د فصیلت سورې له ۴۹تر ۵۴پورې د آیتونو تلاؤت ،ترجمه او تفسیر
ګلونو اورېدونکو سلامونه، د خدای په فضل د قران د پلوشو له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کې یوو په تېره برخه کې د فصلت د مبارکې سورې تر اته څلوېښتم ایته رسېدلې وو په دې برخه کې غواړو د دغه سورې له نهه څلوېښتم تر اته څلور پنځوسم ایتونو پورې تلاوت ژباړه او تفسیر درته وړاندې کړو دا د فصلت سورې وروستي آیتونه دي نو ستاسو د ملګرتیا په هیله په سر کې مو پام راګرځوو د فصلت د مبارکې سورې د نه څلوېښتم ایت تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:
«لَّا یَسْأَمُ الْإِنسَانُ مِن دُعَاءِ الْخَیْرِ وَإِن مَّسَّهُ الشَّرُّ فَیَئُوسٌ قَنُوطٌ»
انسان د خیر له غوښتلو نه ستړى كېږي او كه ده ته شر (او تكلیف) ورسېږي، نو ډېر ناهېلى، ډېر نا امېده وي
بې ایمانه یا سست ایمانه انسانان، لنډ فکر او تنګ زړه لري دغه کسان په دنیا کې لا ډېرې هوساینې ته د رسېدلو لپاره د مال او شتمنیو له غونډولو نه ستړې کیږي او څومره زیات مال چې لاسته راوړي نه مړیږي او نور نور غواړي.
خو که دنیا ورته شا کړي یا په کوم مصیبت اخته شی او یا ورته بدي یا تنګسیا ورسیږي، په سختې نهیلۍ اخته کیږي، ته وا دنیا اخر ته رسېدلې ده. په حقیقت کې هغه انسانان چې سمه روزنه یې نه وي شوې د مادي دنیا په حدودو کې راګېر دي. هغوي ته چې کله دنیا مخ کړې وي نو خوشاله او غاوره وي خو که دنیا ورته شا کړي نو غمجن او نهیلیږي.
درسونه:
۱: انسان طبعا په حرص، طمعې او زیاتي غوښتنې کې ښکېل دی او ټول ښه څیزونه د ځان لپاره غواړي. خو د پېغمبرانو لوړ تعلیمات، انسان په دې ډول روزي چې د انفاق او سرښندنې خاوندان وي او نور هم په نظر کې وساتي.
۲: په ژوند کې د نهیلي او بندون احساس د دې نښه ده چې انسان کم ظرفیته او کمزورې ایمان خاوند دی، واقعي مومن هیڅکله بندون ته نه رسیږي.
اوس د فصلت سورې پنځوسم او یو پنځوسم ایت ته پام وکړئ هلته چې لوی خدای فرمايي:
«وَلَئِنْ أَذَقْنَاهُ رَحْمَةً مِّنَّا مِن بَعْدِ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُ لَیَقُولَنَّ هَـذَا لِی وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِن رُّجِعْتُ إِلَى رَبِّی إِنَّ لِی عِندَهُ لَلْحُسْنَى فَلَنُنَبِّئَنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا بِمَا عَمِلُوا وَلَنُذِیقَنَّهُم مِّنْ عَذَابٍ غَلِیظٍ»،
«وَإِذَا أَنْعَمْنَا عَلَى الْإِنسَانِ أَعْرَضَ وَنَأَى بِجَانِبِهِ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ فَذُو دُعَاءٍ عَرِیضٍ»
او كه خامخا مونږ په ده له خپل لوري رحمت وڅكوو، له هغه تكلیف نه وروسته چې ده ته رسېدلى وي (،نو) خامخا لازمًا به وايي: دا زما (حق) دى او زه د قیامت په هكله ګمان نه كوم چې قايم به شي او خامخا كه زه خپل رب ته بېرته وګرځولى شم، (نو) بېشكه زما لپاره به د هغه په نېز ضرور تر ټولو ښه حالت (جنت) وي، نو مونږ به خامخا لازمًا كافران شوي كسان په خپلو عملونو خبر كړو او خامخا ضرور به په دوى له ډېر سخت عذاب ځنې وڅكوو.
او كله چې مونږ په انسان باندې انعام وكړو (نو) دى (له حقه) مخ واړوي او خپل جانب (ځان) لرې كړي او كله چې ده ته سختي ورسېږي، نو بیا د ډېرې اوږدې دعا والا وي
تېر ایت د خوشالیو او ناخوالو په وخت د بې ایمانه او کم ظرفیته انسانانو ځانګړنې بیان کړې. دا ایتونه هماغه خبره په لا ډېر تفصیل سره بیانوي او فرمايي:دغه کسان په کبر اخته دي چې نه غواړي خدای په خپل ژوند کې وویني. هر هغه څه چې دوي یې لري د خدای له نعمتونو دي، سره له دې د هغه د نعمتونو د شکر په ځای وایي: هغه څه چې لرم یې زما د خپلې وړتیا او تکړه والي له امله دي او خدای یا نور څوک پکې هیڅ رول نه لري.
دا کبر، اخر انسان د قیامت انکار ته کاږي. نو ځکه د قیامت منکر کیږي او په ډاډ سره وایي: هیڅ قیامت نه دی راتلونکی. خو که بر فرض محال، قیامت وي هم، زما حق دا دی چې هلته هم ښه حالت ولرم او په ډېر ارام او خوندونو کې پاتې شم. خو خدای تعالی د دغه کبرجنو انسانانو په هکله فرمایي چې مونږ به ډېر زره هغوي له خپلو عملونو خبر کړو او په قیامت کې به سخته سزا ورڅکوو.
ایتونه په دوا کې د دغه شان بې ایمانه او کم ظرفه انسانانو یوې بلې ځانګړنې ته اشاره کوي او فرمایي: د خوښۍ او هوساینې په وخت او کله چې نعمتونو دوي ته مخ کړی وي، خدای هېروي او په کبر او غرور سره د خدای او دین له تعلیماتو مخ اړوي، په دې ډول چې ته وا هډو په خدای عقیده نه لري او خدای د هغوي په ژوند کې هیڅ رول نه لري. خو کله چې په مصیبتونو او ستونزو اخته شي نو خدای ته غږ کوي او پرله پسې دعا کوي او خدای داسې بلي لکه چې د هغوي د ستونزو لامل خدای دی!
درسونه
۱: بې لارې او بې تربیته انسانان، کم ظرفه او کبرجن وي. په هغوي چې کله لورینې وشي نو په کبر او مستۍ اخته کیږي او یوازې ځان ویني.
۲: الهي نعمتونه د هغه د رحمت او مهربانۍ ښودونکي دي نه زمونږ د لیاقت او وړتیا. خدای زمونږ پوروړی نه دی بلکې مونږ یې پوروړې او ورته محتاج یوو او باید شکر یې وباسو.
۳: له دنیاوي شتمنیو، مال او طاقته برخمنتیا د خدای په نزد د انسان د محبوبتیا نښه نه ده. دغه شان کسان باید د دې تمه ونه لري چې په قیامت کې به هم په مزو او ارام کې وي.
۴: باید خیال وکړو چې د خوشالۍ او هوساینې په وخت له خدایه غافله نه شو او د هغه اوامر هېر نه کاندو، په دې بڼه کې به مو نعمتونه په زحمت او مصیبت بدل شي.
اوس د فصلت سورې له دوه پنځوسم تر څلور پنځوسم ایتونو پام وکړئ چې د دغه سورې وروستي ایتونه دي:
«قُلْ أَرَأَیْتُمْ إِن کَانَ مِنْ عِندِ اللَّـهِ ثُمَّ کَفَرْتُم بِهِ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِی شِقَاقٍ بَعِیدٍ»، «سَنُرِیهِمْ آیَاتِنَا فِی الْآفَاقِ وَفِی أَنفُسِهِمْ حَتَّى یَتَبَیَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ یَکْفِ بِرَبِّکَ أَنَّهُ عَلَى کُلِّ شَیْءٍ شَهِیدٌ»،«أَلَا إِنَّهُمْ فِی مِرْیَةٍ مِّن لِّقَاءِ رَبِّهِمْ أَلَا إِنَّهُ بِکُلِّ شَیْءٍ مُّحِیطٌ»
ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما خبر كړئ! كه چېرې دغه (قرآن) د الله له جانبه وي، بیا تاسو په ده سره كافران شئ، (انکار یې وکړئ)(نو) له هغه چا نه لوى ګمراه څوك دى چې په ډېر لرې مخالفت كې وي
ژر ده چې مونږ به دوى ته خپلې نښې په افاقو (د عالم په اطرافو) كې او د دوى په ځانونو كې وښیو، تر دې چې دوى ته ښه څرګنده شي چې یقینًا هم دغه (قرآن) حق دى او ایا ستا رب ښه كافي نه دى دا چې یقینًا هغه په هر شي باندې خبردار دى
خبردار شئ! بېشكه دوى د خپل رب له ملاقات نه په شك كې دي، خبردار شئ! بېشكه هغه په هر شي احاطه كوونكى دى
د تېر ایت په دوام کې چې د مشرکانو او کافرانو خبره وه، دا ایتونه فرمایي: آیا تاسو احتمال نه ورکوئ چې قران د خدای له لوري وي او داسې ورسره مقابله او مخالفت کوئ؟ که دا کتاب د خدای له لورې وي او هغه څه چې د جنت او دوزخ په هکله په دې کې راغلې دي صحیح وي نو تاسو به په قیامت کې څه کوئ؟ نو لږ سوچ وکړئ او د پلار نېکونو له ړانده تقلید او بې ځایه تعصبونو لاس واخلئ او د حقیقت په لټه کې شئ.
بیا ایت په دوام کې فرمایي: په کاینات او د نړۍ په خواوشا او په خپله ستاسو په وجود کې دننه د خدای د شتون نښې ډېرې دي، تاسو ولې هغوي ته پام نه کوي چې درته څرګنده شي چې خدای حق دی؟ که د شریعت په کتاب کې شک لرئ، آیا د طبیعت په کتاب کې هم شک لرئ، آیا دا دومره لوی کاینات او با عظمته هستي کوم پېدا کوونکي او پوه پروردګار ته اړتیا نه لري؟!
په نړۍ کې الهي ایتونه لکه د لمر سپوږمۍ او ستورو پېدایښت چې یو دقیق نظام لري او د ډول ډول ژوندي سارو، بوټو، غرونو او سمندرونو پېدا کلو چې هره ورځ پکې نوې او عجیب رازونه موندل کیږي، ټول د خدای د پاک ذات د حقانیت نښې دي.
همدارزا د انسان په وجود کې الهي ایتونه لکه د هغه د بدن مختلفې برخې، منجمله د ساه اخستلو سسټم، د معدې، د وینې د څرخ ، د زړه د منظمو ټکانونو، د مغزو حېرانوونکی جوړښت او د بدن د نورو غړو هېښنده جوړښتونه هر یو د نړۍ د پنځوونکي د معرفت یو کتاب دی.
دې ته په پام سره چې په دې جملې کې چې « خپل ایتونه او نښې درښیو» د مضارع له فعله استفاده شوې دا په استمرار دلیل دی، یعنې په راتلونکې کې به هم درته خپلې نښې ښیو. په حقیقت کې انسان علم کې په هر ګام پرمختګ سره خلقت له هېښنده رازه پرده پورته کوي چې د نړۍ د پنځوونکي د علم او قدرت ښودنه کوي. په بله ژبه هر یو نوی علمي کشف د خدای پېژندنې په لور د هغه ذات د حکمت او قدرت یوه جلوه ده.
خو افسوس چې دغه کسان هم د هستۍ په مبدا او خدای کې شک لري او هم په قیامت او له خدای سره په ملاقات کې. البته د هغوي شک او دوه زړه والی طبیعي نه دی چې په تحقیق سره لرې کړی شي بلکې دا شک د بدګمانۍ او د حق منلو ته د نه ګروهنۍ له امله دی. ځکه چې هغوي په غفلت او غرور اخته دي او د خدای ملاقات یې هېر کړی دی، د حساب کتاب په ورځ او جزا سزا ایمان نه لري نو ځکه هر سپک او غلط کار ته لاس اچوي. خو باید پوهه شي چې خدای پردوي احاطه لري او د هغوي ټول عملونه او خبرې خدای ته څرګندې دي او د دوي کارونه ثبتیږي او په قیامت کې به یې حساب کتاب کیږي.
درسونه :
۱: عاقل انسان، که احتمال ورکړي چې لویه خطره او تاوان په مخکې دی نو خیال کوي او له احتمالي تاوانونو هم ډډه کوي. حتی د قیامت د واقع کېدو احتمال هم باید انسان له ګناه او غلط کاره منع کړي.
۲: ټوله هستي ، د خدای پېژندنې یو درس دی، که هغه د انسان وجود وي او که نور مخلوقات لکه بوټي، حېوانات ، ځمکه اسمان، ستوري او کهکشانونه.
۳: په خدای او قیامت ایمان له یوه بله جدا نه دي ځکه چې هم د نړۍ پېل او هم یې پای د خدای په لاس کې دی.
محترمو اورېدونکو د خدای په فضل مو د فصلت مبارکه سوره پای ته ورسوله په دې هیله چې لازمه استفاده مو ترې کړي وي په راتلونکي پروګرام کې به که خدای کول شورا سوره درته وړاندې شي تر هغه وخته مو په لوی خدای سپارو.