په طبس کې دامریکا د پوځی تیری د ماتې کلیزه
(last modified Tue, 21 Apr 2020 11:33:43 GMT )
Apr 21, 2020 16:03 Asia/Kabul
  • په طبس کې دامریکا د پوځی تیری د ماتې کلیزه

ایران په سیمه ایزه او نړیواله سویه انو له اقتصادی پلوه کمزورې هیواد ندې . په حقیقت کې دا امریکا ده چی په انفعالی دریځ کې ورغلی ده .

د طبس پیښه په حقیقت کی په تهران کی د امریکایی جاسوسانو د خلاصولو لپاره د امریکا  د پوځی نقشې برخه وه چی د امریکا د سفارت د کارکونکیو او ډیپلوماټانو په توګه  د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام د پرځولو لپاره د نقشې په پلانولو او جاسوسۍ پسی وو . د امریکا د سفارت د جاسوسی فعالیتونو ماهیت  د ۱۹۷۹ میلادی کال د نومبر په ۴ د امام د کرښې د پیرو محصلینو په انقلابی حرکت او د سلګونو سندونو اومدرکونو په کشفیدا پسې چی یوه برخه یې  له مینځه وړل شوی وو ، په ډاګه شو .

امریکا د دغې سترې رسواۍ د اړخونو د کنټرولولو لپاره په ایران کی ستر ضربتی اقدام پلان کړی وو تر څو کیدلی شی په کمې نښتې  سره په تهران کی د خپلې جاسوسی ځالې او د تسخیرولو او د جاسوسۍ ماجرا ختمه کړی ، خو بریالی نشو . امریکایی کمانډوګان د دغو عملیاتو د دقیقې اجرا لپاره له مودوراهیسې د اریزونا سیمې ته ورلیږل شوی وو او هلته یې چی شرایط یې طبس ته ورته وو ، ضروری  تمرینونه کړی وو ، تر څو طبس ته په ورداخلیدا سره د دغو  ضربتی عملیاتو د اجرا لپاره ضروری چمتووالی ولرلی شی . امریکایانو په دې خاطر د ډیلټا فورس په نوم ۱۳۲ ځانګړی ډلې جوړی کړی وی . په طبس کی د امریکایی عسکرو تیری ته د عقاب پنجه نوم ورکړل شوی وو.

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د۱۳۵۹ لمریز کال د  غوای په ۵ په تهران کی د ۵۳ امریکایی جاسوسانو دخوشی کولو لپاره ۶ الوتکی او اته هیلی کاپټرې د ایران فضا ته داخلې شوی ، د عملیاتو د اجرا په وخت د ایران هوایی حریم ته په ورداخلیدا سره د کرمان د راور په ۱۲۰ کلومیټرۍ کې  یوه چورلکه خرابه او اجباری کوزیدا ته مجبوره شوه او د هغې چورلکې سپرلۍ بلې ته منتقلې شوې خو هماغه چورلکې هم تخنیکی ستونزه پیدا کړه .

شپږ الوتکې او شپږ چورلکې طبس ته ورسیدې  او شپه په یوه لیرې پراتې سیمې کې  کوزې شوې ، خو د سونګو د اچولو په وخت یوه بله چورلکه هم خرابه شوه ،  په داسې حال کی چی تراوسه عملیات پیل شوی نه وو ، د امریکا ۳ چورلکی له مینځه لاړې ، د عملیاتو له مرکز سره له تماسه وروسته د هغه وخت ولسمشر کارټر د امریکایی عسکرو د ستنیدا حکم ورکړ خو د الوتکو او چورلکو د الوت په وخت د شګو توپان پیل شو او د امریکا یوه سی ۱۳۰ الوتکه او یو سی ایچ ۵۳ چورلکه یوه بل سره وجنګیدل  او دواړو اور واخیسته ، په دغه پیښه کی اته امریکایی عسکر وسوزیدل او ۴ چورلکی همغلته پاتې شوې او پاتې عسکرو په ۵ الوتکو کې جنګی بیړۍ نیمیتز ته  ځانونه ورسول  او په دې ډول عملیاتو په بشپړه ماته وخوړه .

د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر هارلډ براون وویل د طبس په ماته خوړلیو عملیاتو کی اته امریکایی عسکر ووژل شول او یرغمل شوی کسان تر هغه وخته  چی ریګن د ۱۹۸۱ میلادی کال په جنورۍ کې د امریکا ولسمشر شو ، ازاد نشول .

*******************************

په دې ډول وو چی د طبس په دښته کې د عقاب پنجه  عملیات د شګو په توپان کی ماته وخوړه او امریکالپاره یې یوازې یوه رسوای پریښودله . د طبس پیښه دامریکا د تیری والې یو ځل بیا نندارې ته وړاندی کړو ، خو دغه رسوای د امریکا د تیری ګرو اقداماتو د پاې په معنا نه  وو . د امریکایی جاسوسانو د خلاصولو لپاره د امریکا پوځی لاس وهنه هغه اقدام وو چی په ایران کې یې د امریکا د لاس وهونکیو هدفونو ماهیت چی د اسلامی انقلاب په بریالیتوب پسې ترسره شو ، ښکاره کړ.

د امریکا کارنامه د طبس له پیښې وروسته  په تیرو ۴۰ کلونو کی د غور وړ ده .

په حقیقت کی د ایران د سټراتیجیک موقعیت او تیلو په سرچینو د امریکا د سلطې او په سیمه کی د امریکا د یوه اډې له لاسه ورکولو

چی د اسراییلو په څنګ کې یې د امریکا د ګټو د ساتونکی رول لوبوه ، هغه موضوګانې وې چی امریکا یې په ایران کې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب او د باچا رژیم له نسکورولو وروسته سخته غوسه او اندیښمنه کړی وه . له دې امله د انقلاب په بریالیتوب سره طبیعی وه چی امریکا تیر وخت ته د ستنیدا او په ایران د بیا سلطې د خوب لپاره هر اقدام وکړی . په ایران کې پراخ جاسوسی فعالیتونه او په  هغه پسې په طبس کی پوځی تیری، د نقاب کودتا پلان او په تپلی جنګ کی له صدامه ملاتړ د دغه بهیر یوه برخه وه .

د طبس له پیښې وروسته د امریکا کړچار وښودله چی سپنې ماڼۍ له نوموړی پیښی ضروری عبرت ندې اخیستلې . حقیقت دا دی چی د ایران پرضدد امریکا دښمنی هیڅکله نده دریدلی ، امریکا په شرمونکی ماتې سره د شګو په توپان کې پاتې شوه خو هماغه راز د ایرانی ملت په ګونډو کولو توهم لری او د طبس د ماتې کینه هماغه راز پاتې ده . نن سبا د اسلامی ایران پرضد د سپنې ماڼۍ کینې او دښمنیانې نوی ډګر ته ورداخلې شوی دی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

اوس هم امریکا د ایران د منزوی کولو د ستراتیجۍ په چوکاټ کې د ایران پرضد ایتلاف جوړوی او تبلیغات کوی . د ګاونډیانو او حتی اروپا لپاره د ایران ګواښ ښودل د امریکا لپاره یو مهم ستراتیجیک هدف حسابیږی . خو امریکا په خپلو ریاکاره سیاستونو سره په سیمه کی د افراط پالنې اوترهه ګرۍ  د پراختیا او د تاوتریخوالی او نښتې  سبب شوی ده . د امریکا  په تیرو څو لسیزو کې غلط سیاستونه سبب شوی دی چی د امریکا ولسمشر ټرمپ  اعلان وکړی امریکا په سیمه کی اوه ټریلیون ډالره لګولی دي  خو هیڅ  ځای  ته نده رسیدلی ، البته ټرمپ هم د هماغې غلطې لارې  دوام ورکونکې دې . امریکا په عراق او فارس خلیج کی هڅه کوی  په دې ډول عمل وکړی چی امریکایی عسکر او خپل هم تړونه هیوادونه د قدرت په دریځ کې وښی . د عربی نړۍ مشهور شناندې او د رای الیوم ورځپاڼۍ چیف ایډیټر الباری العطوان وایی د امریکا پوځ په عراق کی له څو کالو زیات دوام ونلرلې شو  او پکې یې درې نیم زره مړی او دیرش زره زخمیان ورکړل او همداراز شپږ ټریلیون لګښت یې هم وکړ . په داسې حال کی چی ترهه ګرې ډلې  په تیرو نهو کلونو کی د دمشق دروازو ته ورسیدې  او د نړۍ له ۶۵ هیوادونو یې ملاتړ کیده او د امریکا او فارس خلیج د عربو هیوادونو په سلګونو میلیارډه تیلی بیسې یې درلودلې .

امریکا په وروستیو کلونو کی هڅه وکړه په نرم جنګ او له داخله نسکورولو سره  له مظاهرو ، اقتصادی او معیشتی اعتراضونو او همداراز د ۸۸ کال له انتخاباتو وروسته د بلواګانو او فتنو په بهیر کې  له مخملی انقلابونو په بیلګه اخیستلو سره د نسکورولو په فکر کی وه ، خو بریالی نشوه ځکه چی د ایران ملت د امریکا ماهیت پیژنی . امریکا په داسې حال کی ځان د ایرانی ملت ملاتړی معرفی کوی چی د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره یې د ایرانی اولس پرضد دباونه زیات کړی دي .

د داسې دباونو بیلګه د کرونا له ویروس سره د مقابلې لپاره د طبی تجهیزاتو ، درملو ، روغتیایی شیانو د ترلاسه کولو لپاره ایران ته د نړیوالو مرستو له ورلیږلو سره په مخالفت کی څرګنده شوه . دغو اقداماتو وښودله چی د ایران پرضد د امریکا غلیمانه سیاستونه تر کومه اندازه په ځوړتیا دي . دا چی ځان ته د نړۍ زبر ځواک وایی څومره ځوړ شوې دې . امریکا د کرونا د پراختیا له امله له رامینځته شوی فرصته د ګټه پورته کولو په خاطر او د سردار سلیمانی د شهیدولو په شان په ترهه ګرو اقداماتو سره د حکومت د نسکورولو د سټراټیجیک هدف د غوره کولو له لارې د ایران په وړاندې خپل سیاستونه لا سخت کړی دي . خو ایران په سیمه ایزه او نړیواله سویه انو له اقتصادی پلوه کمزورې هیواد ندې  . په حقیقت کې دا امریکا ده چی په انفعالی دریځ کې ورغلی ده .

 

ټیګونه