Jul 01, 2020 16:40 Asia/Kabul
  • د رهبرۍ لیدتوګې،له لوړپوړو قاضیانو سره د ویډیوئي کنفرانس له لارې کتنه

د تهر ان دپښتو خپرونې او انټرنیتي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له قاضیانو سره د ویډیوئي کنفرانس له لارې په کتنې کې د رهبرۍ د سترمقام د لیدتوګو په باب له مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

دوستانو د ایران د قضایه قوې  په عمومي ناستې کې  داسلامی انقلاب  معظم لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د قضایه قوې  له مشر او نورو لوړپوړو قاضیانو سره په کتنې کې د ویډیو کنفرانس له لارې خپلې  لیدتوګې  بیان کړي دي

 د ایران په اسلامي  جمهوری نظام کې  قضایه قوه  د  عدالت په اجرا کولو کې درنده ونډه په غاړه لري . له دې ا مله  په اساسی قانون کې  قضاوت او عدالت  د ولس د حقوقو دساتنې لپاره یوه حیاتي چاره  ده او ددې ددرنښت لپاره ،  د چنګاښ دمیاشتې لومړنۍ اونۍ  د قضایه قوې اونۍ نومول شوې ده . دغه اونۍ  یو ډول د  ایران د قضایه قوې  د لومړي مسئول  آیت  آیت ا...محممد حسین بهشتي  د مقام   درنښت دی چې  په یوې بوږنونکي چاودنې کې سره د  ۷۲ یارانو شهید شوی  دی .

Image Caption

 

            په همدې مناسبت د قضایه قوې  عمومی کنفرانس ترسره شوی او د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمي سید علی خامنه اي په دغه  ویډیوئي  کنفرانس کې پخپلې وینا کې  په وروستي یوه کال کې   په ترسره شوو اقداماتو دخوښۍ په څرګندولو سره په قضایه قوې کې بدلون رامینځةکونکی حرکت  لازم او دوامدار وبالۀ او وې وئيل ،  له فساد سره مبارزه چې  په دغه پړاؤ کې اوج ته رسیدلی،باید  له کوم  غرض او سترګو پټولو پرته  او د قانون، عدل او انصاف په اساس او همداراز  په بې ګناه کسانو  له تیري او ظلم پرته په قدرت سره دوام ومومي . د دوي له نظره ، بدلون، یو دوامدار  او مدیریّت شوی ضرورت او   له نوو نوښتونو او نوو لاسته راوړنو سره  یو ځاي دی ، چې باید په اسلامی او دیني اساسو اواصولو مشتمل وي، ځکه چې  له اساس پرته بدلون ، د اړۍ ګړۍ  او تذبذب  لامل کیږي .

            حضرت آیت ا... العظمی سید علی  خامنه اي په دغه ویډیو ئي  کنفرانس کې پخپلې وینا کې  په عمل کې بدلون رامینځةکول ډير سخت وبلل او وې فرمائيل ؛د بدلون درامینځةکولو په مقابل کې مقاومتونه هم شته . ځینی مقاومتونه  د ناسم نیّت له امله نه ،بلکې   د بنیادي بدلونونو د راوستو د  حوصلې  او  انګیزې  او یا  بې وسۍ له امله دي . البته د هغو کسانو مخالفتونه چې  له موجوده حالاتو څخه ګټه ترلاسه کوي ، او د فساد ګرو او مجریّانو پخپلو کې  په نغښتو چینلونو کې  فضا جوړونې او  کارړنګونې هم ، د بدلون  رامینځة کونې لاسختوي .

Image Caption

 

 حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي د بدلون په وړاندې یوه بله ستونزه،د دښمنانو بې ځنډه هلې ځلې بللي چې په عمومي افکارو کې د بدبینۍ  او وسوسو د رامینځةکولو او د رسیندوئي  فضا جوړونو له لارې  په  اسلامی  نظام کې د بدلون  او اصلاح د  هر یوه حرکت د شنډولو لپاره هڅې کوي . دوي دغه راز ټينګار کړی ،د کارړنګونو په مقابل کې ، د وسوسو په مقابل کې ، د اذیّت کونې  او فضاجوړونې  او دغه راز د ځینو نورو سپيرو دسیسو په مقابل کې ، یوازینۍ مهمه او اغیز شیندونکي لاره چې  شته ، د استقامت  او د لارې دوام او  نه څنګةکیدا  ده .په خداي توّکل وکړئ  او  وَ مّن یَتَوَکَلُ علَی اللهِ فَهُوَ حَسَبَه؛؛؛؛؛؛    ،خداي متعال به پخپله  کفایّت وکړي .   سمه لاره  وټاکئ ، هدف په  سمه خوښ کړئ  او وروسته ..... فَلِذَلِکَ فَ ادعُ وَ استَقَمَ کَمااِاُمِرت  *  .... په استقامت سره مخ په وړاندې لاړشئ  ،همدغه لاره ده .

               دوستانو په اسلامی جمهوری نظام کې قضایه قوه ،   هماغه مخ په وده  وده کونکی نیالګی دی  او په بیلابیلو پړاؤنو کې ئې پرمختګونه کړي دي . په تیره بیا  په نوي پړاؤ کې ئې  په خلکو کې د انصاف رسونې  او امید روح پوو  کړی دی .  داسلامی انقلاب  معظم لارښود  دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې  په اساسی قانون کې  دقضایه قوې  پراخو او مهمو دندو ته په اشارې سره ، ددغو درستو دندو تعقیبول او  انډولیزه اجرا ضروري  بللې ده .دوي په همدې زمینې  کې د عامه حقوقو د احیاء،موضوع  مهمه بللې او په دې زمینې کې  ئې د  قضایه قوې په وروستیو فعالیتونو د خوښۍ په ښودلو سره وئيلي دي، که  لوئې څارنوالۍ احساس کړي،عامه حقوق چخڼي کیږي،نو باید لاس په کار شي  او د خلکو دحق دفاع وکړي،د جرم د پيښیدو مخنیوی،په اساسی قانون کې د قضایه قوې یوه بله اساسی  دنده ده .باید  د جرمنو د پيښیدا  او د جرم د تولیدیدا زمینې وپيژندل شي .که  دغه زمینې وپيژندل شي  او رابرسیره شي، نو هاله  په بصیرت سره  د جرمنو له پیښيدا سره سمه مقابله کیدلی شي .

Image Caption

 

 

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود د قضایه قوې یوه اساسی اړتیا،هغه متفکران او تفکر بللی،چې کار ئې یوازې عدالتي پوهه نه ده،دوي وفرمائيل؛د جرم زمینې ځيني په ارواپيژندونکي دي .ځیني هم اقتصادي دي،دا هغه څوک چې یوازې  قضائي پوهه لري،په مشکل سره پیژندلی شي څو وکولی شي،حل ئې کړي؛په دې  مورد کې،تاسو طبعاً ضرورت لرئ هغو کسانوته چې د ټولنې اوشخصي پيژندنېپه زمینې  پوهه ولرل شي . 

              ولسی شونه،قضائي محکمې ته د ولس آسان لاس رسی،د خلکو د عدالتي چارو په باب دپوهې او اطلاعاتو دترلاسه کولو لوړتیا،له خلکو سره مستقیم تماس،له فساد سره دمبارزې په څير په مسئلو کې له ولسی  اطلاعاتو او مرستو څخه برخمنیدا او په قضائي او عدالتي کارونو او خوځښتونو په باب  کې رسندوئي اوه نري  فعالیتونه،قضائي مسئولانو ته د اسلامی  انقلاب  د معظم لارښود نوره لارښونې وې .دوي دغه راز فرمائيلي دي ؛دو لسی کیدا یو اړخ دادی چې قضائي محکمه  ځان د خلکو خدمت کونې او روحیه لرونکی  اورګان وګڼي،ځان ورځیني لوړ  ونه ګڼئ، کله کله له خلکو سره  په چلند کې  د مونږ نظر داسې وي لکه چې له بَرَه خلکو ته ګورو  ، نه ، نه ، داسې نه  ده پکار، مونږ د ولس یوه برخه یوو ، د خلکو په مینځ کې یوو ، په دغو خلکو کې ډير داسې شته  چې له  مونږ لوړ حیثیّت لري  او پر دې اساس ،  دا چې  څوک  ځان لوړ وګڼي او  له خلکو سره  خبرې کوي ،نو دا غلطه ده  د  خدمت کونې روحیّه ډیره مهمه ده .

Image Caption

 

             د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود د وینا یوه بله مهمه برخه د فساد موضوع او د  ورسره دمبارزې  د اهمیّت په باب وه . په دې برخې کې د دوي له نظره ، فساد او فساد ګر ، د خلکو په ژوند او روحیّې یو ستر ګوزار دی او د دوي ایمان ته تاوان رسول بللي او فرمائيلي ئې دي ؛ په حقیقت کې  او په انصاف سره  چې وګورو ،نو مالی فساد  یوه ستره ستونزه ده . یو یو خطرناک ویروس دی ، د همدغه کرونا ویروس په شان  ، ددغه کرونا ویروس په شان خوریږي ؛ ډير  زر او په پراخ ډول په فسادګرو کې یوه بل ته  منتقلیدلی شي .، یعني په یوه ځاي کې فساد ډير زر او زیات  نورو مختلفو ځایونو ته غزیږي .  یو فساد ګر یوازې  پخپله فساد ګر نه پاتیکیږي ، نور هم  په مختلفو  دلیلونو سره د فساد وآخوا ته کاږي ،  او اتفاقا  په کرونا  ویروس کې  چې   څوک ککړ شي ، نو همدغه ککړ لاسونه د ویروس د منتقلولو  لامل کیږي .په فساد کې هم  ککړ  او ناپاک لاسونه  لامل کیږي ، فساد منتقل  او لاس په لاس شي ،خو  که چیرې په کرونا ویروس ککړ لاسونه په صابون سره ووینځل شي ، نو دا ویروس ختمیږي ،البته  دغه په فساد ککړ لاسونه نو په صابون سره نه صفا کیږي   او هماغه راز ککړ پاتیکیږي ، په فساد د ککړ لاس  له غوڅیدا پرته بله چاره نشته .پر دې اساس  دا موضوع ډیره مهمه  مسئله ده .

            دوستانو د قرآني تعلیماتو په اساس،نړۍ دعدالت په چورلیز  او مدار ولاړه ده . پر دې اساس ویئل کیدلی شی ، چې  هستي  په طبیعي توګه د صلاح په مدار راچورلي  او فساد، پر ځينو شیانو  یوه موقتي چاره ده . نو کله چې  په  یوه  شي  کې فساد لاره ومومي ، نو  بیا د هغو جرړه باید په  هغو بدلونونو او تصرّفاتو کې ولټول شي  چې  د عدالت ، انصاف اوڅخه د  غړیدلو لامل شوی دی . ځکه چې  هر شی پخپله  دعدالت په لار او  د خپل  مخکیني  حالت د ساتلو په لاره سمیږي . په همدې  خاطر،د فساد د ریښې غوڅول  او  دقضائي عدالت  اجرا او د توپير ختمول،د بشري ټولنې یوه ترټولو مهمه  هیله ده . د اسلامی انقلاب معظم لارښود  په قضایه قوې کې د فساد له  درستو بڼو او اړخونو سره د انډولیز چلند او  د عدالت په ټينګیدا ټينګار کړ یا و وئيلي ئې دي ، باید له فساد سره مبارزه ،   په لومړۍ درجې کې د  قضایه قوې په داخل کې  او په جدي  او کارپيژندنې په توګه ترسره شي ، ځکه  د قضایه قوې په داخل کې  به د فساد  تاوان او اړخونه ډير خطرناک او درَندۀ وي .دوی  همداراز د فساد زمینو د پيژندګلوۍ او ورسره دمقابلې لپاره،کارپيژندنه یوه لازمه چاره بللې او فرمائيلي ئې دي،یعني باید په کارپيژندونکي نظر سره،د فساد د رامینځةکیدا  او د فساد دتولید زمینه  وپيژندل شی ، د کارپيژندنې  له پلوه او ددغې بلا  په پيژندنې سره،باید له فساد سره جنګ وشي  او د فساد دجرړې د وچولو لپاره  هڅه  او کار وشي .له فساد سره  په مبارزې کې معّیار  هم باید یوازې حق ، عدل او  قانون وي،او بلې هیڅ  یوې ملاحظې ته پام ونشي .د اسلامی انقلاب معظم لارښود همدرااز یادونه کړې ؛  البته ، زه چې  پر سترګو  نه پټولو ټينګار کوم،نو له بل پلوه پر تیري نه کولو هم ټينګار کوم ، یعني  یوازې  پر نیمګړتیاؤ د  سترګو پر نه پټولو  تیکیه ونه کړو،باید پر تیري نه کولو  هم تکیه وکړو ، خداي دې نه کړي ،که  څوک  چې مجرم نه دی ، او مفسد او فساد ګر نه دی،د فساد ګر او مفسد په توګه وپيژندل او معرفي شي ، او ورسره  چلند وشي ،نو دا  ډير لوي ظلم دی ::::

              دا سلامی انقلاب معظم لارښود د پيښو او مسئلو  په باب  د مختلفو کسانو قضاؤت او د  انټرنیټي فضا پراخوالي  ته په اشارې سره ، دانټرنیټي فضا  او چینلونو   له فعالانو او عامو خلکو  هم غوښتي دي ، ځیر  او هوښیار دې  ووسي څو پر بې ګناه  خلکو  کوم ظلم او تیری ونشي . :::  دوي همدرااز  له فساد سره په مبارزې کې  دقضایه قوې  یو ښه اقدام ، :له تولید څخه ملاتړ  او  د تولید کونکو یونټونو او شرکتونو دبندیدا مخنیوی بللی او وئیلي ئې دي،  په اوسنیو شرائطو کې چې خلک  له اقتصادي پلوه  له سختیو سره مخامخ شوي دي،هر هغه اداره چې د  هیواد له اقتصاد سره مرسته کولی شي ، باید دغه کار وکړي  او دقضایه قوې دغه اقدام ،په حقیقت کې  د هیواد له اقتصاد سره مرسته ده .

Image Caption

 

حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي دخپلې وینا په وروستۍ برخې کې یوې غیر قضائي  موضوع ، البته  مهمې موضوع ،یعني کرونائي بحران ته  اشاره کړې او د روغتیائي  اوطبي  عملې  او  اورګانونو د سرښيندنې په مننې  اوقدرونې سره ، پر درستو غږ کړی ، له دغې خوریدونکي ناروغۍ سره په مبارزې  کې دې سستي اولټي  ونه کړي :::: باید پام وشي ،چې که  خداي  دې نه کړي ،مونږ کومه بې پامي وکړو او دکروناخوریدا بیرته راپیدا شي،نو د اقتصاد کار او چارې به هم له مشکل سره مخامخ شي ، لابه بدترې شي ، مشکلات  به لازیات شي ، او مونږ اوس ډيره اړتیا لرو  چې له هرې  خوا ډير زیات  خیال وکړو او ځير ووسو او د  لټیو او سستیو  مخنیوی وکړو.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه