د ایران سیل ۶
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i87300-د_ایران_سیل_۶
ګرانو دوستانو د ایران د سیل په دوام کښې نن ستاسو په ملتیا د ایران په لویدیځ کښې لرستان ولایت ته ځو او نیغ د دغه ولایت مرکز یعنې ښایسته خرم آباد ښار ته مخه کوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 15, 2020 13:16 Asia/Kabul
  • مخمل کوه خرم آباد لرستان
    مخمل کوه خرم آباد لرستان

ګرانو دوستانو د ایران د سیل په دوام کښې نن ستاسو په ملتیا د ایران په لویدیځ کښې لرستان ولایت ته ځو او نیغ د دغه ولایت مرکز یعنې ښایسته خرم آباد ښار ته مخه کوو.

یو ډیر مهم او په زړه پورې ښار چې د ایران لویدیځ ته په ورتګ سره یې لیدل ضروري دي، خرم آباد دی. د ښایسته آبشارونو او خوټیدونکو چینو مشهوره سیمه. د تاریخي قلاګانو او جذابو کلیو وطن چې ښیرازه او شین طبیعت لري. دغه ښکلی ښار چې د ایران د لرستان ولایت مرکز دی، د خرم آباد سیند په غاړه په یوه ښایسته دره کښې پروت دی. خرم آباد څو زره کاله لرغونی او پخوانی ښار دی چې د کاسیانو، بابلیانو، ساسانیانو، سلجوقیانو او خوارزمشاهیانو په شمول یې ګڼ تمدنونه په ځان کښې ځاې کړې دي.

خرم آباد، لکه څنګه چې یې له نومه څرګنده ده په ډیرو طبیعي منظرو او په زړه پورې آب و هوا سره یو ښاد او ښیرازه ښار دی. که تاسو د طبیعت او فطرت مینه وال یئ او که د تاریخي ځایونو د لیدلو شوق لرئ، دا ښار د هرې سلیقې لپاره د لیدو ډیر څه لري.

*/*/*/*

ښار ته له رسیدو سره سم فلک الافلاک قلا ته لاړو چې په پرتم او عظمت یې له لوړوالي پوهیدی شو. فلک الافلاک قلا د خرم آباد ښار سمبول دی او د ښار له هر ځایه ښکاري. دغه قلا د ساسانیانو د پړاؤ یو یادګار دی او مختلف حکومتونه یې لیدلې دي. فلک الافلاک چې په شاپور قلا او هم داشان (دروازه برجي) هم مشهوره ده، د یوې غونډۍ په سر جوړه ده چې خرم آباد ښار او سیند ترې لاندې ډیر ښایسته ښکاري.

فلک افلاک چې یو وخت به ورته باچاهانو تګ راتګ کوه او پوځي استعمال یې درلود، مختلفې برخې لري چې د ولس پيژندنې او لرغون پيژندنې میوزیمونه یې د لیدو وړ ځایونه دي.

*/*/*/*

له فلک الافلاک وروسته د (کیو) سمندرګي په لور ځو چې د خرم آباد په شمال لویدیځ کښې پروت دی او له دغې قلا وروسته د خرم آباد ترټولو سیلانیان هلته ځي او د ژوند سمبول ګڼل کیږي. د (کیو) سمندرګی یا تالاو اوبه چې په هم دغه نوم یو پارک کښې دی، د مخمل غره له سرچینو او په سمندرګي کښې له موجودو چینو څخه برابریږي.

(کیو) په لُري ژبه د شین او ډوب رنګ معنا ورکوي او په دغه نوم ځکه مشهور شوی چې د سمندرګي په تل کښې موجود واهه او ګیاوې سبب کیږي په ژمي کښې کله چې دغه ډنډ له اوبو ډک وي، تک شین ښکاري. په پسرلي کښې او هم داشان د اوړي په وړومبیو کښې کیو سمندرګی د کشتۍ د سپرلی، لامبو او د اوبو د نورو ورزشونو لپاره یو مناسب ځاې دی او د دې ترڅنګ دغه وخت د سمندرګي په غاړه د هغو دکانونو د کار لپاره هم ډیر مناسب دی چې د دغه ښار جوړ محصولات په کښې خرڅیږي.

*/*/*/*

له کیو وروسته د لرستان بام ته ځو چې د خرم آباد د سیاحت یوه بله جاذبه ده او په تیره بیا د شپې له مخې ډیر د لیدو وړ ځاې دی. له دغه ځایه د کورونو او سړکونو د بلبونو رڼا له پورته څخه لیدی شې چې د شپې په چپتیا کښې ډیر ښه ارامښت بخښي.

د ویلو ده چې ټاکل شوې دغه بام د ایران د لویدیځ په ترټولو ستر تفریحي کمپلکس بدل شي او د کاسپين ترویتون هم دغلته دی. د دغه ځاې ښه آب و هوا او دنګې ونې د انسان روح تازه کوي او سړي ته تاندوالی ورکوي.

*/*/*/*/*

د بلې ورځې په سهار د نوژیان آبشار په لور ځو چې ځايي خلکو ورته نوژیو هم وايي. کله چې ورسیدو او آبشار مو ولیده نو دومره لوړ و چې سر راباندې وګرځیده. دغه وخت زمونږ سیمه ایز ملګري او ګایډ وویل چې د دغه آبشار لوړوالی ۹۵ میډه ده. دا ډیر اوچت او ښایسته آبشار دی.

نوژیان آبشار د پسرلي په موسم کښې له اوبو ډکیږي چې اوبه یې له پورته موجودو چینو راځي. د دغه آبشا په خواوشا کښې ډیر درملیز بوټي موجود دي. د دې سیمې په غرونو کښې نور هم ډیر آبشارونه شته دي. نو ورپسې ګریټ نومې آبشار ته ځو. ګریټ دومره ښایسته دی چې د لرستان ترټولو ښایسته سیمه ګڼله کیږي. د ګریټ آبشار بل نوم (اووه چینې) دي. دغه آبشار د ګڼو او ګورو ونو په مینځ کښې دی چې لوړوالی یې ۱۵ میټه دی.

د خرم آباد د آبشارونو شمیر په رښتیا ډیر دی او هر یو یې ځانته خاصه ښکلا او ځانګړتیا لري. سپارښتنه مو دا ده چې د دغو آبشارونو لیدو ته په ورتلو سره د ایران ناپیژندل شوې ښکلاوې ووینئ.

د خرم آباد خلک د اونۍ په وروستیو کښې د (مخمل کوه) لمنو ته ځي. مخمل نومې غر چې د (تنګِ شبیخون) په نوم مشهور دی، یو لوړ غر دی چې د خرم آباد په شمال ختیځه برخه کښې پروت دی. هم د غره په نوم دلته موجود ډیر ښایسته آبشار په خرم آباد کښې د دې سیمې محبوبیت زیات کړی دی.

*/*/*/*/*

د شورآب په نوم ځنګي پارک هم د خرم آباد په اطرافو کښې یو طبیعي پارک دی. دغه طبیعي پارک د (پل دختر) په لور د خرم آباد د لوې لارې په ۲۵ کیلومیټرۍ کښې پروت دی.

شورآب ځنګلي پارک د نختر د ګڼو ونو د شتون او معتدلې آب و هوا په وجه د هر کال په پسرلي کښې ډیر سیلانیان ځان ته راکاږي.

*/*/*-

د خرم آباد له طبیعي جاذبو چې تیر شو، د دغه ښار یوه معماري جاذبه  د خرم آباد جامع مسجد دی. د دغه جومات اوسنۍ ودانۍ تر ډیره حده نوې کړی شوې ده خو ستر ګنبد یې چې په اووه څلور ګوټه ستنو ولاړ دی، په خپل ډول کښې بې ساری او د لیدو وړ دی.

نو هغو ټولو کسانو ته چې د طبعیت له ښکلاؤ سره مینه لري، سپارښتنه کوو چې د ایران د نورو ټولو ښایسته ښآرونو په شان خرم آباد ته سفر هم د خپل سیاحت په پروګرام کښې شامل کړي.