Nov 01, 2021 14:58 Asia/Kabul

ګلونو اورېدونکو سلامونه، د قرآن د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو، په دې هیله چې له دغه نوراني پروګرامه مو تر اوسه استفاده کړې وي  په تېر پروګرام کې  د  فصلت د مبارکي سورې اته ویشتم ایت ته رسېدلې وو.  په ننني پروګرام کې  به د دي سورې د نه ویشتم او دېرشم ایتونو   تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو. ستاسو د ملګرتیا په هیله په سر کې مو پام راغواړو د فصلت سورې  د نه ویشتم ایت تلاوت ته  هلته چي لوی خدای فرمایي:  

«وَقَالَ الَّذِینَ کَفَرُوا رَبَّنَا أَرِنَا اللَّذَیْنِ أَضَلَّانَا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ نَجْعَلْهُمَا تَحْتَ أَقْدَامِنَا لِیَکُونَا مِنَ الْأَسْفَلِینَ»

او كافران شوي كسان به ووايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته هغه دوه تنه وښیه چې د پېریانو او انسانانو ځنې وو، چې مونږ دغه دواړه د خپلو قدمونو  لاندې كړو، د دې لپاره چې دغه دواړه تر ټولو له ښكته خلقو څخه شي.

 په تېره برخه کې د هغو کافرانو خبره وشوه چې ددې مخه به یې نیوله چې خلک د قران ایتونه واوري. دا ایت فرمایي: کوم کسان چې د دغه وګړو په وسیله ګمراه شوې دي، د قیامت په ورځ به خدای ته شکایت وکړي. هغوی به له خدایه غواړي چې دغه غولوونکي او شېطان صفته کسان چې هغوی یې بې لارې او بدبخته کړي، په دوزخ کې ډېر ټیټ او بد ځای ته واچوي. همداراز مونږ ته اجازه راکړه چې دغه کسان تر خپلو پښو لاندې او چخڼي کړي چې دوي چې په دنیا کې یې مقام او منزلت درلود دلته یې خوار او ذلیل کړو.

 درسونه:

۱: کافران به په قیامت کې هڅه کوي خپل کفر او ګمراهي د نورو په غاړه واچوي او نور د خپلو ګمراهیو عامل معرفي کړي.

۲:  د انسان د ګمراهۍ او بې لارې کولو لاملونه ډېر زیات دي. هم غولوونکي انسانان او هم ګمراه کوونکي شېطانان.

 ۳: کافر او بې لارې مشران چې په دنیا کې په خلکو سلطي لري او هغوي ګمراه کوي، په قیامت کې به د دوي لارویان ارمان کوي چې کاش تر پښو لاندې کړې مو وئ.

 اوس د فصلت سورې دېر شم ایت ته غوږ شئ هلته چې لوی خدای فرمایي:

«إِنَّ الَّذِینَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّـهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَیْهِمُ الْمَلَائِکَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِی کُنتُمْ تُوعَدُونَ»

بېشكه هغه كسان چې (په رښتیا) يې ویلي دي: زمونږ رب الله دى، بیا ټینګ ولاړ وي (، نو) په دوى ملايك نازلېږي چې تاسو مه وېرېږئ او مه غمجنېږئ، او تاسو د هغه جنت زېرى واخلئ چې   وعده به یي دركولى شوه

 د کافرانو او بي لارو کسانو په اپوټه چې په دنیا کې په هر یو هغه غږ پسې ځي چې هغوي د دنیا خوندونو او  مزو ته کشوي، ځینې کسان داسې دي چې یوازې د پېغمبرانو بلنه مني. هغوي یوازې په خدای ایمان راوړي او بل د هیچا خبرې ته غوږ نه اچوي. هغوي وایي: زمونږ پالونکی خدای دی. هغوي په خپله دغه خبره ټینګ ودریږي او ترې نه غړیږي. په قیامت او د خدای په وعدو  ایمان د هغوي په وجود کې دومره پیاوړی او ځواکمن دی چې د دنیا د زر تېرېدونکو وعدو په ځای د خدای  پایدارو او قطعي وعدو ته هیله منیږي. نو هیڅ شی د خپلو دیني دندو په ترسره کولو کې دهغوي د سستۍ او لټۍ سبب نه ګرځي.

البته په خدای  د ایمان ادعا لرونکي زیات دي، خو په عمل کې ځینې استقامت نه کوي، هغوي داسې سست او بې ارادې کسان دي چې  کله د شهوتونو د توپان په وړاندې راځي یا کله یې چې ګټې په خطر کې لویږي  هغه کمزوری شان ایمان هم بایلي. په حقیقت کې کوم کسان چې د دوستان او خپلوانو د ناروا غوښتونو او یا نفساني ګروهنو په وړاندې ودرېدی شي، ډېر کم دي. همداراز کم دي هغه کسان چې د دښمن د اقداماتو او ګواښونو په وړاندې سست او کمزورې نه شي.

په هر حال د خدای دود او سنت دا دی چې له رښتینو مومنانو سره مرسته کوي. د خدای د مرستي یوه لاره، د مومنانو پر زړه د پرښتو نازلول دي چې د هغوي زړه مزبوتوي او ورته هیله القا کوي. په دې ډول چې  له دښمن او له راتلونکي  وېره  له هغوي لرې کیږي او د تېر وخت غم او فکر یې هم زړه ته نه راځي. پرښتې دغه شان کسانو ته د جنت زیری ورکوي.

  بې له شکه ، د الهي پرښتو زیري د ایماندارو انسانانو په زړه رڼا ځلوي او هغوي ته د ژوند د سختو توپانونو او بادونو په وړاندې ثابت قدمه ساتي.

دا له دې امله ده چې په دنیا کې د مومنانو یوه دنده دا وه چې خپل نفس کنټرول کړي  او سرکښه نفساني خواهشات ونه مني ځکه چې د هغوي د تباهۍ او  فساد سبب کیږي. خو په اخرت کې خدای تعالی د هغوي محرومیتونه او پابندۍ جبرانوي او هرڅه یې چې زړه وغواړي هغوي ته ورکوي. ځکه چې جنت د فساد او تباهۍ ځای نه دی. هغوي په تل پاتې جنت کې  د لوی خدای مېلمستیا ته ورځي. داسې مېلمانه چې کوربه یې مهربان او بخښونکی خدای دی او مېلمانه یې پاک او جنتي انسانان دي.

 درسونه:

۱: که مقاوم مومنان په دنیا کې کم دوستان لري، خو اسمان پرښتې د هغوي دوستان دي چې په دنیا او اخرت کې د هغوي مرسته کوي.

۲: جنتي خوندونه، یوازې مادي او جسماني خوندونه نه دي، بلکې هر یو شی چې انسان ته خوند ورکوي، هلته برابر او مهیا دی.څرګنده ده چې  د جنتیانو په نزد د معنوي خوندونو او مزو مقام تر مادي خوندونو کم نه دی.

۳:  له جنتیانو سره د خدای چلند د رحمت او مغفرت له مخې دی او دا پر هغوي د خدای د بې پایانه لطف او بخښښ ښودنه کوي.