ايراني شخصيتونه، نړيوال وياړونه (186)
د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره ايراني شخصيتونه، نړيوال وياړونه له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو او غواړوو يو بل ايراني شخصيت تاسو ته معرفي کړو. هيله ده چې ستاسو د پام او استفادې وړ وګرځي.
د تېر مطلب په دوام کښې له تاسو سره د ايراني تصوف د يو ډېر ځانګړي او استثنائي شخصيت په باره کښې غږيږوو. د دريمې پېړۍ نامتوعارف حسين بن منصور حلاج په خپل ژوند، وېناو او حتی مرګ سره په نړۍ کښې داسې زوږ جوړ کړ چې اوس هم د پېړيو له تېرېدو وروسته ايراني، لويديځوال او نورو محققان د هغه په باره کښې وېناوې او ليکنې کوي. يو داسې زوږ راپارونکے چې وېنا يې په خاصو او عامو کښې يو زوږ او ولوله رامنځته کړه او د ايران، هند، ترکستان، چين او ماچين په مختلفو ښارونو کښې زيات پېروکار ولرل. نو ښه ده د پروګرام تر آخره پورې له مونږ سره مل او ملګري اوسئ
ومو ويل چې د ايراني او غېر ايراني محققانو او څيړونکو د کوششونو باوجود اوس هم د دريمې هجري قمري پېړۍ مشهور ايراني عارف حلاج د شخصيت حقيقي سيرت د ډېرو اړخونو له لحاظه د اوريځو په شپول کښې باقي پاتے دے. د حلاج اصلي نوم «حسين» او د پلار نوم يې «منصور» ؤ په لرغونو ليکنو کښې د حلاج د زېږېدنې تاريخ ته څه اشاره نه ده شوې، خو ځينو محققانو لکه لوئي ماسينيون يې د زېږېدنې تاريخ تقريباً 244 هجري قمري يا 858 ميلادي کال بللے او ځينو نورو هم 248 هجري قمري يا 862 ميلادي کال بللے دے. منصور حلاج د فارس د بيضاء سيمې په طور نومې کلي کښې وزېږېد او په ماشومتوب کښې يې له خپلې کورنۍ سره له طور نه د عراق واسطه ښار ته هجرت وکړ.
همدارنګ د حلاج چې د نداف په معنا دے د نوم د وجې په باره کښې چې په ابتداء کښې يې لقب ؤ خو ورو ورو يې د هغه حقيقي نوم تر تاثير لاندې راوستۀ. مونږ وويل چې حلاج له هم هغې ځوانۍ راهسې خپل سفرونه د معرفت د حاصلولو لپاره شروع کړل او د سهل بن عبدا... تستري، عمرو بن عثمان مکي او د مشهور ايراني عارف جنيد نهاوندي په شان د سترو استادانو شاګردي يې وکړه او د ټولو استادانو په نزد يې ښه نوم پېدا کړ. په همدغو ورځوکښې وو چې په خپل وړومبي سفر کښې يې د حج فريضه ادا کړه. حلاج د ايران په اهواز او تستر کښې زيات پېروکار لرل. ويل شوي دي چې همدغې چارې له هغه سره د ځينو صوفيانو حسد راوپاروۀ او د هغه په خلاف يې په خط و کتابت لاس پورې کړ. حلاج چې له دې چارې څخه يې زيات زړۀ مات شوے ؤ له بدنه د تصوف جامه لرې کړه او د هغه وخت د عامه خلقو په شان جامې يې واچولې، له صوفيانو لرې شو او له عامه خلقو سره يې ناسته پاسته شروع کړه.
حلاج له صوفياو څخه د تعلق په پرې کولو سره بغداد پرېښود او شوشتر سيمې ته لاړ او دوه کاله هلته کښې پاتې شو. خو هلته هم په آرام کښېنۀ ناست او سفر ته يې دوام ورکړ او خراسان او فارس ته يې سفرونه وکړل. په دغو تګ راتګونو او سفرونو کښې د منصور حلاج کار وعظ، نصيحت، تبليغ، تاليف او ليکل وو. دغه مسافرتونه تر پينځو کلونو اوږدۀ شول او په دويم ځل بيا په 291 هجري قمري کال کښې د بيت ا... شريف زيارت ته لاړ. له زيارته د ستنېدو په وخت بغداد ته لاړ او هلته کښې يې يو کال تېر کړ خو د جانان د وصال سودا بيا مکې مکرمې ته په تګ مجبور کړ. دا ځل د سمندر له لارې هند ته لاړ او له هغه ځايه ترکستان او بيا مکې ته لاړ او دوه کاله د خداے پاک د کور منجور شو. د حج په دغه دوران کښې يې د نورو هغو حاجيانو په شان چې په عرفات کښې يې د خپلو خپلوانو نومونه اخېستل چې خداے پاک په هغوي رحمت وکړي هغه داسې چغې وهلې: اے خدايه ما له دې نه نور هم بې وزله او بې نوا کړې، خدايه رسوا مې کړې چې خلق راباندې لعنت ووائي، خدايه خلق له ما بېزاره کړې چې له خولې مې هره خبره راووځي چې فقط ستا لپاره وي او بې له تا د چا احسانمن نه شم. له دغه سفره وروسته وو چې حلاج په 296 هجري قمري کال کښې بغداد ته ستون شو او خلقو ته يې په تبليغ او دعوت کولو لاس پورې کړ. ځينو محققانودا پوښتنه کړې ده چې په دغو لسو کلونو کښې چې حلاج له صوفيانو سره خپل تعلق پرې کړے ؤ او اکثر په سفر کښې ؤ ژوند او افکار يې څه رنګ وو؟ په دې لړ کښې زيات روايتونه نقل شويدي چې لکه څنګه مو مخکښې وويل، له حُب او بُغض سره يې ژوند کډ شوے ؤ او همدغې چارې يې د حقيقت موندنه ګرانه کړې وه. زرين کوب په دې باوري دے چې: «بې له شکه هغه څه چې د هغه د نيول کېدو، بندي کېدو، محاکمه کېدو او وژل کېدو سريزه يې وروسته رامنځته کړه، زياتره د هغه د ژوند له دغې دوران سره اړونديږي. هغه په دې باوري دے چې هغه روابط او تعلقات چې حلاج د خپلو دغو سفرونو په دوران کښې له مختلفو فرقو، دينونو او شخصيتونو سره لرلي د هغه په برخليک کښې بې تاثيره نه وو.»
حلاج له بغداد نه د ستنېدو په وخت د تستريين په يوه کوڅه کښې مېشته شو او په بازارونواو جوماتونو کښې يې په وعظ، نصيحت او دعوت لاس پورې کړ او ډېر زر يې يو شمېر جدي همخياله کسان پېدا کړل. ويل شوي دي چې هغه به په خپلو وعظونو، نصيحتونو او دعوتونو کښې له مهدويت سره اخښل شوے تصوف بيانوۀ او حتی د بغداد د خليفه د مور په شمول د هغه د نزديو کسانو ترمېنځ يې هم يو شمېر کسان پېروکار شوي وو مخالفان او حاسدان يې په وحشت کښې واچول او د هغه د نيول کېدو او تعقيب کېدو زمينه يې برابره کړه. په حقيقت کښې نه يوازې له مينې، مهربانۍ او ژورتيا نه ډکه شاعري د هغه د زياترو پلويانو د جلبولو سبب شوې وه بلکه د ځينو محققانو په باور عجيب او غريب کارونه يې چې زياتره د سحر او جادو په شان وو هغه ته د عامه خلقو د جلبېدو سبب شوي وو. هغه عجيب او غريب کارونه چې حلاج به ترسره کول له نورو عارفانو سره د منسوبو کراماتو اپوټه وو. ويل شوي دي چې حلاج دا عجيبه او نا اشنا کارونه د نورو عارفانو په اپوټه په هر ځاے او لارو کوڅو کښې د عامه خلقو د سترګو په وړاندې کول. دغه کارونه زياتره هغه ډول کارونه وو چې د نن سبا په ژبه ورته نظربندي، شعبده بازي يا مداريتوب ويل کيږي د ماسينيون او زرين کوب په شان محققان دا باور لري چې حلاج به له دغو نااشنا کارونوڅخه زياتره د اوريدونکو د توجه د حاصلولو لپاره استفاده کوله دې لپاره چې خلق يې خبرو ته غوږ کيږدي.هغه خبرې چې د الهي عشق او له خداے پاک سره د انسان د اتحاد او يوځاے کېدو مسئله وه.
د دغو وېناو د بيانولو طرز هم د خلقو لپاره نوے او شوق او زوږ راپارونکے ؤ. يوځل به ناڅاپه په” قطعيه“ بازار کښې راڅرګند شو. اوښکې به يې بهېدې او فرياد يې کوۀ: « اے خلقو! د خداے له لاسه مې خلاص کړئ او راسره مرسته وکړئ، له ما نه يې زما ځان وتښتوۀ او بېرته يې نه راکوي. ورته د مخامخېدنې وس هم نه لرم، له هجرانه يې هم ويريږم او دا چې په هغه غائب پسې ګرځم او محروم يم. افسوس دې وي په هغه کس چې له حضوره وروسته له غېب سره ښکېل شي، او له وصاله وروسته له هجران سره مخامخ شي. د هغه له ژړا سره به خلق هم په ژړا شول او ورپسې به روان وو چې « عتاب » نومې جومات ته به اورسېدل. هلته به بيا اودرېد او په وېنا به يې شروع وکړه چې په ځينووېناو به يې خلق پوهېدل او په ځينوبه نه پوهېدل. يو بل وخت به د جومات په دروازه کښې اودرېد او ويل به يې: اے خلقو کله چې حق په زړۀ تسلط پېدا کړي، نو خلق د هغه دښمنۍ ته راپاڅوي چې هغه بنده هغۀ ته مخه کړي او هغه ته نزدې شي. خو اوس به زما حال څنګه وي؟ چې د خداے په بوي هم نه يې پوه او يوه شېبه هم ورته نه يم نزدې شوے. خو بيا هم خلق له ما سره دښمني کوي. بيا به په ژړا شو او د بازار خلق به هم ورسره په ژړا سر شول. خو ناڅاپه به بيا خنده شو. او چغې به يې کړې او شعرونه به يې شروع کړل. کله به منصور نومې لوے جومات ته راغے او له خلقو به يې وغوښتل چې ورته غوږ شي. خلق به هم که هغه يې دوستان وو او که دښمنان له هغه نه چاپېره راغونډ شول. بيا به يې خلقو ته وويل: دوستان دې په دې پوه شي چې خداے زما وينه په تاسو روا کړه. ما ووژنئ. د هغه په دې خبرو به ځينې خلق په ژړا شول. يو به پکښې پوښتنه وکړه: اے شېخه! څوک دې څنګه وژلې شي چې نمونځ او روژه په ځاے راوړې او د قرآن مجيد تلاوت کوې؟ هغه به ورته ځواب ورکړ: هغه څه چې په وجه يې زما وينه توې شي د نمونځ له کولو، روژې نيولو او د قرآن له تلاوته نه وراخوا دي. ما ووژنئ چې تاسو انعام ترلاسه کړي او زۀ به آرام او اطمينان حاصل کړم.» دا هغه احوال دي چې د حلاج په اړه ليکنو کښې ذکر شوي دي. که څه هم له تصرف او مبالغې نه به خالي نه وي خو د عقائدو په تبليغ او د عرفاني تجربو په بيانولو کښې د منصور حلاج د عجيبه او بې مخينې سلوک د طرز يوه نمونه ده.
اورنګزېب او شاهجهان غوندې اشراف
صدقه شه ترمنصور غوندې نداف