میرمن ډاکټر طوبی کرمانی
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i92993-میرمن_ډاکټر_طوبی_کرمانی
په څیره کې یې ارامښت او مینه روښانه وه ، ارامه او متینه وه ، تل مسکه د هغې له ځانګړنو وه . څیره به یې مخاطب ته ارامښت منتقلوه . حجاب او پرده یې په ټولنه کی د پیاوړی شتون او ویاړ نښه بلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2020 08:28 Asia/Kabul
  • میرمن ډاکټر طوبی کرمانی

په څیره کې یې ارامښت او مینه روښانه وه ، ارامه او متینه وه ، تل مسکه د هغې له ځانګړنو وه . څیره به یې مخاطب ته ارامښت منتقلوه . حجاب او پرده یې په ټولنه کی د پیاوړی شتون او ویاړ نښه بلله .

د ۱۳۹۹ لمریز کال دوږی په ۲۳ نیټه په رسندویو کې د اغیزمنې  او بریالی ایرانی میرمنې ډاکټر طوبی کرمانی د وفات خبر خپور شو . هغه په ایران کی د فلسفې د فوق دکترا لومړنۍ میرمنه ، د کلام او تطبیقی فلسفې فارغ التحصیله ، د مسلمانو میرمنو د نړیوالې اتحادیې عمومی منشی او د میرمنو په چارو کې د اسلامی مذهبونود نزدیکت د ټولنې د عمومی منشی سلاکاره او کلونه کلونه د پوهنتون د استادې په جامه کې اغیزمن او پوه شاګردان وروزل .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

طوبی کرمانی د تهران پوهنتون د فلسفې استاده وه . په ایران کی د فلسفې د ډاکټریټ کونکی ، د امریکا له کیلی فورنیا پوهنتون د کلام او تطبیقی فلسفې فوق دکتری فارغ التحصیله ده . هغه همداراز په یونان کی د ایران  لومړنۍ کلتوری سلاکار وه. میرمن طوبی کرمانی د ایران پیاوړی میرمن چی خپل ډیر عمر یې د مذهبونو ترمینځ  په تقریب اونږدی والی تیر کړې دې او له مصلحانو وه . هغه پرله پسې کلونه له هیواده بهر  د اسلامی ارتباطاتو او کلتور سازمان د ایرانیانو د چارو مشره  ، د اسلامی سولې د نړیوالې ټولنې د غونډې د علمی کمیټۍ مشره ، د ایران د میرمنو د اجتماعی کلتوری شورا د مرکزی شورا غړی او داسې نورو ډیرو مهمو ځایونو کې فعالیت درلودلې دې .

میرمن طوبی کرمانی په بیلا بیلو موضوګانو په تیره بیا فلسفی مباحثو کې کتابونه او مقالې لري . فرق اسلامی و فلسفه وجودی وهابیت ، شهید او شهادت ، کتابونه او وهابیت ته کتنه ، اصالت وجود در حکمت متعالیه و فلسفه غربی ، ماهیت و معیار ګفتګوی تمدنی ، فلسفه ، بافته خیال و وهم یا حاصل اندیشه بشر  تر عنوان لاندې مقالې ، څه د پاسه دیرشو هیوادونو ته سفرونه ، تعلیم و تربیت ، د ډاکټر کرمانی تجروبه ده .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د ایرانی مرمنو په یوه پروګرام کې مو د دغې پوهې او ژمنې میرمنې د ژوند او فعالیتونو ځینې برخې  بیان کړې وې . د دغې مجاهدې او نه ستړی کیدونکی میرمنې په یاد او درناوی کې مو مناسبه وګڼله چی د دغې پیاوړی ایرانۍ میرمنې تفکر ته یوه کتنه ولرلې شو چی خپل زیاتره عمر یې د مذهبونو ترمینځ په نږدی کولو تیر کړ او له مصلحانو وه .

په څیره کې یې ارامښت او مینه روښانه وه ، ارامه او متینه وه ، تل مسکه د هغې له ځانګړنو وه . څیره  به یې مخاطب ته ارامښت منتقلوه . حجاب او پرده یې  په ټولنه کی د پیاوړی شتون او ویاړ نښه بلله .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په اسلامی کلتور کې علم او پوهه او فلسفی تفکر داسې موضوع نده چی له جنسیت سره ارتباط ولرلې شی ځکه چی د تفکر او غور کول جنسیت نه منی . کیدلې شی د یوه درنده کاڼی ځای پر ځای کول د یوې میرمنې په وس کې نه وی چی له بدنی نظره له سړیو کمزوزری دي ، خو غور کول ، تفکر او فلسفی مسایل هغه چارې ندي چی د سړیو زیات طاقت ته ضرورت ولرلې شی .

میرمن طوبی کرمانی به ویل چی د اسلامی تمدن لومړنۍ مولفه د حکمت اوپوهې عنصر دې ځکه چی د اسلامی تعلیماتو اساس په حکمت ولاړ دې .

د بقره سورې په ۲۶۹ ایت کی راغلی دی ، خداوند متعال پوهه او حکمت هر چا ته چی وغواړی او شایسته یې وبولی ، ورکوی او هر چا ته چی پوهه ورکړل شی ، نو ډیر خیر ورته ورکړل شوی دې .

په دې مینځ و میان کې د اسلامی وحدت په رامینځته کولو او پیاوړتیا کې د مسلمانو میرمنو رول له دې اړخه ډیر مهم او برخلیک ټاکونکې  دې چی لومړی په اسلامی حکمونو کې مقرر شوی دندو او مسولیتونود میرمنو لپاره  څو رولونه مطرح کړی دی ، او بل دا چی د اسلام د تاریخ بیلګې د اسلامی نړۍ له وحدت رامینځته کونې  هغه نوی روده نړیوالو ته وړاندی کوی  چی نه د لویدیځ افراطی روده او نه د تحجر او تفریطی روده مناسبه بولی .

میرمن طوبی کرمانی به ویل  چی میرمنې ته  اسلامی کتنه د بچیانو د تهذیب ، د کورنۍ په پیاوړتیا کې د هدایتونکی او روزونکی عنصر په توګه ده . وده ،  تهذیب نفس ، د سالمې  او انډوله کورنۍ ساتل او د میرمنې اجتماعی ولایت د مسلمانې میرمنې د بیلګې ځانګړنې دي .

میرمن کرمانی به ویل چی که مونږه وغواړو بل نسل وحدت پال لوی کړو ، نو بهترین ځای یې په کورنۍ کې دې چی میندې په دې مینځ و میان کی ډیرې اغیزمنې دي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

ډاکټر طوبی کرمانی د اسلام او ایران په تمدن کې د میرمنې د ځای د نړیوال نندارتون په لومړنۍ تخصصی غونډه کې د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په ۱۴ نیټه ترسره شو ، د دې علت چی میرمنه په ایران او اسلام کی له استحکام او غوړیدا برخمنه ده ، د میرمنې په نسبت عاقلانه او ادیبانه چلند وباله او ویې ویل چا ته پته نشته چی په لرغونی ایران کی میرمن یعنی رڼا او ځلا ، چا ته پته نشته چی په  لرغونی ایران کې میرمن یعنی ریښتون والی او پارسایی ، چا ته پته نشته دا خبره چی په لرغونی ایزران کی میرمنه یعنی د کور ساتونکی ، چا ته دا پته نشته چی په ایرانی کلتور کی کور یعنی د ارامښت ځای ، کورنۍ یعنی هغه ځای چی اوسیدونکی پکې امنیت لری . څوک ندی خبر چی په اسلام کی میرمن د جرړې په توګه نومول کیږی ، ام ، ام هغه هم د حضرت محمد مصطفی صلوات ا... علیه په شان پلار لپاره حضرت زهرا سلام ا... علیها . څوک ندی خبر چی په اسلامی فلسفه کې میرمن دمادې او ملک په دنیا کې  لومړنی انسانی تکوین او حیات وجود دی . د دې ټولو معنا یعنی میرمن ، مځکه او ژوند .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

ډاکَټر طوبی کرمانی په اوسنی وخت کې د کورني ګواښ ته په پام سره وایی مونږه په ننۍ دنیا کی  له کور او کورنۍ له یوه تحریف شوی او نوی کتنې سره مخامخ یو چی کور پکې نه یوازې دامنیت او ارامښت ځای ندې بلکې هغه ځای دی چی پکې هیڅ ډول مینه او محبت نشته دی . په اسلامی تعلیماتو کې د کور غړی یعنی هغه کسان چی هم نفسه دي او له یوه نفس پنځول کیږی . نن له بده مرغه په تحریفل شوی یهود اوعیساییت او د لرغونی یونان په تعلیماتو سره له میرمنې د سړی په مقابل کې د یوه موجود په توګه یادیږی او د هغې د مسولیتونه خبره نه کوی او هغې لپاره ونډه غوښتنه او حق غوښتنه دیکته کوی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

هغه وخت چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د زرګونو شهیدانو د میرمنو کنګرې ته پیغام ولیږه ، او پکې یې وفرمایل چی په اسلامی انقلاب او سپیڅلی دفاع کې  داسې میرمنې ظاهرې شوې چی کولې شی د ودې ، د ځان په تهذیب ، د سالمې او انډولې کورنۍ په ساتلو ، د اجتماعی ولایت ، جهاد ، امر بالمعروف و نهی از منکر  او اجتماعی جهاد ، نړیوال کولې شی او ستر بندونونه خلاص کړی . شاید د کمو کسانو په ذهن کی راتلل چی د اسلامی انقلاب په زمینه کی د طوبی کرمانی په شان میرمنې وکولې شی د دغې بیلګې یوه بریالی نمونه شی .

پای