ایراني میرمنې۲۳
ګرانو او قدرمنو دوستانو سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ، دوستانو نن د لاسي صنایعو په برخه کښې د ایران له یوې کارزیږونکې میرمنې سره اشنا کیږو
لاسي صنایع د نړۍ په اندازه یو پراخ هنر دی چې په خپلو په زړه پورو جاذبو سره یوه رونق لرونکې او عاید جوړونکې کاري حوزه ګڼله کیږي. په ایران کښې د دې برخې کار زیږونکې میرمنې کله کله په خپلې لږې شخصي پانګې سره د کار او کسب په رامینځته کولو کښې پر مرستې او د عاید پر لاسته راوړلو سربیره یې د ایران اصلي او سیمه ایز دود په هنري نقش و نګارونو سره ژوندې کړې او د راتلونکو نسلونو لپاره یې ساتلې دی.
دغه هنرمندان باوري دي چې د لاسي صنایعو تولیداتو ته پاملرنه او د ایران پر دودیزو هندرونو ملا تړل په ډیزایننګ او نوښت کښې د خلاقیت ترڅنګ د بیلابیلو قومونو د لاسي او ځايي هنرونو په پیژندلو او د کار او کسب د فرصتونو په برابرولو او هم داشان د ښاري او کلیوالو مشاغلو په وده کښې اغیزناک رول لوبوي. نن سبا د لاسي صنایعو په برخه کښې د تولید له ۵۷ فیصدو زیاتې فعالانې میرمنې دي.
*/*/*/*/*/*/*/*
د ایران د کلتوري میراث د ادارې د لاسي صنایعو مرستیاله میرمن پویا محمودیان وايي: د ایران د لاسي صنایعو پراخوالي او ډول والي دا هیواد د دنیا په دریو بر هیوادونو کښې شامل کړی دی.
نن سبا د ایران څه باندې ۵۰ فیصده میرمنې د سوداګرۍ او الیکټرانک تجارت په برخه کښې، ۳۰ فیصده له هیواده په بهرو پوهنتونونو کښې، ۳۰ فیصده د خرڅون په برخه کښې او ۴۰ فیصده په ملي نندارتونونو کښې او هم داشان له ۳۰ فیصدو زیاتې میرمنې په سراسري نندارتونونو او لنډمهاله بازارچو کښې فعالې دي او په دې برخه کښې څه باندې اتیا فیصده روزنه هم ښځو لره ځانګړې ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/
کار زیږونه یا د کاري فرصتونو برابرول د ګټې یا د ټولنیزو اړتیاؤ د برابرولو لپاره یو تجارت دی چې د شغلي فرصتونو برابرونکې د خپلې شخصي باندې په کارولو سره تجارت پیلوي څو د پانګې پر زیاتولو سربیره د خپلې فعالیتي برخې له پراختیا او کار او شغل ته له اړمنو سره مرسته وکړي.
په دې لړ کښې ایراني میرمنې توانیدلې دي چې د لاسي صنایعو، اخلي پخلي او داسې نورو هنري او تخنیکي برخو کښې په کار زیږونې او د کورني تولید په مرستې سره د وړو او زر ګټه ورکونکو صنایعو څرخه په ډیر کم لګښت سره روانه کړي. لاسي صنایع نن سبا په دنیا کښې په یو صنعت باندې په بدلیدو سره د مالي ګردش د زیاتوالي او د کورنیو بهرنیو سیلانیانو د جذبیدو سبب شوی او د ډول والي په وجه یې یوه پراخه فعالیتي سیمه لرلې ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د سټارټ اپ آرانیک بنسټګره نرګس شایق په ۱۳۶۱ لمریز کال کښې په چهارمحال و بختیاري ولایت کښې زیږیدلې ده. له شهر کرد پوهنتون څخه یې د قالین د ډیزایننګ په برخه کښې ګریجویشن کړی او ماسټري یې د تهران له سوره پوهنتون څخه په دودیزو هنرونو کښې د تحقیق او لاسي صنایعو په مضمون کښې کړې ده. په ۱۳۸۸ کال کښې له ماسټرۍ فارغ التحصیله شوه او بې له ځنډه د ۱۳۸۹ کال له پیله د هنر د کلتورستان په تحقیقاتي څانګه کښې د څیړنیزې کارپوهې په توګه کار اخته شوه.
هغه باوري ده چې انسانان د دې برخې له هنر او ښکلاؤ سره ژوره ذاتي مینه لري. لاسي صنایع د هنر یوه ښایسته ځلا ده چې په ایران کښې د ډیرو هنرمندانو په لاس تولیدیږي. د هیواد په مختلفو سیمو کښې داسې ښکلې لاسي صنایع جوړیږي چې په لیدو یې انسان ګوته په خوله پاتې کیږي.
*/*/*/*/*/*/*
نرګِس شایق د ماسټرۍ د پړاؤ له سر ته رسولو وروسته د خپلې شخصي مینې په وجه د خپل خاوند او یوې ملګرې په شمول د ایران کلیو او قبایلي سیمو ته سفرونه پیل کړلږ موخه یې د لاسي صنایعو له حوزې سره مینه وه او په هم دې لړ کښې د لاسي صنایعو د یو کلیوال او قبایلي دائرة المعارف د لیکلو په فکر کښې شول چې دا کار یې له سفرونو سره د لازیاتې مینې سبب شو. هغوي هره میاشت مختلفو ولایتونو ته یو یا دوه سفرونه درلودل او په دغو سفرونو کښې یې هغه څلویښت لاسي صنایع چې د له مینځه تلو په حال کښې وې، وپیژندلې.
*/*/*/*/*/*/
میرمن شایق په خپلو سفرونو کښې په کلیوالو او قبایلو لاسي صنایعو کښې یوې خلا او نیمګړتیا ته متوجه شوه. په هم دې وجه یې په کال ۱۳۹۲ کښې د یو داسې کار د پیلولو فیصله وکړه چې وتوانیږي د ایران د کلیوالو او قبایلي سیمو لاسي صنایع په آنلاین توګه خلکو ته وروپیژني او خرڅې یې کړي. د دې برخې د ماهرانو یوې مسلکي ډلې د سټارټ اپ آرانیک په پیلولو سره دغه کار شروع کړ. آرانیک ویب سایټ د مینا کارۍ، فلزکارۍ، کولالۍ او داسې نورو په شمول د ایران د مختلفو سیمو د هنرمندانو د ډول ډول لاسي صنایعو د خرڅولو یو آنلاین پلورنځې دی. د دغه تخصصي ویبسایټ مدیره میرمن شایق وايي: په کومه ورځ مو چې فیصله وکړه چې دا سایټ شروع کړو او په آنلاین توګه لاسي صنایع وپلورو نو ټول راپورې وخندیدل خو مونږ ثابته کړه چې دا کار شونې او ممکن دی.
هغه زیاتوي:
نن سبا مونږ خلکو سوچه او لاس نه خوړلو شیانو ته مخه کړې ده او د ایران د کلو او قبایلو لاسي صنایع هم دغه ځانګړتیا لري او په دودیز ظاهر سره د نن سبا د خلکو له سلیقې او طبعې سره غږمله کیږي. دا صنایع بازار ته د وړاندې کیدو ډیرې وړتیاوې لري او مونږ ورته باید مالي ګردش او څرخه برابره کړو. دم ګړۍ په ټول ایران کښې له ۷۰۰ کارګاهو یا ورکشاپونو سره همکاري کوو چې په هره کارګاه کښې لږترلږه پنځه تنه په کار اخته دي یعنې په اوسط توګه د څه باندې درې نیمو زرو کسانو لپاره په غیرمستقیم ډول د کار کسب فرصت برابر شوی دی او اهمیت یې دا دی چې په لرو پرتو سیمو او کلیو کښې د خلکو لپاره د عاید لاره رامینځته شوې ده. له دې امله چې لاسي صنایع په ټوله دنیا کښې پیژندل شوې کلتوري فعالیت دی او په اقتصادي برخه کښې د پرمختګ لپاره د یو مهارت په توګه ګڼل کیږي، ډیرو ښځو قبول کړې او په دې لړ کښې کار او فعالیت کوي.
*/*/*/*/*/*/
د میرمن شایق په وینا، د کلیوالو او قبایلي تولیدونکو لپاره چې زیاتره میرمنې دي د کار کسب فرصت رامینځته کول د دې انټرنیټي کار ترټولو مهم ارزشي اړخ دی. اوس آرانیک ډیر د خیرښیګړې کارونه هم کوي او د خاصو ناروغانو او د ټولنیزو ارګانونو ترملاتړ لاندې کسانو لپاره د پلور بازارچې جوړوي چې ټوله ګټه یې دغو خلکو ته رسي او شایق وړايي چې د کار دا برخه هم د آرانیک په مهمو اهدافو کښې شامله ده او دوام به ولري.
د آرانیک ټیم د جوړیدو له وخت راهیسې ډیرې ارزښتناکې تجربې ترلاسه کړې دي او نړیوالو بازارونو ته هم رسیدلې دی. دغه ټیم خپله سرمایه د کاشان له نیک فکره پانګه والو ترلاسه کړه او هڅه کوي چې د خپل کار په پراخولو سره د هیواد د کلتور او اشتغال له پراختیا سره مرسته وکړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی