ځلانده یون
د پهلونیانو په باچاهی نظام کی په ایران کی پرګنیز واټن په یوه ژور درز بدل کړ .
د ایران اسلامی انقلاب په اقتدار ، غوړیدا او انګیزې سره په خپلې پنځمې لسیزې کی داخل شوی دی . په همدی مناسبت د پرتمین څلویښتو کلونو په تیریدا او د انقلاب د دوهم ګام په پیلیدا سره حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په یوه جامع بیانیه کی هغو پراخو او بی بدیله امکاناتو او ظرفیتونو ته چی په هیواد کی موجود دی اشاره وکړه او د لارې د دوام او کمیو د لیری کولو لپاره یې مهم ټکی بیان کړل . د رهبرۍ ستر مقام د انقلاب د دوهم ګام په بیانیه کی د انقلاب وهلی لارې په تیره بیا ځوانانو لپاره وریادی کړی او راتلونکی ته په هیله منې کتنې سره یې د انقلاب لوړه او مقصد وښوده . هغو په دغه بیانیه کی د اسلامی انقلاب برکتونو ته اشاره وکړه چی په تیرو پروګرام کی مو پکې ځینو موردونو ته اشاره وکړه ، په ننی پروګرام کی د انقلاب د معظم لارښود په نظر کی د اسلامی انقلاب نورو برکتونو ته اشاره کوو .
««««««««««««««««««««««««««««
د پهلونیانو په باچاهی نظام کی په ایران کی پرګنیز واټن په یوه ژور درز بدل کړ . په هغه وخت کی د هیواد زیاتره امکانات او شتمنۍ په پلازمینې او د باچاهی کورنۍ په لاس کی وی . د ژوند د لومړنیو امکاناتو په تیره بیا درملنې او روغتیا ډیر بد وضعیت درلود او ډیر کلی حتی د یوه ډاکټر له درلودلو هم محرومه وو . په ایران کی واکسینشن ښه نه کیده او دماشومانو مړینه په نامناسب وضعیت کی وه . د نړیوال بانک په باور پر هیواد له اته کلن تپلی جنګ ، د څلور لسیزو له دباو او بایکاټ سره سره له انقلابه وروسته په ایران کی پرګنیز درز او د عایدو نابرابری ښه شوی ده .
اروپایی او امریکایی علمی موسسو او پوهنتونونو په هغو څیړنو کی چی د ایران د انقلاب په اړه ترسره کړی دی ، اعتراف کړی دی چی د ایران انقلاب د بی وزلو د ژوند د وضعیت په ښه کولو کی مهم اغیز شیندلې دی . په دغو څیړنو کی هغه مطاله هم ده چی د امریکا په ویرجینیا پوهنتون کی او د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک په شان د نړیوالو اورګانونو د شمیرنو په اساس ترسره شوی دی . په دغه مقاله کی راغلی دی چی مونږه په ایران کی له ۱۳۵۶ تر ۱۳۸۳ کلونو کی د بی وزلۍ د بدلونونو بهیر جاجولی دی او په دې زمینه کی مو د اخیستلو د قدرت اندازه په ورځ کی دوه ډالره ګرځولی ده ، جاجونې ښی چی په ۱۳۵۶ کال کی یعنی له انقلابه دوه کاله مخکې ۲۸ فیصده کورنۍ او ۲۵ فیصده ښاری وګړی د بی وزلۍ له کرښې ټیټ ژوند کاوه . د هغو کورنیو او کلیوالو خلکو چی په دغه کال کی د بی وزلۍ له کرښې ټیټ ژوند درلودلی دی ، هم په ترتیب سره ۶۶ او ۶۰ فیصده وو . په کلی توګه ویلی شو چی کلیو ته د اوبو ، بریښنا او ګازو د انتقالولو او په دغو سیمو کی له روغتیا سره مرسته ، د زده کړې پراختیا ، او د کورنۍ تنظیم په ۱۳۵۶ او ۱۳۶۹ لسیزو کی تر ډیره حده له انقلابه وروسته نابرابری کمه کړه .
له جنګه وروسته د کرهڼریزو محصولاتو د تضمینی اخیستلو سیاست غوره کول د کروندګرو د عاید له زیاتیدا سره مرسته وکړه . په ۱۳۸۳ کال کی د بی وزلۍ کمیدا ډیره ټیټه سویه ته ورسیده . د اخیستلو د قدرت په اساس د ورځې دوه ډالره د عاید د اندازې په اساس په ۱۳۸۳ کال کی یوازې یو فیصد ښاری خلک او ۷ فیصده کلیوال خلک مطلق بی وزله حسابیدل .
««««««««««««««««««««««
حضرت ایت ا... خامنه ای د انقلاب د دوهم ګام په بیاینیه کی د هیواد د عمومی امکاناتو په ویشلو کی عدالت د اسلامی انقلاب له برکتونو وباله . هغو په دې نظر دی ، اسلامی انقلاب د هیواد د عمومی امکاناتو په ویشلو کی د عدالت تله (چکۍ ) درنده کړه . البته هغو په هیواد کی د عدالت له کړچاره خپله نارضایتی څرګنده کړه او ویې فرمایل په دې دلیل چی عدالت ، دغه لوړ ارزښت باید د اسلامی جمهوریت په نظام کی بی ساری ګوهر وی ، او تراوسه ندې ، ګیله لرم خو باوری یم چی دغه مسله باید په دې معنا وانخستل شی چی د عدالت د ځای پر ځای کولو کوم کار ندی شوی .
هغو ټینګار کوی حقیقت دا دی چی په دغو څلورو لسیزو کی له بی عدالتی سره د مبارزې بریاوې له تیر هیڅ پړاو سره د پرتلنې وړ ندی . د طاغوت په رژیم کی زیاتره خدمات او د هیواد عایدات د پلازمینې د میشتو کسانو د وړکوټی ډلې یا د هیواد په ځینو نورو برخو کی د هغو په شان کسانو په لاس کی وو ، د زیاتره ښارونو خلک په تیره بیا لیری پرتو سیمو او کلیو خلک د لیسټ په اخر او غالبا د خدماتو او بیخ بیانیی لومړنیو اړتیاو هم محرومه وو . اسلامی جمهوریت له شتمنو ښارونو او سیمو ، محرومو او ټیټو سیمو ته له مرکزه د شتمني او خدماتو په ځای پر ځای کولو کی د نړۍ په بریالیو حکومتو کی شامل دی . د لارو جوړلو او صنعتی مرکزونو د رامینځته کولو ، د کرهڼې د چارو اصلاح ، او لیری پرتوسیمو ته د اوبو ، بریښنا ، ګازو ، درملیزو مرکزونو ، پوهنتونی یونټونو ، بندونو او بټیو رسول او داسې نورو کارونو ترسره کول حقیقتا ویاړمن دی ، البته د اسلامی جمهوریت د تمې وړ عدالت چی ګروهنه لری د علوی حکومت پیرو وپیژندل شی ، له دې ډیر کار ته اړتیا لری او د هغه د اجرا لپاره تاسو ځوانانو ته د هیلې سترګې نیولی شوی دی .
««««««««««««««««««««««
د رهبرۍ د ستر مقام له نظره د اسلامی انقلاب له نورو برکتونو ، د ټولنې په عمومی فضا کی د اخلاقو او معنویت اوڅاره زیاتیدا ده . هغو باوری دی چی اسلامی انقلاب د ټولنې په عمومی فضا کی اخلاق او معنویت په اوڅاره توګه زیات کړی دی .
د ایت ا... خامنه ای له نظره د امام خمینی رح تقوا ، کړچار او مبارزې په پړاواو د انقلاب له بریالیتوبه وروسته د هغو لوړ خوی د خلکو د بیلا بیلو پرګنو ترمینځ د معنویت د زیاتیدا سبب شو . د رهبرۍ ستر مقام د امام خمینی رح په اړه فرمایی ، هغه معنوی ، عارف او له مادی ښکلاو ازاد انسان د هغه هیواد د چارو مشر شوچی د خلکو ایمان یې جرړیز او ژور وو . که څه هم د پهلویانو په پړاو کی غیر اخلاقی کارونو او دود فساد ورته سخت ګوزار ورکړی او د لویدیځ اخلاقی ککړتیاو د متوسطه خلکو په تیره بیا ځوانانوژوند د ګند ډنډ ته ورکش ویلې وو خوپه اسلامی جمهوریت کی اخلاقی او دینی کړچار نورانی او چمتو زړونه په تیره بیا ځوانان جذب کړل او فضا د دین او اخلاقو په ګټه بدله شوه .
د رهبرۍ ستر مقام په ټولنه کی د معنویت ځلا د سپیڅلی دفاع په شمول په سختو ډګرونو کی د ځوانانو له مجاهدیت سره اړونده بولی . د دغو ځوانانو مجاهدت په ذکر ، دعا او د ایثار او وروګلویزې روحیې سره یو ځای وو او د اسلام د سرکینیو وختونو پیښی یې ژوند او جوتې کړی او په راتلونکیو نسلونو یې ډیر اغیز وشینده ، خو نه یوازې مبارزانو او شهیدانو د ټولنې فضا د معنویت په لور ورکش ویله بلکی د انقلاب د معظم لارښود له نظره د مبارزانو او شهیدانو د کورنیو ایثار هم د معنویت په زیاتولو کی مهم رول درلودلی دی .
««««««««««««««««««««««
د رهبرۍ د ستر مقام له نظره په هیواد کی د معنویت د زیاتیدا یوه بله بیلګه د جوماتونو او دینی فضاګانو بی مخینی رونق دی . د رهبرۍ ستر مقام په دې زمینه کی اعتکاف او اربعین پلی تګ ، د دینی دستورو پراختیا او د انفاق، د واجبواو مستحبو صدقو پراختیا ته اشاره کوی چی کال په کال لا زیات او ښه کیفیت سره ترسره کیږی .
حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په ایران کی د معنویت وده په لویدیځ کی د زیاتیدونکی فساد د ودې په وړاندی بولی او باوری دی ، په ایران کی د معنویت وده په هغه پړاو کی شوی چی د لویدیځ او د هغو د پیروانو زیاتیدونکی اخلاقی ځوړتیا او فساد ته د میرمنو او سړیو د ورکش ویلو لپاره د هغو ډیرو تبلیغاتو د عالم په ډیرو برخو کی اخلاق او معنویت منزوی کړی او دا د فعال او مخکښ اسلامی نظام او انقلاب یوه بله معجزه ده .
««««««««««««««««««
د رهبرۍ دس تر مقام له نظره د ایران د اسلامی انقلاب نور برکتونه د نړۍ د مستکبرانو ، زور ویونکیو او بدماشانو په وړاندی زیاتیدونکی مقاومت دی . د دښمن په وړاندی دریدا او د سختیانو زغمل داسلامی انقلاب مشرانو ، شعارونو او د انقلاب ایډیالونو خلکو ته ورزده کړل او ځوانان په دې لاره کی مخکښ وو . خلک د استکبار په وړاندی هماغه راز دریدلی دی او په قدرت او د سختیانو په زغملو سره د مستکبرانو د سلطې مخنیوی کوی .
ایت ا... العظمی سیدعلی خامنه ای د دوهم ګام په باینیه کی په دې باره کی فرمایی ، د نړۍ انحصار پال قدرتونه چی تل خپل ژوند د نورو هیوادونو په خپلواکۍ کې په لاس وهنې او د خپلو سپیرو هدفونو لپاره د هغو د حیاتی ګټو په چخڼی کولو کی بللی ، د اسلامی او انقلابی ایران په وړاندی ،د بی وسۍ اعتراف وکړ . د ایران ملت د انقلاب په ژوند بخښونکی فضا کی وتوانیده لومړی د امریکا ګوډاګیان او د ملت خاینان له هیواده وباسی او له دې وروسته هم تر ننه په هیواد کی د نړۍ د بدماشانو له بیا سلطې په قدرت او سختۍ سره مخنیوی وکړی .