Nov 13, 2021 12:33 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  په  تیرې اونۍ کې د ایران د بدلونو په اړه   ایران  د اونئ  په هینداره کې نومې  اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی ، په دغه نننۍ برخې کې به په پیل کې ځینو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه  وکړو او ورپسې به مو هم د تحلیلي برخې آوریدوته راوبولوو،  نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

*******************

*/*/*/ د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د ذوالفقار ۱۴۰۰ ګډه مانوره 

*/*/*/*/

د ایران د مرستیال خارجه وزیر اروپائي هیوادونوته  سفر

*/*/*/*/

 او په نوي ډیلي کې  د سیمې د ملی امنیت د لوړو شوراګانو د  مشرانو غونډه، او  په دغې غونډې کې د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا دمنشي  ګډون، په تیرې اونۍ کې  د ایران ځيني مهمې پيښې وې  چې اوس مو هم دځينو موردونو په باب  رابولوو ، د تحلیلي برخې آوریدو ته .

    د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د ذوالفقار ۱۴۰۰نومې ستره ګډه مانوره تیره  اونۍ د پلی ، زغروال  یونټونو سره د  تجهیزاتو، دهوافضا دفاعي ځواک د توغندوي ضددفاعي سسټمونو ، د سمندري  ځواک د سطحي ا و  اوبتلونو او کشتیو  او او د جنګی الوتکو او دغه راز د بې پيلوټه الوتکو په پراخ شتون سره د  ایران په جنوب مکران سواحلو کې ترسره شوه .

 په دغې مانورې کې د ایران د اسلامی جمهوریت  د پوځ دمتخصصانو په لاس جوړې شوي دنابیړه ، نوره ډول ډول بیړۍ ، توغندي لرونکي کشتۍ ، زغروال ګاډي  او د طارق   او قدیر نومې  اوبتلونه  او نور نوي او ځاي تجیهزاتو سره  دغه  مانورې  خپل قدرت نندارې ته وړانډې کړ .

 د  ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکي  حبیب ا... سیاري په  وینا، په ذوالفقار ۱۴۰۰نومې سترې ګډې مانورې کې ، دپوځ د  څلورو واړو ځواکونو  لپاره  کابو یو سل پنځوس  سناریوګانې او  پنځوس تمرینونه تعریف شوي وو ، چې په بریالیتوب سره اجرا شول  او مانورې  خپلې  عملیاتي موخې ترلاسه کړې .  دغه مانوره له هرمز تنګي رانیولې   د ایران او پاکستان په پولې کې تر بندر شاوخوا پورې په  پراخې سیمې او سمندر کې تر لس شمالی درجې پورې  او دغه راز د سرۀ سمندر په پراخو سیمو کې ترسره  شوه .  ددغې مانورې اجرا کیدا،د هرګواښ په مقابل کې د ایران د مخه نیونکي اودفاعي توان ښودنه  ده . 

   د ایران  د خارجه وزیر د سیاسی چارو مرستیال  علی باقري  تیره اونۍ د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې او د  دوو اړخیزو اړیکو او مناسباتو په باب  له ټروئيکا سره دخبرواترو لپاره اروپاته سفر وکړ او ددرو اروپائي هیوادونو، یعني د  فرانسې ، جرمني او انګلستان  له لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته وکړ ل او ورپسې له اسپانیائی چارواکو سره د خبرو لپاره  ماډریډ ته هم لاړ .

 هغه د جمعې په ورځې  د اسپانیا  د خارجه وزارت له  چارواکو سره  د ووو اړخیزو ،سیمه ایزو او  اړیکو او دغه راز د ظالمانه بندیزونو دلغوه کولو لپاره په ویانا کې  د کیدونکو خبرواترو  په باب  هم  خبرې اترې وکړې .

د ایران مرستیال خارجه وزیر د اروپا  دټرائيکائي چارواکو سره  خپلو مشورو او خبرو ته په اشارې سره ټينګار وکړ ، په هغو خبرواترو کې چې د نومبر په ۲۹نیټه  به په ویانا کې د ۴+۱ډلې  له استازو سره  وشي ،  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د امریکا د وتلو له امله  پایلې ا صلي موضوع  ده چې  دغه پایلې  هغو غیر قانوني  بندیزونو سره اړه لري ، چې د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد لګول شوي دي .

  په اروپا کې د علی باقري کني له مشورو مخکې،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د درو اروپائي هیوادونو له خارجه وزیرانوسره په ټيلیفوني تماسونو کې  د جامعې نړیوالې  ایټمي موافقې  کې د دغو درو واړو هیوادونو د ژمنتیاؤ  په باب خبرې اترې کړې وې .  امیر عبداللهیان  د فرانسې له خارجه وزیر ژان ایو لودریّن  سره په خبرو اترو کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په اوسني رامینځّة شوي وضعیّت کې  دامریکا د مسئولیّت او د  امریکا دزیات غوښتنو په وړاندې  د درو اروپائي هیوادونو د چوپه  خوله رول په باب   وئیلي،ایران د یوې ښې موافقې غوښتونکی دی ، البته دا چاره  ځيني لازمې لري،چې  په هغو کې خپلو بشپړ ژمنو ته د مقابل لورو بیرته ستنیدا  او د بندیزونو په اغیزشیندونکي توګه لغوه کیدا شامله ده . 

 دایران خارجه وزیر په دغو خبرواترو کې د ایران دفاعي پروګرام،د هر یوه  هیواد یو حاکمیّتي حق وباله او روښانه ئې کړه،د امریکا دبندیزونو ناکاره   او ناغیړي چیلند ته په بې پامۍ سره  د ایران ددفاعي توان زیاتیداپه قدرت سره دوام ورکوو .

                د ایران اسلامی جمهوریت هیڅکله هم د نادودو او  ایټمي وسلو  د جوړولو په فعالیتونو پسې نه دی .اسلامی ایران،په ایټمي صنعت کې په درستو پورته کړائ شوو ګامونو کې،ایټمي ژمنتیاؤ ته بشپړ پاباندي کړې ده او  د ایټمي انرژۍ  دنړیوال آژانس د دوامدارې څارنې او د مقرراتو په چوکاټ کې  ئې ایټمي ټيکنالوجي او پوهه ترلاسه کړې ده .د نظام لوړپوړو مسئولانو هم په کرتو وئیلي دي،چې  ایټةي وسلې او ایټم بم  د اسلامی جمهوری  نظام  پّ دفاعي نظرئې کې  هیڅ خاي نه لري .

د ایران اسلامی جمهوریت  د ۲۰۱۸کال دمئ په اتمه نیټه  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا په یو اړخیزې او غیرقانوني وتنې پسې په سټراټژيک صبر سره هڅه کې ،  ایټمي نړیواله موافقه ،خپلو ژمنو ته د دغې موافقې د نورو لورو  دعمل په شرط  محفوظه وساتي،خو اروپایانو  ددغې موافقې د ساتلو لپاره په ورکړل شوو ژمنو بندې د عمل لپاره هیڅ اغیزشیندونکی حرکت  نه دی کړی . د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ مادو  په اساس ،خپلو ژمنو ته د مقابل لوري د نه پابندۍ  په بڼه کې  ایران دا حق لري ،د خپلو ژمنتیاؤ اجرا په کلي بڼه  یا په جزئي بڼه ودروي .

 

 د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت د لوړې شورا منشي علی شمخاني تیره اونۍ د سیمه ایز امنیت د خبرواترو په دریمې ناستې کې  د ګډون لپاره  نوي ډيلي ته لاړ .

 د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا منشي  په دغې غونډې کې پخپلې وینا کې  ددې خبرې په کولو سره چې اوس په افغانستان کې له داسې ګواښونو سره مخامخ  یوو  چې  دخپلو موخو د پرمخ بیولو او د سیمې لپاره د نیواکګرانو د پلان   یوه برخه   کیدلی شي ، ووئیل ؛ دغه ګواښ ، له یوه پلوه  د تکفیری ترهه ګرې ډلو او داعشي  جنایتکارو د شتون،ودې  او پراختیا له امله  او له بل پلوه    په افغانستان کې د فرقه پالو نښتو د رامینځةکیدا د خطرې له امله دی  او دا موضوع به مونږ ټول ، په سیمې کې،هغه که  ګاونډیان  وي او که غیر ګاونډیان ،له ترینګلتیاؤ سره مخامخ کړي .

 علی شمخاني،پخپلې وینا کې په افغانستان   کې درې مهمې اندیښنې،د افغانستان داخل ته د تکفیری ترهه ګرو عناصرو په منتقلولو کې د ځينو هیوادونو لاسوهنې،د بې وځلۍ او انساني او مهاجرتي بحران  پراختیا وبلله.

شمخانی دې ته په اشارې سره چې اسلامی ایران  کلونه کلونه کیږي،د څه دپاسه درو میلیونوافغان کډوالو کوربه دی اوتر دې دمه ددوي څه دپاسه  شپږ نوي فیصده  لګښتوه  دایران  له سرچینو تامین شوي دي  او یوازې څلور فی صدي لګښتونه  د نړیوالو اورګانونو له خوا مرستې شوي دي،ووئیل، ټول باید په افغانستان کې د درستو قومونو ، ډلو ټپلو پشمول دی وه پراخ بنسټه  او ټولشموله حکومت د جوړولو ، د افغانستان د ولس  دمشکلاتو د حل کولو  او  په دغه هیواد کې له انساني بحران  سره دمقابلې لپاره جدي پام  وکړي .

د ایران د ملی امنیت دلوړې شورا منشي همدرااز له خپلو مالی امکاناتو او سرچینوڅخه  د  افغانانو د ګټه پورته کونې په خاطر د افغانستان د مظلوم ملت  دمالی سرچینو د آزادولو لپاره پر امریکا دباؤ ،  په افغانستان کې له داعشي او تکفیری ترهه ګرو سره د مقابلې او  ددغو ډلګیو د مالی سرچینو  د تامینیدا د لارو پيژندل،د افغانستان په باب د لارې چارې دموندلو لپاره  نورې مهمې دندې  وبللې .

            د امریکا په لاس له شل کلن نیواکه وروسته د افغانستان میداني واقعیّت یو داسې بشپړ تریخ او تورټپ  انځور دی جې  ذسینې حالات ئې لاپيچلي کړي دي . 

د ستمبر د یولسمې نیټې له پیښې وروسته په سیمې کې د امریکا لاسوهونکي شتون ، د پام وړ وده کړې اوپه افغانستان ،عراق او سورئې کې دغه شتون،د القاعدې او داعش په څير د افراطي اوتکفیری ډلو د راپنځیدو سبب  شوی دی .

 دسیمي هیوادونه او  نړیواله ټولنه  اوس  د ناکراریو په دودولو او دبې ثباتۍ په رامینځةکولو کې  دامریکا  داوسني حکومت د سیاستونو په ورانکار رول باندې ښه  خبر دي . 

 د ایران اسلامی جمهوریت  په سیمې کې د امنیت اوثبات د ساتنې په ډګر کې د یوه فعال اواغیز شیندونکی فعال په توګه ، په کرتو  په سیمې کې د تل پاتې سولې او امنیت د تضمینولو په خاطر د  دوو  او څو اړخیزو  سیاسی او امنیتی لارو چارو د اجرا لپاره  خپل چمتووالی اعلنا کړی دی .

 هماغه ډول چې  علی شمخاني هم روښانه کړې ده ، سوله  د افغانستان د درستو قومونو او درست ولس په یوه خولۀ غوښته ده  او ایران هڅه کوي ، د سیمې د هیوادونو په ملګرتیا سره ، افغانسان د  داسې پروګرامونو او کړنو په لور سم کړي ، چې  د افغانستان د خلکو او د دسیمې د  درستو ګاونډیو هیوادونو په ګټه  وي او هغه هم ،  په افغانستان کې  دتل پاتې سولې ،آرامښت او هراړخیز ثبات  رامینځةکول دي چې  دمونږ ټولو  ګډې ګټې تامینوي .

*************************

=  د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ایران د اونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تربل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، ا... مو مل او ملګری .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************************************  

 

ټیګونه