د ایران سیل ۲۰
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i89875-د_ایران_سیل_۲۰
نن د تیرو پروګرامونو او په اصفهان ولایت کښې د خپل سیل په دوام کښې کاشان ښار ته ځو، نو له مونږ سره مله ووسئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2020 07:35 Asia/Kabul
  • د ایران سیل ۲۰

نن د تیرو پروګرامونو او په اصفهان ولایت کښې د خپل سیل په دوام کښې کاشان ښار ته ځو، نو له مونږ سره مله ووسئ.

ښه نو ګرانو مینه والو! د اصفهان ښار د کتنې په دوام کښې مو مناسبه وګڼله چې د ایران یو ډیر تاریخي ښار یعنې کاشان ته هم یو چکر ولګوو. کاشان په اصفهان ولایت کښې د کاشان ولسوالۍ مرکز دی او د ولایت له مرکز اصفهان ښاره ۲۰۰ کیلومیټره واټن لري. دغه ښار د ایران د کرمزي صحرا او کرکس غرونو ترمینځ پروت دی او ګرمه او صحرايي آب و هوا لري.

په کاشان کښې د انساني تاریخ ترټولو لرغوني استوګنځي یعنې (سیلک) غونډۍ موجودې دي. پر هغو سربیره لرغون پیژاندي د دغه ښار د تازه موندنو له مخې هغه ته څه باندې ۱۵ زره کاله مخکښې یعنې د کاڼو په دوران پورې اړوند ګڼي.

په کاشان ښار کښې په ښایسته او حیرانونکې معمارۍ سره ډیر پخواني کورونه او ودانۍ لیدې شو چې په منفردې او په زړه پورې معمارۍ په برکت مثالي شهرت لري او نن سبا د دغه ښکلي او تاریخي ښار د سیاحت په یوې محبوبې جاذبې بدل شوې دي. نو مونږ هم له کاشانه خپله کتنه د دغه ښار د یوې ډیرې ښکلې او د لیدو وړ تاریخي ودانۍ یعنې ( د طباطباییانو له کوره) پیلوو.

دغه کور د نورو تاریخي ودانیو په شان د سیمې له خاص کلتور سره د متناسبې   طراحۍ له اصالت او له مجللو او پرتمینو تزئیناتو برخور دی. چې څنګه د دغه پرتمین کور اته ګوټې ډیوډۍ ته ورننوځئ، د باد یوه یښه او په طبعه برابر وږمه مو په مخ لګي او تاسو د کور دننه تګ ته هڅوي. مخکښې چې په شلو پوړیو کوز شئ نو د کور ښایسته او پراخ انګړ ته رسیږئ. هغه انګړ ته چې حیرانونکې ښکلا به یې تاسو د یوې شیبې لپاره ګوته په خوله پاتې کوي. په انګړ یا غولي کښې ښکلې او ستر حوض او چاپیره یې له ښایسته ګلونو ډکې شپږ، اته ګوټیزې باغچې د انګړ تاندوالی سل چنده کوي.

د طباطباییانو د کور ټولګه د داخلي، بهرني او د خدمه ؤ په ځانګړې دریو برخو مشتمله ده. د ۴ زره او ۷۰۰ مربع میترو په پراختیا سره دغه پرتمینه ودانۍ ۴۰ کوټې، ۴ انګړونه، څلور زیرخانې، ۳ بادګیرونه او ۲ د اوبو کانالونه لري. د طباطباییانو تاریخي کور سره له دې چې کابو ۱۷۵ کاله مخکښې جوړ شوی دی خو له غیرماشیني، طبیعي او ډیر کارنده ایکزاس سیسټم (بادګیرونو) یې ګټه پورته کړې ده. په دې معنا چې په ودانۍ کښې دننه د یخې او په زړه پورې هوا چلیدو د اوسیدونکو هوساینه او سوکالتیا برابره کړې او د نن ورځې د ایکزاس سیسټمونو په پرلته یې ښه استعمال لرلی دی. د طباطباییانو کور د ایران د ملي آثارو په نوملړ کښې په ۱۵۰۴ نمبر سره ثبت شوی دی.

*/*/*/*/

زمونږ ورپسې مقصد د بروجردیانو کور دی چې د طباطباییانو کور ته نزدې پروت دی. د بروجردیانو کور هم له ارزښتناکو تاریخي ودانیو څخه دی چې د قاجار حکومت په پړاؤ کښې جوړ شوی دی او له دې امله چې مالک به یې شیان د تجارت لپاره له بروجرد څخه دغه کور ته راوړل، د بروجردیانو په کوش مشهور شوی دی. د بروجردیانو کورو تقریباً په ۱ زر او ۷۰۰ مربع میټره ساحه کښې جوړ شوی دی او داخلي او بهرني دوه انګړونه لري. دا کور هم د کاشان د صحرايي سیمې د موسمي او آب و هوايي خصوصیاتو مطابق ډیزاین شوی دی. ډیر ښایسته چتونه او ستر انګړ د دغه پخواني کور ځانګړنې دي.

حوضونه یا تالاونه، دنګې برنډې، اووه وریز شاه نشینونه او د ودانۍ ټولې خونې د بې ساري ورته والي مطابق جوړې شوې دي او ټولې برنډې او دیوالونه د ګچو په ډول ډول نقش و نګار، نقاشۍ او نورو تزئیناتو پوښل شوې دي. د بروجردیانو تاریخي کور په ۱۰۸۳ ننمبر د ایران د ملي آثارو په لسټ کښې ثبت شوې دی.

په کاشان کښې د چکر وهلو په دوام کښې له فرصته ګټه اخلو او د (عامرییانو د کور) کتنې ته ورځو. د عامریانو کور هم د کاشان یوه مشهوره ودانۍ او د زندیه او قاچار پړاؤ یادګار دی. دغه کور ۱۲ زره مربع میټره ساحه لري چې په نهه زره مربع میټرو یې ودانۍ جوړه ده او په کښې په یو ستر انګړ سره چې په مینځ کښې یې ښایسته حوض دی، د قاجار پړاؤ په سټایل جوړه ودانۍ شامله ده او د کور چاپیره دنګې لوړې ونې دي. په آیینه کاریو او د ګچ په نقش نګار سره ګنې خونې د هر کتونکي په سترګو د خپلې ښکلا جادو کوي. د دغه کور بې مثاله معماري چې د کور په مختلفو ځایونو کښې له کارول شویو تزئیني او ډیکوري هنرونو سره مل ده، انسان په رښتیا خپلې ستاینې ته اړباسي. د ایران د کلتوري میراث ادارې دغه کور په ۱۳۷۷ کال کښې اخیستې او بیا یې مرمت کړی دی او نن سبا د مینځني ختیځ په شلو غوره هوټلونو کښې شامل دی.

هیله ده چې د کاشان له تاریخي خونو د کتنې خوند، په دغه هوټل کښې په پاتې کیدو سره تجربه کړئ.

په دې خواوشا سیمه کښې نورې ډیرې تاریخي خونې هم شته خو د ټولو د کتنې وخت نه لرو نو په دې وجه په لږ شان پلي تګ سره له تاریخي کورونو، د کاشان آقا بزرګ مسجد ته رسیږو چې د اسلام یوه ډیره پرتمینه ودانۍ ده. دغه مسجد په حقیقت کښې د یو جومات او سترې مدرسې ټولګه ده چې په تیرو وختونو کښې د شیعه ؤ د تقلید په یو مرجع ملا مهدي نراقي پورې چې په آقا بزرګ مشهور و، منسوبه ده. دغه ودانۍ هم د عامه خلکو د استعمال وړ ده او هم ترې طلاب ګټه پورته کوي. د دغه جومات د بنیاد ډبره د حاج محمد تقي خانبان په نوم د یو نیک سړي او د هغه د زوي په لاس په ۱۳ قمري پیړۍ کښې کښیښودله شوه او د جوړیدو وخت یې د محمد شاه قاجار د باچاهۍ له پړاؤ سره هم مهاله و.

هغه څه چې دغه جومات د لیدو وړ ګرځوي، په کښې کارول شوي نفیس عناصر او تزئینات دي چې هره سترګه د ځان په تماشه کوي. د آقا بزرګ مسجد د اسلامي نړۍ یوازنې پنځه چتیز جومات هم دی او هم دا خاصیت یې اهمیت څوچنده زیاتوي.

*/*/*/*/*

ګرانو ملګرو ښه به وي چې پوه شئ پخواني حمامونه د ښار له پنځو اصلي عناصرو یعنې جومات، بازار، کور، حمام او د اوبو له مخزنه یو عنصر ګڼل کیږي. ځکه نو د کاشان ښار په تاریخي جوړښت کښې په شتون سره غوره ده چې د سلطان امیراحمد تاریخي حمام ته هم ورشو. دغه حمام په څه باندې ۱۱۰۰ مربع میټرو په پراخوالي سره د ایران یو ځانګړې حمام دی او ډیر په زړه پورې تزئین او معماري لري.

د سلطان امیر احمد د تاریخي حمام لرغونوالی د کشف شویو آثارو او شواهدو په بنیاد د سلجوقیانو په دوران پورې اړوند ګنل کیږي.

پام ځانته اړونکې معماري، زرینې او اودي کاشۍ یا ټایلونه، طاق لرونکي چتونه، په دیوالونو جوړې نقاشۍ او رنګي شیشې او هم داشان ماهرانه ګچ کارۍ حمام ډیر په زړه پورې او د لیدو وړ ګرځوي. پر هغو ښکلاؤ سربیره چې د دغه حمام په طراحۍ او ډیزایننګ کښې کارول شوې دي، بام یې هم جذاب او د لیدو وړ دی او د ایران د ګنبدي بامونو یوه ځانګړې نمونه ده. د بام دپاسه څو ګنبذې لیدل کیږي چې په محدبو عدسي شیشو سره پوښل شوې دي څو د لمر رڼا دننه ورسیږي او د داخلي سیمې د لیدو امکان هم نه وي.

د ویلو ده چې پخوا زمانه کښې حمام یوازې د لامبلو ځاې نه و بلکې د اوزګار وخت د تیرولو، خبرواترو او د نظر د تبادلې، د ستړیا او ستومانۍ د ایستلو او حتی د عبادت، د ملګرو د سره راغونډیدو او د ژوند د ستونزو د هوارولو لپاره یوه ودانۍ وه. په حقیقت کښې د سلطان امیر احمد حمام د جامو بدلولو د ځاې ډیره پراختیا خپله د دې موضوع ګواه ده. سلطان احمد حمام په ۱۳۵۱ نمبر سره د ایران د ملي آثارو په لړلیک کښې ثبت شوی دی او نن سبا په میوزیم بدل شوی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*