May 08, 2016 16:09 Asia/Kabul
  • وحدت په اسلامي نړۍ کښې (۱۴)

درنو او محترمو دوستانو په اسلامي نړۍ کې د وحدت د مطلب له یوې بلې برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو په دې برخه کې د اسلامی و حدت د تحقق یعنې د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د ټولنې دجوړولو لپاره د ایت الله خامنه ای د عملی وړاندیز په هکله درسره غږیږو په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کیدو فرصت ولرئ.

ګلونو  دوستانو که تاسو ته یاد وي په تیرو برخو کې مو د ایت الله خامنه ای په نظر  لیدتوګو کې د اسلامي و حدت په مقام درسره وغږیدو  او ومو ویل چې دوی تفرقه د اسلامي نړۍ لپاره یوه وژونکی زهر ګڼي  او  د استعمارګرانو لاسونه چې د اسلامی هیوادونو د شتمنیو او سرچینو په لوټلو پسې دي د دغه اختلافاتو د پيدا کیدو عامل بلي.  همداراز مو وویل چې ایت الله خامنه ای  له اهل سنتو او شیعیانو سره د پردیو دښمني  دیو هدف  دتحقق لپاره ګڼي  چې هغه له سوچه اسلام سره مقابله ده  په همدې اساس یو بل ته د اهل سنتو او شیعیانو  سپکاوی د اسلام د دښمنانو د موخو په لړ کې ګڼي او دواړه لوري په کلکه له دغه کاره منعې کوي .  په دې پروګرام کې به د تیرو بحث په دوام کې د ایت الله خامنه ای په افکارو او لیدتوګو غږیږو او د اسلامی مذهبونو د نزدیکت لپاره د عملي وړاندیز یعنې د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د ټولنې په جوړیدو خبرې کوو.
ایت الله خامنه ای دیني اعمال د اسلامي وحدت د تحقق یوه  ارښتمنه ذخیره ګڼي او د حج مراسم   چې د مسلمانانو د عقیدتی او فکري اتحاد تجلي ده  ددغه هدف د تحقق یوه لاره ګڼي.  دوی د حج مراسم  د مسلمانانو د افکارو د  یو ځای کیدو او د اسلامی امت دګډو اندیښنو او مسایلو د بیان لپاره بهترین فرصت بلي  او وایي:«مونږ عقیده لرو چې اسلام د مسلمانانو وحدت او په خدای د مومنو  او موحدو کسانو اتحاد  یو فرض  ګرځولی دی  مونږ باوری یوو چې د خدای دکور  د حج یو لوی هدف دادی چې مسلمانان یو بل ته نزدې کړي  دا چې خدای د حج سورې په اوه ویشتم ایت کې فرمایي « واذن فی الناس بالحج یاتوک رجالا و علی کل ضاریاتین من کل فج عمیق » او د نړۍ ټول مسلمانان  په معینو ورځو او په محدودو ځایونو لکه عرفات و مشعر و منا و مسجد الحرام کې راغونډوي ، د همدې لپاره دي  ولې  دوي له یو بل سره د مسلمانانو له  اشنایۍ  ویریږي.؟! مساله دا ده چې  اسلامي وحدت او د مسلمانانو د فکر نظر او خبرې یووالی  د استکبار او په تیره بیا غدارې امریکا  او  په نړۍ  دسلطې د  حاکمیت په سسټم کې د استکبار د وسایلو لپاره خطرناکه ده . ( حدیث ولایت ، ۴ټوک  ۲۹۷مخ)
دوی د رسول اکرم ( ص) له اهل بیتو سره توسل  او دهغوی لمنه راټینګول  د اسلامي وحدت د تحقق لپاره د اسلام د دین یوه بله ارزښتمنه زیرمنه زیرمه ګڼي  او په دې باور دي چې د اهل بیتو محبت او د دیني معارفو تعلیم چې د ټولو اسلامي فرقو ګډ او اجماعی ټکی دی  د نړۍ دمسلمانانو د پيوستون د تکیې ځای ګرځیدلی شي.  دوي په دې اړه فرمایي:  مسلمانان  په اهل بیتو پورې په اړوندو دوو ټکو کې اتحاد  او اتفاق لرلی شي  یو محبت دی چې یو احساسی او عقیدتی ټکی دی  او مسلمانانو ته له اهل بیتو سره د مینې امر شوی  او ټولو منلی هم دی .  دا ټکی د ټولو مسلمانانو د احاسساتو او جذباتو مرګز ګرځیدلی شي.  دوهم ټکی  د قران  په څنګ کې  او د  ثقلینو د حدیث  مطابق  د الهی احکامو او معارفو تعلیم  دی چې  دا حدیث  شیعه سني او نورو مختلفو فرقو نقل کړی دی . دا یو مهم څیز دی  چې  په اسلامي نړۍ کې د اهل بیتو د بیرغ پورته کول  په حقیقت کې کولی شي  اسلام او مسلمانان  له دغو دوو نظرونو راغونډ کړي  . نن ټولو مسلمانانو ته دغه فرصت ورکړل شوی دی.  ( حدیث ولایت ، ۴ ټوک  ۲۱۶ مخ)
د اسلامي وحدت د تحقق لپاره د ایت الله خامنه ای یو مهم وړاندیز  د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د ټولنې جوړول دي  دا ټولنه  د اسلامی فرقو مشرانو د افکارو  د رد و بدل  او د اختلافاتو د کمولو  او  د لاډیرې  غږملتیا  لپاره زمنیه برابروونکې ده . دوی د دغه شان یوې ټولنې د جوړیدو او  دهغې د اهدافو په هکله  فرمایی: « په نړۍ کې یو میلیارد مسلمانان  شته دي چې  د خدای ، پیغمبر،لمونځ  حج کعبې او قران او ډیرو اسلامي احکامو په هکله یو نظر لري  یو څه اختلافی ټکي هم لري  ، دوی راشي  او همدغه اختلافي ټکي راونیسي او یو بل سره  وجنګیږي ، چې هغه څوک چې  بیخې د خدای پيغمبر او  دین او نور هر سره مخالف دی ، خپل کار وکړي  آیا دا عاقلانه کار دی؟!
مونږ وویل  یو شمیر عالمان او متفکران دې په خپلو کې کښیني  او په علمي  او فرهنګي سویه دې  د نزدیکت او تقریب لپاره « موسسه التقریب بین المذاهب الاسلامیه» جوړه کړي   په اهل سنتو کې څلور فقهي مذهبونه شته دي   امامیه مذهب شته دی زیده مذهب  او نور اسلامي مذهبونه شته دي  دوي دې کښیني او ودې ګوري چې  په دیني او  علمي مسایلو کې  څومره له یو بل سره ملګرتیا  او کار کولی شي.
دوی ددغه شان یوې ټولنې جوړیدل  د اسلامي نړۍ یو ضرورت او  پر هغه واکمنه  استراتژي  د اسلامي وحدت دپلماسي ګڼي  . هغه حضرت  ددغه شان ټولنې د  جوړیدو د بریاوو او نتایجو په هکله  فرمایی: « نن اسلامی نړۍ  دغه تقریب ته ضرورت لری  په دې نزدیکت کې  اسلامی فرقې باید د فکر او عقیدې له نظره یو بل ته نزدې شي  کیدی شي د یو بل په هکله د دځینو فرقو تصورات او  په بحث و مذاکرې سره ښې نتیجې ته ورسیږي ، ښایي ځینې بدګمانۍ  لرې او ځینې عقیدې انډولې او  ځینې افکار په  رښتیا هم  یو بل ته نزدې شي. البته که دا کار وشي   تر بل هر کاره ډیره ښه دی  لږترلږه  به  په ګډو ټکو تاکید وشي  د دغه خبرو او مذاکراتو لږ ترلږه فایده به دا وي.  نو په دې اساس  باید د تفرقه اچوونکو مسایلو له سپړلو ډډه وکړو. ( حدیث ولایت ، ۸ ټوک  ۷۹مخ)
ښایی د مخاطبانو او قدرمنو اوریدونکو په ذهن کې دا پوښتنه پیدا شی چې  د تقریب په ټولنه کې د اسلامي وحدت د دپلماسۍ  له تعقیبولو د دوي مطلب څه دی . په دې اړه باید ووایو  د وحدت په دپلماسۍ کې  له ملی ګډو ورهاخوا  ګډې او مصلحتونه  مطرح دی  او د اسلامي نړۍ او اسلام  مصالح هم په نظر کې نیسي. اسلامی وحدت  د یو هیواد نه بلکې د اسلامي نړۍ ګټو ته په پام سره  دی  که څه هم د اسلامي نړۍ په ګټو کې  د مسلمانو هیوادونو ملی ګټې هم تامنیږی. مهم ټکی دا دی چې  له هغوی منافعو مطلب چې  د دپلماسۍ په تعریف کې پټې دي  اسلامي ګټې او مصالح دي چې ملي ګټې یې هم په ضمن کې دي.  له قدرته مطلب هم اسلامي وحدت دی  چې د اسلامي نړۍ د قدرت د یو مهم عنصر په توګه  څرګندیږي  پر دې اساس  د اسلامي وحدت دپلماسي داسې تعریفولی شو.«د اسلام د ګټو او د اسلامي نړۍ او اسلامي هیوادونو د ګټو د تامین لپاره د اسلامی وحدت  د کارولو فن او هنر»
د دغه دپلماسۍ د تحقق  یو اساسی توکی  په ټولو اسلامی هیوادونو کې  د مصالحو او ګټو د جوړولو لپاره د زمینې برابرول دي  په دې معنا چې  که د اسلامي ټولنې یوه برخه  په علمی اقتصادي او حتی پوځی برخو کې قوي  شوه ددغه برخې پياوړتیا نورو برخو ته  هم غځیدلی شي.  د مثال په توګه  که د ایران ، پاکستان، مصر او انډونیشیا په شان یو هیواد  په یوې برخې کې  علمي او ټیکنالوجیکه ترقي وکړي  دغه ترقي په اسانۍ سره نورو هیوادونو ته  ورسیږي.  یو بل عنصر  د مشترک دښمن پیژندل دي  د مثال په توګه  باید پوه شو چې د صهیونسټ رژیم دښمني یوازې په  فلسطین او ګاونډیو هیوادونو پورې محدوده نه ده  بلکې له ټولې اسلامي نړۍ سره دښمني ده  او د دغه شان خبرې درک کول به  په مسلمانانو کې د غږملتیا په پيدا کولو کې مهم رول ولري.
یو بل ټکی چې د اسلامي وحدت د دپلماسۍ په پيژندلو کې ورته باید پام وشي  په دغه بهیر کې د پوهانو رول دی.د دغه دپلماسۍ  د تحقق لپاره له هر څه مخکې باید  په اسلامي نړۍ کې د  پوهو او نابغه کسانو یوه غونډه او بحث وشي  او د وحدت استراتژیک سند جوړ او  موجود شرایط تجزیه او تحلیل کړي   له دې نظره د دیني مدرسو او پوهنتونونو د  پوهانو رول  د وحدت د دپلماسۍ په  جوړولو او نافذولو کې  محوري او مرکزي دي  ځکه چې  د خبرو اترو په چوکاټ کې ده چې  دپلماسي معنا پیدا کوي  نو که  د دپلماسۍ یو  مهم توکی  ارتباطات وګڼو د اسلامي نړۍ د پوهانو تر مینځ ارتباط به د وحدت د دپلماسۍ  یوه مهم ضرورت وي  په دې ډول چې  د اسلامي نړۍ  د پوهانو له خبرو اترو پرته  به اسلامي وحدت نیمګړی او بې نتیجې وي.
ګلونو  اوریدونکو د وخت کمي ته په پام سره  دا برخه همدلته پای ته رسوو په راتلونکې برخه کې به که خدای کول د شیعه  او سني عالمانو  یعنی آیت الله بروجردی رضوان الله تعالی علیه او  ارواښاد شیخ شلتوت  ترمینځ د مذهبوتو د تقریب په هکله درسره وغږیږو تر هغې مو په لوی خدای سپارو.

ټیګونه