د ټرمپ دوه مخي سیاستونه
له خپلې مواخذې وروسته ټرمپ په بل ګام کې د سپینې ماڼۍ او فیډرال حکومت هغه کسان وویستل چی له کانګرس سره یې د ولسمشر د مواخذې د جاج په بهیر کې مرسته وکړه .
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ سپينې ماڼۍ ته د رسیدو له وخت راهسې داسې کومه اونۍ نشته چې پخپلو ټویټري پيغامونو ،ویناؤ او فیصلو سره کوم جنجال نه وی رامینځته کړي .د هغه نه اټکل کیدونکی او له سیاسی او اخلاقي عُرفه لیرې شخصیت،چلند او څرګندونې لامل شوي،چې هغه د امریکا د ولسمشر په توګه تل د خبرونو په سر کې وي . ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ یو ټر ټولو جنجالی پړاؤ تیروي .هغه په خبرو اوچلند کې د امریکا یو تر ټولو نادود ولسمشر دی .په تیرو کابو درو کلونو کې داسې کومه ورځ نه وه چې د امریکا ولسمشر د بیلابیلو رسندویو په سویه د څه نا څه شخړه او جنجال ونه لري . ټرمپ د امریکا باؤر او حیثیّت ته جدي تاوان رسولی دی .
په سنا کې د ټرمپ د استیضاح له ردیدا وروسته د امر یکا ولسمشر هغه ستربریالیتوب بللې دې او له عرفه په وتلو ادبیاتو سره دیموکراټان څنډوی . ټرمپ وویل فاسدو دیموکراټو سیاستوالانو په دوکې سره زما مواخذه د ولسی ملاتړ لوړې درجې ته ورسوله ، منندوې یم ننسی .
په سنا کې د ڼرمپ له مواخذې یوه ورځ وړاندې د میرمن ننسی پلوسی او ټرمپ ترمینځ په کانګرس کې د ټرمپ په کلنیزه وینا کې رامینځته شو .
ټرمپ په سنا کې د خپلې مواخذې ردیدا د دیموکراټانو د څلورو میاشتو د هڅو په وړاندې د بریا پاڼه وبلله او هڅه یې وکړه له خپلې مواخذې زیاته سیاسی او تبلیغاتی استفاده وکړي .
له خپلې مواخذې وروسته ټرمپ په بل ګام کې د سپینې ماڼۍ او فیډرال حکومت هغه کسان وویستل چی له کانګرس سره یې د ولسمشر د مواخذې د جاج په بهیر کې مرسته وکړه . له سپینې ماڼۍ لومړنې ویستل شوې ویډمین وو . ویډمین د ټرمپ د مواخذې د تحقیقاتو یو مهم شاهد وو چی په پارلیمان کی په شتون سره یې وویل لږ تر لږه دوه ځله یې د یوط سیاسی غوښتنې په پلمه د پوځی مرستو د ځنډولو په اړه تذکر ورکړې دې . وینډمین د سپینې ماڼۍد ملی امنیت په کمیټۍ کې د یوکرین د چارو لوړ رتبه کارپیژاندې وو .
د وینډمین دوکیل له لوری په یوه بیانیه کې راغلي دي بی شکه د امریکا درست خلک متوجه شوی دي چی ولې دغه کس ویستل شوی دې ، اوس سپینه ماڼۍیو خدمت کونکې عسکر کم لري . ډګروال وینډمین په دې دلیل ویستل وشی دې چی حقیقت یې بیان کړ . د هغه شرافت او خپل کار ته ژمنتیا د قدرت د ویرې سبب شوه وه .
پر ډګروال وینډمین سربیره د سپینې ماڼۍ د ملی امنیت د کمیټۍ یو لوړ رتبه وکیل او د وینډمین ورور یوګنی وینډمین هم وویستل شو . البته نور کسان هم له سپینې ماڼۍ د ویستلو په صف کې قرار لري .
«««««««««««««««««««««««««««««««««
بل کس د ټرمپ د دفتر مشر مایک مولینی دې . د امریکا رسندویو د مک مولینی د نږدې څنګته کیدا خبر ورکړې دې . د امریکا د رسندویو د راپور په اساس ټاکل شوی ده په کانګرس کې د شمالی کارولینا استازې مارک میډوز د مولینی ځای ناستې شی . مولینی دتیرکال په اکتوبر میاشت کې په یوه خبری کانفرنس کې د یوکرین په پیښه کې د ټرمپ د سیاسی یرغمل نیونې د ادعا په اړه وویل هو مونږه هره ورځ دا کار کوو . د مولینی دا څرګندونې د ټرمپ د غوسې سبب شوې ، هغه له دغه مطبوعاتی ګاف یو ساعت وروسته د یوې بیانیې په خپرولو سره خپله خبره بیرته واخیسته او ویې ویل جوتوم چی د یوکرین په قضییه کې هیڅ یرغمل نیونه وجود نلری . خود مک مولینی دغه شاتګ د ټرمپ رضایت جلب نکړې شو او هغه هم د نورو په لسګونو کسانو په شان بایدسپینه ماڼۍ پریږدی .
««««««««««««««««««««««««««««««
د سپینې ماڼي کارکونکی د ټرمپ په حکومت کې لنډ عمر لري . ټرمپ هغه کسان چی معمولی شانته هم د هغو په وفاداری شک وکړي له سپینې ماڼۍ وباسي . دا مسله په تیرو دریو کلونو کی د امریکا د عمومی افکارو او رسندویو لپاره په عادی پیښې بدله شوی ده . د ولسمشرۍ د انتخاباتو د سیالیو په زیاتیدا سره په ټرمپ حملې هم زیاتې شوی دي .
دډیموکراټانو مخکښ کاندید برنی سینډرز په نیوهمشایرکې پهانتخاباتی غونډه کې وویل دا انتخاباتی ډګر په یوې اساسی موضوع پورې اړوندیږی . لومړی داچی مونږه په مطلقه توګه د دغه هیواد د اوسنی تاریخ تر ټولو خطرناک ولسمشر ماتې ورکولو ته اړتیا لرو . هغه ولسمشر چی دروغجن دې ، یو فاسد حکومت اداره کوي ، یو توکم پال او غیر اخلاقی کس دې . هغه د بهرنیو کسانو مخالف دې او یو مذهبی خرافاتی دې . سینډرز زیاته کړه مهمه نده چی د تاسو سیاسی لیدتوګې څه دي ، تاسو محافظه کار یو ، تاسو یو معتدل یا تفرقی غواړی کس یو ، خو خلک په دې پوهیږي چی مونږه په سپینې ماڼۍ کې داسې کس ته اړتیا لرو چی تل دروغ نه وایی ، نورو باندې رعب نه اچوی او هڅه نه کوی هغه ټول کسان چی د هغه په لاره کی ودریږی ، له مخه لیرې کړي .
ډیموکراټانو په کانګرس کې د ټرمپ په مواخذې او په هغه په نیوکې بسنه نده کړی او د ولسمشر د اختیاراتو په محدودولو پسې دي . دامریکا د کانګرس وروستې اقدام دهغه پریکړه لیک تصویبول دی چی د هغې په اساس به ولسمشر د کانګرس له اجازې پرته د ایران پرضد د پوځی اقدام حق ونلري . په سنا کې له دیموکراتانو سره د جمهوری غواړو اته کسان هم یو ځای شول او د پارلیمان پریکړه لیک ته یې مثبته رایه ورکړه .
«««««««««««««««««««««««««««««««
د ټرمپ له نړیوال سیاست عرفه بهر کړچار او شخصیتی تناقضات نن سبا د نړیوالو اړیکو د بدلونونو یوه اغیزمنه مولفه باندې بدله شوی ده . دغه تناقضات هغه سیاستوالان چی په هر ډول له ټرمپ سره په ارتباط کې دي په بدو شرایطو کې راولي. څه موده مخکې د فرانسې فیګارو ورځپاڼۍ د یوه فرانسوی تاریخ دان ران هلوی په قلم په یوه مقاله کی ولیکل د ایران په وړاندې د ایران سیاست نامفهوم اوله تناقضاتو او تاوتریخوالی ډک دې . د هغه په وینا ټرمپ له یوې په ایرتن د زیات نه زیات دباو سیاست پرمخ نیولې دې او له بل اړخه د ایران چارواکي خبرو اترو ته بولی او له بلې خوا د دغه هیواد په توغندوی دفاعی سیسټم سایبری حملې کوي او تهارن پرضد نوی بایکاټونه لګوي . د ټرمپ بی ثباته سیاسی کړچار هغه د سیاست په نړۍ کې په یوه غیر باوری او بی انډوله کس بدل کړې دې . هغه موضوع چی د امریکا د کانګرس استازی یې د ټرمپ د بریک لګولو لپاره د قوانینو تصویبولو ته مجبوره کړی دي .
یوه سیاسی شناندی دیویډ والش هم په دې باره کی په یوه مقاله کی لیکلی دی د ایران پرضد د ټرمپ د زیات دباو سیاست او دهغه ایرانی ضد سیاست د امریکا د ملی امنیت سټراټیجۍ کمزوری کړی ده . په دغه مقاله کی راغلی دی د ایران د اقتصاد پرضد زیات دباوسیاست د فلج کونکیو بایکاټونو د تیورۍ په اساس غوره شوی دې تر څو تهران مجبوره کړی د خپل اقتصادی وس او سیمه ایز نفوذ ترمینځ یو انتخاب کړی ، خو تراوسه په دې زمینه کی د کوم پرمختګ شاهدان نه یو او لیرې ښکاری چی تهران له بایکاټونو او اقتصادی دباو سره سره په سیمه کی د امریکا غوښتنو ته غاړه کیږدي . د ټرمپ سیاستونو د امریکا اروپایی متحدان هم اندیښمن کړي دي . قدرت ته د ټرمپ له رسیدا وروسته د لویدیځ کمزورتیا د میونیخ د امنیتی کانفرنس اصلی موضوع وه .
د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مشر جوزب بورل د مونیخ په امنیتی کانفرنس کې په خپلې وینا کې وویل د ایران له ایټمی موافقې او د پاریس د اب و هوا له موافقې د وتلو په اړه دټرمپ فیصله او د سولې له نهایی موافقې وړاندې د اسراییلو د پلازمینې په توګه د قدس په رسیمت پیژندل او همداراز په ناټو د ټرمپ نیوکې له اروپایی دریځونوسره توپیر لری . بول زیاته کړه مونږه باید وکولې شو عمل وکړو ، نه دا چی هره ورځ خبرې وکړو او اندیښنه څرګنده کړو . په نړۍ کې د اروپایی اتحادیې نفوذ کم شوی دې او دا تر یوه حدی د امریکا د ولسمشر ټرمپ د سیاستونو په دلیل دې چی د اورپا لومړیتوبونه یې کمزوری کړي دي .
پای