د اسلامی انقلاب په سیوري کې دنوي دوران غوره پيښه
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د سباؤن لسیزې په مناسبت د لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
دوستانو د ایران اسلامی انقلاب په ۱۳۵۷لمریز کال کې په داسې شرائطو کې رامینځة شو چې پر نړیوالو اړیکو دوه قطبي فضا واکمنه وه . د امریکا په مشرۍ لویدیځي بلاک او ځينی اروپائي هیوادونه او دوخت د شوروي اتحاد په مشرۍ ختیځي بلاک، د هغه وخت د نړۍ د نظام دوه اصلي قطبونه وو .. د لویدیځي بلاک د آئيډیالوژۍ اساس په پانګوال نظام ولاړ ؤ چې په اروپا کې له رنسانس وروسته د بدلونونو راپنځونکي او په ۱۷۸۹کال کې د فرانسې د ستر انقلاب اصلی زیږونکي وو . دغه نظام په هغه وخت کې د شوروي هغه سوشلیسټي نظام خپل تر ټولو اصلی دښمن بالۀ چې په روسیې کې د ۱۹۱۷کال له انقلابه وروسته ځاي په ځاي شوی ؤ . په درستې نړۍ کې د دوو زبرځواکونو سلطه او نفوذ تر دې حده ؤ چې هیڅ یوه سیاسی پيښه او بحران د دغو دووله ارادې او نفوذه بهر نه شوه رامینځةکیدلی ، په همدې خاطر هیچا ګمان هم نه کاوۀ چې کوم ستر دیني غورځنګ به رامینځةشي .
البته اسلامی انقلاب د لویدیځ او ختیځ بلاکونو له چوکاټ او ویشه بهر رامینځة شو،په یوه لوي او ستر کلتوري او فکري ملاتړ سره ئې چوکاټونه مات کړل ، د دکانونو یا بنګلو وروستوالی ئې نندارې ته وړاندې کړ ، دین او دنیا ئې د یوه بل تر څنګ مطرح کړل او د یوه نوي دوران پيل ئې اعلان کړ. ددغه انقلاب ځانګړنه دا وه چې ولسی او اسلامی مرکز او اډاڼۍ ئې درلوده ، : نه ختیځ او نه لویدیځ :د اسلامی انقلاب یو هغه شعار او چغه وه چې د ولس د انقلاب له بریالیتوب مخکې په مظاهرو کې پورته کوله او داسلامی حکومت رامینځةکیدا،د ایران د میړني او شجاع ولس یوه اساسی غوښتنه وه .
دوستانو اسلامی انقلاب د ختیځ او لویدیځي دوو قطبونو ترڅنګ دریم قطب هم راوپنځوۀ او نړۍ د شلمې پيړۍ په اتیایمې لسیزې کې درې قطبي شوه . اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته ددې لپاره چې د نړۍ دریم قطب تثبیت کړي ، نور ملتونه ئېهم د: نه ختیځ او نه لویدیځ: سیاست څخه پيروۍ ته وبلل . ددغه اسلامی انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني په دې اړه وفرمائيل؛ زه اوس د ایران عزیز ملت او کړیدلو او شریفوملتونو ته سپارښتنه کوم، له دغې الهي مستقیمې لارې دې چې نه ختیځي ملحد سره او نه هم لویدیځي ستمګر سره اړوندوالی لري،بلکه یو داسې بصیرت دی،چې خداوندمتعال ورته نصیب کړی،محکم،تل پاتې،ژمن او پابنده دې ووسي .
= طبعي خبره وه چې د ګمراهۍ او ستم سرغنو په بیلابیلو اړخونو کې غبرګون ښودلی،نړیوال واکمن نظام، پخپل مادي تفکر سره،ددغه وضعیّت د زغملو توان نه درلود او په نورو هیوادونو ئې د خپلو لیدتوګو د تپلو په نیّت سره،د خپلو ګټو دپوره کیدا لپاره د جنګ،تیریو،ترور،شکنجې،بندیزونو او بشری حقوقو پشمول هر یو اقدام ښه بالۀ او دغه شان کارونه به ئې کول .خو دغه غبرګونونه چې داسلامی انقلاب په تیرو څلویښتو کلونو او د دوهم څلویښت کلني پړاؤ په په پيل کې ئې دوام درلودلی،ناکام شول. په ۱۹۹۱کال کې د شوروي په دړې وړې کیدا سره ختیځ بلاک هم له مینځّه لاړ.درې قطبي نړۍ له یوې لسیزې تیریدا وروسته سره ګډه وډه شوه او په نړۍ کې نوي قطبونه رامینځة شول چې نتیجه ئې د: اسلام او استکبار :مخامخیدا وه .اوس د څه د پاسه څلویښتو کلونو په تیریدا سره،د نوي دوران د یوې غوره پيښې په عنوان اوخپلو شعارونو ته په پابندۍ سره ، اسلامی انقلاب،هماغه راز پر مخ ځي او په هیله مندۍ سره د کمزورتیاؤ په چاڼ کولو سره د خپل دوهم ګام په لاره کې ئې ګام کیښودلی دی .
خوږو آوریدونکو،په اسلامی انقلاب کې اسلام،د بدعت او د انحرافي اسلام حقیقي جانشین شو.هر ډول ذلت او خواري،نفيشوه ،سوچه اسلام د منحرف او له جهالته د ډک اسلام جانشین شو،علم او معرفت ته توجه او پام، غفلت،لټي او ځيږوالی ووینځۀ،د دیانت او سیاست اسلام،له بې پروائیو،بداخلاقیو او ګډوډیو د ډک اسلام جانشین شو .او د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود په تعبیر ؛سوچه محمدي اسلام ،د امریکائي اسلام ځاي ونیوۀ .
اسلامی انقلاب د دیني تفکراتو په احیاء سره په بیلابیلو میدانونو او ډګرونو کې د اسلام او مسلمانانو رول رابرسیره کړ او د سیاسی اسلام د دودولو له لارېئ ئې د اسلام غوښتنې په خورولو سره د نړۍ ډير مسلمانان د خپل اسلامی هویّت د موندلو په لاره روان کړل او په نړۍ کې ئې د اسلامی ویښتیا څپه راپورته کړه . ویل کیدلی شي ، د ایران اسلامی انقلاب د مسلمانانو ملیّت یا سیاسی ګروهنو ته له پامه پرته د دوي په نفس په اعتماد او او احترام او عزت په ترلاسه کولو کې غوره رول درلودلی دی .دا موضوع، نه یوازې دا سلامی نړۍ لپاره،بلکې د هغو بریاؤ په اساس چې د درستې نړۍ لپاره ئې ډالۍ کړي دي ، په ۱۹۱۷کال کې د بلشویکي انقلاب له وخت راهسې د وروستۍ پيړۍ تر ټولو مهمه پيښه ده .که څه هم د ایران اسلامی انقلاب د اسلام په احیاء کولو سره ځان د لویدیځ او د نړیوال نظام د سختو دباؤنو په مقابل کې ورورستلی دی ، خو همدغې چارې لویدیځ ، د اسلام په لا جامع او لاښه ډ ول پيژندنې ته هڅولی دی او سوکه سوکه اسلامي مطالعاتو او اسلام پيژندنې دختیځ پيژندنې ځاي ونیو او ددغو مطالعاتو د رامینځةکیدا یو ترټولومهم دلیل،په سیمه ایزو او نړیوالو سویو کې د اسلامی انقلاب د اغیزشیندنې بیلابیلو اړخونه دي . اسلامی انقلاب په دې په ټينګار سره چې د اسلامی نړۍ له ترینګلتیاؤ او شخړو څخه د نجات یوازینۍ لاره،هغه سوچه محمدي اسلام ته بیا مراجعه کول دي،چې یوه نوي آئيډیا ئې رامینځةکړې ده . دغه آئيډیا داسې اسلامی جارچي ده چې نړۍ د معنویّت،اخلاقو ، عادلانه سولې خبرواترو او منطق ته بولي او اوسنی ایران ددغه تمدن او فرهنګ یوه اوڅاره نمونه او بیلګه ده
دوستانو د پام وړ ټکی دا دی چې اسلامی نظام خپل پیروکار د ژوند نوي وضعې ته بولي او لا مهمه دا چې اسلام هیڅکله هم پر چا زور او تاؤتریخوالی نه دی تپلی،بلکه تل له بلنې سره یو ځاي دی . داسې اسلام چې د نبوي سنتاو قرآني ارزښتونو په اساس،د جاذبې او دافعې قدرت او توان لري . یعني اساس ئې،نړیوالو ته په برهان او استدلال سره ، منطق،تفکر او د حق او حقیقت وړاندې کولو ته بلنه ورکول دي .
خداوندمتعال د قرآن کریم په یوه آیت کې د خپل ګران پیغمبر غوره اخلاق ستائی او په یوه بل آیت کې فرمائي ؛فَبِما رَحمَةٍ منَ اللهِ لِنتَ لهُم َولَوکُنتَ.......
: نو د الهی رحمت په برکت ، له دوي سره خوش اخلاقه او مهربانه شوئ، او که سرزوری او سخت زړی وائ ،نوله تابه تیټ پرک کیدل ::::
نن سبا په درستې نړۍ کې دغه حقیقت په روښانه ډول محسوسیږي ، چې په اسلامی انقلاب سره ، اسلام داوسنی انسان لپاره لومړنۍ خبره کوي او په انساني ټولنو کې د ودې او نفوذ په حال کې دی . داسې ټولنې چې د طاغوتي نظامونو او شیطاني قدرتونو له ظلم او کړاؤ څخه پوزې راغلي او په نوي فکر او نوي لارې پسې وي . یعني هغه که د آسیائي او افریقائي هیوادونو ټولنې وي او که حتی د اروپائي هیوادونو ټولنې وي . دا په داسې حال کې دي ، چې په اروپا کې مسلمانان له ډ يرو محدودیتونو او سرو کرښو سره مخامخ دي او په لویدیځ کې له اسلامه د ویرولو ډيرې پروژې د اجرا په حال کې دي ، خو د رسمي احصایو په اساس ، په تیرو کابو دوو لسیزو کې په اروپایانو کې د اسلام پاک دین ته دګروهنې اندازه او د مسلماننو شمیر دوه برابره زیات شوی او اټکل کیږي ، چې دریمې زریزې د دریمې لسیزې تر وروستیو پورې به اروپا یوه اسلامی څيره غوره کړي .
دوستانو د اسلام پاک دین سره د امریکا او اروپا د ځينوغوره شخصیّتونو د ګروهمنیدا زیاتیدا،نه یوازې د لویدیځي ټولنو په لوړو سویو کې ددغه الهی دین د نفوذ ښودنه کوي ، بلکې د بیلابیلو څيړنیزو موسسو او پوهنکورونو په اعتراف سره ،دا یو واقعیّت دی چې د اسلام دین ،د سرزورو ډلو له درستو ناسمو او ناوړه اقداماتو او استفادو سره سره ،د اروپا او امریکا په خلکو د پارختیا په حال کې دی .
په امریکا کې له ټایم وارنر رسندوئي ډلې سره اړونده سي این این خبری سایټ ، د ۲۰۱۵کال د اپریل په څلورمه نیټه یو اړونده خبر خپور کړی چې ښئ اسلام په نړۍ کې د ودې په حال کې یو تر ټولو چټک دین دی . همدرااز په دغه خبر کې د ودې په حال کې د دینونو رابرسیره کیدا ښودلې ده چې اسلام ، د نړۍ په سترو دینونو او مکتبونو کې تر ټولو زیاته وده لري .
دوستانو دادی اوس اسلامی انقلاب پنځمې لسیزې ته په داخلیدو سره، دخپل تاریخ تر ټولو حساس پړاؤ څخه په تیریدا دی، داسې انقلاب چې د هر اړخیزې او ده کونکو ټولنیزو او اقتصادی پراختیاپه لور چټکتیا غوره کړې او ژوند ته یو داسې نوی سټایل معرفي کوي،چې په هغه کې انسان هویّت موندلی،عزت غواړی،پوهه لرونکی ،خپلواکه او سرلوړی دی .دغه انقلاب د هغه دین پامته داره دی چې د انسان دیناوي او اخروي بشپړتیا او نیکمرغۍ لپاره روښانه قوانین لري .هماغه ډول چې په قرآن کریم کېد نحل سورې په ۸۹آیت کې متعال خداي فرمائي : وَنَزَلَ علیکَ الکتابَ تِبیاناً لِکُلِ شی ءٍ............
.او پر تامو کتاب نازل کړ چې د هرڅۀ روښانه کونکی دی او د مسلمینو لپاره هدایَت ،رحمت او ځیړی دی .
په دې توګه د اوسنۍ نړۍ لرلید ددې ښودنه کوي ،چې په نړۍ کې د قدرت دیوه چورلیز اوقطب په توګه د سوچه اسلام مقام او حیثّیت،د نړۍ لاره بدله کړې،او ماډرن اسلامی تمدن دبڼه موندنې په حال کې دی . که څه هم دسلطه غواړو آرامښت ، په سټریس او سربدالی بدل شوی دی .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************