د ایران سیل ۲۸
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i92895-د_ایران_سیل_۲۸
عزیزانو په دې نني پروګرام کښې د کرمان د تاریخي ښار د سیل په دوام کښې د دغه ښار د یوې ډیرې اسرار لرونکې ودانۍ یعنې د کرمان د کاڼو د میوزیم یا (ګنبدِ جبلیه) کتنې ته ورځو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2020 03:36 Asia/Kabul
  • د کرمان ګنبد جبلیه
    د کرمان ګنبد جبلیه

عزیزانو په دې نني پروګرام کښې د کرمان د تاریخي ښار د سیل په دوام کښې د دغه ښار د یوې ډیرې اسرار لرونکې ودانۍ یعنې د کرمان د کاڼو د میوزیم یا (ګنبدِ جبلیه) کتنې ته ورځو.

 ګرانو دوستانو کرمان د میوزیمونو په ولایت مشهور دی. په نني پروګرام کښې د کرمان د تاریخي ښار د کتنې په دوام کښې د دغه ولایت د کاڼو او ډبرو د میوزیم یا (ګنبد جبلیه) کتنې ته ورځو. د ډیرو کلونو له تیریدو سره سره جبلیه هم هغه شان په ډیر لږ مرمت سره روغ رمټ دی.

دغه ارزښتناکه ودانۍ (اته ګوټې) ده او زیاتره له کاڼو او ډبرو جوړه ده. د دغې ودانۍ په هر لوري ته د دوو دوو میټرو په پلن والي اته ورونه دي خو نن سبا د ودانۍ د مضبوطیا په موخه اووه ورونه په کاڼو بند کړې شوې دي او یوازې یو ور یې خلاص پریښې دی. د جبلیه ګنبد چت له خښتو جوړ دی او داخلي برخه یې په ښایسته ګچ-کارۍ ښکلې شوې ده. په دیوالونو کښې له بهر څخه د ګچو په ملات سره ټوټه کاڼي او له دننې څخه چُونه استعمال شوې ده.

په خواشینۍ سره محققان تراوسه نه دي توانیدلې چې د جبلیه د لرغونوالي او اصلي تاریخ په هکله کره او باوري معلومات ترلاسه کړي خو له جوړښته یې اټکل کیدې شي چې د ساساني پړاؤ په وروستیو کښې جوړه شوې او د اسلامي پړاؤ په اوایلو کښې مرمت شوې ده او یا د اسلامي پړاؤ د ابتدا معمارانو د ساساني دورې له معمارۍ په طرز جوړه کړې ده. جبلیه ګنبذه په ۱۳۱۶ لمریز کال کښې د ایران د ملي آثارو په لسټ کښې ثبت شوې ده.

دغه ودانۍ په کال ۱۳۸۳ کښې د کرمان د کاڼو په میوزیم بدله شوه. د رابر د زر کلن کاڼي، په سلجوقي پړاؤ پورې د اړوند خواجه اتابک هدیرې د کاڼي په شمول د مختلفو پړاؤنو اړوند د تراشل شویو ګاڼو څه باندې ۱۲۰ نمونې او هم داشان د ډیرو مهمو سنګي کتیبو په توګه څو وقف شوې ډبرینې نمونې په دغه میوزیم کښې ساتل کیږي.

*/*/*/*/*/

له دې امله چې کرمان د ایران یو ډیر پراخ ولایت دی نو د تاریخ په اوږدو کښې د ترک، لُر، لک او بلوڅو په شمول دغې سیمې ته د مختلفو قومونو د کډه کیدو په وجه د دغه ولایت په مختلفو ولسوالیو کښې ډول دول لهجې او ځايي ژبې جوړې شوې دي چې نن سبا ترسترګو کیږي.

پر مختلفو قومونو سربیره څو زره زرتشتیان او د کلیمیانو (یهودیانو) یو اقلیت هم په کرمان ولایت کښې اوسیږي. په دغه ښار کښې دیني لږکي خپل مراسم او دستوري جشنونه په آزاده توګه ترسره کوي. د سده لرغونې جشن چې د زرتشتیانو د خپل ډول ترټولو ستر جشن دی، د هر کال په سلواغې میاشتې کښې په کرمان کښې ترسره کیږي او به ۱۳۹۰ کال کښې د کرمان د (سده) جشن د ایران د ملي کلتوري آیارو په لړلیک کښې ثبت شوی دی.

د کرمان آتشکده یا هم هغه د زرتشتیانو معبد په ۱۳۰۳ کال کښې جوړ شوی دی. د آتشکدې ودانۍ د خښتو ده چې په مرکزي دروازې یې درې ټکي لیکل شوې دي: (هُمت، هُوخت و هُورَشت) چې معنې یې دي: نیک او ښه فکر، ګفتار او کردار.

د دغې آتشکدې ابتدايي ودانۍ په ۴ زره مربع میټره پراخه مځکه کښې جوړه شوه او بیا د لسګونو همتي زرتشتیانو په هلوځلو دغه ځاې ۸ زره مربع میټرو ته ورسید او اوس په کښې د غونډو هال، د ډوډۍ خوړلو هال، کتابتون، د کمپیوټر مرکز، د ایران د زرتشتیانو د ولس پیژندنې میوزیم او د هغوي د تنظیم د سایټ د ملاتړ مرکز، د تنظیم دارالانشاء، د مشرتابه کانفرنس هال او د دیني کلاسونو لپاره زوزنیزه ودانۍ شامل دي چې ټول یې د کرمان د زرتشتیانو د انجمن یا تنظیم له خوا چلول کیږي. به دغه آتشکده کښې موجود اور، د زرتشتي عالمانو په اند هم هغه څو زره کلن اور دی چې له هندوستانه دغې آتشکدې ته راوړل شوی دی.

*/*/*/*/*/

د کرمان د زرتشتیانو میوزیم په نړۍ کښې د زرتشتیانو د اسنادو او ولس پیژندنې وړومبنې میوزیم دی چې په ۱۳۷۰ لسیزې کښې یې کار پیل شوی او په ۱۳۸۰ کال بشپړ شوی دی. دغه میوزیم د ۱۳۸۴ کال د چنګاښ به لسمه نیټه په رسمي توګه افتتاح شو. د کرزمان د زرتشتیانو د میوزیم یوه برخه ډول ډول آتشدانونو، روغن سوز، پیه سوز او چراغِ لاله ته بیله شوې ده. د دغه میوزیم په ډیرو لرغونو شیانو کښې د څه باندې دوو سوو کالو په لرغونوالي سره د ګاتاهاپه لاس لیکل شوی کتاب او د ۱۲۰۷ کال د لاسو جوړ یو آتشدان شامل دي.

د دغه میوزیم یوه ارزښتناکه برخه د انځور او اسنادو برخه ده. له ۵۰ نه تر ۱۵۰ کلونو پورې لرغونوالي سره زنانه جامې یا کالي په دې میوزیم کښې ساتل کیږي چې له هخامنشي نه تر  ساساني پورې اسنادو کښې لیدل کیږي او د زرتشتي ښځو د جامې ښودنه کوي.

د کرمان آتشکده په ۱۳۸۰ کال کښې د ایران د ملي آثارو په لسټ کښې ثبت شوه او دم ګړۍ د کرمان د زرتشتیانو ترټولو ستره او ترټولو محترمه ټولنیزه ودانۍ ده او د زرتشتیانو نه علاوه هر کال له دوو زرو زیات سیلانیان د دغه ځاې کتنې ته ورځي.

*/*/*/*/*/

ګرانو ملګرو د کرمان ښار د پیژندګلوۍ په دوام کښې مناسبه ده چې د دغه ښار د صنعتي هنرونو میوزیم ته هم یو چکر ولګوو. دغه ټولګه په حقیقت کښې د اوسمهاله ایراني هنرمندانو د آثارو میوزیم دی خو په کښې موجود آثار یوازې په ایراني شخصیتونو پورې اړوند نه دي بلکې د نړۍ د ځینو مشهورو هنرمندانو یوشمیر آثار هم په کښې موجود دي. د دغه میوزیم نوم د هغه د خاوند له نوم څخه یعنې استاد علي اکبر صنعتي اخیستل شوی چې په دې میوزیم کښې موجود نیمايي آثار هم د هغه دي.

په یاد میوزیم کښې موجود ۸۳ آثار د ایران د تیرو او اوسنیو هنرمندانو دي او ۱۶ نور یې د ځینوبهرنیو هنرمندانو دي. مسلکي مجسمه جوړونکې استاد علي اکبر صنعتي د ایران د مجسمه سازۍ او نقش و نګار د آثارو خاوند او د کرمان ولایت له مهمو شخصیتونو او خیّرینو څخه دی او هم داشان د کرمان د صنتي پرورشګاه بنسټګر هم و. دغه ستر استاد په ۱۳۵۲ کال کښې وفات شوی خو د هغه د لمسي او د ځینو هنرمندانو په کوشش د اوسمهاله سنعتي هنرونو میوزیم جوړ شو.

ګرانو دوستانو! کرمان د ایران یو ښایسته ښار دی چې لیدل او له عجایبو سره یې اشنا کیدل ضروري دي. البته د کرمان ښکلاوې د هغه تر هنر او تاریخي آثارو محدودې نه شو ګڼلې ځکه چې د دغې سیمې د مینه ناکو خلکو کلتور او د هغوي ځانګړې میلمه پالنه هم ډیره مشهوره ده. نو له کرمان سره د لازیاتې بلدتیا لپاره، د دې لړۍ په راتلونکي پروګرام کښې له مونږ سره ووسئ، تر هغې مو په خدای سپارو.

*/*//*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی