د ایرانیانو وحدت پالنه او له دښمن سره مقابله
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i86487-د_ایرانیانو_وحدت_پالنه_او_له_دښمن_سره_مقابله
د ایران د مختلفو قومونو او مذهبونو خلکو تل ښودلې ده چې له هر څه مخکښې ځانونه ایرانیان ګڼي او د خپل هیواد د ملي ګټو په چوکاټ کښې خپلې غوښتنې مطرح کوي. په دې وجه د ایران د خلکو وحدت، له وطن سره مینه او له پردیو سره یې دښمني د دغه هیواد د لوړو ژورو د ډک تاریخ په پیړیو کښې د ایران د تل پاتې والي، پایدارۍ او اقتدار راز بللی شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2019 12:47 Asia/Kabul
  • د ایرانیانو وحدت پالنه او له دښمن سره مقابله

د ایران د مختلفو قومونو او مذهبونو خلکو تل ښودلې ده چې له هر څه مخکښې ځانونه ایرانیان ګڼي او د خپل هیواد د ملي ګټو په چوکاټ کښې خپلې غوښتنې مطرح کوي. په دې وجه د ایران د خلکو وحدت، له وطن سره مینه او له پردیو سره یې دښمني د دغه هیواد د لوړو ژورو د ډک تاریخ په پیړیو کښې د ایران د تل پاتې والي، پایدارۍ او اقتدار راز بللی شو.

ایران د لرغوني تمدن او د پتمنو، مقاومو او بابصیرته خلکو په لرلو سره یو هیواد دی. د ایران د څو زره کلن ژوند په اوږدو کښې ډیرې لوړې ژورې او ترخې او خوږې پیښې لرلې دي خو د ایران ولس ترې په کامیابۍ سره راوتلی دی، له ناکامیو یې د عبرت درس اخیستی او کامیابۍ یې لاښه راتلونکي ته د رسیدو لپاره په یو پل بدلې کړې دي. په تیره یوه پیړۍ کښې د ایران د بدلونونو چټکتیا زیاته شوې ده او په تیره بیا په تیرو څلویښتو کلونو کښې چې له اسلامي انقلابه تیریږي د ایران اقتدار، ملي یووالی او خپلواکي په کم ساري وضعیت کښې راغلې ده.

د هغه ګډوډي چټک کنټرول چې څو ورځې مخکښې د پردیو په لمسون او پلاننګ سره د ایران په ځینو ښارونو کښې رامینځته شو، د ایران د خلکو او امنیتي او پولیس ځواکونو د هوښیارۍ بیانونکی و. کومو خلکو چې د پټرولو د بیې په لوړیدو اعتراض درلود، د مشکوکو او ګډوډي جوړونکو کسانو په لیدلو سره چې په له مخکښې نه په شوې غږملتیا سره یې په وحشیانه ډول د خلکو مالونه او حکومتي ارګانونه خرابول او سوزول او حتی یوشمیر کسان یې هم مړه او ژوبل کړل، ډیر زر یې خپل صف له هغوي بیل کړ او سبب شوه چې دغه پردي لاس پوڅي په ډیر لږ وخت کښې وپیژندی او ونیوی شي.

*/*/*

د ۱۳۲۵ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې یویشتمه (د ۱۹۴۶ میلادي کال د دسمبر دولسمه) د ایرانیانو د ملي وحدت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف د یوې بلې ماتې کلیزه ده. د دغې فتنې په دوران کښې ټاکل شوې وه چې د ایران د خاورې یوه برخه بیله او په پخواني شوروي کښې شامله شي.

پيښه د دویم نړیوال جنګ له اوایلو پیل شوه چې په کښې د ایران د بې طرفۍ له اعلان سره سره د انګلستان او شوروي په شمول د متفقینو ځواکونو د ایران خاوره ونیوله. هغه وخت شوروي د جرمن نازي د پوځ له درنو حملو سره مخامخ و او متفقینو له ایران څخه دغه هیواد ته د مهماتو او خوراک د رسولو لپاره د یوې لارې په توګه کار اخیسته. د ایران خلکو د انګلستان او شوروي له خوا د خپل هیواد د نیواک په دوران کښې سخته قحطي او تاوانونه وزغمل خو شوروي ته مرسته رسولو دغه هیواد د جرمني له خوا له نیواک او پرزیدو وژغوره. په تهران کښې د متفقینو په سرمشریزه کښې چې په ۱۹۴۳ کال کښې ترسره شوه، انګلستان او شوروي ژمنه وکړه چې خپل ځواکونه د دویم نړیوال جنګ له ختمیدو شپږ میاشتې وروسته له ایرانه وباسي.

د ۱۹۴۵ کال د ستمبر په دویمه نیټه دغه سخت او اوږد جنګ پاې ته ورسید او انګلستان له ایرانه خپل عسکر وباسل خو شوروي چې د ایران د ارتباطي لارې په برکت بریالی شوی و، د ایران د نیواک پریښودو ته تیار نه شو. د جوزف اسټالین په مشرۍ دغه حکومت په دې تکل کښې و چې د ایران د شمال تیلو ته لاس پيدا کړي او د ایران په شمال لویدیځ کښې آذربایجان سیمه ځانته کړي.

*/*/*/*

شوروي حکومت خپل مقصد ته د رسیدو لپاره په ایران کښې د خپلو عواملو له لارې د سید جعفر پیشه وري په مشرۍ د (آذربایجان ډیموکراټ ډله) جوړه کړه چې د دغې سیمې د خودمختارۍ په لټه کښې و. دغه وخت خلک د مرکزي حکومت د بې کفایتۍ او د جنګ له امله د رامینځته شویو اقتصادي ستونزو په وجه ډیر له خراب حالت سره مخامخ وو او ډیموکراټ فرقې هم د ‌آذري ژبې خلکو، کمزورو پرګنو او کروندګرو د حقوقو په ملاتړ کښې یولړ شعارونه ورکول. هم دا عوام غولونې سبب شوې چې په دغه ډول عوام غولونکو شعارونو باندې دوکه شوي لږ شمیر کسان په دغې ډلې کښې شامل شي. خو د ډیموکراټ فرقې اصلي ځواکونه زیاتره هغه مهاجرین وو چې له دې څو کاله مخکښې له شوروي څخه ایران ته راغلي وو او د دغه هیواد د حکومت سیاستونو ته یې ګروهنه درلودله. د دې په ترڅ کښې چې د شوروي پوځیانو او امنیتي ځواکونو به هم د بیلتون غواړو مرسته کوله.

د آذربایجان ډیموکراټ ډلې ډیر زر خپل ماهیت او مقصد څرګند کړ او له جوړیدو یې لږ وروسته د شوروي حکومت په اشاره، په حکومتي مرکزونو حملې او د ‌آذربایجان د ښارونو نیواک پیل کړ او د ۱۹۴۵ کال تر پاې پورې یې د ایران د دغې مهمې سیمې ټوله خاوره په خپل نیواک کښې راوستله. هغوي د ځان لپاره خپلواکه حکومت او پارلیمان جوړ کړ او په عملي توګه یې آذربایجان له ایرانه بیل کړ.

اسټالین هم یوځل بیا اعلان وکړ چې خپل ځواکونه به له ایرانه ونه باسي او په غیرمستقیمه توګه یې د دغې دسیسې ملاتړ وکړ. دغه بیلتون غواړې اقدامات چې د پردیو عواملو په ملاتړ سره ترسره کیدل، د آذربایجان د وطن دوسته خلکو د نارضایتۍ سبب شول او په ځینو ځایونو کښې خبره اعتراض او نښتو ته ورسیده، په تیره بیا دا چې د آذربایجان ډیموکراټ ډلې کمیونیسټي او له دین سره مخالف ماهیت درلود چې د دغې سیمې د خلکو له ژورو اسلامي اعتقاداتو سره بیخي په تضاد او ټکر کښې و.

*/*/*/*/*

د ایران حکومت پس له دې چې شوروي له ایرانه د خپل سره پوځ د ایستلو په هکله د خپلې ژمنې له پوره کولو ډډه وکړه، امنیت شورا ته شکایت وکړ خو په دغې شورا کښې د شوروي شتون ته په پام سره یې هیڅ ګټه ونه کړه. البته د امریکې او انګلستان حکومتونو د شوروي د نفوذ د پراختیا له ویرې ماسکو ته یولړ خبرداري ورکړل خو دغه حکومت لاهم د ایران د ټوټې کولو پلان تعقیبوه. د ایران حکومت چې د نړیوالو ټولنو دباؤ یې ناکافي لیده، هڅه وکړه چې د شوروي له مشرانو سره نیغ په نیغه موافقې ته ورسیږي.

د ایران د هغه وخت وزیراعظم احمد قوام ماسکو ته په یو سفر کښې د کمیونیسټ ګوند له چارواکو سره یولړ خبرې اترې وکړې او ځینو موافقو ته ورسید. هغه له ستنیدو وروسته دغو مذاکراتو ته په تهران کښې د شوروي له سفیر سادچیکف سره دوام ورکړ او بلآخره د قوام-سادچیکف په نامه د دواړو لورو ترمینځ یوه موافقه لاسلیک شوه. د دغې موافقې له مخې وټاکلې شوه چې د ایران او شوروي ترمینځ یو ګډ تیلي شرکت جوړ شي او په بدل کښې د شوروي ځواکونه په په یوه نیمه میاشته کښې له ایرانه ووځي. هم داشان ماسکو ومنله چې د آذربایجان د بیلتون غوښتنې مسئله د ایران یوه کورنۍ موضوع ده چې باید په صلحه ایزو طریقو حل شي.

داشان د شوروي مشرانو د ایران له تیلو د ګټه پورته کونې د ژمنې په بدل کښې د آذربایجان د بیلتون غواړو له ملاتړه لاس واخیسته کومو چې هم د دوي په لمسه او ملاتړ سره جنجال جوړ کړی و. البته د ایران او شوروي ترمینځ د تیلي شرکت جوړیدل هم څه موده پس د ایران د شورا (پارلیمان) له خوا رد شول او د ایران تیلي سرچینو ته د شوروي د لاسرسي په هکله د دغه حکومت طمع په عملي توګه ناکامه پاتې شوه.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

له ایرانه د شوروي د ځواکونو د وتلو په سر د تهران او ماسکو له موافقې وروسته د آذربایجان ډیموکراټ فرقه مجبوره شوه چې له خپلو بیلتون غواړو دریځونو لاس په سر شي. د تهران له چارواکو سره د دغې فرقې د مشر پيشه وري د خبرواترو په بهیر کښې دا ټکه له ورایه څرګند و او د ایران د خاورې د دغې برخې د بیلیدو طرحه په عملي توګه ختمه شوه.

په عین حال کښې د دغې فرقې ځواکونو په ‌‌آذربایجان کښې لاهم قدرت په لاس کښې درلود خو د ډیموکراټ فرقې تر نیواک لاندې ښارونو او کلیو خلکو په بهر پورې د دغې ډلې سختې پیئلتیا، دیني ضده تبلیغاتو او د خلکو خلاف یې د غړو تیري او سپین سترګیو ته په پام سره ورو ورو له هغې سره مقابله پیل کړه. د بیلتون غواړو قدرت مخ په زوال و او ورڅخه د شوروي د ملاتړ هیله يې کمه شوې وه.

بلآخره د ایران پوځ د ۱۹۴۶ کال د دسمبر په وړومبیو کښې د پارلیمان د انتخاباتو د ترسره کیدو په لړ کښې د امنیت د ټینګښت په پلمه د ډیموکراټ ډلې د ځپنې لپاره آذربایجان ته ولیږل شو. د ډیموکراټ ډلې مشران په داسې حال کښې چې خپلو غړو ته یې تر مرګه پورې د مقاومت حکم ورکړی و، د شوروي له خوا په ورلیږل شویو موټرانو کښې دغه هیواد ته وتښتیدل. له بلې خوا د دغې سیمې میړني او پتمن خلک خپله لاس په کار شول او د پوځ تر وررسیدو پورې یې د آذربایجان د ډیموکراټ ډلې ډیر ځواکونه ونیول او یا یې ووژل او د هغوي مهم مرکزونه یې بیرته ونیول. په دې وجه ایراني پوځیانو د آذربایجان د آزادۍ لپاره د دغې ډلې له وسله والو سره یوازې یو څو وړې نښتې ولرلې او د دغې سیمې د بیلتون مسئله یو کال وروسته په هم هغه ورځ چې پیل شوې وه، پاې ته ورسیده.

*/*/*/*/*/*/*/*

له ایرانه د آذربایجان د بیلولو دسیسه او د هغې ماتې، د هغو کسانو، ډلو او حکومتونو لپاره یوه نه هیریدونکې تجربه ده چې نیت لري د پردیو په ملاتړ باندې په تکیې سره خپل مقاصد پرمخ بیوځي.

په ایران کښې د قومونو ګڼ والي ته په پام سره پردي د ګډوډي، تفرقې او حتی د هیواد د ټوټې کولو لپاره له هر فرصته کار اخلي. لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په پیل کښې چې لا د حکومت ستنې نه وې مضبوطې شوې، د خرڅ شویو او غولیدلو عواملو په لاس یې د ایران په ځینو سیمو کښې قومیتي شخړې پیل کړې چې ځینو په کښې د ایران له خاورې د ځینو برخو د بیلولو کوشش کوه. خو دغه هلې ځلې له دې امله چې ولسي اډانه یې نه درلودله، ډیر زر له ماتې سره مخامخ شوې.

په ایران باندې د عراق د ډیکټاټور صدا د پوځ پراخه حمله هم چې د لویدیځو هیوادونو په پراخ ملاتړ سره وشوه، د ایران د سویل لویدیځ د یوې برخې د بیلولو په موخه وشوه. خو دغه هر اړخیز یرغل هم له هر قام او قبیلې څخه د ایرانیانو په باتورانه دفاع سره ناکام شو. ځکه چې د ایران مختلفو قومونو او مذهبونو تل ښودلې ده چې له هر څه مخکښې ځانونه ایراني ګڼي او خپلې غوښتنې د خپل هیواد د ملي ګټو په چوکاټ کښې مطرح کوي. له دې امله د ایران د خلکو وحدت، له وطن سره مینه او له پردیو سره یې مبارزه د ایران له لوړو ژورو د ډک تاریخ په پیړیو کښې د دغه هیواد د تل پاتې والي او اقتدار راز ګڼلی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*