ساده و روان آیات 53 تا 56سوره غافر
درنو او محترمو اوريدونکو سلامونه، د خدای په فضل دا دی د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره زه او زه ستاسو په خدمت کې یوو، د تېرو پروګرامونو په دوام کې په دې برخه کې د غافر د مبارکې سورې له درې پنځوسم تر شپږ پنځوسم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کیږي.
ستاسو د ملګرتیا په هیله په سر کې مو پام راګرځوو د غافرې د مبارکې سورې د رې پنځوسم او څلور پنځوسمو ایتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:
«وَ لَقَدْ آتَیْنا مُوسَى الْهُدى وَ أَوْرَثْنا بَنِی إِسْرائِیلَ الْکِتابَ»، «هُدىً وَ ذِکْرى لِأُولِی الْأَلْبابِ»
او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته هدایت (تورات) وركړى و او بني اسرائیلو ته مو كتاب میراث وركړ
په داسې حال كې چې د خالصو عقلونو والاو ته هدایت او پند و
په تېره برخه کې لوی خدای وفرمایل چې ضرور به د پېغمبرانو او دهغوي د پېروانو مرسته کوي. دا ایتونه د الهي مرستې یو مصداق ته اشاره کوي او فرمایي: کله چې مو موسی په پېغمبرۍ وګماره هغه مو خدای پرستۍ ته د فرعون او بني اسراییلو په بلنه او د رسالت د دندې په سرته رسولو کې هدافت کړ. همداراز تورات کتاب مو پرې نازل کړ چې له موسی وروسته هم د بني اسراییلو د هدایت وسیله وي او دهغه په لوستلو سره له غفلته راووځي او له خپلو مسوولیتونو او دندو سره اشنا شي.
اسماني کتاب، د عقل د خاوندانو لپاره د هدایت او تذکر سبب دی. خو ناپوهه او ضدي او متعصب کسان ورځینې هیڅ ګټه نه پورته کوي. په حقیقت کې هغه کسان له اسماني کتابه ګټه پورته کوي چې کار یې د عقل او منطق په اساس وي، نه د نفساني خواهشاتو او غریزو له مخې. سره له دې چې ټول انسانان د عقل له نعمته برخمن دي خو په ډېرو کسانو نفساني غوښتنې او ګروهنې حکومت کوي نه د عقل او پوهې ځواک. او د قران په تعبیر، د ډېرو خلکو خدای دهغوي نفساني خواهشات او ګروهنې دي. دغه شان کسان له هرې مکنې لارې د خوند اخستلو او لا ډېرې ګټه پورته کولو په فکر کې دی.
درسونه:
۱: مونږ ټول انسانان حتی پېغمبران د خدای هدایت ته محتاج یو. البته پېغمبران دغه هدایت نېغ په نېغه لاسته راوړي او نور خلک یې د پېغمبرانو په وسیله.
۲: د پېغمبرانو میراث مالونه باغونه او ماڼۍ نه وې بلکې دهغوي تر ټولو لوی میراث د خلکو د هدایت لپاره د خدای کتاب و.
۳: انسان په هر حال کې تذکر او یادآورۍ ته اړتیا لري. هدایت هم که له تذکر سره یو ځای نه وي، ورو ورو یې انسان هېروي.
۴: عقل انسان وحي ته بیایي او دا دواړه چې یو ځای شي انسان کمال او نېکمرغۍ ته رسوي.
تلاوت آیه 55 از سوره غافر
«فَاصْبِرْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَ اسْتَغْفِرْ لِذَنْبِکَ وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ بِالْعَشِیِّ وَ الْإِبْکارِ»
نو (اى نبي) ته صبر وكړه! بېشكه د الله وعده حقه ده او د خپلې ګناه لپاره بخښنه وغواړه او د ورځې په اخره او اوله برخه كې د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه
که څه هم د دغه ایت مخاطب په خپله پېغمبر دی، خو اوامر یې د ټولو لپاره دي، په دغه ایت کې څو ټکیو ته اشاره شوې ده.
لومړی ټکی دا چې، اوس چې تاسو ولیدل چې د تېرو پېغمبرانو د مرستې او هدایت لپاره د خدای وعدې حقې وې، نو تاسو هم د خلکو د هدایت او حق ته دهغوي د بللو په لاره کې له صبر او زغمه کار واخلئ او د دښمنانو د ضد او دښمنۍ او کارړنګونې په وړاندې مه نهیلي کیږئ. ځکه چې په ټولو ډګرونو کې ستاسو د کامیابۍ کلي، د خنډونو او سختیو په وړاندې ستاسو صبر او استقامت دی او البته که صبر مو وکړ او په خپله لاره کې ټینګ پاتې شوئ نو کامیابي به ستاسو په برخه وي. بې له شکه د خدای د وعدو په حقانیت ایمان انسان د حق په لاره کې هیله من کوي او د ناخوالو زغمل ورته اسانوي.
دوهم ټکی دا چې که په دې لاره کې مو کوتاهي وکړه له خدایه د بخښنې په غوښتلو سره مو د زړه ایینه د ګناه اوککړتیاوو له زنګونو پاکه کړئ.
څرګنده ده چې الهي پېغمبرانو معصوم دي او ګناه نه کوي. ځکه چې که هغوي هم د خدای نافرمانه وي، نو څنګه نور خلک هدایتولی شي او له هغوي غوښتلی شي ګناه دې نه کوي او زما اطاعت دې کوي. نو د رسالت لپاره ضروري ده چې انسان عصمت او پاکي ولري.
که د قران په ایتونو کې د اسلام د پېغمبر یا نورو پېغمبرانو په هکله د ګناه له توري استفاده شوې، د هغه ګناه په معنا نه ده چې نور خلک یې کوي. د خلګو ګناه د خدای نافرماني ده، خو پېغمبران په دې وجه چې د معرفت مقام یې ډېر لوړ دی، ورسره نه ښایي چې حتی یوه شېبه غفلت وکړي یا ترک اولی وکاندي.
په حقیقت کې د پېغمبرانو ګناه د خدای نافرماني نه ده، بلکې د هغوي دا احساس دی چې هغه شان چې د خدای له لوی شان او ذات سره ښایي، هغه شان یې په خپله دنده عمل نه دی کړی شوی. د هغه کوربه په شان چې یو لوی کس خپل کور ته وبلي او خپله ټوله هڅه وکاروي چې دهغه د شان مطابق یې مېلمستیا وکړي خو په اخره کې له هغه بخښنه غواړي، ځکه چې که څه هم خپل ټول کوشش یې کړی دی خو احساس کوي چې د هغه مېلمستیا د مېلمه د هغه لوی شان مطابق نه وه.
وروستی ټکی چې ایت ورته اشاره کوي دا دی چې د پالونکي په یاد او د هر کار په پېل او پای کې د هغه په تسبیح او ستاینې سره خپل ایمان مزبوت کړئ.
بې له شکه د خدای تسبیح او حمد او له هر عیب او نیمګړتیا یې پاک ګڼل او دهغه بې ساری او لوی خالق ستاینه ، د انسان زړه او روح بدلوي او هغه په لوړو صفتونو پسولي.
درسونه:
۱: که د خدای په وعدو ایمان لرو باید د دیني دندو په ترسره کولو کې پایداره او مقاوم ووسیو او د لارې سختۍ او مشکلات مو له هدفه ونه غړوي.
۲: ټول انسانان منجمله پېغمبران ژمن دي چې استغفار وکړي ځکه چې د انسان کوتاهي یا د پېغمبرانو د توان او امکاناتو محدودیت نه پرېږده چې هغوي هغه شان چې غوره ده او له خدای سره ښایي ، په خپلو دندو عمل وکړي.
تلاوت آیه 56 از سوره غافر
«إِنَّ الَّذِینَ یُجادِلُونَ فِی آیاتِ اللَّهِ بِغَیْرِ سُلْطانٍ أَتاهُمْ إِنْ فِی صُدُورِهِمْ إِلَّا کِبْرٌ ما هُمْ بِبالِغِیهِ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِیعُ الْبَصِیرُ»
بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو كې جګړې كوي، بې له داسې دلیله چې دوى ته راغلى وي، د دوى په سینو كې نه دى مګر كبر چې دوى دغه (د كبر مقتضا) ته رسېدونكي نه دي، نو ته په الله پورې پناه ونیسه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
دا ایت د دین د انکار او مخالفت اصلي علت ته اشاره کوي او فرمایي: هغه کسان چې بې له دلیل او برخهانه د خدای د ایتونو او د پېغمبرانو د معجزو انکر کوي او غواړي په بې منطقه بحث او جدل سره نور له دینه منعې کړي، د هغوي وجود تش له کبر او غرور نه ډک دی.
هغوی ځان لوی ګڼي او د ایمان خاوندان واړه. نه نه یوازې د پېغمبرانو بلنه نه مني بلکې هڅه کوي نور هم په اوږدو خبرو سره د پېغمبرانو له لارې وغړوي. چې په خپل ګمان پېغمبران په ټولنه کې لوی شي او تر هغوي لوړ مقام لاسته راوړي. خو خدای وعده کړې چې دغه خنډونه به لرې کوي او نه پرېږدي چې کافرانو خپلو سپېرو موخو ته ورسیږي.
درسونه:
۱: د ډېرو کسانو د کفر او انکار سبب د ځان لوی ګڼل او د حق په وړاندې کبر دی نه دا چې هغوي د خدای د کلام په حقانیت نه وي پوه شوې.
۲: متکبر انسان په ټولنه کې په مشرۍ او سرورۍ پسې وي. خو خپل مقصل ته نه رسیږي، او که څه هم په ظاهره ورسیږي په رسوایۍ او خوارۍ اخته کیږي او له ټولنې شړل کیږي.
۳: په ټولو شرایطو کې باید خدای ته پناه یوسو په تېره بیا د دین د دښمنانو د رنګارنګو توطئو او نقشو په وړاندې.
پای.