ايراني مېرمنې (37)
(last modified Tue, 05 Jan 2021 13:55:56 GMT )
Jan 05, 2021 18:25 Asia/Kabul
  • ايراني مېرمنې (37)

ګرانو او عزتمنو اورېدونکو د تودو سلامونو او نېکو پېرزوينو په وړاندې کولو سره ايراني مېرمنې نومې لړۍ له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو. هيله ده چې ستاسو د پام او استفادې وړ وګرځي.

له بده مرغه په دې وروستيو څو مياشتو کښې تر اوسه پورې کورونا وائرسو په ميلينونو کسان بيماران کړل او په زرګونو يې وژلي دي. په دغو حالاتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت ډاکټرانو او طبي عملې د دغې بيمارۍ د پېژندې او کنټرولولو لپاره ټول ضروري وسائلو او اوزار کارولي دي. د عفوني بيمارو متخصصه او له کورونا سره د مبارزې د کمېټۍ دائمي ثابته غړې مېرمن ډاکټره مينو محرز له هغو کسانو څخه ده. ډاکټر مينو محرز هغه چارواکے او کارپېژاندي ده چې د کورونا وائرسو د خپرېدو له وخت نه له رسنيو سره د ګڼ شمېر مرکو په ترسره کولو سره يوه پېژندل شوے څېره څرګنده شوه او په ايران کښې له دغو وائرسو څخه په مخنيوي او اطلاع رسونه کښې يې مهم رول لرلے دے چې په ننني پروګرام کښې له دغې ايراني ډاکټرې څخه لا زيات واقف شوو.

مينو محرز په ۱۳۲۴ کال کښې په تهران کښې وزېږېده. ۱۳۴۲ کال کښې له عالي ليسې څخه فارغ  التحصيله شوه او په هم هغه وخت کښې کله چې اتلس کلنه وه د تهران پوهنتون په ميډيکل څانګه کښې يې ميډيکل در شروع کړ. په ۱۳۴۹ کال کښې د عمومي دورې له ختمېدو نه پس يې د عفوني تخصص په څانګه کښې زدکړو ته دوام ورکړ. په ۱۳۵۲ کال کښې له تهران پوهنتون څخه د عفوني تخصص په څانګه کښې د پي اېچ ډي ډيګري واخېسته. هغه کلونه اوشول د نړيوالې روغتيائي ادارۍ د کارپېژاندې په توګه په ايران او مديترانه سيمه کښې د ايډز بيمارۍ په باره کښې څېړنې کوي او له ۱۳۹۴ کال راهسې چې د ايران د ايډز د تحقيقاتو مرکز جوړ شو د هغه مشري په غاړه لري. د ايډز تحقيقاتي مرکز په ايران کښې د اېچ آئي وي اېډز په اړه د ټولنې په اړه د بنيادي څېړنو په زمينه کښې يوه مخکښه اداره ده.

هغه همدارنګ د ټي بي او مالټا تبې د هېواد د کمېټۍ غړې او د طبي علومو د ډلې غړې هم ده او د عفوني او ناوجنو سيمو بيماريو د مجلې د سردبيرۍ مخينه هم لري.

ډاکټره مينو محرز د تهران د طبي علومو د پوهنتون استاده او د ايران د طبي علومو د مرکز غړې هم ده. هغې د طبي نظام د ادارې لخوا د نمونه ډاکټرې په توګه له معتبرو پوهنتونو څخه ګڼ شمېر انعامات ترلاسه کړل او د علامه طباطبائي ملي انعام له اخېستونکو څخه هم  ده چې هر کال نامتو څيړونکو او استادانو ته ورکړې کيږي.

مينو محرز دوه کتابونه تاليف کړي دي او څلور کتابونه يې په طبي زمينه کښې ترجمه کړي دي. دغې نامتو متخصصې په فارسي نشرياتو کښې يو  څلوېښت مقالې او نړيوالو نشرياتو کښې شپېته مقالې خپرې کړې دي. هغه د هېوادونو معالجاتي دستورالعمل ګائيډ لائن د تدوينونکې ډلې غړې هم ده.

هغې په يوه مرکه کښې وويل: « زۀ پينځه دېرش کاله اوشول چې د تهران د طبي علومو په پوهنتون کښې تدريس کوم او هر څه چې لرم له دغه پوهنتون څخه دي. له هغه کال راهسې د ايډز تحقيقاتي مرکز کار شروع کړ د هغه مشري په غاړه لرم او دېرش کاله اوشول چې په ايران او ختيځې مديترانه سيمه کښې د ايډز بيمارۍ په اړه د روغتيا د نړيوالې ادارېد کارپېژاندې په توګه تحقيق کوم او همدارنګ د علومو د مزکز دائمي غړې يم.»

ډاکټره محرز له ښځو ډاکټرانو څخه ده چې د کورونا وائرسو د شروع کېدو له ابتداء څخه د طبي عملې په خدماتو بوخته ده. دغه ډاکټره د اته نوي يم کال د کب د مياشتې په درويشتمه نېټه خپله په کورونا وائرسو اخته شوه او د قرنطينې له دورې وروسته په دغو وائرسو بريالۍ شوه او بيا د بيمارانو په خدمت بوخته شوه. ډاکټره محرز په يوه مرکه کښې په ايران کښې د طبي عملې په ستائنې سره په دې هېواد کښې د خلقو په اړه د مينې او قربانۍ د شتون نښه وبلله او د ايران له خلقو يې وغوښتل چې له دې وروسته له يو بل سره دې دغه عشق په خپل ژوند کښې محفوظ وساتي. هغه په دې دوران کښې د انفرادي روغتيائي چارو او د فيزيکي فاصلې خيال ساتل له انسانانو سره د عشق کولو برابر بولي او وائي: « کورونا مونږ ته دا رازده کړل چې د لاسونو د وينځلو او څنګه ټوخي کولو وغېره په شان د وړومبني چلندونو د کلتورجوړونې په چاره کښې وروسته پاتې نه شوو او پکار  دے په دې لړ کښې مضبوط ګامونه پورته کړوو.»

هغه د کورونا د دريمې  څپې داخلېدو ته په پام سره وائي: « له بده مرغه د خبرداريو باوجود په ټوله دنيا کښې خلق کورونا ته خاص پاملرنه نه کوي او دا خيال کوي چې دا بيماري په ختمېدو ته او پکار دے سېل سپاټې وکړوو او سره غونډې جوړې کړوو، په داسې حال کښې د کورونا راتلونکې په هيڅ وجه رونانه او اټکلېدونکے نه دے او پکار دي د ضروري احکاماتو خيال وساتل شي. مونږ پکار دي د ژوند تېرولو طريقې ته له دغو وائرسو سره مطابقت ورکړوو.

د ډاکټرې محرز اصلي فعاليت له اېډز بيمارۍ سره د مبارزې په لړ کښې دے. د ايران د اېډز د تحقيقاتي مرکز د مشر د وېنا له مخط ډاکټره محرز د اېچ آئي وي اېډز په زمينه کښې د معلوماتو د سطحې د اوچتولو او پرمختګ  لپاره په ايران او سيمه کښې يو محوري رول لري. په همدې وجه د نورو تحقيقاتي مرکزونو او په ملګرتيا او د تحقيقاتو، زدکړ او د بېلګې پروګرامونو د ودې په مرستې سره په دغه بيمارۍ د اخته کسانو د عمر د زياتېدو، د اېچ آئي وي له منتقلېدو څخه د مخنيوي او د هغو کسانو چې له اېډز بيمارۍ سره ژوند کوي د سلامتيا د اندازې د اوچتولو په شان اهداف تعقيبوي. دغه مرکز د تهران د طبي علومو له پوهنتون سره وابسته دے چې د تهران د امام خميني (رح) نومې روغتون په کمپلېکس کښې شتون لري. دغه مرکز خپل فعاليت په رسمي توګه له ۲۰۰۵ کال راهسې په څو څانګو کښې په فعاليتونو سره او د اېډز په زمينه کښې د زدکړو، تحقيقاتو، د مخنيونکو او معالجاتي او روغتيائي پروګرامونو د پراختيا په هدف سره شروع کړ.  د ايران د اېډز تحقيقاتي مرکز په اوس حال کښې تمام وخته او نيم وخته  څلوېښت ډاکټران او محققان لري. همدارنګ د هېواد او نړيواله سطح کښې له نورو تحقيقاتي مرکزونو سره پراخې ملګرتياوې لري.

مينو محرز په 1350 کال کښې چې کله څلوريشت کلنه وه له دېرش کلن عمومي ډاکټر او سرجن کوروش شميمي سره واده وکړ. هغوي سره له دې چې بهر هېوادونو ته د تلو مواقع لرلې خو ايران يې غوره کړ. خاوند يې وائي: « ما هيڅکله بهر ته تلل نه خوښول. نه ما حتی نه مې مېرمن ډاکټرې محرز هيڅ وخت بهر ته د تلو فکر نه دے لرلے د دې باوجود چې زما  ورور او د دې ورور ايراني شهريت او نيشنلټي لرله او هلته د تلو او شهريت اخېستو ټول شرائط مو لرل هم تل مو ايران سره مينه لرله. حقيقت دا دے چې مونږ او زمونږ نسلونه پاتې شوو، وجنګېدوو او د ځان لپاره مو حالات له صفر نه جوړ کړل او په دې سېسټم کښې جذب شوو او پاتې شوو.

هغه د دې سوال په ځواب کښې چې آيا څه وخت پښېمانۍ نه شوئ؟ وائي. « هيڅکله نه، نه زه او نه مينو حتی د يوې شېبې لپاره دا احسان نه دے کړے او دا کار مو د چا لپاره نه دے کړے بلکه زمونږ د خپل زړه احساس داسې ؤ.»

ډاکټره محورز وائي: « زۀ اوس هم دا احساس لرم او په چا احسان هم نه کوم چې ووايم د خدمت لپاره پاتې شوو. بس يوازې له ايران سره مو مينه وه او مينه ده.»

ډاکټره محورز دوه اولاده لري. زوے يې له شريف پوهنتون څخه د مېتالوجي کښې فارغ التحصيل دے او يوه لور لري چې تل يې ويل، مور او پلار مې دومره په کار کښې ښکېل وليدل نو فېصله مې وکړه چې په بله څانګه کښې تعليم  وکړم. هغې بيالوجي کښې تعليم حاصل کړ  او اوس د بيالوجي د سپېشلائزېشن ډيګري لري او په آسټرېليا کښې ژوند کوي.

-------

 

ټیګونه