د لرغون کوټ سیل (د شاهرو ښارسیل)
د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې دلرغون کوټ دسیل نومې لړۍ له ننني څلورپنځوسم مطلب سره ستاسو په خدمت یوو،هیله ده په دغه مطلب کې چې د سمنان ولایت په سیل ځوو،او ددغه ولایت د مرکز شاهرود ښکلي ولسوالۍ سره بلدیږو، له مونږ سره ووسئ .
خوږو دوستانو د سمنان ولایت مرکز شاهرود ښار دسمندر له سطحې څخه په یو زر درې سوه اتیا میټره لوړوالي سره ، ددغه ولایت یو تر ټولو پراخ او پرنفوسه ښار دی .وئیل کیږي ،د شاهرود ښار لومړنی مرکز د شاهرود ستر سین په شاوخوا کې بڼه موندلې چې ددغه سین په اساس سیمه شاهرود نومول شوي ده .شاهرود خاصو جغرافیائي شرائطو او د البرز غرونو دلړۍ او د دښتو لرونکي ټاټوبو په لمن کې له ډول ډول آب وهواا برخمن دی . چې ددغه ښار په آب وهوا کې د ډير ډولوالي لامل شوی . او د مختلفو کرهڼيزو محصولاتو پر تولیداتو سربیره په معدني موادو کې هم د ډولوالي سبب شوی دی . دغه سیمه چې د ایران دډبرینو کاڼو یو قطب شمیرل کیږي ، د ګچ ، پيتل یا زیّړ، او د ډيرو ښکلو کاڼو مختلف ډولونه هم لري .په ټول کې شاهرود ، د کم پیداکیدونکو ځنګلي حیواناتویا ځناورو په ډولونو او له ترټولوسترو ساتل شوو سیمو سره یخه آب و هوا لري . په دغه ښار کې ښکلي ځنګلي پارکونه او باغونه ، او ډيرې په زړه پورې یخه اوساړه هوا او یخ موسم لري . دغه ښار تل دتحارتي کاروانونو لپاره تل یوه ډ اډمنه لاره حسیابیږي او په بله معنا، د خراسان ،تهران ، مازندران او دایران دمرکزي ولایتونو پخوانۍ څلور لاری حسابیږي .
شاهرود د قاجار په پړاؤ کې د ایران دیوه مهم تجارتي قطب په توګه حسابیدشوی دی .په ۱۲۳۸قمری کال کې ، یوه انګریز تاجر او سیل کوکي جمیز بیلی فریزر شاهرود یو آباد ښار معرفي کړی او وئیلي ئې دي ،؛ د شاهرود بازار له هر اړخه د ژوند ضروریات تامینوي او په دغه ښار کې هرډول شیان موندل کیدلی شي . شاهرود ډير میوه دار باغونه او ښیرازه مځکې او دخرماؤ باغونه لري . ددغه ښار په شاوخوا کې هم ډير پرنفوسه کلي هم شته دي .
هوتم شینډنر هم د خراسان په سفرنامې کې ددغه ښار دبازار او تجارت د رونټیا او زیاتیدونکي آبادۍ په باب خبرې کړي او د شاهرود په اړه ئې لیکلي دي ، ډیر تاجران لري او ددوي معامله دا ده چې له خراسانه ، مالوچ ،وریښم او پيتل یا مس او ګوګړ یا سلفر به اخستل او په اروس ولایت باندې به ئې خرڅول او په بدل کې به ئې ورځیني وسپنه ، بوره و دماهوت چاي ، ټوکر یا کپړه راوړله .باغونو دښآر ګیرچاپیره دشنه کمربندي جوړه کړې ده . هرې خوا ته چې کورې ، نو شنه او له صفا ډک باغونه لیدل کیږي .
له شاهروده ترلاسه شوي ، تاریخي او ارزښتمند آثارو کې له میلاده پنځه زره پنځه کاله مخکې پړاؤ سره اړونده د چخماق د کاڼو څوکه ، له اوه زره کاله مخکې پړاؤ سره اړونده دخوریان لوړه څوکه ، درې زره کاله مخکې پړاؤ سره اړونده دشاهرود ښار دبولوار لوړه څوکه ، په تیرو وختونو کې د دغه ټاټوبي د خلکو دپخواني تمدن او کلتور پخوانۍ او په زړه پورې آثار لري ، دغه تاریخي آثارو د شاهرود سیمې ارزښت او تاریخ لازیات په زړه پورې کړی او وئيل کیږي،ځيني ترلاسه شوي تاریخي آثار دشاهرود ښار په میوزیّم کې ساتل کیږي . مناسبه ده چې دشاهرود میوزیم ته یو چکر ووهو .
د شاهرود میوزیم په دوو برخو ،یعني د مردم شناسۍ او دوهمه برخه هم د لرغون پيژندنې ده . په لرغون پيژندنې برخې کې چې د ودانۍ په لومړني پوړ کې واقع ده ، د چخماق دکاڼو، دحصار لوړې ، خوریان لوړې او بلوار لوړې او همداراز داسلامی پړاؤ آثار له زرګونو کلونو مخکې سره اړونده آثار دخلکو نندارې ته وړاندې شوي دي . په دغو آثارو کې د خټينو شیانو، برنز او د شیشې لوخي شامل دي .
د شاهرود دمیوزیم د مردم شناسائۍ په برخې کې چې د ودانۍ په دوهم پوړ کې واقع دی او په شاهرود کې داوسیدونکو قومونو او خلکو له ژوند او دمالدارۍ او کرهڼيزو چارو په څیر د حرفه اي نندارتون سره اړوندده شیان او آثار نندارې ته وړاندې شوي دي . همداراز په غُرفو کې ددغو سندونو او د سیمې دخلکو دقالیو او د شیانو نندارې ته وړاندې کول په ډير ښه او ښکلي ترتیب سره کیښودل شوي دي ، او دغه راز د تعزئې او تیټر په بڼه د آثار هم په دغې برخې کې نندارې ته وړاندې شوي دي چې ګواکې د سیمې د خلکو داعتقادي لیدتوګو یو اړخ ئې نندارې ته وړاندې کړی دی .
دشاهرود یو بل تاریخي اثر ، ددغه ښار جامع جومات دی ، چې مخینه ئې ایلخاني پړاؤ ته ګرځي . دغه جومات دپه یوه هال مشتمل دی او یو صحن ، دوه فرعي هالونه ، او د اوبو یوه زیرمه لري . دجومات چت په ګنبد یا ګنبسۍ په ایراني سټایل سره جوړ شوي دي او یوه وخت په جومات کې هم څلور محرابونه وو. د جومات په اصلی ودانۍ کې په نوي پړاؤنو کې ډير بدلونونه رامینځةشوي دي ، په دې توګه چې د لومړنۍ ودانۍ څه خاص برخې په هماغه بڼه نه دي پاتې او زیاتره بڼې ئې نوي شوي دي . دشاهرود جامع جومات په ۱۳۷۶لمریز کال کې د۱۷۵۶ شمارې سره د ایران دیوه ملی اثر په توګه ثبت شوی دی .
دوستانو مناسبه ده چې پوهه شئ ، شاهرود ولسوالۍ دجاذبو له نظره یو شمیر خاص طبیعي ارزښتمن ځایونه لري ، چې د وخت محدودیّت ته په پام سره ، یوازې د ابر ځنګل مشهورې سیمې یو شمیر طبیعي جاذبو مو خبروو .
که دشاهرود ښار څخه د شمال ختیځ په لور په پنځوس کلومیټرۍ کې حرکت وکړو ، نو له یوې فاصلې وروسته له یوې کږې وږې لارې په تیریدو سره د ابر نومې ځنګل ته رسیږو . دغه ځنګل دشاهرود په سترې لارې کې دګلستان ولایت آزاد شهر ته او ابر کلي ته تیریږي او دایران د شمال دشنو ځنګلونو دوام دی . دې ته په پام سره چې غالبا ددغه ځنګل فضا کې زیاتره وریّځ وي ، په ابر ځنګل مشهوره ده . ابر نومې ځنګل په پنځه دیرش هیکټره مځکې پراخوالي سره ، د نړۍ دهیرکاني ځنګلونو تر ټولو وروستۍ پاتې برخه شمیرل کیږي . دغه ځنګل په درو دلیلونو سره نړیوال شهرت لري . لومړی دا چې دهیرکاني لرغوني ځنګل یوه برخه ده او بې مخینې درملیز بوټي پکې ترسترګو کیږي . دوهم دلیل ئې ددغې موقعیّت سره اړونده دی ، یعني د دوو ځنګلی اونیمه صحرائي سیمې اکو سسټم ترمینځ ده . په دې توګه چې ددغې برخې په ځنګلونو کې د سترو پاڼو لرونکو ونو ترڅنګ د ازغنې پاڼې لرونکي ونې هم ترسترګو کیږي ، چې دا چاره د ځناورو او حیواناتو په ژوند هم یو ډ ول اغیزې شیندي او دځناؤرو له شره پاتې شوې ده .دریم دلیل ئې ددې خاصې جغرافیا په خاطر دی ، په دې توګه چې دلوړې ارتفاع او ټيټې سوئې دوې سیمې دیوې بلې تر څنګ واقع دي . نو ځکه په دغې سیمې کې د وریّځو دسمندر د جوړیدا شاهدان یوو ، چې په دنیا کې ډيره کم ساري پيښه حسابیږي . د ځنګل او وریځو یو ځاي کیدا ډيره په زړه پورې منظره نندارې ته وړاندې کوي چې هر یو سیلانی ئې په لیدو حیرانه کیږي . او په همدې خاطر دغه سیمه هم ، د ۱۳۹۸لمریز کال په سلواغې میاشت کې د ټوریزم او فرهنګي میراث د ادارې په وسیله د ایران د طبیعي میراث په لیسټ کې ورزیاته شوې ده
(سیماب)
***********************************************