Oct 18, 2021 13:50 Asia/Kabul

  درنو او محترمو اورېدنکو تاوده سلامونه مو ومنئ د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره --- ستاسو په خدمت کې یوو په دې هیله چې تر پایه راسره د پاتې کېدو فرصت ولرئ. په دغه پروګرام کې به د غافر د مبارکې سورې له څلور دېرشم تر اوه دېرشم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي. 

نو په  سره کې پام وکړئ  د غافر سورې د څلور دېرشم ایت تلاوت ته  هلته چې لوی خدای فرمایي: 

«وَلَقَدْ جَاءَکُمْ یُوسُفُ مِن قَبْلُ بِالْبَیِّنَاتِ فَمَا زِلْتُمْ فِی شَکٍّ مِّمَّا جَاءَکُم بِهِ حَتَّى إِذَا هَلَکَ قُلْتُمْ لَن یَبْعَثَ اللَّـهُ مِن بَعْدِهِ رَسُولًا  کَذَلِکَ یُضِلُّ اللَّـهُ مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ مُّرْتَابٌ»

 

او یقینًا یقینًا تاسو ته له ده نه مخكې یوسف په واضحو دلیلونو سره راغلى و، نو تاسو د هغه څه په باره كې چې تاسو  یې راوړى و؛ تل په شك كې وئ، تر دې پورې چې كله هغه مړ شو، تاسو وویل: له ده نه وروسته به الله له سره هېڅ رسول راونه لېږي، همداسې الله ګمراه كوي هغه څوک چې له حده تېرېدونكى، شك كوونكى دى.

 

 په تېره برخه کې مو وویل چې د  آل فرعون مومن  چې د فرعون له نزدې کسانو او درباریانو یې ؤ، د حضرت موسی د قتل د نقشې د مخنیوي لپاره یې مختلفو طریقې و ازمایلې، په دې ایت کې هغه ایمانداره کس د حضرت یوسف تاریخ ته اشاره کوي او وایي:

 یوسف د خدای یو پېغمبر ؤ چې ډېر وخت یې نه دی تېر شوی، سره له دې چې د نبوت لپاره یې مختلف دلیلونه لرل خو افسوس چې ډېر خلک په شک او بې ځایه پلمو سره د هغه د حق خبرې منلو ته تیار نه شول، په داسې حال کې چې د هغه دلایل روښانه او د پوهې  او منلو وړ وو.

حتی د هغه  له مرګه وروسته هم خلکو تمه لرله چې خدای بل پېغمبر راونه لیږي چې هغوي خپلو خپل سریو ، هوسرانیو او سپکو کارونو ته په اسانه دوام ورکړی شي او پرې څوک اعتراض ونه کړي.

 طبیعي ده چې دغه شان کسان د حق اورېدل او منل نه غواړي، بلکې په خپلو هوسونو او غوښتنو پسې دي او په دې ډول ځان له الهي هدایته محروموي. له الهي پېغمبرانو او تعلیماتو سره دغه شان کړچار چې له یو ډول شک او دوه زړه توبه راپورته کیږي، د انسان د ګمراهۍ سبب ګرځي.

څرګنده ده چې شک او تردید، د عقل او علم تقاضا ده خو  په شک کې پاتې کېدل نه دي پکار او بې ځایه بدګماني هم نه ده پکار ځکه چې  د انسان د فکري او عملي وسواس او د ترقۍ او ودې د مخنیوي سبب ګرځي.

 درسونه:

۱: د تېرو قامونو کړچار، عقیدې او ګروهنې، په راتلونکو نسلونو هم اثر کوی. نو ځکه  د تېرو قامونو په تاریخ په پوهېدلو سره د راتلونکو نسلونو د کړنو او ګروهنو اټکل کولی شو.( همدې حقیقت ته په پام سره د آل فوعو مومن فرعونیانو ته وویل چې: که تاسو نن په موسی ایمان نه راوړئ ، په خوا مو په یوسف هم ایمان نه دی راوړي)

 ۲: شک او دوه زړه توب که د تحقیق او سوچ او فکر سبب شي، ارزښت لري خو که دوام پېدا کړي او د تمتیا او بدګمانۍ سبب وګرځي آفت ګڼل کیږي.

۳: په دنیا او اخرت کې ګمراه کېدل د هغو کسانو سزا ده چې د خپلو نفساني خواهشاتو او هوا او هوس په خاطر بې له دلیله د پېغمبرانو د روښانه منطق په وړاندې ودریږي او ورسره مخالفت کوي.

  تلاوت آیه 35 از سوره غافر  

 

«الَّذِینَ یُجَادِلُونَ فِی آیَاتِ اللَّـهِ بِغَیْرِ سُلْطَانٍ أَتَاهُمْ کَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّـهِ وَعِندَ الَّذِینَ آمَنُوا  کَذَلِکَ یَطْبَعُ اللَّـهُ عَلَى کُلِّ قَلْبِ مُتَکَبِّرٍ جَبَّارٍ»

 

 هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي  بې له كوم داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، (دغه) د الله په نېز او د هغو كسانو په نېز چې ایمان يې راوړى د غضب په لحاظ غټه خبره ده، همداسې الله د تكبر كوونكي او جبر كوونكي په د زړه (په هر جز) باندې مهر لګوي.

 د تېرو ایتونو په دوام کې د ایت هغه  انسانان چې په شک او تردید کې زیاتی کوي او د حق خبرې منلو ته تیار نه دي، معرفي کوي او فرمایي:  دغه شان انسانان د مجادلې او بحث او شخړې کسان دي او د هغوي هدف یوازې  جدل او جنجال جوړول دي نه په حق پوهېدل او منل یې.

نو دوي ته چې هر څه ووایې، په ځای د دې چې فکر پکې وکړي، بې له دې چې روښانه دلیل ولري، د حق خبره ردوي. دغه کسان  د خبرو او بحث په وخت هڅه کوي ځان  د منطق منونکي وښیي، خو په حقیقت کې په یو ډول کبر او ضد اخته شوې دي. له دې امله هر دلیل چې ورته راوړي نه یې مني او په  وړې شان پلمې یې ردوي.

بې له شکه په باطلو خبرو جدال او جنجال او د الهي ایتونو په وړاندې بې دلیله دریځ نیول،  تاواني پایلې لري چې  یوه یې د مجادله کوونکي کس ګمراهي ده. ځکه چې د حق په وړاندې ضد او زیل د انسان په فکر یوه پرده غورځوي  چې له هغه د صحیح تشخیص او په ښه بده د پوهېدو  احساس اخلي.

درسونه:

۱: بحث او جدل، علمي مناظرې او خبرو اترو یوه روده ده. خو د هغه چې لپاره چې د حق په موندلو پسې وي نه هغه کسان چې چټي په چټي او بې دلیله خبرې کوي او د کبر او ضد له مخې د نورو خبرې ردوي.

۲: د ایمان خاوندان باید بې منطقه بحث ونه کړي بلکې پکار دي خبرې یې دومره منطقي وي چې که نور خلک هم پوه شي چې که د ایماندارو کسانو په وړاندې بې منطقه خبره وکړو نو نه یې مني.

اوس د غافر سورې د شپږ دېرشم او اوه دېرشم ایتونو تلاوت ته غوږشئ.

«وَقَالَ فِرْعَوْنُ یَا هَامَانُ ابْنِ لِی صَرْحًا لَّعَلِّی أَبْلُغُ الْأَسْبَابَ»، «أَسْبَابَ السَّمَاوَاتِ فَأَطَّلِعَ إِلَى إِلَـهِ مُوسَى وَإِنِّی لَأَظُنُّهُ کَاذِبًا  وَکَذَلِکَ زُیِّنَ لِفِرْعَوْنَ سُوءُ عَمَلِهِ وَصُدَّ عَنِ السَّبِیلِ وَمَا کَیْدُ فِرْعَوْنَ إِلَّا فِی تَبَابٍ»

 او فرعون وویل: اى هامانه! ته زما لپاره یوه ډېره اوچته ماڼۍ جوړه كړه، ښايي چې زه لارو ته ورسېږم

داسمانونو لارو ته، بیا د موسى الله له بره وګورم او بېشكه زه یقینًا دا دروغجن ګڼم او همداسې فرعون ته خپل بد عمل ښايسته كړى شوى و، او له (حقې) لارې نه منع كړى شوى و او د فرعون چل (او مكر) نه و مګر په تباهۍ كې.

 

په هر حال، په هغه حساس وخت کې هغه ایماندار او میړني کس  یعنې د ال فرعون مومن ډېر لوی کار وکړ او له مختلو لارو یې هڅه وکړه په محفل اغیزه وشیندي. آخر دهغه هوښیارو او پخو خبرو په فرعون هم اثر وکړ او د موسی د وژلو لپاره یې د هغه اراده سسته کړه نو فرعون فیصله وکړه چې د موسی وژل وځنډوي.

 خو فرعون بیا هم د کبر له سپرلۍ کوز نه شو او د خپلو شیطاني کارونو په دوام کې یې یو نوی اقدام وکړ او هغه دا و چې  امر یې وکړ چې  اسمانانو ته د  هغه د ختلو لپاره یوه لوړه ودانۍ جوړه کړی شي چې  په اسمانونو کې د موسی خدای وویني.

 طبیعي ده چې د هغه دا کار یوازې د خلکو د غولولو لپاره ؤ، ځکه چې موسی ادعا نه وه کړې چې خدای یې په اسمانونو کې دی یا په سترګو لیدی او لمس کېدی شي چې ګني که څوک په لوړ ځای ودریږي نو وې ویني او خبره یې واوري.

فرعون په دې هڅه کې ؤ چې په جنجالي خبرو او شور ماشور سره په عوامو اثر وکړي ، هغه غوښتل دخلکو ذهن د موسی د نبوت له مسالې واړوي او له موسی سره دخلکو د مرستې  او ملګرتیا مخه ونیسي.

په حقیقت کې  له عوام غولوونکو رودو استفاده د فرعون یو سپک او بد کار ؤ. بې له کشه، د فرعون د انحراف او بې لارۍ اصلي سبب دا ؤ چې  دخپل کبر او غرور په خاطر ورته خپل بد او سپک عملونه ښه ښکارېدل. دا خبره سبب کېده چې د حق خبرې له منلو پاتې شي، نقشې یې هم ماته وخوري او په هلاکت او مصیبت اخته شي.

 درسونه:

۱: کوم کسان چې د ایمان او منطق خاوندان نه دي په جنجالي کارونو سره هڅه کوي فضا په خپله ګټه بدله کړي.

۲: طاقت ښودل او د عوامو غولول،  په خلکو د خپلو نظرونو د تپلو او د خپلې سلطې د دوام  لپاره د ظالمانو او طاغتوي حکومتونو یوه روده ده.

۳: کبر او غرور سبب کیږي چې  انسان ته خپل بد کارونه ښه وبریښي او خپل ځان اصلاح نه کړي.

۴: طاغوتان همېشه د ایماندارو کسانو په لاره کې خنډونه جوړوي خو که  مومنان د حق په لاره کې ټینګ ودریږي آخري کامیابي د  هغوي ده او ظالمان په لوی ضرر او تاوان اخته کیږي.

 پای.