د اسلامي انقلاب ددوهم  ګام  اعلامیه  د تولید ټوپ وهل
(last modified Sat, 03 Apr 2021 12:39:14 GMT )
Apr 03, 2021 17:09 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب ددوهم  ګام  اعلامیه  د تولید ټوپ وهل

د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والوپه دې شیبوکې د اسلامی انقلاب ددوهم ګام د اعلامیې د لړۍپه دوام کې دتولید دټوپ وهنې دمطلبونو  څلورمې برخې سره ستاسوپه خدمت کې یوو.هیله ده د استفادې وړمو وګرځي.

   پرسونګو او فسیلي انرژۍ په تیره بیا په تیلو باندې تکیه په نزدې راتلونکي کې په ملي سویه او همداراز د راتلونکو نسلونو لپاره د نه جبرانیدونکو تاوانونو لامل  کیږي.

                 په نرمیدونکو او پاکیدونکو ځانګړنو سره نوی کیدونکي انرژۍ،د ژواک چاپیریالي او ټولنیزو او اقتصادي پراختیا د موخو له تحقق سره د مرستې سب کیږي  او له دې اړه،د تل پاتې پراختیاظي موخو په پوره کیدا کې مهم رول لري .

د ایران د پراختیا شپږم پروګرام موخو ته کتنه ښئ چې دهیواد سیاستوالان او قانون جوړونکي،له نوي کیدونو سرچینو څخه د ډول ډول بریښناپرتولید په تمرکزسره د نوي کیدونکي انرژۍ  پرلومړیتوب ټينګار کوي .

د بادي ، شمسي  او  جیو تهرمل انرژیو پشمول  له نوي کیدونکو انرژیو څخه استفاده ، له فُسیلی سرچینو سره داړوندوالي او دککړونکو ګیسونو  د خوریداد کموالي  سبب کیږي .

Image Caption
Image Caption

 

اوبه ، باد ، لمر  او جیو تهرمل  یا دمځکې ګرم ساتل ، دپاکو انرژیو  د تولید تر ټولو مهمې سرچینې دي .  دنړۍ د ترټولو وروستیو  احصایو په اساس د دنیا دټولې انرژۍ شپږویشت اعشاره پنځه فی صده ، نوي کیدونکي انرژي جوړوي . په دغې ا ندازې کې د اوبو د بریښنا ونډه هم شپاړس اعشاریه څلور فی صدي ده . همداراز د بادي او لمریزې انرژۍ  ونډه هم  په دې زمینې کې اهمیّت لري .

 په ایران کې ،  له موجودو سرچینو څخه د اوبو له سرچینو د تولیدي بریښنا ونډه له نورو لازیاته ده .د بریښنا-آبي انرژۍ د نړیوالې ټولنې د ترټولو وروستي راپور په اساس،ایران د بریښنا-آبی بټۍ له دولس زره میګاواټو څخه په استفادې سره  د دنیا نولسم او دسیمې په دوهم لمبر کې  راځي .

    مطالعه ددې ښودنه کوي،چې د ایران  د بوشهرولایت ختیځ،د فارس  ولایت جنوب،هرمزګان ولایت،دکرمان اوسیستان او بلوچستان ولایتونو جنوبي برخه،د یزد او اصفهان ولایتونو ځينی برخې چې د ایران مرکز ي او جنوبی سیمې دي ،په پنځه اعشاره پنځه کلوواټ متوسطې تودوخې څخه په برخمیندا سره،د نوي کیدونکي انرژۍ مهمې سرچینې حسابیږي .

 دم ګړۍپه ایران کې د اته سوه څلورویشت میګاواټ ټولګې په ظرفیّت په میګاواټي اندازه یا ریشتر کې  نوي کیدونکي یو سل یو دیرش بټۍافتتاح شوي او اته سوه یوویشت میګاټ نوره هم د جوړیدا په حال کې دي .

 د نوي کیدونکو انرژیو پراختیا تردې دمه  د بریښنا څه دپاسه څلور زره اوه سوه نهه دیرش میلیون کلوواټ هاورز تولید سبب شوي چې له دغې اندازې،د شمسي او بادي  بټيو سره د اړونده  تولیدي بریښنا ونډه  په ترتیب سره ،۴۷ او ۳۷فی صده ده او نوره  هم د آبي بریښنا دسرچینو او د فُسیلي بریښنا  د تولید له بټیو سره اړونده  دي .

 په ایران کې دنوي کیدونکو بټیو په کارونې سره تردې دمه  په کال کې  د ژواک چاپیریال  دڅه دپاسه  درې سوه ټنه ګلخانه اي ککړتیاؤ  مخه نیول شوي  او دغه حرکت د هیواد د ژواک چاپيریال  له ساتلو او د هواد ککړتیاؤ له کمولو سره ډيره مرسته کړې ده .

د نوي کیدونکو سرچینو یو بل امتیاز  له فُسیلي سونګو څخه په لا لوړ ارزښت سره دبډاي شوو پيټروکیمیکل محصولاتو د تولید امکان او دفُسیلي سونګو  په ځاي د دوي د راوستل دي . 

Image Caption
Image Caption

 

له دې اړخه هم  په هیواد کې د نوي کیدونکو بټیو جوړیدا  توانیدلې ده  د کابو یو نیم میلیون  مکعب میټر  طبیعي ګیسو  بچت  وکړي .

 دم ګړۍ  په هیواد کې د پاکو او نوي کیدونکو بټیو دتجهیزاتو  تولیدونکي  یوسل شپیته شرکتونه جوړشوي دي .دا موضوع په هغه کال کې چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له خوا  د  تولید  دټوپ کال نومول شوی،د نوي کیدونکي حوزې کې د انرژۍ او ځواک د وزارت  یوه مهمه او اساسی بریا  حسابیږي . 

        د چین په څير هیوادونو تجربه  په دې زمینې کې د پام وړ ده .چین له ۲۰۰۶کال څخه  چې د نوي کیدونکو انرژیو قانون ئې تصویب کړی،په لازیات توان سره ئې له پاکو انرژیو،د ډبرینو سکورو له بټیو څخه داستفادې  له کمولو،د لازیاتې کارنده ټمپریچر لرونکو بټيو له بشپړتیا او د انرژۍ له سسټماټيک شوو پروژو  له اجرا څخه  استفادې  ته مخه کړې ده .

په ۲۰۱۹کال کې په نوي کیدونکو بټیو کې د دغه هیواد لګل شوی ظرفیّت  په دنیا کې په لومړي لمبر شو .  

د نوی کیدونکو انرژیو او د بریښنائي چارود ادارې مشرمحمدساتکین وائي،تل پاتې پراختیا ته درسیدا او د استفادې ښه کیدا ته د رسیدا لپاره د یوه جامع پروګرام پلانول،د ایران د نوي کیدونکي انرژیو او د بریښنائي  ادارې  یو لومړیتوب دی .  ددغه لومړیتوب  په اجرا کې د انرژۍ  او بریښنا وزارت هوډ لري ،چې  په لنډمهاله پروګرام کې د نوي کیدونکو انرژیو د بریښنا د تولید ظرفیّت  پنځه زره میګاواټ ته ورسوي .  د ایران د نوی کیدونکو انرژیو او بریښنائي استفادې د ظرفیت ټولګه  تردې مه  اته سوه پنځه اتیا میګاواټو ته رسیدلې ده .پوره شوی ظرفیّت توانیدلی دی،د یوز زر دوه سوه اوه اویا میلیون مکعب میټر ه طبیعي ګیس بچت کړي .

په عین حال کې له دغې سرچینې د انرژۍ تولید ډیر لږ دی او په دې زمینې کې ځيني محدودیّتونه شته دي،پردې اساس باید دپاکې انرژۍ دتامین لپاره هم نوره لارې چارې ولټول شي .

  په دې زمینې کې  یوه تجروبه شوي لاره چاره  د ایټمی انرژۍ تولید دی . ایټمي انرژي، د ایټمي  ټيکنالوجۍ  او ساینس   یو ترټولو غوره بحث دی  چې  د مختلفو هیوادونو په تیره بیا د پرمختللو هیوادونو  دانرژۍ په تامینولو کې  غوره رول لري . پر ایټمي انرژۍ،  د نوي کیدونکو انرژیو په اپوټه  په بشپړ ډ ول تکیه کیدلی شي او یوه پاکه انرژي ده . په یوې ایټمي بټۍ کې ، اوبه،  له ایټمي غبرګونونو څخه  په ترلاسه شوي انرژۍ سره ګرمیږي  او  داوبو بخار او بړاس ، په لازیات فشار اودباؤ سره تولیدیږي .دغه بخار او بړاس د ټرباینونو د څرخیدا یا  تاؤولو  لپاره او په نهایت کې د بریښنائي جنریټرانو لپاره کارول کیږي . دم ګړۍ  په نړۍ کې څه ډپاسه  څلورسوه دیرش ایټمي بټۍ  فعالې دي  او د فرانسې په څير د ځينو هیوادنوو انرژي ، زیاتره  له ایټمي بټیو تامینږي .د ایران اسلامی جمهوریت  هم د فُسیلی سرچینو ختمیدا او د هیواد اقتصادي او اجتماعي  پراختیا   مخ په وده  بهیر ته په پام سره ، د بریښنا  دتولیدلپاره،له ایټمي انرژۍ څخه استفاده ضروري او لازمه ګڼي او د څو ایټمي بټیو  جوړول  ئې  دخپلو پاکو اوغیر فُسیلي  انرژۍ د تامینونکو سرچینو د ډولوالي د زیاتولو په زمینې کې  پخپلو سټراټژيکو موخو کې  شامل کړي دي .

 د ایران د انرژۍ او ځواک وزیر رضا اردکانیان په ایران کې د ایټمي بریښنا د تولید د ونډې د اندازې په باب وائي، د بوشهر ایټمي بټۍ په داسې وخت کې چې بشپړ تیاره ده هغه توان چې چینل ته ئې وردوي ، زر میګاواټه دی او باید ووئيل شي ، چې دم ګړۍ  په  هیواد کې  دایټمی بریښنا  دتولید ونډه  له دوو فی صدو هم کمه ده .

 د بریښنا دتولید ددغې ونډې دزیاتولو په خاطر، دوه نورې  ایټمي بټۍ  یعني  د بوشهیر د ایټمي بټۍ  دوهم او دریم یونټ  برابرول هم  د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د  ادارې  په اجرائي پروګرامونو کې  شامل شوي دي .

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه