ایران د اونۍ په هنداره کښې
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i82951-ایران_د_اونۍ_په_هنداره_کښې
د ایران د تیرې اونۍ د حالاتو او لوړو ژورو څیړنه
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 23, 2019 07:43 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هنداره کښې

د ایران د تیرې اونۍ د حالاتو او لوړو ژورو څیړنه

د کردستان ولایت د ۵ زره ۴ سوه شهیدانو د درنښت د غونډې ترسره کیدل او په کښې د معظم رهبر وینا، د شنګهايي سازمان په سرمشریزې او هم داشان په آسیا کښې د تعامل او اعتماد جوړونې (سیکا) کانفنرس د مشرانو په پنځمه غونډه کښې د ګډون په موخه قرقیزستان او تاجکستان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سفر، د ایران او روسیې د ګډې اقتصادي غونډې ترسره کیدل، د ایټمي فعالیتونو په لړ کښې د ایران وروستي اقدامات او ایران ته د ترکیې د خارجه وزیر سفر، په تیره اونۍ کښې د ایران ځینې خبري پیښې وې.

                خو د تیرې اونۍ په پيښو کښې د ایران په سرحدي حدودو کښې د امریکې د یوې پرمختللې بې پایلټه الوتکې د نسکوریدو خبر ترټولو مهم و.

تیره اونۍ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران دافع هوا سیسټم د امریکې هغه جاسوسي الوتکه نسکوره کړه چې د ایران د سمندري حدودو خلاف ورزي یې کړې وه. د ایران په سمندري حدودو کښې د دغه امریکايي ډرون نسکورولو د نړۍ په خبري رسنیو کښې پراخ انعکاس ومونده.

ایران د اونۍ په هینداره کښې پروګرام کښې نن وړومبی هم دا موضوع څیړو.

                د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې تیره پنجشبه په یوه خبرتیا کښې وویل چې د پنجشنبه په شپه د امریکې ګلوبل هاک ډوله جاسوسي الوتکه د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي حریم له خلاف ورزۍ وروسته د هرمزګان ولایت کوهِ مبارک سیمې ته څیرمه د سپاه د دافع هوا ځواک له خوا په نښه شوې او نسکوره کړی شوه.

         د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر مشر قومندان جنرال حسین سلامي تیره پنجشنبه د ایران د لویدیځ کردستان ولایت د ۵۴۰۰ شهیدانو په ملي کنګره کښې، د ایران په هوايي حدودو کښې د امریکې د یوې جاسوسي الوتکې نسکوریدو ته په اشارې سره، دا کار یو داسې څرګند او واضح پیغام وباله چې د ایران د ټاټوبي سرحدونه، سره کرښه ده.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان څرګنده کړه: ایران له هیڅ کوم هیواد سره د جنګ اراده نه لري خو جنګ ته پوره چمتو دی او اسلامي ایران هم هغه شان په دریدنې سره په دې لړ کښې دښمنانو ته خبرداری ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر د دافع هوا ځواک له خوا د امریکې د تیري کونکي ډرون د نسکوریدو په غبرګون کښې، د یو ټویټ په خپرولو سره وویل: د ایران اسلامي جمهویت د امریکې د نوي تیري په هکله ملګرو ملتو ته شکایت کړی او وبه ښايي چې امریکا د نړیوالو سمندرونو په هکله دروغ وايي.

                ګلوبل هاک نومې امریکايي ډرون د پنجشنبه په شپه پاؤ باندې دولس بجې د فارس خلیج په سویل کښې د امریکايي ځواکونو له اډې څخه الوت وکړ او د هوايي چلند د قوانینو خلاف یې د ځان د پیژندګلوۍ ټول تجهیزات بند کړي وو او په پوره پټه توګه یې د هرمز اوبلارې څخه د ایران د سویل ختیځ د چابهار په لور پرواز ته دوام ورکړ.

د امریکې دغه بې پایلټه الوتکه د سیمې د لویدیځ په لور د بیرته ستنیدو په وجه د هرمز تنګي په حدودو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي فضا په خلاف ورزۍ سره په جاسوسۍ او د معلوماتو په راغونډولو اخته شوه چې د سهار په پنځه منټه د پاسه څلور بجې په داسې حال کښې چې د ایران په هوايي حریم کښې دننه وه، د سپاه پاسداران د دافع هوا ځواک له خوا ویشتل شوې او نسکوره کړی شوه.

ګلوبل هاک بې پایلټه الوتکه د نړۍ یو ډیر پرمختللی ډرون ګڼل کیږي چې د معلوماتو له مخې، څه باندې دوه سوه میلیون ډالره بیه لري.  

                د سنټکام امریکايي اډې د ترهګرو ویاند بیل اوربان د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر له خوا د امریکايي جاسوسي الوتکې د نسکوریدو په هکله خپاره شوي رپورټونه تایید کړل خو مدعي شو چې دغه ډرون د ایران هوايي حریم ته نه و ننوتی او د نړیوال سمندر د پاسه ویشتل شوی دی.

خو د ایران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي د دې څرګندونو په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت په قلمرو باندې د هر ډول تیري او د هغه د حریمونو د خلاف ورزۍ د پایلو ذمه وار به تیري کونکي وي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني چې تیره اونۍ د روسیې په اوفا ښار کښې د نړۍ د ۱۲۰ هیوادونو د لوړرتبه امنیتي چاراوکو په غونډه کښې د ګډون لپاره روسیې ته تللی و، د دغې غونډې ترڅنګ یې خبریالانو ته وویل: د ایران هوايي حریم سره کرښه ده او هیڅ فرق نه کوي چې د کوم هیواد الوتکه ترې راوښتې وي. د ایران اسلامي جمهوریت به په خپلو ټولو قواؤ سره د خپلو هوايي، سمندري او ځمکنیو سرحدونو دفاع وکړي.

سید عباس عراقچي هم د تیرې جمعې په شپه د امریکې د ګټو د ساتونکي په توګه په تهران کښې د سویټزرلینډ د سفیر مارکوس لایټنر په کتنه کښې هغه ته د اسلامي ایران په هوايي حریم باندې د تیري په وجه د امریکې پر حکومت د ایران اعتراض ابلاغ کړ او ویې ویل: د ایران په فضا کښې د دغې جاسوسي الوتکې د شتون په هکله نه انکاریدونکي مدارک شته دي او حتی ځینې ټوټې یې زمونږ په سمندري حدودو کښې موندل شوې دي.

عراقچي هم داشان دې ټکي ته په اشارې سره چې د امریکايي ځواکونو دا اقدام په وړومبي ځل نه دی او له دې مخکښې یې هم څو ځلې خلاف ورزۍ کړې دي، د ایران هوايي او سمندري حدودو ته د امریکايي ځواکونو د احترام او د هغوي له خوا د نړیوالو اصولو د کامل خیال ساتلو غوښتونکی شو.

                د ۲۰۱۱ کال د دسمبر په وړومبیو کښې هم د آر، کیو-۱۷۰ په نوم د امریکې یوه ډیره پرمختللې جاسوسي الوتکه له ختیځو سرحدونو ایران ته داخله شوې وه چې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د الیکټرانیک جنګ د ځواکونو له خوا یې کنټرول په لاس کښې واخیستی شو او روغه رمټه یې راکوزه کړه. دغه خبر هغه وخت بې له ځنډه د نړۍ د زیاتره رسنیو په وړومبي خبر بدل شو.

د دغه خبر په خپریدو سره دامریکايي چارواکو چې د ایران د پوځي ځواکونو له اطلاعاتي او الیکټرانکي قدرت او خپلې بې شرمۍ نه سربداله شوي وو، وړومبۍ یې چپتیا غوره کړه یا یې دا خبر دروغ وباله خو د ایران د وسله والو ځواکونو له خوا د دغې الوتکې د انځورونو له خپریدو وروسته، د دې خبر تاییدولو ته مجبور شول او ویې ویل چې الوتکه د جي، پي، ایس سیسټم د خرابۍ په وجه د ایران حدودو ته داخله شوې ده.

دغه ډرون د امریکې ترټولو پرمختللې جاسوسي الوتکه ګڼل کیدله. د هغې جاسوسي سیسټمونه او کنټرول دومره پرمختللی و چې د ایران له خوا د هغه په کنټرول کښې راوستل د نړیوالو لپاره د باور وړ نه وو.

په دې لړ کښې د ایران سترې بریا او د امریکایانو بې مخینې ماتې په نړیوالو رسنیو کښې پراخ غبرګونونه په ځان پسې درلودل.

د روسیې د مینځني ختیځ د څیړنو د مرکز مشر ماکسیم شوچنکو وايي: ایران د مینځني ختیځ ترټولو توانمن پوځ لري او د دغه هیواد وسله وال ځواکونه د ډول ډول پرمختللو وسلو په جوړولو کښې کامیاب شوي دي چې د ایراني ځواکونو په مانورو کښې لیدل کیدی شي.

                د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز جنرال محمد باقري تیره اونۍ د اماراتو په فجیره بندر کښې د چاودنې او په عمان سمندر کښې د دوو تیلي کشتیو د چاودنې په هکله د امریکې له خوا د ایران د ملامتولو په غبرګون کښې وویل: که ایران له فارس خلیجه د تیلو د صادراتو د مخنیوي نیت وکړي نو دا خبره به په ډاګه اعلان کړي او د امریکې او په سیمه کښې د هغې د انډیوالانو په شان به له پټونو او غولونې کار وانه خلي.

هغه زیاته کړه: ترڅو چې د ایران د اسلامي جمهوریت تیل صادریږي، د نورو تیل به هم په امنیت سره صادر شي. 

                خبري سرچینو د تیرې اونۍ په پنجشنبې په عمان سمندر کښې په دوو تیل وړونکو کشتیو کښې د چاودنې خبر ورکړ. د دغه خبر له خپریدو لږ وروسته د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو بې د هیڅ ډول دلیل له وړاندې کولو، ایران په دغو حملو پړ وباله.

       د امنیت تامینولو په پلمه په فارس خلیج کښې د امریکې پوځي شتون نه یوازې له صلحې سره کومه مرسته نه ده کړې بلکې دا پوځي شتون په خپله د فارس خلیج د ناامنۍ اصلي او څرګنده وجه ده او ماډرن حکومتي ترهګري یې دود کړې چې هم هغه د امنیت او صلحې د ټینګولو په پلمه وژل دي.

          د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي تیره اونۍ د برجام په لړ کښې د شویو ځینو ژمنو د ځنډولو په لړ کښې د ایران وروستي فني اقدامات تشریح کړل او ویې ویل: په ایران کښې د یورانیمو تولید څلور چنده شوی دی.

کمالوندي په دې خبرې سره چې ایران د ۳۰۰ کیلوګرامه یورانیمو له حده په تیریدو سره، په ۳.۶۷ درجې سره د پخو شویو یورانیمو د زیاتولو چټکتیا به هم زیاته کړي.

هغه زیاته کړه چې دا اندزه ښه په اسانه تر شلو فیصدو پورې زیاتیدی شي.

      د ایران د ملي امنیت عالي شورا یوه میاشت مخکښې ویلې وو چې د ایټمي موافقې له مخې د یورانیمو د پخولو د فیصدۍ د ساتنې په ترڅ کښې، په لږې بډایونې سره د یورانیمو د تولید اندازه، څلور چنده ته زیاتیږي. د ملي امنیت د عالي شورا په بیانیه کښې چې د دغې شورا د مشر او  د ولسمشر حسن روحاني له خوا د ایټمي موافقې د غړو هیوادونو مشرانو ته اعلان شوه، په برجام کښې پاتې هیوادونو ته ۶۰ ورځې فرصت ورکړی شو چې خپلې ژمنې په تیره بیا په بانکي او تیلي برخو کښې خپل کړي لوظونه پوره کړي.

/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی