پاکستان د افغانستان په خاوره حملې نه دي کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان خارجه وزارت پرون هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ادعا کوي پاکستان په افغانستان کښې هوايي حملې کړي دي او اسلام اباد دغه راپورونه بې بنسټه او دروغ وبلل.
د پاکستان د خارجه وزارت دغه بیانیه له هغو خبرونو خپریدا وروسته راغلي ده چې وايي پاکستان د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې هوايي حملې کړي دي.
د افغانستان «هشت صبح» ورځپاڼې د ځینو سرچینو په قول وویل چې پاکستان پرون سهار د ننګرهار ولایت په ګوشته ولسوالۍ کښې په سلاله سیمه کښې په ځینو هدفونو هوايي حملې کړي دي.
د پاکستان د هوايي حملو په اړه دغه راپورونه په داسې حال کښې ورکړل شوي دي چې په ټول پاکستان کښې اوس ترهګرې حملې زیاتي شوي کومې چې ویل کیږي په افغانستان کښې دیره د تحریک طالبان پاکستان ډلې لخوا پلان او ترسره کیږي.
تحریک طالبان ټروریسټي ډلې چې د افغانستان له طالبانو سره ورته تفکر لري تیر کال په پاکستان کښې کابو سل ترهګرې حملې کړي دي چې اکثره یې په تیرې اګست میاشت کښې له حکومت سره د دغه ډلې د اوربند د موافقې له ختمیدا وروسته شوي دي.
د پاکستان د ملي امنیت کمیټۍ د افغانستان د طالبانو په چارواکو غږ کړی چې په خپله خاوره کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته پناه مه ورکوي او دغه ډلې سرپرستي دې نه کوي.
د پاکستان حکومت د افغانستان په خاوره کښې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره خپله کلکه اراده څرګنده کړي ده.