل شوی دی . د امریکا له ارادې بهر  د ایران د اسلامی جمهوریت اغیز شیندنې،له تهران سره د  واشنګټن  د  د دښمنۍ یو اصلی علت دی .په امریکا کې په تیرو څلویښتوکلونو کې بیلابیل حکومتونو،داسلامی ایران په وړاندې لنډمهاله ،مینځ مهاله او اوږدمهاله موخې انځور کړې،چې  دهغو نهائي موخه،په ایران کې د حکومت  یا نظام بدلول دي .د امریکا د اوسني حکومت اصلی موخه هم  په ایران کې د  نظام بدلول دي .خو هماغه ډول  چې  د اسلامی انقلاب معظم لارښود ټينګار کړی دی ، داچې  ټرمپ وائي  په ایران کې د حکومت د بدلولو نیّت نه لري ،  چورلټ دروغ دي ، ځکه  که دوي د غه کار کولی شوائ،نو حتمابه ئې دغه کار کړی وائ ،  خو دغه شان کار نشي کولی . 

Image Caption

 

    دایران په وړاندې  د ناکامي او بې وسي په یوه تل پاتې اصل بدله  شوي ده .  د امریکا د ولسمشر  ډونالډټرمپ   ګډوډو دریځونو ته کتنه ، له هغه وخت راهسې چې  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  وتلي،دایران په  وړاندې د امریکا  دبې وسۍ نښه ده . تر ډیره حده دباؤ او ګواښل د ډونالډټرمپ د حکومت  آوزارونه دي،خو دغه  حکومت  د ډير زیات دباؤ او  ګواښ  د آوزار په ناکارندوالي سره  د ایران د ملت د ډير زیات  او هوښیار مقاومت په سبب،  له تهران سره دخبرواترو  خبرې هم کړي دي .

   د اسلامی ا نقلاب له معظم لارښود سره دلیدو په وخت د جاپان د لومړي وزیر په څرګندونو کې  د ایران  او امریکا دخبرواترو موضوع  هم بیان شوه او   دوي په زغرده  ټينګار وکړ ، د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  تجروبې  په ښه ډول ښودلې ده،امریکا  په خبرواترو کې صادقه نه ده،امریکا په داسې حال کې له ایران سره دصادقانه مذاکراتو خبره کوي ،  چې د ۲۰۱۸کال د مئ میاشتې په اتمه نیټه  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ووتله.  نړیواله ایټمي موافقه ، په نړیواله سویه  او ددغې موافققې په چوکاټ کې له امریکا او پنځه جمع یو ډلې سره د ایران  دخبرواترو نتیجه وه،خو دجامعې ایټمی موافقې  له  اجرا سره په یووخت،د امریکا ولسمشر باراک اوباما ددغه هیواد  په ژمنو عمل ونه کړ او اوس هم د ټرمپ حکومت له جامعې نړیوالې ا یټمي موافقې وتلی دی . 

 له امریکا سره د ایران د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې تراخه تجروبه ا و داسې نورو په لسګونو مثالونو چې ثابته ئې کړې ده،په امریکائي مسئولانو کې صداقت کمیاب دی،دایران اسلامی جمهوریت ئې دې واقعیّت ته رسولی دی ، چې له امریکا سره  خبرې اترې هیڅ ګټه نه لري .  د اسلامی انقلاب معظم لارښود په تعبیر،امریکا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  خلاف ورزي وکړه او په یواړخیز ډول ورځيني ووتله،پر دې اساس،داسې کوم عاقل کس به وي،چې  بیا له هغه هیواد سره چې په ټولو موافقو کې خلاف ورزي کوي ، خبرې اترې وکړي ؟

Image Caption

 

     امریکا په داسې حال کې د صادقانه  مذاکراتو خبره کوي،چې په اقتصادي بندیزونو سره ئې عملا دایران  ملت له اقتصادي ترهه ګرۍ سره مخامخ کړی دی . امریکابه  په دغه رودې سره هم  ونه توانیږي  ایران خبرواترو ته اړباسي  او  داسلامی انقلاب د څلویښت کلنې تجروبې په اساس،د ارادو دجنګ بریالی لوری ، ایران  ملت دی . په دې زمینې کې  په انګلستان کې د اسلامی ایران سفیر حمید بعیدي نژاد له سی این این ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې  په دې په ټينګار سره چې   امریکا هیڅکله هم ایران خبرواترو ته نشي مجبورولی،وئیلی دي،هغه څه چې واشنګټن ئې ترسره کوي،اقتصادي ترهه ګري ده .

            امریکا  د څو اړخیزې سټراټيژۍ په چوکاټ کې(یعني د ډيرزیات دباؤ ، بندیز ، دبې اساسه تورونو دمطرح کولو او د خبرواترو  په چوکاټ کې ) هڅه کوي ،  ایران  دخپلو سیاستونو په لومې کې ښکیل کړي،خو د جاپان له لومړی وزیر سره په کتنې کې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود  مهمو څرګندونو په ښه ډول  وښودله ، دایران اسلامی جمهوریت به ، هیڅکله هم  په دغه شان لومې کې ګیر نشي .

 د ملګروملتو  دمنشور اصولو ته  د یوه ژمن هیواد په توګه  دایران اسلامی جمهوریت  تل  په فارس خلیج او په لویدیځي آسیا سیمې کې  دتاؤتریخوالی دکمولو لپاره  هڅه کړې ده .  په دغه شان شرائطوکې د ایران په ضد د بې اساسه تورونو مطرح کیدا به ، امریکا  خپلو موخو ته ونه رسوي .

د امریکا د جمهوری غواړي ګوند یوه سیاسی فعال  مارک ډنکف،په عمان سمندر کې په تیلی کشتیو په حملې کې دایران د رول په باب د امریکائي چارواکو ادعا  دجنګ لپاره د امریکائي حکومتونون  د تاریخی دروغو تکرار ګڼي او وائي ، دوي  د ایران دتورنولو لپاره  په رڼا ورځ  جعلی  مدرک سازي کوي .

 د امریکا واشنګټڼ پوسټ ورځپاڼې هم  لیکلی دي ، دډيرو زیاتو دروغو په دلیل ، په دووتیلی کشتیو د  حملې په باب  د ایران په ضد د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ  وروستي تور لګونې،داسې  څوک نه دی پيدا کړی چې دغه شان خبرو ته غوږ کیږدي . .

Image Caption

 

 د ایران په ضد د امریکا دسټراټژۍ  ناکامي،قرغزستان او تاجیکستان ته د  اسلامی ایران د ولسمشر حسن روحاني په وروستیو سفرونو کې  په ښه ډول  نندارې ته وړاندې شوه.د چین او روسیې ولسمشرانو د ډونالډټرمپ  وروستیو  ادعاګانو ته په بې پامۍ سره د اسلامی ایران د ولسمشر تود هرکلی وکړ .  په نړیوال نظام کې  د څو اړخیز پال کړچار په اهمیّت  د قرغزستان او تاجیکستان  په دوومهمو غونډو کې د هیوادونو دمشرانو ټينګار،عملا د امریکا یواړخیز پال کړچار رد کړی دی .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************