تفسیر ساده او روان آیاتونه 26 تا 28 سوره غافر
درنو او محترمو اورېدونو د خپرونې په دې برخه کې د قراني پلوشو د پروګرام له یوې بلې برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو په دې برخه کې به د قران مجید د غافر سورې له شپږویشتم تر اته ویشتم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي. په دې هیله چې د استفادې وړ مو وګرځي.
په سر کې مو پام رااړوو د غافر سورې د شپږ ویشتم ایت تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:
«وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِی أَقْتُلْ مُوسَى وَلْیَدْعُ رَبَّهُ إِنِّی أَخَافُ أَن یُبَدِّلَ دِینَکُمْ أَوْ أَن یُظْهِرَ فِی الْأَرْضِ الْفَسَادَ»
او فرعون (خپلو درباریانو ته) وویل: تاسو ما پرېږدئ چې زه(دا) موسٰى ووژنم او دا دې خپل رب ته چغې ووهي، بېشكه زه له دې وېرېږم چې دا به ستاسو دین بدل كړي، یا به په ځمكه كې فساد خپور كړي.
په تېره برخه کې د یوازیني خدای پرستش ته د فرعون د بللو لپاره د حضرت موسی علیه السلام د هڅو خبره وشو او دا چې هغه ته یې وویل چې د بني اسراییلو له ځورولو لاس واخلي. دا ایت فرمایي: د دغو بلنو په وړاندې چې له معجزې او برهان سره یو ځای وې، فرعون چې په کبر او لویۍ اخته شوی ؤ خپلو خواوشا کسانو او درباریانو ته وویل: که موسی په خپل حال پرېږدو، خلک به زمونږ د حکومت په خلاف بلوا ته وغواړي او ستاسو دین به بدل او ټولنه به په فساد او تباهۍ اخته کړي.
دلته فرعون د مصوی د وژلو لپاره خپله دوه دلیلونه ذکر کوي هغه وایې: له دې وېرېږم چې ستاسو دین بدل کړي! یا دا چې په ځمکه کې فساد ښکاره کړي. که غلی پاتې شم موسی به د مصر د خلکو په زړونو کې ډېر په چټکۍ سره ځای وکړی او د بت پالنې دین به د یکتاپرستۍ په دین بدل شي. نو ځکه مصلحت په دې کې دی چې هغه زر تر زره ووژل شي.
البته د فرعون له نظره دین یوازې د هغه او د بوتانو پرستش نه ؤ . د هغه د نظر وړ دین دا ؤ چې خلک وغولول شي او د هغوی حماقت د ده د جابرانو او ظالمانه واکمنۍ د سپېڅلې ګڼلو لپاره یوه وسیله وګرځېږي. د فرعون له نظره فساد هم، د ظالمانه حکومت په خلاف د خلکو راپاڅېدل او له بندونو د محرومو خلکو ازادېدل او له ټولنې د شرک او بت پرستۍ د نښو ختمېدل وو.
البته له حق سره د مقابلې لپاره دغه چلولونه یوازې په فرعون پورې رالنډ نه دي بلکې په تاریخ کې همېشه ظالمانو جابرانو او مفسدانو د خپلو جنایتونو او له الهي کسانو سره د خپلې مقابلې د توجیه لپاره دغه شان دروغې پلمې راوړې دي. لکه څنګه چې نن هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دغه شان منفي تبلیغات ګورو.
په هر حال، فرعون دغو دلایلو ته په اشارې سره وویل چې یوازینۍ چاره دا ده چې موسی ختم کړو او ورته ووایو چې که رښتیا وایې چې ته د خدای استازی یې، خپل خدای وبله چې زمونږ له لاسه دې خلاص کړي.
البته د فرعون اکثره درباریانو او سلاکاران د هغه له دغه نظر سره موافق نه وو، هغوي پوهېدل چې په ټولنه او بني اسراییلو کې د موسی مهم مقام ته په پام سره ، د هغه وژل به په خلکو کې منفي پایلې ولري او د هغوي د سرکښۍ او بلوا سبب به شي. پر دې سربېره، د هغه دین به ډېر پلویان پېدا کړي او حالات به بیخي د حکومت له لاسه ووځي.
درسونه:
۱: د استبدادي او فرعوني حکومتونو منطق د حق د مشرانو وژل او له مینځه وړل دي.
۲: دې ته په پام سره چې ظالم او سرکښه واکمنان خپله بقا د موجود حالت په ساتلو کې ګڼي، په ټولنه کې هر ډول اصلاحي حرکت فساد او د ټولنې د ثبات د ختمېدو سبب ګڼي، هغوي دیني او ټولنیزو مصلحانو ته مفسد کسان وایي چې غواړي د ټولنې نظام ګډ وډ کړي.
۳: په استبدادي او ظالمانه نظامونو کې که امنیت او ارمښت ټینګ هم وي، د ځپنې او په زوره د ساډوبۍ د حالت د واکمنولو په وجه وي. واقعي امنیت او ارامښت یوازې د بیان او افکارو د ازادۍ په بڼه کې ټینګېدای شي.
تلاوت آیه 27 از سوره غافر
«وَقَالَ مُوسَى إِنِّی عُذْتُ بِرَبِّی وَرَبِّکُم مِّن کُلِّ مُتَکَبِّرٍ لَّا یُؤْمِنُ بِیَوْمِ الْحِسَابِ»
او موسى وویل چې بېشكه ما د خپل رب او ستاسو د رب پناه نیولې ده له هر تكبر كوونكي نه، چې د حساب په ورځې ایمان نه لري.
د وژلو د ګواښ په وړاندې چې د فرعون له خوا وشو، حضرت موسی په ډېر ارامښت او له ګواښه په نه وېرېدو سره وویل چې ستاسو د ګواښونو په وړاندې زما پناه، هغه خدای دی چې زما او ستاسو پالونکی دی؛ تر څو چې هغه ونه غواړي تاسو د هیڅ کار طاقت نه لرئ. هماغه خدای چې کله زه دنیا ته راغلیم او تاسو زما د وژلو اراده لرله، د هغه په امر مې مور په یو صندوق کې واچولوم او په نیل یې لاهو کړم بیا تاسو زه له اوبو راونیولم او په خپله لمنه کې مو لوی کړم.
نن هم هماغه خدای زما ساتونکی دی او هیله من یم چې ما به ستا په شان د مستکبرانو او ظالمانو له لاسه ساتي. خو که هغه اراده کړې وي چې زه شهید شم نو د شهادت لپاره پوره پوره تیار یم او هیڅ وېره نه لرم. په هر حال ما ځان هغه ته سپارلی او پوهیږم چې کېږي هغه څه چې خدای یې غواړي، نه هغه څه چې تاسو یې غواړئ.
درسونه:
۱: د دښمن له ګواښونو وېره نه ده پکار، خدای ته پناه وړل پکار دي. ځکه چې ټولې چارې دهغه په لاس کې دي او باید پوه شو چې تر خدایه لوړ طاقت نیشته.
۲: تکبر او اسکتبار فرعوني خوی دی، که څه هم د دغه خوی لرونکی د فرعون په مقام او چوکۍ کې نه وي.
۳: د حق په وړاندې تکبر، په خدای او د قیامت په ورځ د ایمان نه راوړلو سبب کیږي.
تلاوت آیه 28 از سوره غافر
«وَقَالَ رَجُلٌ مُّؤْمِنٌ مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ یَکْتُمُ إِیمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَن یَقُولَ رَبِّیَ اللَّـهُ وَقَدْ جَاءَکُم بِالْبَیِّنَاتِ مِن رَّبِّکُمْ وَإِن یَکُ کَاذِبًا فَعَلَیْهِ کَذِبُهُ وَإِن یَکُ صَادِقًا یُصِبْکُم بَعْضُ الَّذِی یَعِدُکُمْ إِنَّ اللَّـهَ لَا یَهْدِی مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ کَذَّابٌ»
او په اٰل فرعون كې یو مومن سړي چې خپل ایمان يې پټ ساتلو، وویل: ایا تاسو یو سړى په دې وجه وژنئ چې هغه وايي: زما رب الله دى، حال دا چې یقینًا هغه تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیلونه هم راوړي دي او كه دى دروغجن وي، نو په همده باندې د خپلو دروغو ضرر دى او كه دى رښتینى وي(نو بیا خو به) تاسو ته د هغه(عذاب) ځینې برخه درورسېږي چې دی يې تاسو ته وعده دركوي، بېشكه الله هدایت نه كوي هغه چا ته چې له حده تېرېدونكى، ډېر دروغجن وي.
د فرعون په درباریانو کې، د هغه یو خپل موجود و چې په حضرت موسی یې ایمان راوړی ؤ، خو خپل امیان یې پټاوه
چې په حساسو وختونو کې د حضرت موسی مرسته وکړی شي. هغه چې کله خبر شو چې فرعون د موسی د وژلو اراده لري ، نو په ډېر مېړانه رامخکې شو او په خپلو موثرو خبرو سره یې د حضرت موسی سر له دغه توطئې وژغوره.
هغه په دې منطق سره له فرعون سره خبرې وکړې چې که : د موسی ادعا دا ده چې هماغه خدای چې خالق دی د نړۍ د چارو چلوونکی هم دی او د ټولو تدبیر د هغه په لاس کې دی، هغه موسی د خلکو د هدایت لپاره رالېږلی او د خپل حقانیت د اثبات لپاره یې معجزې هم ښودلې دي. نو تاسو ته د هغه په مساله کې بیړه نه ده پکار، د خپل کار په انجام فکر وکړئ ګني پښېمانه به شئ.
هغه د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې د موسی چاره له دوو حالتونو بهر نه ده: یا خو رښتیا وایي او یا دروغجن دی. که دروغ وایي، د دروغو انجام به یې په خپل تاوان وي، خلک به پرې پوهه شي او په خلکو کې به رسوا شي خو که رښتیا وایي، نو لږ ترلږه ځینې وعدې یې چې د الهي عذاب په هکله ورکړې ښایي محققې شي او تاسو به نو تباه شئ. نو د هغه وژل له عقله لرې خبره ده او بهتره ده چې د هغه د وژلو لپاره اقدام ونه کړو.
۱: موسی د فرعون د ګواښ په وړاندې خدای ته پناهیوړه او خدای هم د فرعون د دربار یو سړی مامور کړ چې مرسته یې وکړي.
۲: کله کله د ظلم په دربار او سسټم کې د تقیې کول او د خپلې عقیدې پټول، د ظلمانو د ګواښونو او فشارونو د مخنیوي او د مهمو ماموریتونو د سرته رسولو لپاره ضروري وي او په خدای له ایمان سره منافات او ډغره نه لري.
۳: له مخالفانو سره په خبرو ک باید تعصب پرېږدو او داسې ونه وایو چې مونږ رښتیا وایو او تاسو په غلطه یئ.بلکې د آل فرعون له رودې استفاده پکار ده ( هغه وویل موسی یا رښتیا وایي یا دروغ) که رښتیا وایي نو هغه څه چې وعده یې کړې هغه به کیږي او دا دا نتیجې به لري. او که دروغ وایي نو په خپل تاوان یې ده په خلکو کې به رسوا شي.
پای.